Homeسپورتد هند تر نولس کلونو کشره لوبډله د اسیايي جام اتله شوه

د هند تر نولس کلونو کشره لوبډله د اسیايي جام اتله شوه

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۲۴ مه) د اسیا تر نولس کلونو د کشرو لوبډلو په پایلوبه کې د هند لوبډلې په یوه هیجاني سیالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړه او د اسیا د اتلولۍ جام یې وګوټ.

لومړی پاکستاني لوبډلې توپ‌وهنه وکړه او تر توقع ډېرې منډې یې وکړې. دوی هند ته د ۳۳۸ منډو هدف په داسي حال کې وټاکه چې ۹ لوبغاړي یې سوځېدلې وو.

د پاکستان پیلګر لوبغاړي عثمان خان بیا هم ښه لوبه وکړه او ۱۰۷ منډې یې وکړې. همداراز عبدالقادر ۸۰ منډې وکړې.

د هند نور لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل او تر ډېرو داسي ښکارېده چې د هند لپاره د منډو اوسط (رنز رېټ) مخ په زیاتېدو دی او پاکستان د لوبې حتمي ګټونکی دی. ځکه د هند اصلي باولران ژر وسوځېدل. خو هند په داسي حال کې چې ۹ لوبغاړي یې سوځېدلي وو او یوازې یو توپ ورته پاتې و، په یوې څلوریزې لوبه د ځان په ګټه پای ته ورسوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...