جمعه, مې 3, 2024
Homeادبادبي نظریې / اسدالله غضنفر

ادبي نظریې / اسدالله غضنفر

شاعري او هنر به الهام وګڼو خو ادبپوهنه الهام نه ده، دا باید زده شي او د همدې لپاره د ادبیاتو پوهنځي جوړ شوي دي ، مګر ډېر ځله وینو چې په افغانستان کې به  مثلا د طب یو ډاکتر د ادبیاتو تر لیسانسه په ادبیاتو ډېر پوهېږي. ډاکتر زغم او ډاکتر درمل چې په ادبیاتو خبرې کوي، یو څه ورنه زده کېږي او هغوی چې د ادبیاتو فارغان دي، یو لوی شمېر یې دغه کمال نه لري. په افغانستان کې د ادب پوهنځي  اکثره  فارغان د افغانستان اکثرو ملایانو ته ورته دي چې ممکن تر دوی په عام ولس کې ځینې کسان د دین په روح باندې ښه پوه وي خو فرق یې دا وي چې ملا خپله خبره د عربي لغت په مرسته لږ په پېچلې انداز کوي. خوشحال خټک فرمایي:

 د دروېش په زړه کې درست کتاب مرقوم دی

که په خوله یې د عربو لغت نه زده

 زموږ د ادبیاتو اکثره متخصصان هم ممکن جملې ته غونډله ووایي او کلمې ته ویی، خو تر دې ورهاخوا به څه خبره نه لري. زما په ګومان کله چې په یوه پوهه باندې تسلط ونه لرو او یا مو یوه پوهه  په داسې طریقه زده کړې وي چې عملي استفادې ته پکې پام نه وي شوی، هاله بیا مجبور یو چې یا  په پېچلو جملو او نااشنا لغتونو کې ځان پت کړو او یا ځينې داسې خبرې تکرار کړو چې سمې به وي مګر پخوا به هم ډېر ځله اورېدل شوې وي. د تدریس ځینې طریقې د فکر خاوندان نه روزي بلکې محصل ته یوازې د حافظې د څښتن په سترګه ګوري.

 د فکر څښتن د خپل تخصص په ساحه کې نوښت کولای شي او په دې ډول د خپل علم ساحه پراخوي خو هغه څوک چې یوازې په حافظه متکي دی، د ټیپ غوندې، شوې خبرې بیا بیا را اوروي. د ټیپ خبرې به سمې وي، ولې دا قدرت پکې نشته چې په هره نوې تجربه نوې تبصره وکړي او د ځان لپاره هم یو څه ورنه واخلي.

 زموږ په وطن کې د ادبیاتو د زده کړې نصاب او د تدریس طریقه خامخا څه نیمګړتیاوې لري چې د ادب د لویو صاحب نظرانو په روزلو کې یې هغومره ونډه نشته لکه څومره چې ورنه توقع کېږي. د دې لپاره چې د ادبیاتو داسې فارغان ولرو چې زموږ د ټولنې په فکري، فرهنګي او ذوقي وده کې فعاله برخه واخلي، پکار ده چې د ادبیاتو د زده کړې نظام ته بیا کتنه وشي. زما په ګومان د دې بیا  کتنې یو مهم کار به دا وي چې د ادبي نظریو سمې زده کړې ته لا زیات پام واوړي.

 ادبي نظریې تر ډېره حده د ادب تیوري له لارې زده کېږي. ادب تیوري نسبتا نوی علم دی او همدا وجه ده چې زموږ په هیواد کې  په دې برخه کې شوی کار کم او نیمګړی دی.

