جوړ یم د جنت له ذاته ، ذاته مسافره
ګوره مې د خاورې خواته خواته مسافره
سترګو کې دې خوب د لېونۍ مینې ویده دی
ښکاري درته لاره ماته، ماته مسافره
زه که اوس ژوندی یمه، ژوندی یمه زه نه یم
ژوند له خدایه غواړم، تاته، تاته مسافره
ځه! د غریبۍ د وجود ساه ترېنه راواخله
وغورځوه غرونه شاته، شاته مسافره
زړه لکه خپل کور ګڼمه ډکه خزانه مې ده
راز په کې ساتمه چاته، چاته مسافره
اوس دې په رګونو کې نامه د تلاش ښکاري، خو
ځانته ډېرې نښې ساته، ساته مسافره
بختیار تلاش / کابل
++++++++++++++++++++++++++
غزل
ما لنډولې، خو له ما به اوږدېدې خبرې
د دعاګانو په الفاظو کې کېدې خبرې
دلته دېوال نه مخامخ دېوال ته سیور راځي
دلته له سیوري نه دېوال ته جوړېدې خبرې
ما ته دې نه شوې کوی، زه مین پر تا خبر وم
چې دې له سترګو نه بې واره څڅېدې خبرې
نن یې له څو ساعته ژړا نه وروسته داسې وویل
نن مې له وېرې نه په شونډو ګرځېدې خبرې
زما تلاشه، که ژوندۍ یمه؛ نو هسې به یم
که نه د اور په شانتې مانه تاوېدې خبرې
بختیار تلاش / کابل
++++++++++++++++++++++++++++
غزل
له ځانه ورک یمه، خپل ځان احساسولی نه شم
مجهول، مجهول یم، ځان له ځان سره ساتلی نه شم
ځېنې شېبې مې د خپګان داسې ګونګی کړي، چې زه
خپل ځورېدلی حالت هیڅ بیانولی نه شم
په الف ختمه شي، زما کیسه، زما لپاره
له (ي) نه وروسته توري هیڅ ادا کولی نه شم
لکه، چې زګ د څو لحظو لپاره وي، ختم شي
داسې مې مخ خړه هېندار کې لیدلی نه شم
ستا لېوتوب کې مې پنځه واړ حواس ورک شوي
ستا لېونتوب کې خپل حواس راټولولی نه شم
د څووم کاله له لومړي فصل پس یې داسې وویل
زما تلاشه ګله اوس دې هېرولی نه شم
بختیار تلاش/ کابل
واقعی تلاش صیب خوازه شعرونه دی