تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس لومړۍ) د افغانستان د واکمنې رژیم ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، په کابل کې چارواکي له دیپلوماتیکو لارو او د بېلابېلو غونډو په وسیله هڅه کوي چې له اروپايي هېوادونو د افغان پناهغوښتونکو د ډلهییزې ایستنې مخه ونیسي.
نوموړي ټینګار کړی چې په اروپا کې د مېشتو افغانانو حقونه باید له پامه ونه غورځول شي او که د هغوی بېرته لېږل اړین وي، دا بهیر باید له کابل سره په همغږۍ او هوکړې ترسره شي.
مجاهد ویلي: «هڅه کوو له دیپلوماتیکو لارو او ګڼو کاري غونډو په دایرولو سره داسې زمینه برابره کړو چې په ډله ییز ډول افغانان ونه ایستل شي او په اروپا کې د مېشتو کسانو حقونه تر پښو لاندې نه شي. که د هغوی بېرته ستنول لازم وي، دا بهیر باید په همغږۍ او تفاهم ترسره شي.»
مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په تېرو څو میاشتو کې یو شمېر اروپايي هېوادونو له کابل سره تخنیکي اړیکې زیاتې کړې دي، څو د هغو افغان پناهغوښتونکو د بېرته لېږلو چارې اسانه کړي چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري یا یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوي دي.
اروپايي کمېسیون تر دې مخکې ویلي و چې د اروپايي ټولنې د ۲۰ غړو هېوادونو په غوښتنه، د کابل له واکمنو چارواکو سره د اړیکو د همغږۍ لپاره یې اقدام کړی دی. د کمېسیون په وینا، د دغو اړیکو اساسي تمرکز د هغو کسانو پر بېرته لېږلو دی چې د اروپايي هېوادونو د عامه نظم یا ملي امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
تر دې مخکې، د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۳مه هم د افغان چارواکو یوه پلاوي په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره لیدلي وو.
په دې خبرو کې د هغو افغانانو د بېرته لېږلو پر تخنیکي ترتیباتو بحث شوی و چې د استوګنې قانوني اجازه نه لري، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د جدي جرمونو په تور محکوم شوي یا د اروپايي هېوادونو له نظره امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.