آواره لکه افتاب په بحر وبر یم
درته څه وایم چې څه سوخته اختر یم
”شیدا“
آواره د استاد پژواک مرحوم ډېره ښکلې، مغتنمه، فلسفي، ادبي_ هنري لیکنه ده چې ټولیز جوړښت يې کیسهییز شکل لري، او محتوايي اړخ يي ګڼ موضوعات رانغاړي.
زه غواړم چې د دې جذاب داستاني متن ځيني اړخونه لږ وسپړم:
١_ دالیکنه د استاد د مغتنم نثر د عالي سبک مهمه بېلګه ده، عمومي بیان يي کیسهییز دی، او د پردېسۍ د ژورو نوستالوژیکو تلقیناتو اغیز پرې خور دی. په دې هنري نثر کې استاد موږ ته د خپلو ژوندیو مشاهدو او تجربهکړو مطالعو ژور برداشت د کیسې په بڼه بیانوي، د یو جذاب تسلسل په لړ کې مو د مختلفو موضوعاتو له خوږلنو برخمن کوي.
بېلګه:
…په دغسي یو خیال او تفکر کې د لیمان* د سیند په غاړه لار وهم، داسي یو آواره مسافریم چې د ژوند ستړو او د هیلو تندو او تلوسو سرګردان او لالهانده کړی یم، هغه څه چې مې په ماضي کې شاته پري ایښي دي؛ له هغو پرته؛ وړاندي نور څه نه لرم، هغه غر چې په لمن کې یې ږېږېدلی یم، هغه ونه چې سیوري ته مې يې لوبي کړي دي، هغه بڼ چې پسرلي يې زما خیال پاللی دی، هغو وچو میدانونو چې ما ته يې د فکر کولو طریقه را ښودلې ده، دا ټول مې پرېښودل او ځان مې په داسي سمندرکې ډوب کړ چې څنډي او ساحل یې په پردۍ خاوري پورې نښتي دي، ځان مې همدې ساحل ته وایست، اوس چې ګورم د دې ساحل شاته هغه آشنا څېرې وینم چې د لیدلو له مصیبت څخه يې تیښته کوم، دوی د داسي ناآشنا صورتونو مخ او شاته خوځېږي، چې نه شم کولای ور ورسېږم، له هغو آشنا څېرو څخه لېري کېږم او دې ناآشنا څېروته نه شم کولای چې ور نیږدې شم، په دې ځای کې تم کیدل ناشوني دي او مخ ته تګ هم ښه نه ښکاري، د بېرته ګرځېدو تصور که سخت نه وي، نو آسانه هم نه دی.
٢_ په دې لیکنه کې د پردېسۍ او مسافرۍ د یو ژور درد اغیزناک انځور پروت دی، د ژوند عمومي چلن ته په کتو له پېغمبرانو (ع) تر محصلانو، سوداګرو، مهاجرو، تبعیدشوو، جنګیالیو، کارګرانو… پورې د انسانانو مختلفو ډلو د کډوالۍ او پردېسۍ ترخه تجربه ترسره کړې ده. دا مورد موږ یوازي له منفي اړخه نه شو تحلیلولاﺉ، ځکه کډوالي او پردېسي د مختلفو مثبتو اړخونو له لیدلوري هم سپړل کېدلای شي، د علم، هنري او مسلکي مهارتونو، سوداګرۍ، د ګډو انساني تجربو د لوړولو، د تفکري او تخیلي نړۍ لید د ځواکمنولو… له اړخه هم پردېسې خپل ګڼي مزایاوي او ښيګڼي لرلای شي.
خو؛ د انساني عواطفو د ژور بافت له کبله د خپل اصلي وطن نه د انسان داطبیعي اړیکه هم په ډېره سخته پرې کېدلای شي.
استاد د هنرمندانه او شاعرانه عواطفو د غلبې په پایله کې په دې داستان کې د یو ځيرمن لاروي د باطني کوایفو ښه انځورونه کړې ده.
