Homeخبرونهم.م وايي، د افغانستان د ختیځ زلزله ځپلو ته فوري مرسته پکار...

م.م وايي، د افغانستان د ختیځ زلزله ځپلو ته فوري مرسته پکار ده

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس لومړۍ) د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د سپوږمکۍ د تصویرونو پر بنسټ په یوه نوي تحلیل کې ویلي، چې د روان کال د اګست په ۳۱مه د افغانستان په ختیځ کې د زورورې زلزلې له امله له ۶۴۹ زره ټنو ډېرې خاورې او کنډوالې پاتې دي، چې د پاکولو لپاره یې شاوخوا ۴۰ زره او ۵۰۰ لارۍ پکار دي.

د دغه پروګرام د شننې له مخې، د زلزلې له امله ښايي د ۲۳ زرو او ۳۱ زرو ترمنځ کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي وي. د دې اټکل له مخې، لږ تر لږه ۲۳ زره کسان اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

په راپور کې ویل شوي، چې د زلزلې شدت د مرکالي د زلزلې د شدت د کچې تر نهمې درجې رسېدلی و، چې له امله یې کورونه نړېدلې او خلکو په پښو د درېدو توان هم له لاسه ورکړی و.

د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه تر ټولو ډېر زیانمن شوي او د زلزلې ټکانونه په کابل او د پاکستان په شمال لوېدیځو سیمو کې هم احساس شوي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د کورونو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو په ګډون شاوخوا ۲۴۶ زره ودانۍ د زلزلې د سختو اغېزو په سیمو کې پرتې دي او د برېښنا د لېږد د شبکې ۴۶۲ کیلومتره مزي هم له خطر سره مخ دي.

دا اټکلونه د سپوږمکۍ تصویرونه، له لرې واټن څخه د ځمکې د څارنې او مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ چمتو شوي، خو د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ټینګار کړی چې د کره پایلو لپاره باید د سیمې ارزونه هم وشي.

په افغانستان کې د دغه پروګرام مشر، سټیفن رودریکز، ویلي چې د زلزله‌ځپلو کلیو د ویجاړۍ لیدل زړه‌بوږنوونکي دي، کورنۍ په ازاده فضا کې شپې تېروي او لومړنیو خدمتونو ته یې لاسرسی سخت اغېزمن شوی دی.

هغه ټینګار کړی چې خاورې او کنډوالې باید په خوندي ډول پاکې شي او د بیارغونې پر مهال باید د ودانیو کیفیت او د راتلونکو زلزلو پر وړاندې مقاومت ته پام وشي.

د نوموړي په وینا، د بیارغونې چارې کولی شي د بېوزلو کورنیو لپاره د کار او عاید زمینه هم برابره کړي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام خبرداری ورکړی چې د ژمي له رانژدې کېدو سره د زلزله‌ځپلو لپاره د خوندي سرپناه برابرول بېړنۍ اړتیا ده. دغه سازمان د نړیوالې ټولنې د لا ډېرې مرستې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې هڅه کوي د کورنیو او نړیوالو شریکانو په همکارۍ د زیانمن شویو سیمو د بیارغونې، د خلکو د ژوند د بېرته سمولو او د کورنیو اقتصادونو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ونسان ون‌ګوګ یو انځور په ۱۹۰.۴ میلیون ډالرو وپلورل شو

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۹ مه)د هالنډي انځورګر ونسان ون‌ګوګ د «غوړېدونکو څېړیو ونو» په نوم انځور د نیویارک په ساتبیز لیلام‌ځای کې...