Home+د معمولي هېرجنتوب او جدي هېرجنتوب ترمنځ توپیر څه دی؟

د معمولي هېرجنتوب او جدي هېرجنتوب ترمنځ توپیر څه دی؟

تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۲۸ مه)ایا تاسې هم ډېر کله خپلې کیلي/کونجي په کوم ځای کې ږدئ او بیا مو هېرېږي، یا د چا د نوم په یادولو کې ستونزه لرئ؟ دا ډول کوچنۍ پېښې انسان اندېښمنوي چې ایا دا عادي هېره ده او که د کومې جدي ذهني ستونزې/ الزایمر د پیل نښه ده؟

د روغتیايي چارو متخصصانو په دې وروستیو کې د عادي هېرېدنې او هغو ستونزو ترمنځ توپیر روښانه کړی چې طبي پاملرنې ته اړتیا لري.

د عصبي ناروغیو د یوه متخصص په وینا، حافظه د ویډیو د ثبتولو د وسیلې په څېر کار نه کوي. د دې لپاره چې یو څه په یاد پاتې شي، لومړی باید ورته پاملرنه وشي او معلومات په سم ډول په حافظه کې ثبت شي.

ستړیا، روحي فشار، ذهني ګډوډي او په یو وخت کې د څو کارونو ترسره کول ډېری وخت د دې سبب کېږي چې مغز معلومات په سم ډول ثبت نه کړي؛ خو موږ یې د حافظې کمزوري ګڼو.

د عمر له زیاتېدو سره له حافظې څخه د معلوماتو د راایستلو او یادولو بهیر ورو کېږي. سربېره پر دې، د خوب کموالی، اضطراب، د الکولو زیات استعمال، ځینې درمل او د ویټامینونو کمښت هم پر حافظه اغېز کوي.

کله ناکله د یوه شي هېرول عادي خبره ده، خو که هېرېدنه په پرله‌پسې ډول تکرار شي، د اندېښنې وړ ده.

که د حافظې کمزوري تر دې کچې ورسېږي چې د انسان پر ورځنیو چارو، د دفتر پر مسوولیتونو او ټولنیزو اړیکو اغېز وکړي، دا د خطر یوه څرګنده نښه ده.

یو له مهمو توپیرونو څخه دا دی چې په عادي حالت کې انسان یو څه هېر کړي، خو وروسته په‌خپله ور په یادېږي او یا که بل څوک یادونه وکړي سمدستي یې پېژني. خو د حافظې د جدي اختلالاتو نښه دا ګڼل کېدای شي، چې د بل چا له یادونې او اشارې سره سره هم پېښه یا نوم ور په یاد نه شي.

یادونه: دا د تاند د نورو روغتیايي مطالبو په شان یوه معلوماتي لیکنه ده. د هر ډول ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره له ډاکتر سره مشوره وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...