بېلګه:
بلي؛ په دغه خیال او تفکر کې د سیند پر غاړه مزل وهم، داسي ځای چې ژوند ثابت دريځ نه لري، انسان نه پوهېږي چې چېرته دی او چېري درومي.
سپوږمۍ په خپل انځور؛ سیند ډک کړی و، د غرونو لرلید د هغې په شغلو کې دا کتنه له هر لوري نازول، غرونو د سپوږمۍ دا سپينوالی د خپلو لوړو څوکو پر هسک لکه سپینه هواره ځمکه داسي برېښوﺉ، اوکښته يې په لمنوکې سیوري له کَمرونو څخه په ظریفو نقره اي رنګونو راځوړند و.
د دې سیند پر څنډو د ژوند له سندرې سره د خپلو ځلاندو هیلو په تاو کې چې د طبیعت د ښکلاوو زېږنده دی یون کوم، هغه طبیعت ګورم چې د خدای تعالی (ج) د ارزو د تر سره کېدو مثال دی، جهان او هغه ټوله هستي چې پکي خوره ده، په داسي ښکلا او مطلق قدرت سینګار شوي دي چې ساری نه لري.
خپل ځان د داسي خیال په غېږ او داسي حلقې په منځ کې ګورم چې د دغسي مطلقي ښکلا او وړتیا اغیز راڅخه چاپېر دی، د دې تاثر کیفیت لکه د نگین رڼا ده، لکه د لمر روښنایی چې د ژوند د سیوري پر مرکز لګېږي، او پر آسمان ځلېږي، دې حالت زه له هر لوري داسي اغیزمن کړی یم چې فکر کوم هرڅه لکه قیمتي ګوتمۍ او ښکلي مرغلین غمي دي، داسي ګڼم چې آسمان ګوتمۍ ده او سپوږمۍ يې غمی دی، غرونه ګوتمۍ او سیندونه يې غمي دي، سیند ګوتمې او کښتې يې غمی راته څرکندېږي، طبیعت او ښکلايې، جسم او روح يې، ویره او هیله يې، حال او راتلونکې يې، زړه او ارزو يې او په ټوله کې هرڅه راته همداسي ښکاري…
٣_ په دې لیکنه کې لیکوال د خپل وطن او نوري نړۍ د يونسبتاً جامع پرتلني چاره هم ترسره کړې ده، دا مقایسوي مشاهده يې د خپل علمي ژورلید په اساس د خورا کره او منصفانه دريځ په لړ کې په لوړه علمي ژبه وړاندي کړې ده.
خپلو هیوادنیو مزیتونو او نیمګړتیاوو ته يې په غور کتلي او د نورې نړۍ له موجوده حالاتو او شرایطو سره يې د توپیرونو، سمونونو او د هغوی له ستونزو د څرګندلو په موخه چې لوی مقصد يې د خپل وطن د چارو سمون او رغون دی هڅه کړې ده.
بېلګه:
خو؛… زه مسافر وم، د لویو غرونو او سپينو واورو خاطرو زه له ځان سره یوړم… ، کله چې ورنېږدې کېږم پوهېږم چې له یو لويي ښکلي دښتي او څنډو پرته بل څه نه دي، چې ددې هوارو سیمو نه يې سر او غاړه راهسکه کړې دي، جسم يې ترلمني ورپرې کړی دی، داسي لمن چې د ژوند ګل یې نه دی لېدلی، د روح پالونکي باد د خوښۍ شمال لاهم نه دی پرې چلېدلی.
***
٤_ استاد، د داسي یو علمي او فلسفي نړۍ لید په اساس چې هم يې د شرقي ژوند تجربه لرلې او هم يې د غربي ژوند د خوږو او ترخو له کوایفو سره موخیز چلندکړی دی، د ختیځي او لويدیځي نړۍ د روان ژوند پر ښېګڼو اوبدګڼو د یو کره نقاد او اصلاح غوښتونکي شخص په توګه تم شوی دی، د دوی پر ظاهري او باطني حالت يې بحث کړی دی، او د خپلو پرتلیزو بحثونو په لړ کې يې د شرقي دنیا د سمون او پرمختګ لپاره، نظرونه او پېغامونه وړاندي کړي.
بېلګه:
د شرق اوغرب بېلګه لکه د لمر مثال لري، همداسي لکه چې لمر د ختيځ له لوري راخېژي او په لودیځ کې آرام کوي، شرقي روح لا په لاره ده اوغربي روح خپل د سکون منزل ته نيږدې شوې ده، زمونږ لټون لاتر اوسه په هغه آسمان کې دوام لري چې پر سر او لارې مو را خور دی، لویديځوالو دا ساحه وهلې او د بلي فضا په لټون کې دي.
زموږ د شرقیانو عشق او روح د ځان په خوا راچورلي، د غربیانو عشق او روح له ځانه بهر هڅه کوي، مونږ لکه اوبه په خپل ځان کې جذبېږو، اما هغوی لکه اور په جهان پوري نښلي، مونږلکه خاوري پرخپل ځای پاته یو اما هغوی لکه هواخوځښت کوي.
***
زه خپل په دننه کې ژور تلم اما هغې په خپلي سپکي روح زما پر سطحي لامبو کول، موږ مسایل پټوو او پټېږو. هغوي يې څرګندوي اوڅرګندېږي، موږ لکه غر پرځای ولاړیو لمر، سپوږمۍ او ستوروته انتظارکوو، ترڅو چې هغوی راشي، پرموږ وځلېږي او راڅخه تېرشي. خو؛ هغوی لکه سمندر داسي دي، د لمر، سپوږمۍ اوستورو د لاري سرته په منډه ورځي، د هغوی ځلا مومي اوترې تېرېږي. زمونږ تصور او برداشت د ځان د سیند په ژوروکې ډوبېږي، اوپه دې سیند د هغه غرور پرتخت کښېنو چې خپله مو ځان ته جوړ کړی دی، اوهغه ګوهرونه چې مو له ځانه په عاریت اخیستي دي، په هغو ځانونه د پوهي پر رشتو سمبالوو. ولي؛ هغوی د طبیعت زړه ته ورکوزېږي اود دې عظیم اوقیانوس له څاڅکو څخه ګوهرونه ترلاسه کوي، او په خپلواکه توګه لوبي پرې کوي.
شرق د خپل ځان اسیردی؛ اما غرب له ځانه آزاد دی.
***
اوريدلي مې وه چې لویديځوال د مادي نړۍ روزلي اوپاللي دي، خو؛ کله چې زما روح دا تېروتنه درک او وموندل نو لاهم تیره شوه، موږ دا عادت لرو هغه څه چې لرو داسي ویاړ اوغرور پرې کوو. هغوی چې ترمونږ لاهم زیات لري د هغوی شته (هيڅ) نه ګڼو. دا…په ژوندکې زموږ د حقیقي بریالیتوب له حقیقت څخه د تيښتي اسباب او وسایل دي، ځکه پوهېږو که د نورو له ټولو شته وو څخه انکار ونه وکړو، اوپه حسودانه توګه سترګي پرې پټي نه کړو، نو هغه څه چې مو ترلاسه کړي دي آن موږته هم د قناعت، تسلۍ او قبول وړ نه دي.
ښایې علت يې داوي چې موږ خوند اوګټه اخستل، مادي ګڼو، اوپه غم اودرد کې معنویت غواړو، بناً یا د معنويت په خوند نه یو پوهېدلي او یا د مادیت په درد نه پوهېږو، او یا داچې هيڅکله نه غواړو چې پوه شو، او نه شوکولای چې د دې مسلې معرفت وزغمو، اویا داسي ده چې د نوم ایښېدلوته مو لاسرسی شته، نو پرهرڅه چې مو هر نوم زړه غواړي هغه پرې اېږدو.
