Home+اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په...

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې، اګاتا کریسټي، سره له دې چې شهرت یې په درسته نړۍ کې خپور شوی، په خپل شخصي ژوند کې یوه شرمېدونکې او ګوښه‌ ښځه وه او په ندرت یې له رسنیو سره مرکې کولې.

بي‌بي‌سي د هغې د مړینې د پنځوسمې کلیزې په مناسبت، چې په ۱۹۷۶ کال کې مړه شوې وه، یوه نادره مرکه بیا خپره کړې ده. دا مرکه په ۱۹۵۵ کال کې په لندن کې د هغې په خپل اپارتمان کې ثبت شوې وه او د ژوند او لیکوالۍ د بهیر په اړه یې خبرې کړي دي.

کریسټي په ۱۸۹۰ کال کې په یوه شتمنه کورنۍ کې زېږېدلې وه. هغې لږ رسمي زده‌کړې کړې وې او تر شاوخوا ۱۶ کلنۍ پورې یې ډېری زده‌کړې په کور کې کړې وې. نوموړې خپل ماشومتوب داسي وخت بللی چې ډېره فارغه وه او باور یې درلود چې بې‌حوصلې‌توب او له مطالعې سره ژوره مینه د هغې د تخیل په پیاوړتیا کې مهم رول درلود. د هغې په وینا، هېڅ شی انسان د بې‌حوصله توب په څېر لیکلو ته نه هڅوي.

کریسټي خپل لومړنی خپور شوی ناول، «په سټایلز کې مرموزه پېښه»، په ۲۱ کلنۍ کې بشپړ کړ. دغه ناول په ۱۹۲۰ کال کې خپور شو او د هرکول پوآرو کرکټر یې لوستونکو ته وروپېژاند. دا د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په یوه پوځي روغتون کې د درملتون د کار کولو په ترڅ کې له درملو او زهرو سره بلده شوه.

په ۱۹۲۶ کال کې، د «د راجر اکرویډ وژنه» ناول د خپرېدو په مهال، د کریسټي شخصي ژوند سخت شو. مور یې مړه شوه او مېړه یې د طلاق غوښتنه وکړه. له دې وروسته کریسټي ورکه شوه او لس ورځې وروسته د انګلستان په شمال کې په یوه هوټل کې وموندل شوه. هغې هېڅکله د ورکېدو په اړه سم وضاحت ورنه کړ.

کریسټي په مرکه کې ټینګار کړی چې د لیکوالۍ تر ټولو مهمه برخه د کیسې د پېښو د بهیر کره طرحه جوړول او په ذهن کې د کیسې د ستونزو حل کول دي. د هغې په وینا، کله چې د کیسې جوړښت بشپړ شي، نو لیکل یې تر ډېره کافي وخت موندلو ته اړتیا لري او د یوه کتاب د بشپړولو لپاره درې میاشتې مناسب وخت دی.

هغې د ناول پرتله د ډرامو له لیکلو خوند اخیست، ځکه په ډرامو کې د کرکټرونو او ځایونو اوږدوالي او تفصیلي بیان ته اړتیا نه وي. د هغې مشهوره ډرامه «د موږکانو لومه»، چې د یوې راډیويي ډرامې له طرحې رامنځته شوې وه، په ۲۰۲۵ کال کې په ۳۰ زره‌م ځل نندارې ته وړاندې شوه.

ریچارډ اټنبرو، چې «د موږکانو لومه» په لومړۍ ننداره کې لوبېدلی و، په ۱۹۵۵ کال کې په ثبت شوې مرکه کې د کریسټي د ارام او دروند شخصیت او د وېروونکو کیسو د پنځولو ترمنځ توپیر ته اشاره کړې وه.

د بي‌بي‌سي پر اساس، همدا توپیر یا شخصیتي تضاد لا هم د هغې د شخصیت د معما یوه برخه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شهرت لېونیان | نثاراحمد احمدي

لنډیز د انسان د فطرت له غوښتنو څخه یوه هم د ستاینې، منل کېدو او ارزښت لرلو هیله ده؛ خو کله چې دا طبیعي غوښتنه...