پوهاند نصرالله ستانکزی
تاسو به هم زما د نسل د نورو کسانو په څېر، وار وار د لوړو مقاماتو، قاضیانو، پوځي منصبدارانو او نورو ملکي چارواکو له نوم او رتبې څخه وړاندې د «ع»، «ح»، «ف»، «غ»، «ش» او نورو تورو له کارولو سره مخامخ شوي یاست، او یا به مو په خپله کارولي وي. د ساري په توګه، کله به مو چې د ښوونځي له سرښوونکي څخه د رخصت غوښتنه کوله، نو یو لنډ لیک به مو د هغه په نوم لیکه چې په سر کې به یې د «ص» توری لیکل شوی و؛ په دې ډول: «ص: سرښوونکی صاحب …».
دا رسمي دود تر ډېره د اماني دورې له پیل څخه د ډاکټر نجیبالله د حکومت تر سقوط پورې د افغانستان په اداري نظام کې د اړوندو دولتي مقاماتو د درناوي لپاره کارول کېده.
د القابو دا ډول لنډون د پاچا امانالله خان په دوره کې د وخت د سپما په موخه په یوه لایحه کې تدوین شو. دغه لایحه په ۱۳۰۰ لمریز کال کې د «لایحه تخفیف عبارات القاب» تر سرلیک لاندې په ۳۱ مادو کې نافذه شوه.
د دې لایحې په لومړۍ ماده کې داسې راغلي وو:
«عبارات القاب عموم وزرا و مامورین ملکی و صاحبمنصبان نظامی و ارباب رتب ملکی افغانستان در جمیع مکاتیب به مخفف نوشته میشود؛ یعنی فقط به تحریر حرف اول لقب اکتفا ورزیده میشود.»
په لایحه کې د بېلابېلو چارواکو کټګورۍ د اصلي لقب ترڅنګ د هغو د لنډیزونو له مخې په لاندې ډول وېشل شوې وې:
۱– ملکي لوړپوړي چارواکي
په دې ډله کې د لاندې مقاماتو یادونه شوې وه:
- د افغانستان صدراعظم (لومړی وزیر): «جناب عالیقدر جلالتمآب»؛ لنډیز یې: «ج. ع. ج».
- وزیر: «عالیقدر جلالتمآب»؛ لنډیز یې: «ع. ج».
- مستقل مدیران: «جلالتمآب»؛ لنډیز یې: «ج».
- نایبالحکومه (د یوه زون پوځي او ملکي مشر): «والاشان جلالتمآب»؛ لنډیز یې: «و. ج».
- اعلی حاکم (له والي سره ورته): «عالیجاه، عزت و صداقت همراه»؛ لنډیز یې: «ع. ع. ص».
- حاکم کلان یا لوی حاکم (له لوی ولسوال سره ورته): «عالیجاه عزت همراه»؛ لنډیز یې: «ع. ع».
- حاکم (ولسوال): «عالیجاه اخلاص همراه»؛ لنډیز یې: «ع. ا».
- علاقهدار: «اخلاصمند»؛ لنډیز یې: «ا».
- مدیرانو، خانانو او با نفوذه کسانو ته: «صداقت همراه»؛ لنډیز یې: «ص».
۲– د قاضیانو القاب
قاضیانو ته دوه ډوله لقبونه ورکړل شوي وو:
- قاضيالقضات: «جناب فضیلتمآب»؛ لنډیز یې: «ج. ف».
- قاضي: «فضیلتمآب»؛ لنډیز یې: «ف».
۳– د پوځي چارواکو القاب
د پوځي چارواکو لقبونه په لاندې ډول وو:
- نایبسالار: «عالیشان، عزت و شجاعت همراه»؛ لنډیز یې: «ع. ع. ش».
- فرقهمشر: «عالیشان شجاعت همراه»؛ لنډیز یې: «ع. ش».
- لوامشر: «صداقت و شجاعت همراه»؛ لنډیز یې: «ص. ش».
- غنډمشر: «حمیتمند»؛ لنډیز یې: «ح».
- کنډکمشر: «شجاعتمند»؛ لنډیز یې: «ش».
- تولۍمشر: «غیرتمند»؛ لنډیز یې: «غ».
- بلوکمشر: «بسالتمند»؛ لنډیز یې: «ب».
۴– ملکي مامورین
ملکي مامورین د لاندې رتبو او لقبونو له مخې یادېدل:
- لومړۍ رتبه: «جلالتمآب»؛ لنډیز یې: «ج ـ اول».
- دویمه رتبه: «عالیقدر»؛ لنډیز یې: «ع ـ ۲».
- درېیمه رتبه: «عزتمآب»؛ لنډیز یې: «ع ـ ۳».
- څلورمه رتبه: «عزتمند»؛ لنډیز یې: «ع ـ ۴».
له یاده باید ونه باسو چې له اماني دورې وروسته د افغانستان په اداري نظام کې ډېر بدلونونه راغلل، چې په هغو کې د دولت د ملکي او پوځي چارواکو په لقبونو او رتبو کې هم په طبیعي ډول بدلونونه رامنځته شول؛ خو په ټوله کې، دغه القاب د مجاهدینو د حکومت تر راتګ پورې تر ډېره بریده معمول وو.
بل ټکی چې دلته یې یادونه ضروري ګڼم، دا دی چې د دې لیکنې موخه یوازې د افغانستان د اداري نظام د یوې کوچنۍ برخې بیانول نه دي، بلکې اصلي هدف یې دا دی چې د افغانستان د تېرو نظامونو په اسنادو کې دغه لنډیزونه وار وار راغلي دي. له همدې امله، دا لیکنه د هغو ځوانانو لپاره د اسانتیا لپاره چمتو شوې چې دغه اسناد لولي او یا پرې څېړنې کوي.