زلمی نصرت
دنمارک
(د خپلې خوښې رهبر ستاینه وکړه، خو د هغه د لوړ ښودلو لپاره د بل د تخریب او بې عزتی هڅه مه کوه؛ ځکه رښتینی شخصیت د نورو په سپکاوي او بې عزتی نه، بلکې په خپلو ښو ځانگړونو پېژندل کېږي.)
څو میاشتې کېږي چې یو شمېر کسان د افغانستان د نسکور شوې د وطن یا د خلق دیموکراتیک گوند د مشرانو د سیاسي کارنامو د څېړنې، د هغوی د لاسته راوړنو او ناکامیو د ارزونې، د مثبتو او منفي اړخونو د پېژندنې او له تېرو تجربو څخه د عبرت او درس اخیستلو پر ځای، یوه ډله د ډاکټر نجیبالله او بله ډله د ببرک کارمل په سپینولو او تورولو بوخت دي او یو د بل په بدنامولو او شخصیتوژنه کې خپله ټوله انرژي لگوي. یا شاید خوند ترې اخلي.د دغو ناندریو پایله پرته له ښکنځلو، سپکاویو، بې عزتیو، ناروا تورونو او شرموونکو نندارو بل څه نه دي.
که په رښتیا هم د چا مدافعین یو، چې له بده مرغه داسې نه ښکاري! لږ تر لږه خپل عزت او درناوی خو باید وساتو؛ البته که لا څه ترې پاتې وي! له دومره شور، سپکاوي او تخریب څخه موخه څه ده او څه ثابتول غواړو؟ هغه مشران چې کلونه کېږي نور زموږ په منځ کې نشته او په سیاسي ډگر کې حضور نه لري، خو موږ دوی هره ورځ له « هدیرو» بېکفنه راباسو او بربنډ یې نندارې ته وړاندې کوو، محاکمه کوو یې او بیا یې په سپکو الفاظو نازوو!
زما له نظره دغه ډول بېحاصله ناندرۍ نه د نننیو پېښو او روانو تحولاتو پر بهیر کوم مثبت اغېز لري او نه یې د مخنیوي وس لري؛ حتا په اوسنیو معادلو کې یې اغېز د یوې ممیز په اندازه هم نه دی!
تر دې لا تریخ حقیقت دا دی چې نن په یوه داسې بنسټ یا جوړښت کې هم پنځوس کسان نه پیدا کېږي چې د دغو مشرانو په نوم او نښان، په ښکاره او زړورتیا د هغوی له سیاسي میراث څخه دفاع وکړي.
هغه کسان چې د جمهوریت پر مهال یې د دغو مشرانو له نومونو سیاسي دوکانونه جوړ کړي وو او سوداگري یې پرې کوله، نن یا یې لاره بدله کړې او یا یې ځانونه سیاسي تقاعد ته سپارلي دي.
بې له شکه، هېڅ مشر سپېڅلی او له نیوکې پورته نه دی؛ خو تاریخي څېړنه او مستنده نیوکه له ښکنځلو، سپکاوي، فحاشۍ ، ندافۍ او شخصیتوژنې سره هېڅ تړاو نه لري. د هغوی لاسته راوړنې، تېروتنې، سیاسي مسوولیتونه او د هغه وخت تاریخي شرایط باید د اسنادو، منطق او انصاف په رڼا کې وڅېړل شي، نه د شخصي عقدو، کینې، شخصې حریمونو، کوټو، کټونو او د اتهامونو د حسابونو له مخې.
تاریخې قضاوت نه د چا په بت پرستی او نه د چا په ښکنځلو کیږي. موږ تاریخي نقد او سیاسي تحلیل ته اړتیا لرو، نه پر مړو د لفظي جگړو؛ د واقعیتونو د منلو او بیانولو جرئت ته اړتیا لرو، نه د کوڅې او بازار شورماشور ته.
که رښتیا هم د خپل تاریخ او راتلونکي په اړه اندېښمن یو، نو د دې پر ځای چې مړي بیا،بیا له هدیرو راوباسو، راځئ له تېر څخه درس واخلو او لږ تر لږه د هغو نومونو درناوی وساتو چې نن یې د دفاع دعوه کوو. مړي نور د خپل ځان د دفاع توان نه لري؛ دا ژوندي دي چې باید د دغو سپکو، مبتذلو او بېحاصله ناندریو له کچې پورته شي.
وروستۍ خبره دا ده:
که دا مدافعین، چې نه دي، رښتیني مدافعین وي، نو د هغو مشرانو دې خدای مل شي چې د دوی په څېر کسان یې د دفاع لپاره ولاړ دي!
په حقیقت کې، مشران هم د نورو افغانانو په څېر د ټولنې عادي انسانان وو؛ هېڅ کوم یو یې کوم سپین چرک نه و .
ما د محمد اسحاق توخي (د افغانستان د جمهوریت د سقوط ناورین او فرامرزي لاسوهنې، ۱۳۷۱)، چې د ډاکټر نجیبالله د دفتر رئیس و؛ د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر عبدالوکیل (له مطلقې پاچاهۍ څخه د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت تر سقوط پورې)؛ د فقیر محمد ودان( دشنه های سرخ، پندار ها وکردار ها)، د کورنیو چارو وزیر راز محمد پکتین (له دویمې نړیوالې جگړې وروسته افغانستان)؛ د سیاسي بیورو د غړي عبدالقدوس غوربندي (د افغانستان د خلق دیموکراتیک گوند تاریخ ته یوه کتنه) او د ځینو نورو مشرانو مرکې، یادښتونه او کتابونه لوستي دي.
د پام وړ خبره دا ده چې دغو کسانو پخپله په غونډو کې گډون درلود، بحثونه یې په خپلو سترگو لیدلي او په خپلو غوږونو اورېدلي وو؛ خو بیا یې هم د هغو پېښو د بیانولو لپاره د ملگرو ملتونو د کارکوونکو له قوله روایتونه را اخیستي دي. د مثال په توگه څوک له فلیپ کاروین او څوک له بینین سیوان له ماموریتي دندو څخه نقل قولونه کړې دي.
ښايي دوی پر خپل ځان او دریځ یې دومره باور نه درلود چې په ډاگخ د خپلو سرچینو نومونه واخلي.
هو، موږ داسې مشران هم لرل!
پر ۲۰۱۶ کال کې، له کابله د بېرته راستنېدو پر مهال په الوتکه کې د وخت د بهرنیو چارو وزیر عبدالوکیل ترڅنگ ناست وم.
کله مې چې ورته د «رهبر» خطاب وکړ، هغه راته وویل:
«رفیق زلمی! موږ خو هېڅکله رهبران نه وو، موږ مامورین وو، رهبران نه وو!»
هغه څه چې موږ کړي دي او کول، رښتیني مشران یې هېڅکله نه کوي.
او په پای کې، خبره هماغه د وړۍ ( پشم) کیسې ده؛ هر څوک دې هر څه وايي او هر څوک دې هر څه مني! خو تاریخ زموږ په شخصي باورونو نه بدلېږي او واقعیت په ښکنځلو، شور او غوغا نه پټیږي.
پای