 د ادب تیوري څه ته وایي؟ یو مشهور مثال به راوړم. که زه په دې باره کې خبرې کوم چې الف اثر اول لیکل شوی دی که ( ب) اثر؟ نو زما موضوع تر ډېره حده د ادبیاتو له تاریخ سره تعلق لري. که زه په دې خبرې کوم چې الف اثر ښه دی، که ( ب) ، نو زما بحث تر ډېره حده له کره کتنې سره تعلق لري او که په دې غږېږم چې ( الف) او( ب) په ادبي آثارو کې حسابولای شو او کنه، دلته زما بحث تر ډېره حده د ادب له تیوري سره متعلق دی. د ادب تیوري د ادبیاتو ماهیت، نقش، معیارونه او حدود راپیژني او له کره کتنې سره یې نېغې اړیکی دي. کله چې د یوه متن ارزښت معلوموو او تفسیروو یې ،په کره کتنه بوخت یو خو کله چې په هغو معیارونو غږېږو چې زمونږ نقد او د متن تفسیر ورباندې ولاړ دي، د ادبي کره کتنې په نظریو باندې غږېږو.

 ادبي نظریې مختلفې دي. د مارکسیزم ادبي نظریه ادبي آثار تر ډېره حده د طبقاتي کشمکش او طبقاتي باورونو له نظره څېړي او دا ورته مهمه ده چې یوه ادبي اثر د کوم اجتماعي- اقتصادي نظام په ګټه یا تاوان خبرې کړې دي. کله چې دا نظریه نه وه، کره کتونکو او ادبپوهانو ادبي آثارو ته له دې اړخه نه شوای کتلی. پخوانو لوستونکو د رحمان بابا په دې بیت کې هغه معنا اوښکلا  نه لیده لکه د مارکسیزم له ادبي نظریې سره بلدو کسانو چې پکې ولیدله:

 نه شي د خانانو له ملنګو سره کلي

 چېرته عزیزخان چېرته ملنګ عبدالرحمن

فمینستي نظریه  د یوه اثر له دې اړخ سره دلچسپي لري چې د هغه روحي، اجتماعي، اقتصادي، کلتوري او سیاسي ستم په زیاتیدا یا کمیدا کې یې څه برخه اخیستې ده چې نارینه یې له ښځو سره کوي. زموږ په وطن کې په شلمه پیړۍ کې ډېرو لیکوالو، صاحب نظرانو او شاعرانو د ښځو د حقونو او مظلومیت خبرې وکړې او د ښځو د اهمیت په باره کې یې وویل چې که دوی نه وای میرویس او احمد شاه به هم نه وو. موږ که له فیمنستي نظریې سره بلد واوسو، د ښځو د اهمیت په اړه په شوي استدلال کې پټې بې انصافۍ ته په اسانۍ سره متوجه کېدای شو او هغه دا چې د ښځې اهمیت بیا هم د نارینه وو له اهمیت سره غوټه شوی دی او د یوې وسیلې په سترګه ورته کتل شوي دي چې تکړه نارینه یې زېږولي او روزلي دي.

 کیسه ده وایي چې د پوهنتون یو استاد چې څنګه ټولګي ته لاړ، محصلانو ته یې وویل: نن به د پلاني شاعر په پلاني شعر باندې خبرې کوو.

ده د شاعر په اړه معلومات ورکړل، د شاعر په سیاسي نظریې ، دینی عقیدې او کسب و کار وغږېد. د هغه په شخصیت یې رڼا واچوله، یادونه یې وکړه چې په دوست او دښمن ، په هر چا ګران و. استاد چې د شاعر کورني ژوند ته ورسېد، درسي ساعت ختم شو، خپلې پاڼې یې ټولې کړې او د وتلو په وخت یې محصلانو ته مخ واړاوه، ویې ویل: واقعا ډېر ښه شعر و!

 د ټوکو دغه کیسه د ادبي مطالعاتو په هغه طرز پورې جوړه شوې ده چې پیروان یې د ادبي اثر په ځای د اثر د رامنځ ته کوونکي او د هغه د ژوند د چاپیریال او زمانې په اړه بحث ته ډېر اهمیت ورکوي.

 دغه طرز په لویدیځ کې د شلمې پیړۍ په لومړۍ نیمه کې وار په وار کم اهمیته شو او ځای یې ورو ورو ( نوې کره کتنې ) ته ورخوشي کړ چې پخپله ادبي اثر ته یې ډېره توجه کوله. د ( نوې کره کتنې ) نظریې، چې اوس نو زړه شوې ده، په ادبي کره کتنې باندې ژور اثر کړی دی.

 د ملي هیندارې نکلونه مونږ ته په ظاهره داسې ښکاري چې هر یو بېل جوړښت لري خو د سټرکچرلیزم د نظریې په اساس که مطالعه شي، په ټولو کې به پټ مشترک جوړښت ووینو. مثلا په ډېرو نکلونو کې به اتل داسې څوک وي چې پلار به یې زوی نه لري او یو ملنګ به راځي ، دعا به ورته کوي او نهه میاشتې، نهه ورځې او نهه ساعته وروسته به خدای زوی ورکوي او همدا ماشوم به په آینده کې د نکل اصلي کرکټر وي. د نکلونو نارینه اتلان معمولا سفر کوي او دا سفر له خطره خالي نه وي.

 ادبي نظریې له یو بله مختلفې دي او په هرې یوې کې د پېچلي واقعیت په یوه اړخ باندې زیات تاکید شوی دی. د روژې په پای کې چې  د اختر د میاشتې سپوږمۍ سهي کوو، ګوتې ورته کړۍ کړو چې نظر مو تیت و پرک نه شي. هره ادبي نظریه د څو اړخیز واقعیت د حد اقل یوه اړخ د کامیابې مطالعې لپاره پکارېدلای شي. هر اثر ممکن د یوې نظریې  یا څو نظریو په رڼا کې ښه توضیح کړو. ما ته د بهاوالدین مجروح په ځانځاني ښامار باندې د تبصرې په وخت د ادبیاتو ارواپوهنیزه نظریه او اساطیري نظریه تر نورو مناسبې ښکاره شوې خو د استاد الفت د نثر د خصوصیاتو په باره کې چې مې لیکنه کوله، تر ډېره حده د بلاغي نقد په اصولو باندې متکي وم.

 زموږ پخوانۍ ادب پوهنې د بلاغي نقد په نظریې تکیه کړې ده او بلاغي نظریه یې هم تقریبا ټوله په بدیعي صنعتونو او بیان کې راټوله ده. په شلمه پیړۍ کې د شعر د توضیح لپاره د شاعر ژوند او زمانې ته هم زیاته توجه وشوه. زموږ اوسنۍ ادبپوهنه تر ډېره حده د شاعر د ژوند او زمانې په معرفي او د هغه د شعرونو د بیاني او بدیعي صنعتونو په پيژندلو کې خلاصه کېږي. که زموږ په ادبپوهنه کې د ادبیاتو مختلفې نظریې چې ټولنپوهنیز، ژبپوهنیز او ارواپوهنیز بنیادونه لري، شاملې شي، د ادبیاتو فارغان به مو ادبي آثارو ته د نوې کتنې وس پیدا کړي  او په ادبیاتو سربېره به تاریخ، سیاست، ټولنې او فرهنګ ته له نویو لیدلوریو وګوري. پخوانو مورخانو به په دې څېړنه کوله چې څه پېښ شول؟ خو هغه صاحب نظران چې تاریخ ته اوس د نویو نظریو په رڼا کې ګوري له دې سره زیاته دلچسپي لري چې پېښه څنګه تعبیر او تفسیر شوې ده؟ او دغه تفسیرونه د خپلو مفسرانو په باره کې څه راښیي؟ هغه څه ته چې د ۱۳۵۷ کال د ثور په اوومه پېښ شول، ځینې کسان د ثور انقلاب وایي، اکثره کسان ورته  د ثور کودتا وایي ،یو شمېر نور یې د ثور حادثه بولي او یونیم ځای د تحول صفت هم ورته استعمال شوی دی. د تاریخ د نویو نظریو د  پیروانو په اند، تاریخي معلومات په شعوري یا لاشعوري ډول د لیکوال د لیدلوري  تر اغېز لاندې دي او که دغه لیکوال هرڅومره زیات باوري وي چې عینیت او بې طرفي ته وفادار پاتې شوی دی او خپلې غوښتنې یې په لیکنه کې نه دي شاملې کړې، هغومره ډېر امکان شته چې لیکنه یې د هغه چاپیریال او فرهنګ تر اثر لاندې وي چې د لیکوال شخصیت یې جوړ کړی دی.

له روښانیانو پرته نورو پخوانو شاعرانو روښان پیر په ښه نوم نه دی یاد کړی خو له دې سره سره یې روښاني شاعرانو لکه میرزاخان او دولت لواڼي ته په درنه سترګه کتلي دي. له دې واقعیته مونږ دا نتیجه اخلو چې زموږ پخوانو په شاعر باندې د قضاوت په وخت د هغه عقاید چندان په نظر کې نه نیول. د دې مثال له راوړلو مې منظور دا دی چې لیکوال او وینا وال د یوې خبرې د کولو یا نه کولو لپاره ممکن داسې پرېکړه وکړي چې دی یې په اصلي انګیزو پوه نه وي.

 اوسنۍ اکثره ادبي نظریې د اوسنۍ ژبپوهنې د پلار فردینان دو سوسور تر ژور اغیز لاندې دي. د فردینان دو  سوسور په مرګ سل کاله تېرېږي.( په ۱۹۱۳ کې مړ دی) خو عجبه دا ده چې زموږ ژبپوهانو په ادبي بحثونو او کره کتنو کې له نوې ژبپوهنې تقریبا استفاده نه ده کړې.

 درې،څلور کاله پخوا ډاکتر احسان آذري په کابل کې و. آذري چې په استرالیا کې د ادبیاتو دوکتورا اخیستې ده ، د ادبیاتو له ځینو نویو نظریو سره چې د ژاک درېدا، مېشل فوکو او ژاک لاکان غوندې کسان یې په رامنځ ته کولو کې لویه برخه لري، اشنا دی، خو د کابل په علمي کړیو کې د ادبیاتو له نویو نظریو سره اشنایي دومره کمه وه چې له ده څخه استفادې ته ضرورت احساس نه شو.

 د ادبیاتو د نویو نظریو په باره کې د ځینو خبرو کسانو ویناوې، د یو شمېر ګټورو اثارو ژباړه او په دې باره کې لږ تر لږه یو علمي سمینار به زموږ ادبي حلقې د نویو نظریو اهمیت او افادیت ته متوجه کړي.

4 COMMENTS

  1. دبلاغي نقد پر ځای که بلاغتي نقد کارول شوی وای
    بل دا چي دادشلمې پیړۍ اصطلاح په کوم استناد په اسلامي په تیره بیا افغاني یاپښتني ټولنه کي کاروي
    او داچي لمړی مثال یې په ملا سره ورکړ هم دا راته جوته کړه چي کوم څوک چي راته دادب په اړه معلومات راکوي له تهذیب او پښتني حیا نه لرې پاتې شوی
    غضنفر ته مي مشوره داده چي په لیکنو کي خپله نظریه او عقیده ورګډه نکړي هو په دې شرط که دی غواړي چي دده لیکنه ټول کتونکي ولولي ۰

  2. پورته لیکل شوې دي چې د ( بلاغي) پر ځای بلاغتي نقد لیکل پکار دي. دلته ( یاء) د نسب یا ده او نسبي یاء چې کله له عربي قاعدې سره څوک کاروي نو د اصلي کلمې (ة) له منځه ځي. په عربي ژبه کې یوه مشهوره کلمه ده چې موږ یې هم استعمالوو هغه د ( حیاة) د نسب یا حیاتي لیکلو چې دا ناسمه کارونه ده. د همدې یاء د لرې کیدو نورې بیلګې دا دی: مکة مکي ، بصرة بصري، کوفة کوفي، غزة غزي نو بلاغه بلاغي سم دی.

  3. موږ چې څه ډېر لیکو یا ډېرې ستونځې په ګالو، نو ورسره ،، تر ډېره بريده،، او هم کله کله ،، تر ډېرې کچې،، لیکو. ګرانو لیکونکو. نه ،، تر ډېره بريه یا حده شته اونه ،، تر ډېې کچې،، خو له بریده ډير او همداسې له کچې ډېر شته، نو هیله ه چې دې ته به ګډه فکر وکړو. په دې هکله ما څه لکنې خپرې کړي هم دې.ادیب نه یم خو راته برګیږۍ مه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب