Homeخبرونهد ونسان ون‌ګوګ یو انځور په ۱۹۰.۴ میلیون ډالرو وپلورل شو

د ونسان ون‌ګوګ یو انځور په ۱۹۰.۴ میلیون ډالرو وپلورل شو

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۸ مه)د هالنډي انځورګر ونسان ون‌ګوګ د «غوړېدونکو څېړیو ونو» په نوم انځور د نیویارک په ساتبیز لیلام‌ځای کې په ۱۹۰ میلیونه او ۴۰۰ زره ډالرو وپلورل شو او په لیلامونو کې یې د دغه هنرمن تر ټولو ګران پلورل شوي انځور پخوانی ریکارډ مات کړ.

دا د تېلو په رنګونو (روغني) جوړ شوی انځور په ۱۸۹۰ کال کې، د ون‌ګوګ له مړینې یوازې څو میاشتې مخکې کښل شوی و. دغه انځور د چهارشنبې په ماښام، د نومبر په ۱۸مه، په نیویارک کې وپلورل شو.

تر دې مخکې د ون‌ګوګ د یوه انځور د پلورلو ریکارډ د «د سرو باغ» په نوم انځور درلود، چې په ۲۰۲۲ کال کې د نیویارک په کریسټیز لیلام‌ځای کې په ۱۱۷ میلیونه او ۲۰۰ زره ډالرو پلورل شوی و.

د «غوړېدونکو څېړیو» انځور د ساتبیز د لیلامونو په تاریخ کې دوهم تر ټولو ګرانه پلورل شوی هنري اثر هم دی. په دې برخه کې لومړی مقام د اتریشي انځورګر ګوستاو کلیمت د «الیزابت لېدرر انځور» په نوم تابلو ده، چې تېر کال په ۲۳۶ میلیونه او ۴۰۰ زره ډالرو پلورل شوې وه.

د ون‌ګوګ دا انځور د «بلاکیه-آریتا» په نوم د یوې ارجنټایني کورنۍ د شخصي هنري ټولګې برخه و. دې کورنۍ دا انځور په ۱۹۷۵ کال کې اخیستی و. دغه اثر تر نیمې پېړۍ ډېر وخت د خلکو له سترګو پټ پاتې شوی و.

خو له لیلام څو ورځې مخکې، د جرمني د یهودي خپرندوی ساموېل فېشر وارثانو د انځور د پلورلو پر پرېکړې اعتراض وکړ. فېشر دغه انځور په ۱۹۰۹ کال کې اخیستی و.

د فېشر کورنۍ دغه انځور په ۱۹۳۶ کال کې، وروسته له هغې وپلوره چې نازیان په جرمني کې واک ته ورسېدل. د دې کورنۍ وارثان وايي، د انځور پلورل د یهودانو پر وړاندې د نازیانو د ځورونې او تعقیب او د هغوی د پالیسیو له امله د رامنځته شویو مالي ستونزو تر فشار لاندې ترسره شوي وو.

د دې کورنۍ استازو له ساتبیز څخه غوښتنه کړې وه چې څرګنده کړي، ایا انځور هغه مهال په خپل واقعي ارزښت پلورل شوی و او که د پلورلو پرېکړه په زور شوې وه.

ساتبیز د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د بلاکیه-آریتا کورنۍ او د فېشر کورنۍ د وارثانو ترمنځ هوکړه شوې او لیلام به د پلان له مخې ترسره شي.

تر اوسه د «غوړېدونکو څېړیو» د انځور د وروستي پېرودونکي هویت نه دی په ډاګه شوی.

په دې لیلام کې د بلاکیه-آریتا د ټولګې ټول ۱۲ انځورونه په څه باندې ۴۱۲ میلیون ډالرو وپلورل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پلار مړینې څنګه د ژوند او هنر په اړه د روري کینیر لیدلوری بدل کړ؟

روري کینیر د خپل پلار د غمجنې مړینې او د کورنۍ د غړو د مړینو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي او ویلي...