***
٥_ په دې کیسه ایز متن کې د ژوند په باب ژورفلسفي مفاهیم هم بیان شوي دي، د ژوند منطق او مرام، د حقایقو د لټون د کشف او بیان په موخه څرګند شوي دي، ژوند ته د یو علمي_ فلسفي لیده کتل شوي دي او موږ ته د حقایقو او رڼا موندلو د لټون په موخه د یو خوځنده مشتاق، نه ستړي کیدونکي پردېس او مسافر لاروي ژوندی انځور مجسموي.
بېلګه:
زموږ په نزد ژوند لکه معما ده، ځکه لا تر اوسه مو دا معما نه ده حل کړې، غربي وګړي ژوند ته په ډېر ساده لیدلوري ګوري نوځکه د معماپه حل باندي بریالي شوي دي.
د باختراوخاور د ساده ګیو او معماوو، خامی او پختګی د راتلونکي لیدلوري ته منتظري دي.
…دا د ژوند هغه خوښي ده چې لوري ته یې ور روان یم، زه هغه زړه یم چې هغه زما خواته را درومي، زه یو ځای او هغه بل ځای زېږېدلي یو او داچاره یې همداسي پري اېښې وه تر څو (یوبل ته رسېدل) او (انتظار کول)، رامنځ ته کړي، زموږ په دې کار کې واک او اختیار نه و اونه شته، زه په دې خوښ یم چې دا واک يې مونږ ته نه دی راکړی.
دا مې تل تجربه کړي دي؛ کله چې تصور کوم چې ځان مې خپله پيداکړی دی، داسي کوچینی کېږم چې فکر کوم په ډېر لږڅه بشپړ یم، اما په دې خلق کیدلو کې ډېر څه له ځانه اخلم اوډېره څه له لاسه ورکوم.
مطلق واک او قدرت مونږ خپله په خپل ځان کې ساتي، نه سو کولای چې ترځانونو لوی شو. دا غوره ده چې د داسي چا په واک کې پاته شو چې لویوالی يې پای نه لري، موږباید خپل ګوهر د ابدیت په لمن کې را ونغاړو، ځکه دا ډول شپې اوشېبې ځي او تېرېږي.
***
٦_ په (آواره) کې موږ د وطنۍ میني ښکاره ثبوتونه ګورو او په ضمن کې دا مهم مورد هم راته تلقین کېږي چې په پردیو ملکونو کې د خپل وطن محبت او اشتیاق او ارزښت لاهم باید زیات پوخ، مضبوط او قدرمن شي. استاد په سویس کې د خپل وطن ورته ګرانه پلازمېنه (کابل) یادوي، د کابل پر تاریخي عظمت، طبیعي جوړښت، بېساري ښایست، سیاسي او فرهنګي ارزښت او ورسره شوو تاداوو ژور نوستالوژیک اوهیله کونکی مکث کوي.
بېلګه:
…د دې غرونو په منځ کې کابل لکه ملغلره چې په خاوروکې پرته وي، همداسي زما د خاطرو په دوړو او غبار کې ځلېږي، هغه ښار چې څنډي يې تنګي دي. اومات ډبرین خطونه يې هوا او خاوره سره بېلوي… ښکلايې افسانې لري، خو؛ د زلمیتوب ورځي پکې غمګیني تېرېږي، او د بوډاتوب د ورځو تصور پکې غم انګېزه دی. سوزنده لمر لکه زوی مړی بوډا د ګورستان په شا او خوا څنډو کې د خپل تندي د ګونځو اغیز په خورا پرتم او تبحر ورښکته کوي.
کابل د لرغونتیا مات زړه دی، چې زمانې د یو لویې غم انګېزه خاطرې په حیث لاهم ساتلی دی، څنګه کولای شو چې هغه له زړه وباسو؟
پولادي غرونه يې داسي ښکاري لکه اوسپنیز امېل چې د خاوريني مجسمې په غاړه ځوړند وي، د دې نندارې تاثر د لیدونکي سترګي په خپل آغیز او دروندوالي ډکوي.
پر هسکو يې داسي حصار، کش سوی دی لکه ښامار پر اوسېدونکو يې حلقه وهلې ده، د دې خلکو وېرې د دوی پر هیلو غېږ را ګرځولې ده، ارزوګاني او آزادۍ یې په دې ښارکې راټولي او محصوري دي.
کابل زموږ ښار دی، هرڅه چې و، زموږ ښار و، هرڅه چې دی زموږ ښار دی، هرڅه چې کېږي همداسي به زموږ ښار وي او پايې به. ډېر خوښ او هیله من یم چې دا ښار همداسي و، همداسي دی اوهمدا ډول به وي. موږ طبیعت د هغه د ساتني لپاره ګمارلي یو، زموږ عشق اومحبت د هغه د خاطرو ساتونکي دي. کابل موږ په خپل زړه کې ساتو ځکه داښار د خپلو غمونو سره مینه لري، او د نورو په خوښیو ښه پوهېږي.
موږ د داسي ښار ساتنه کوو چې خطرونه يې په داخل کې کلابند دي اوزموږ ژوند يې د ساتني لپاره وقف دی، د تیارو خاطرې او د مرګ سکوت يې ماته لکه د لیمان په اوبو کې د سپوږمۍ شغلې تیاره کوي، او زما له لیدلوري د خوښۍ رنګ او روښنايې لري کوي، د دې ټولو څيزونو باوجود له دې ښاره چې زما د شتون او هستۍ مرکزدی، د آواره ګی او پردېسۍ فکر ما د ښکلو شېبو په غېږ کې لا هم لیونی کوي.
***
٧_ استاد پژواک د خپل ډېر ژور فکر ترڅنګ د یو ډېر لوړ هنري تخیل خاوند هم دی، ده په دې داستاني متن کې خپل شاعرانه قریحه هم کارولې ده، ددې لیکني ډېری برخه شاعرانه نثر جوړوي، اوکله چې يې لوستونکی لولې نو د ځینو برخو پر لفاظو، کلیمو او پاراګرافونو يې د آزاد شعر تنده او مینه ماتېږي.
بېلګه:
د سیند څپې د هوا له روښانه څپو سره یوځای کېدلې، د هغې زړه وړونکو وېښتیانو د سیند په هوا کې خوځېدا او حرکت کوﺉ، د لاس سپين بازويې د سپوږمۍ په ځلا کې داسي ښکاريدﺉ چې تابه ویل لکه د رڼا یو کرښي چې د هوا د دوو متناسبو خطونو په منځ کې یو منظم او ظریف شکل جوړ کړی وي، اود کتلو په وړاندي و خوځېږي.
دلته د طبیعت اود هغې د ښکلاوو په حضورکې د هغه روښانه روح او له برمه ډک روان پر وړاندي، د ډېرلږ پرتم ګمان کېدﺉ، دلته د غره د لمني په ښکلااو سیند کې د فناه له تصوره پرته بل فکر زړه اودماغ ته لار نه کوي.
٨_ ددې شننیز بحث په وروستیو کې د پایلي او لنډیز په توګه ویلای شو چې: د آواره داستان یوازي یوه کیسه ایز متن نه دی، بلکې دا غوره لیکنه د ډېروعلمي، هنري، ادبي، فلسفي، سیاسي، فرهنګي اړخونو یوه ګډه مغتنمه ګډوله او ښکلی هنري نثر دی، یاد متن د شاعر لپاره شعر، د فلیسوف لپاره فلسفه، د لیکوال لپاره د لیکوالۍ مهارتونه، د مسافر لپاره د موخیز سفر زده کړيزه محتوا، د حقیقت پلټونکي اوڅار انسان لپاره د ژور اِدراک لاري چاري، د سیاستوال لپاره سیاسي پوهه… وړاندي کوي او د لوستونکو لپاره په خپل متن کې دا ټوله مواد او محتوا رانغاړي. په ټوله کې د دې داستان اساسي مفکوره د غوره وطنپالني د ښه زده کړي د کره لارو چارو بنسټیزه موخه وړاندي کوي.
غوره او په زړه پورې بېلګې يې د لیکني په لړ کې د مثالونو په توګه وړاندي سوې.
په دعا او درناوي