جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبد غني خان تصوف او فلسفه لیکنې په اړه یو څو خبرې

د غني خان تصوف او فلسفه لیکنې په اړه یو څو خبرې

 دوکتور سید اصغر هاشمي

د نننۍ نړۍ پرمختګ د تخصص سره اړیکه لري، نن د سوفسطایانو او فلسفیانو وخت نه دی چې هر څه دې د کُل په ډول مطالعه شي، نن خلک د میاشي په وزرونو باندې دوکتورا کوي. په ایران کې زموږ یو ملګري د مولانا په ۵۰۰ غزلونو کې د عواطفو څېړنه د یوې خاصې نظريې پر بنسټ تر سره کړه، که زه همدا اوس ووایم چې د نظریو پر بنسټ څېړنه څنګه تر سره کېږي او یا د ادبیاتو څېړنه د فلسفي نظریو، عرفاني او تصوفي نظریو، ټولنیزو نظریو، انساني نظریو او د داسې نورو نظریو له مخې څنګه تر سره کېږي، نو ډېر څېړونکي به یې ځواب ته پاتې راشي.

ښه خبره دا ده چې د تخصص له مخې څېړنې تر سره شي او د غني په شعرونه د متن له داخل نه پرې خبرې کېدلی شي. د غني خان کمال دا دی چې شعرونه یې له هر اړخه تشریح او توضیح ته اړتیا لري. په غني خان باندې لومړنی کتاب چې ما ولوسته (غني د شګو په محل کې) د محمد اکبر کرګر اثر و، د وخت په تېرېدلو سره لیکوال د همدې برخې په دویمې برخې (ما ته یو دریاب د نور را) یوه بله برخه ولیکله او د غني پېژندنې په نوم مو چاپ کړ. د غني جنون او جانان او داسې نور اثار هم ورپسې چاپ شول، په دې وروستیو کې په غني ډېر کار وشو چې د سمیع الدین ارمان کتابونه او مقالې او د غني د خدای تصور هم د یادونې وړ دي، خو د یوې خبرې یادونه اړینه ده چې په ټولنیزو علومو کې هر ښه لیکوال حق لري چې خپل نظر ورکړي، خو دا مانا نه لري چې فلاني ویلي دي چې غني فلسفي دی، نو بس دی او فلاني ویلي دي چې غني خان صوفي نه دی، نو نه دی.

ما د پښتو ادبیاتو د متخصص په ډول په دویمې دورې کې په انسان دوستۍ څېړنه کړې ده، زه نشم کولی چې د ادبیاتو د نورو په خواوو ډېر پوه شم، لامل یې دا دی چې د تخصص برخه مې څرګنده ده. که زه د ټولو ادبیاتو ته غیږه تاووم، دا علمي کړنلاره نه ده.

د بي بي سي په پرګار خپرونه کې یو لوی عالم وویل چې  په جلال الدین بلخي باندې د دوکتورا ۶۰۰ ډیزرټېشنونه لیکل شوي دی، دا اثار یوازې په ایران کې لیکل شوي دي، په همدې کسانو کې زموږ یو ملګري د مولانا په ۵۰۰ غزلونو کې پر عواطفو څېړنه کړې ده، خو دی د مولانا په ۵۹۹  نورو ډیزرټېشنونو دومره نه پوهېږي، څومره چې هغه کسان پوهېږي چې په بېلابېلو برخو یې څېړنې تر سره کړي دي. څو کاله مخکې په سید جمال الدین افغاني پوهنتون کې نعمت الله کریاب یو شاګرد ته وویل چې د مولانا بسمل په شعرونو مونوګراف ولیکي، له هغې ورځې وروسته یې زه له نوم سره اشنا شوم، د نورو علمي څېړنو، تحصیل او تخصص په اړه یې زه معلومات نه لرم. زه د بسمل د لیکنې په اړه خپل وضاحت داسې وړاندې کوم:

۱. د غني خان په شعرونو کې د تصوف څرکونه شته، خو یو چا ته صوفي او عارف ویل بیا خپل شرایط لري، نو ویلی شو چې د غني خان ډېر شعرونه د تصوف او عرفان څرکونه لري، خو دا چې په شعرونو کې یې د تصوف او عرفان نظریه په منظم او پر له پسې ډول راغلې نه ده، نو ځکه ورته د صوفي ویل د فکر او تأمل وړ خبره ده. د یوې خبرې یادونه اړینه ده چې غني که صوفي وي او که نه وي، خورا ښه شاعر دی. یوازې صوفیان ښه شاعران کېدلی نه شي، د روښانیانو ټوله دوره تصوفي شاعري ده، خو یو شاعر یې غني خان ته رسېدلی نه شي؛ یعنې تصوف د شعر لپاره یو داسې امتیاز نه دی چې شاعري دې پرې لوړو مرتبو ته ورسېږي. د یوې خبرې یادونه اړینه ده هغه دا چې په غني خان یوه داسې څېړنه پکار ده چې د استیس، ویلیم جیمز او د داسې نورو د نظریو له مخې چې د عرفان او تصوف لپاره کومې تجربې او ژبې ښودل شوي دي، نوې څېړنې تر سره شي، چې دا خبره نوره هم څرګنده شي. د غني په شعرونو کې د عرفاني تجربو څرکونه لیدل کېږي.

۲. یو شاعر ته فلسفي شاعر ویل او یا یو فلسفي ته شاعر ویل او ثابتول اسانه خبره نه ده، موږ اوس د محمد اکبر کرګر یو اثر چاپ ته تیار کړی دی، د کتاب نوم (د ادبیاتو فلسفه) ده، هلته دا خبره واضیح شوې ده. زه به دومره ووایم چې د غني خان په شعرونو کې فلسفي مفاهیم په شعري ژبه راوړل شوي دي. کله چې په مونا جلال الدین محمد بلخي باندې د تصوف او شاعر په اړخه خبرې کوو، نو هره خوا یې د بلې خوا په وسیله پوره شوې ده؛ یعنې د شاعر په شعرونو کې تصوف او عرفان شته او ورسره ښه شاعر دی. موږ نه شو کولی چې ووایو چې مونا یا صوفي دي او یا شاعر دی. هم شاعر دی او هم صوفي دي. د غني خان شعرونه هم د فلسفې سره دغه ډول اړیکې لري، یعنې فلسفي مفاهیم او فکر یې په شعرونو کې شته. د یوې خبرې یادونه اړینه ده چې فلسفه د یو لوی علم په ډول ډېرې خواوې لري، دا باید ښکاره شي چې د غني خان په شعرونو کې د فلسفې کومه خوا شته او یا لیدل کېږي. د غني په شعرونو کې ښکلایزې فلسفې خوا ډېره ده، خو د نورو نظریو څرکونه یې هم په شعرونو کې لیدل کېږي.

۳. د مولانا شعرونه حمد او نعت نه لري، خو ټول شعرونه یې د خدای، انسانیت او اسلامیت په ستاینه کې ویل شوي دي. موږ به فکر وکړو چې د غني خان په شعرونو کې هېڅ حمد او نعت نشته، خو ډېره برخه شعرونه یې د انسان او خدای اړیکې ثابتوي. د غني په ژبه پوهېدل، د غني خان فکر او داسې نورې خواوې ډېره مطالعه غواړي. د غني خان ټول هغه شعرونه چې دیني، عرفان او تصوفي رنګ لري، په مستقیم او غیر مستقیم ډول د حقوق الله او حقوق العباد سره اړیکه لري. که د غني خان شعرونه د دیني او اسلامي خوا له مخې وڅېړل شي، ډېرې خبرې پکې شته چې تر اوسه پورې پرې کار شوی نه دی. د غني خان د ښه پېژندنې لپاره باید پرې په لسګونو ډیزرټېشنونه ولیکل شي.

۴. د بسمل په لیکنه کې د غني خان د تصوف په اړه د درویش دراني یو اقتباس اخیستل شوی دی وايي(د صوفي عرفان د شعوري هڅو په پایله کې لاسته راځي…. صوفي باید خانقا ته لاړ شي.) دا خبره د تأمل وړ ده، زه تاسو ته ډېر داسې شاعران ښیم چې خانقا ته تللي نه دي، خو صوفیان دي، د انسان شعوري هڅه د انسان خپل کار دی، موږ دا ثابتولی نه شو چې غني خان شعوري هڅه کړې نه ده، په عملي او نظري عرفان کې دا خبره ښکاره ده. ما خو مخکې یادونه وکړه چې غني که صوفي وي او که نه وي، ښه شاعر دی، خو په شعرونو کې یې د تصوف او عرفان څرکونه شته چې په دغو څرکونو باندې یو چا ته صوفي ویل بیا بله موضوع ده. د ناګار صاحب شعرونه تصوفي او عرفاني رنګ لري، خو خانقا یې په سترګو لیدلې نه ده، په لسګونو داسې نور کسان شته چې دلته یې یادونه موضوع اوږدوي.

۵. د غني خان د تصوف په اړه یو بله خبره د درویش دراني څخه اقتباس شوې ده وايي (د صوفي تجربه د خدای پېژندنې له تجربې سره توپير لري.) دا خبره هم د تأمل وړ ده. له خدای سره اړیکه جوړول له بېلابېلو لارو کېدلی شي، په خانقا کې تر لاسه کېدی شي، په جومات کې یې تر لاسه کولی شو، په یوازې والي کې یې تر لاسه کولی شو او په داسې نورو ځایونو کې هم تر لاسه کېدی شي.

۶. په دې لیکنه کې یو بل اقتباس داسې دی (د خدای سره د غني خان تعلق د بنده او د خدای نه، بلکې د مین او جانان دی.) بسمل د نورو اقتباسونه اخیستي دي، خو تحلیل شوي نه دي. د درویش دراني فکر د تأمل وړ دی او ډېرې خبرې پرې کېدلی شي. د فردي توپيرونو په پام کې نیولو سره د هر انسان شخصیت له بل سره توپير لري. د هر انسان ماضي، لاشعور، ټولنیز لاشعور، کورنۍ، موقف، اقتصاد، سیاسي ژوند او داسې نور سره یو شان نه دي. د غني خان له خدای سره اړیکه ډېره ژوره ده، دی په خدای میین او عاشق دی، د عشق دغه مرتبه هر څوک تر لاسه کولی نه شي، کله چې د عشق په وخت کې شعر ویل کېږي، انسان په حال کې نه وي. که غني میین وي او خدای یې جانان وي، نو دا یو لوی امتیاز دی چې هر شاعر یې تر لاسه کولی نه شي. د غني خان د شعرونو شهرت، کمال او په خلکو کې د محبوبیت لامل همدا دی چې د ډېرو خلکو د زړه خبرې کوي. فکر کوم غني به له دې هم مشهور شي، ځکه چې د غني په اړه مخالفت علمي خوا نه لري. صوفي چې د کومې موخې لپاره د تصوف لار غوره کوي، غني خان د بېلابېلو نورو لارو څخه ځان رسولی دی.

۷. بسمل په خپلې لیکنې کې د سالک نظر داسې راوړی دی (غني خان فلسفیانه ډول شاعري کړې ده، خو د غني فلسفه شاعرانه، غیر منظمه او له بېلابېلو ځایونو څخه راټول شوې ده.) په دې اقتباس هم خبرې کېدلی شي. د غني په شعرونو کې فلسفي مفاهیم او شعر سره نغښتي دي، دی یوازې د اپلاتون په ډول وچ کلک فیلسوف نه دی چې یوازې د مُثل نظریه وړاندې کړي او یا یې ټوله فلسفه په همدې یوې خوا خبرې ولري. د هر شاعر په شعرونو کې د فلسفې مفاهیمو څرکونه وي، نه یوازې او یوازې یوه فلسفي نظریه. د غني خان په شعرونو کې د ډېرو فلسفي غیر منظمو مفاهیمو څرکونه یې شعر ته ښکلا ورکړې ده چې دا یې د شعر لوی کمال دی. یو شاعر نشـي کولی چې یوازې یوه فلسفي نظریه په خپلو شعرونو کې وړاندې کړي، دا کار د کانټ، هېګل او داسې نورو فیلسوفانو دی.

۸. په لیکنه کې یو بل اقتباس اخیستل شوی دی، خو په یو اقتباس کې ماخذ نشته وايي (غني خان د خدای د قوانین مني، خو نظر یې وچ کلک او فلسفیانه دی.) د خدای شتون، کاینات، د انسان او خدای اړیکې او د عرفاني هر ډول شعر په وړاندې کولو کې غني د کمال خاوند دی، فلسفي افکار یې په هنري ډول وړاندې کړي دي او د خدای سره مینه یې د شعر او هنر په ژبه وړاندې کړي دي؛ یعنې د غني خان کمال دا دی چې د شعر په ژبه داسې وینا وړاندې کوي چې د هنریت خیال پکې ساتي.

۹. د درویش دراني یو بل اقتباس په لیکنه کې داسې اخیستل شوی دی:(خو د غني شاعري ته چې سړی زیر شي، داسې ښکاري چې دی فلسفي نوم ته خوشحاله نه وي.) هېڅوک ځانته فلسفي او صوفي نه وايي، خلک پرې تحقیق کوي او پایله یې له خلکو سره شریکوي. د غني خان په شعرونو کې هېڅ یو داسې داخلي او خارجي شهادت نشته چې موږ دې دا ثابت کړو چې د ده له فلسفې سره ورانه وي او یا دې له دې سره ورانه وي چې خلک ورته فلسفي شاعر ووايي. کاش چې په لیکنه کې د ماخذونو ځایونه ښودل شوی وای چې ما اصلي اثر سره کتلی وای او نوره لیکنه مې لوستی وای چې درویش دراني دغه نظریات له کوم ځای څخه اخیستي دي او اقتباسونه یې له کومو اثارو څخه دي. اړتیا نشته چې موږ دا ثابت کړو چې غني خان صوفي او فلسفي دی، غني د یو لوی مفکر په ډول ښه شاعر دی چې شعرونه یې د تصوف او فلسفې څرکونه لري. مطلق صوفي او فلسفي ثابتول یې نوې څېړنه غواړي، خو په مقاله کې اقتباسونه د غني خان په اړه ضد و نقیص خبرې لري.

۱۰. یو بل اقتباس دی: (د کایناتو پټ رازونه چې د زړ په سترګو څنګه کتل کېږي، فلسفي یې د عقل په سترګو هغسې نه شي لیدلی.) کله چې د عقل او عشق جګره پیلېږي، عشق په عقل بری تر لاسه کوي. صوفیان، عارفان او په دیني شعرونو کې عشق او زړه ته په عقل لوړوالی ورکول کېږي، خو د روښانیانو په شعرونو کې کله کله عقل ته د زړه ځای ورکول کېږي، په دې اړه زما یوه لیکنه (ادبیات، انسان او فلسفه) کې چاپ شوې ده، هلته یې ولولئ. د غني خان شعرونه د زړه او عقل څخه سرچینه اخلي، د باطني ځوان سره عقلي ځواک یو ځای کوي. د شاعر شعرونه د باطن او له داخلي نړۍ څخه پیدا کېږي. شاعر د ظاهري حواسو په وسیله یو فکر اخلي، خو د باطني حواسو په وسیله یې وړاندې کوي. د غني خان د زړه غوږونه اوري، زړه یې ګوري او زړه یې فکر کوي. غني خان لوی شاعر دی او په شعر یې نورو څېړنو ته اړتیا لیدل کېږي.

یادونه: په لیکنه کې د قوسونو په منځ کې لیکنه د مولانا بسمل د لیکنې څخه اخیستل شوې ده. دا چې د لیکوال لیکنه په فیسبوک کې خپره شوې ده، نو ځکه د ماخذ په ډول یې ښودنه نه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب