جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهځای/ اجمل پسرلی

ځای/ اجمل پسرلی

د کور پر سر یې لیکلي و، د خرڅلاو لپاره. ادرس ته مې په موبایل کې وکتل، پته همدا وه. دلته مې یوه کوټه ورسره تشناب او پخلنځی د اونۍ په مخه د انټرنټ له لارې کرایه کړي وو، په زنګ مې ګوته کیښوده خو سترګې مې د خرڅلاو له لوحې نه اوښتې، ما ویل هسې نه تیروتی یم.

یو سپین ږیری راووت، لاس یې راکړ:

-ستیپان یم، اکرمه کرویشیا ته ښه راغلئ

-شکر چې ځای مې پیدا کړی کنه د چکر چې دې اوله ورځ سرګردانه شي بیا یې خوند ځي

-دا ادرس بیخي واضح دی

– دې لوحې دوه زړی کړم.

ستیپان مخته زه ورپسې په زینو وختو. تشناب، پځلنځی او د بریښنا فیوز یې راښکاره کړل. ما ورته وویل:

-دا کور څرنګه خرڅوې؟

-پخوا په ښار کې اوسیدم هلته په تنګ شوم بیا دا لس کاله کیږي چې دا کور مې اخیستی دی اوس بیرته کلي ته ځم

-د کلي ژوند تجربه کوې

ویې خندل:

-په کلي کې پیدا شوی یم بیا ښار ته کډه شوم، له هغه ځایه دلته راغلم.

ما د دوهم منزل له کړکۍ د سمندر څپو ته وکتل:

-دا ځای دې ولې نه دی خوښ شوی

د لاس پوستکی یې په ګوتو کش کړ:

-چې زوړ شوې بیا مځکه ځای نه درکوي غواړې چې بل ځای ولاړ شی دا ځای ستا په څیر د ځوانانو لپاره دی

د سمندر خواته یې لاس ونیو:

-دغه غږ نه دی دا د اوبو غږ په دې کې زما لپاره خوند پيکه شوی، زه وایم داسې ځای شپه سبا کړم چې د ماشي غږ لا وانه ورم خو ستا په څیر د ځوانانو لپاره دغه د ژوند ځای دی

ما د کوټې دوهمه کړکۍ پرانیسته، د سیګل مرغه کغا شوه:

-دا غږ دې هم نه خوښیږي؟

زما ولی یې وتپاوه:

-دا هم د زړو غوږونو زړه خوري دا د ځوانانو لپاره دی د ځوانانو

د سمندر له لورې د شمال یخه څپه راغله. د دروازې ټک شو، مخ مې واړاوه د ده   میرمنې چای راووړ، راته ویې ویل:

-ستیپان خپل زړه اوبه کوي د نورو هم زړه خوري تاته خو یې تر اوسه د دې جنتي ځای غیبت نه دی کړی؟

ستیپان د خپلې میرمنې پر اوږو لاس کیښود، سترګه یې راته ووهله:

-دا حقیقت دی چې دا ځای جنت دی

ما ته خندا راغله، میرمنې یې اوف کړل له کوټې ووته. ستیپان چای راته واچاوه. اشاره یې وکړه چې یوه کاچوغه بوره بس ده، ما سر ورته وخوځاوه، کاچوغه یې په پیاله کې پریښوده، له اړخه په ناشکن پياله کې کاچوغه ماته ښکاره شوه، ستیپان خپلې کړوپې ملا ته لاس ونیو، ور یې ورپسې پورې کړ.

د سمندر پر سر سیګل مرغان ټیټ شول بیا د شمال له څپو سره هسک شول او شاته د سپینو وریځو په رنګ کې له سترګو پناه شول…

د چای تر پیالې مې ګوتې وګرځولې، یخه شوې وه، د اوبو غږ لوړیده، ټیټیده، څپې تلې راتلې.

پای

 

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب