لکه څنګه چې په عادي ژوند کې له هوښیارو، پوهانو او پرمختللي فکر لرونکو انسانانو سره راشه درشه د انسان د فکري ودې، نوښت او پرمختګ زمینه برابروي، همداسې د هېوادونو ترمنځ اړیکې هم د پرمختګ په بهیر کې مهم رول لري.
هغه هېوادونه چې له پرمختللو او اغېزناکو دولتونو سره سیاسي، اقتصادي، علمي او ډیپلوماټیکې اړیکې پالي، د هغوی له تجربو، پوهې او ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې پراخ فرصتونه مومي. دا ډول اړیکې یوازې تر سیاسي تعامل پورې محدودې نه وي، بلکې د یوه هېواد پر اقتصادي، اداري، علمي او ټولنیز جوړښت هم مثبت اغېز لري.
البته، د هېوادونو ترمنځ اړیکې تل په یوه حالت نه پاتې کېږي؛ کله پیاوړې کېږي، کله له ننګونو سره مخامخېږي او کله د سیاسي اختلافاتو له امله سړېږي. خو د سالمو او بنسټیزو اړیکو ځانګړنه دا ده چې مثبت تاثیرات یې د سیاسي حالاتو له بدلون سره په بشپړ ډول له منځه نه ځي، بلکې ترلاسه شوې تجربې، رامنځته شوي فرصتونه او د همکارۍ بنسټونه تر ډېره خپل ارزښت ساتي.
پښتانه متل کوي چې : «فیل که مړ هم شي، بیا هم په خیټه کې یو زنګون اوبه لري.»
د هېوادونو ترمنځ متمدنې اړیکې هم ورته ځانګړتیا لري؛ که د سیاسي شرایطو په بدلېدو سره محدودې یا کمزورې هم شي، بیا هم د هغو مثبتې پایلې، ترلاسه شوې تجربې او رامنځته شوي فرصتونه په اسانۍ له منځه نه ځي.
له همدې امله، د یوه هېواد هوښیار بهرنی سیاست باید د لنډمهالو سیاسي احساساتو او اختلافاتو پر ځای پر متقابل درناوي، ملي ګټو، دوامدارې همکارۍ او له پرمختللې نړۍ سره پر مثبت تعامل ولاړ وي. ځکه د هېوادونو د پرمختګ یوه مهمه لار له نړیوالو تجربو زده کړه، د علم او ټکنالوژۍ ترلاسه کول او له نړۍ سره د سالمې سیالۍ او همکارۍ وړتیا لوړول دي.
په حقیقت کې، متمدنه ډیپلوماسي یوازې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو ساتلو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو د خوندي کولو، د پرمختګ د فرصتونو د رامنځته کولو او د یوه هېواد د راتلونکي د روښانه کولو مهم بنسټ هم دی.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ٢٠٢٦ کال د نوامبر ١٤ مه