Homeخبرونهټرمپ په درې ورځني سفر چین ته سفر کوي

ټرمپ په درې ورځني سفر چین ته سفر کوي

تاند ( دوشنبه د ثور ـ غویي ۲۱مه) د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ به په یو درې ورځني سفر چین ته سفر ولري.

د چین باندنیو چارو وزارت زیاته کړې چې، ټرمپ به د روانې مۍ میاشتې له ۱۳مې تر ۱۵مې چین کې وي.

یاد وزارت ویلي، دغه سفر د ولسمشر شي جین پینګ په رسمي بلنه کیږي.

د سرچینو د مالوماتو له مخې دغه سفر کې به ټرمپ له چینایي سیال سره منځني ختیځ کې په روان بحران، سوداګریزو تعرفو او نورو مهمو مسایلو خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سفر د سیمه‌ییز بحران پراخوالي او ایران سره د جګړې دوام ترڅنګ د نړۍ په سیاسي او اقتصادي معادلاتو کې ځانګړی اهمیت پیدا کړی دی.

1 COMMENT

  1. خدای تعالی دی بیرته روغ نه راولی ترڅو چین او امریکا خبره یو طرفه شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...