لاس یې جیب ته ننویست، ګوتې یې ترې تیرې شوې. لاس یې بیرته راوایست، د جیب شکیدلی استر هم راووت:
-همداسې دباندې ښه دی
لمنه یو څه ښویه ورته معلومه شوه، په موټ کې یې ټینګه راټنګه کړه چې ګونځې ګونځي شي:
-خو دغسې ده چې له سهاره چا ټنګه نه ده درکړې
د لمنې له خوشي کیدو سره یې پوزه وتخنیده، د کباب بوی پرې ولګید. د سړک غاړې ته ناست کبابي په سیخانو کې د ځیګر پییلې ټوټې په بل مخ واړولې، لوګی راپورته شو، ده ته یې وویل:
-څه ته ولاړ یې در تیریږه
ده په خوله کې راټولې شوې لاړې تو کړې. پوزه یې کش کړه د کباب بوی یې د مخکې په څېر حس نه کړ، روان شو.
تیره اونۍ غرمه مهال له شاه دوشمشیره زیارت سره یو چا حلوا خیرات کړې وه، ده ته یې هم په پاستې کې ورنغښتې وه. د زیارت په خوا تیز شو.
د زیارت له شنه دیوال سره په جګو پښو کښیناست، لارویانو ته یې لاس ونیو چا نه ورته کتل. کله چې به یې غږ جګ کړ:« خیر یوسئ خیر خیرات» نو یوه نیم به په غږ پسې مخ ورواړاوه او بیرته به یې خپله لاره ونیوله. ږیره یې په نوکانو کلکه کلکه وګیروله، په زنګونو هواره کړې لمن یې له دوو کونجونو ورپورته کړه د لمن په منځ کې یو تور شی ګرځیده، لمن یې سترګو ته نژدې کړه، سپږه د لمنې ژۍ ته روانه شوه. په دوو ګوتو یې راپورته کړه:
-څه شی خورې؟ هن څه شی؟
د شاه دوشمشیره د جومات خواته یو سړي یو هلکی له لاسه نیولی و، هلک ده ته شاته شاته کتل. ده سپږه پرمځکه واچوله پرې وخوت او د دې هلک او سړي خواته ورغی.
د ماشوم په موټ کې غنم و چې کوتره به ورته رانژدې شوه رانژدې شوه ده به له خوشالۍ پښې ودربولې کوتره به بیرته والوته. له دې هلک سره ولاړ سړي ته یې لاس د خیرات لپاره وغځاوه، ماشوم په موټ کې نیولي غنم د ده په رغوي کې واچول. د هلک پلار له خندا بډوډي ونیول ده یو دوه غنم خولې ته کړل، خوند یې ورکړ، لکه نسوار چې کوي یوه کپه غنم یې خولې ته واچول. تیره اونۍ یې دلته خام غنم خوړلي و بیا یې په نس درد و، ګوړ پړ یې کاوه. څو دانې غنم ترې ولویدل، یوه کوتره ورته راغله. ده ورټوپ کړل، له لرې ناره شوه:
– د زیارت کوتره مه غلا کوه
د غږ لور ته یې ونه کتل، روان شو. د سیند له پورې غاړې د کوترو خیل راتاو شو، ده په زړه کې ارمان وکړ چې کاشکي یې وزرې وای چې له سینده پورې وتی وای.
کوترې د سیند پر سر ټیټې شوې، ده له خپلو پښو سره پراته ګاټي ته لاس کړ چې کوترو بیا دوره کوله د کوترو په خوا یې وار وکړ، همهغه ماشوم چې ده ته یې غنم ورکړي و د خپل پلار لاس وخوځاوه، ده ته یې اشاره وکړه. هغه خپل زوی له لاسه کش کړ، ماشوم شاته د ده په خوا کتل او خندل، د ده وچې شونډې هم ویړې شوې خو پورته چې یې کوترو ته ورپام شول، شاوخوا یې په ګاټې پسې سترګې وغړولې، پيدا یې نه کړ چې سر یې راپورته کړ د کوترو خیل ګرځیدلی و. په ماشوم پسې یې دې خوا هاخوا وکتل هغه هم په بیروبار کې پناه شوی و.