تاند – له نن څخه ۳۶۶ کاله پخوا اورنګزېب له خونړیو جګړو وروسته د هند د پاچهۍ تاج پر سر کړ.
دی د شاه جهان درېم زوی و چې د تاج محل ماڼۍ یې د خپلې ماندینې د قبر لپاره جوړه کړې وه.
اورنګ زېب د خپل پلار شاه جهان له لوري د دکن نایب السطنه وګومارل شو. ده له وړو هندو شاهانو سره په جګړه کې مهارت وښود.
اورنګ زېب د مذهب له نظره د خپل پلار او خپل مشر ورور خلاف ډېر متظاهر او سخت وو. ده خپل ټاکثره رقیبان د ارتداد او الحاد په تورونو ووژل.
اورنګزېب موسیقي منع کړه او په افراطي ډول یې شریعت تطبیق کاوه خو د مورخانو په وینا په خپله یې هم شراب څښل او هم یې موسیقي اورېده. د وینا په نوم د موسیقۍ اله یې ډیره خوښه وه. دا د هندو ښځینه الهو (خدایانو) د خوښې آله ده.
ده نه منله چې د پاچهۍ تخت ورنه کړای شي او له همدې کبله یې له خپلو نورو وروڼو سره د خپل مشر ورور(دارا) پرضد لاس یو کړ او هغه یې د هند تر شماله پورې تعقیب کړ او ویې واژه.
وروسته یې خپل نور وروڼه له منځه یووړل او په خپله اګرې ته ستون شو.
اورنګ زېب اګرې ته له ستنېدو وروسته خپل پلار بندي کړ او د ۱۶۵۸ ع کال د جولای په یو دېرشمه (۳۱) په هند کې د پاچهۍ پر ګدۍ کښېناست. اورنګ زېب د هندي مغولانو د هغې لړۍ غړی وو چې بابر تاسیس کړې وه.
ده له دې ټول قصاوت او بې رحمۍ سره سره په مذهب تظاهر کاوه او حتی په خپل دربار کې هنرمندان او سندرغاړي نه پرېښودل.ځکه خو لوی خوشال ویلي:
چې په نام پښتون غوڅېږي پرې خوښېږي
اورنګ زېب هسې بادشاه دی د اسلام
اورنګزیب د خپلو پلرونو په خلاف له معمارۍ سره هم مینه نه لرله خو له دې سره سره یې د لاهور شاهي جومات جوړ کړ. ده وروسته پرهندوانو فشار راووړ چې له خپل دینه واوړي. پر هغوی یې هر راز جبر کاوه او جزیه یې ورته وټاکله.
د ده دا ډول سلوک سبب شو چې د هندوستان اکثریت (هندوان) ورسره دښمني پیل کړي. تر دې چې د هند په جنوب لوېدیځ کې د هندو مرهټیانو سره په جګړه کې ښکېل شو. د هند د شمال لوېدیځ راجپوټان هم ورسره جګړې ته راپورته شول.
اورنګ زېب له نژدې پنځوس کاله پاچهۍ وروسته د ۱۷۰۷ د مارچ په درېمه ومړ.د ده له مړینې سره په هندوستان کې نه یوازې د بې رحمۍ او سخت ګیرۍ یوه دوره پای ته ورسېده بلکې د مغولو د امپراتورۍ زوال هم پیل شو.