تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۱ مه) د افغانستان لپاره د جاپان سفارت اعلان کړی چې د جاپان د پوهنې، کلتور، سپورټ، ساینس او ټکنالوژۍ وزارت (MEXT) به د ۲۰۲۷ تعلیمي کال لپاره افغان محصلانو ته تحصیلي بورسونه ورکړي.
دغه سکالرشیپونه هغو کسانو ته ځانګړي شوي چې د لېسانس سند ولري او غواړي د جاپان په پوهنتونونو کې د ماسټرۍ یا دوکتورا زده کړې وکړي. جاپان په دې پروګرام کې منل شویو کسانو ته د «څېړنیز محصل» نوم ورکوي او د هغوی د زدهکړو ټول لګښتونه به په بشپړ ډول وړیا وي.
د جاپان سفارت ټینګار کړی چې وروستی انتخاب به یوازې د اسنادو د کیفیت، تحریري ازموینې او مرکې د پایلو پر بنسټ کېږي او د مذهب، ژبې، قوم، یا جنسیت له مخې به هېڅ ډول تبعیض ونه شي.
په دې پړاو کې، په افغانستان کې د آغاخان بنسټ د اسنادو راټولولو او د تحریري ازموینو د بهیر په اسانتیا کې د جاپان له سفارت سره همکاري کوي، خو د وروستي انتخاب او پرېکړې په برخه کې هېڅ رول نه لري.
ټولې ازموینې به یوازې په حضوري ډول په کابل ښار کې اخیستل کېږي او له افغانستانه بهر د ګډون امکان نه شته.
د غوښتنلیکونو د ډېر شمېر له امله، یوازې هغه کسان چې د اسنادو په لومړنۍ ارزونه کې بریالي شي، د تحریري ازموینې لپاره بلل کېږوي.
دا پروګرام د افغانستان د بشري ظرفیتونو د پراختیا لپاره د جاپان د حکومت د اوږدمهالې ژمنې برخه بلل کېږي.
جاپان د ۲۰۲۱ کال له بدلونونو وروسته هم له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې لایې افغانانو ته تحصیلي بورسونه ورکړي او هر کال یو شمېر افغان محصلان د MEXT پروګرام له لارې مني. دغه بورسونه عموماً میاشتنی مالي ملاتړ، د تګ راتګ ټکټ او روغتیايي بیمه هم لري.
پر دې سربېره جاپان په وروستیو څو کلونو کې له افغانستان سره په ځلونو بشري مرستې کړي دي.