Homeخبرونهد اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو سره د تعامل لپاره د لارې...

د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو سره د تعامل لپاره د لارې نقشې پر جوړولو خبرې وکړې

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ عفرب لومړۍ) د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د وزیرانو د اړیکو ډلې نن (یکشنبې) په یوه تخنیکي غونډه کې له افغان واکمنو چارواکو سره د تعامل او اړیکو لپاره د یوه منظم او جوړښتي چوکاټ د رامنځته کولو د لارې پر نقشې خبرې وکړې.

د اسلامي همکاریو سازمان په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د غونډې ګډونوالو د افغانستان وروستي سیاسي بدلونونه، بشري وضعیت او د دغو مسایلو په اړه د سازمان دریځ څېړلی دی. همداراز، له افغان واکمنو چارواکو سره د پړاو په پړاو تعامل د تنظیمولو لارې چارې یې ارزولې، څو د افغانستان د خلکو ګټې خوندي او د دغه هېواد له ثبات او پرمختګ سره مرسته وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې د بحثونو بل مهم محور د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د اړوندو پرېکړه‌لیکونو د پلي کولو لپاره د تماس ډلې د لومړیتوبونو ټاکل وو. ګډونوالو همداراز له افغان واکمنو چارواکو سره د ګډو لومړیتوبونو په اړه د مخامخ او رغنده خبرو د پیل پر لارو چارو بحث کړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان زیاته کړې چې دا غونډه له افغانستان سره د چلند په اړه د یوه همغږي دریځ د رامنځته کولو په هدف د دغه سازمان د هڅو په لړ کې جوړه شوې ده.

دغه سازمان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، که څه هم د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له کابل سره یې د اړیکو او مستقیمو خبرو پر ساتلو ټینګار کړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان په اړه د وزیرانو د تماس ډله جوړه کړه، څو د غړو هېوادونو دریځونه همغږي کړي.

خو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه لا هم د دواړو لورو تر منځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه دي. له همدې امله، پړاویز تعامل له کابل سره د اړیکو د ساتلو او د نړیوالې ټولنې د غوښتنو د تعقیبولو یوه هڅه بلل کېدای شي.

اسلامي هیوادونه هم د لوېدیځو هیوادونو په شان د طالبانو له لوري د ښځو پر زده کړه او کار اعتراض لري او دا مسله د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو د لارې لوی خنډ ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...