Home+دوه شپې ژوند | محمدفیصل ځلاند

دوه شپې ژوند | محمدفیصل ځلاند

حاجي ځونډي په خپله سره کړې اوږده ږیره کې ګوتې تېرې کړې، ته وا په سپږمو یې د نکریزو بوی ننوت؛ پوزه یې پورته کش کړه، بیا یې مخامخ ډنګر سړي ته، چې سر یې ځوړند نیولی و، وکتل:
— معلم شېرګله! خور دې هسې خوشې چونګېږي.

د کوټې ور خلاص شو. ځوانې ښځې غټه چای‌جوش او پتنوس راننه ایستل؛ دوه پیالې یې له چایو ډکې کړې، دا وره ته نږدې کېناسته. حاجي ځونډي د کړکۍ لمر ته ځان برابر کړ؛ بیا یې ښځې ته ځیر شو، ټېغ یې وایست:
— ګوره کډې! دا دی ورور دې راغلی دی، خبره به سره سپینه کړو.

ښځې څه ونه ویل؛ غټې سترګې یې کیڼ لور ته، ناست خپل ورور ته، ور واوښتې. معلم شېرګل پیاله ور پورته کړه، غاړه یې تازه کړه:
— بس، بي بي خورې! اوښی مې بده خبره نه کوي، دوهم واده کفر نه دی؛ ویې دې کړي، ستا د ساتلو ضمانت زه ترې اخلم!

د ښځې سپین رنګ سور واوښت، شونډې یې وخوځېدې:

— اغا! په ما کې د څه کمی دی چې دی بل واده کوي؟
— خورې، په اسلام کې څلور ښځې کول روا دي. حاجي د مخې سړی دی، هوس به لري، نور اولادونه به غواړي.
— اولاد خو مو، شکر، ښه پرېمانه دی.

د معلم شېرګل تندی تریو شو، څه یې ونه ویل؛ لکه د خور دا خبره یې چې بې‌ ادبي ورته ښکاره شوې وي. حاجي ځونډي بېرته چوپتیا ماته کړه:
— معلم ګل ته، تر موږ ډېره د خدای لاره معلومه ده. که په ودونو کې ګناه وای، څلور ښځې به روا نه وې.

د ښځې سترګې له اوښکو ډکې شوې، غریو واخیسته:
— اوس دې کوم د ښځې په سترګه راته کتلي دي؟ که دې کور ته بله ښځه راغله، زما او د کوڅې د سپۍ به یو رقم ژوند وي.
د حاجي ځونډي ډبلې شونډې ویړې شوې، معلم شېرګل ته یې وکتل:
— معلم ګله! د خور ژبې ته خو دې پام دی؟
معلم شېرګل وخندل:
— بس، بي بي له ماشومتوبه ضدي وه.
حاجي ځونډي په خپلو بریتونو ګوتې تېرې کړې، میرمنې ته یې وکتل، د ټیکري په پیڅکه یې خپلې اوښکې وچولې. ده وویل:
— د دنیا ژوند له نعمتونو ډک دی، ښځه هم د خدای نعمت دی.
ښځې په نیولي غږ ورغبرګه کړه:
— دوهمه ښځه د خدای نعمت دی، زه نه.
حاجي ځونډي وخندل، معلم شېرګل ته یې مخ ور واړاوه، خبره یې بدله کړه:
— معلم ګله! خلک ښځو ته دومره وخت نه ورکوي، نه یې اجازې ته ګوري. زه دې خور ته په ښه سترګه ګورم، خو دا بیا هم په خپل خره سپره ده.
معلم شېرګل د هو سر وخوځاوه، خپلې خور ته یې مخ ور وګرځاوه:
— حاجي تر اوسه بده خوله نه ده درنه وهلې. ولا، څو ځله یې په ډک مجلس کې یاده کړې؛ په کور، کلي کې یې دې سر ور جګ کړی دی.

ښځه غلې وه، ده خپلې خبرې اوږدې کړې:
— د حاجي دوهمه میرمن به د تا خدمت کوي، ګوزاره به درسره کوي!
ښځې ته لکه دا خبرې چې له حقیقته لرې ښکاري، څېره یې هماغسې ځړېدلې وه. په کوټه کې بنننننننګ شو؛ کوچنی مچ د حاجي ځونډي په پوزه کېناست. ده دواړه لاسونه یو ځای پورته کړل، ټک شو، مچ والوت، د کوټې په ښیښه کېناست. حاجي ځونډي لومړی خپله مېرمن تر نظر تېره کړه، بیا یې معلم شېرګل ته سترګې ور واړولې:
— معلمه! که دې خور په جنت کې لغتې ونه وهي، یو غټ کار ورته کوم.

معلم شېرګل، خپلې وروځې پورته کش کړې:
— اممممم…
ښځه لا هم غلې وه. حاجي ځونډي په ځنډ وویل:
— دا به حج ته ولېږم!
د ښځې څېره وغوړېده، خو لکه یو څوک چې د چا نه قوي ثبوت یا ضمانت غواړي، سر یې یوې او بلې خوا ته وخوځاوه. حاجي ځونډي خپلې خبرې اوږدې کړې:
— معلمه! زه پښتون یم، په ټول عمر له خپلې خبرې نه یم په شا شوی.

د ښځې په څېره کې خوښي وغوړېده، پتنوس یې ور واخیست، د باندې ووته. په دهلېز کې یې نوک ونیو، له ځانه سره په خبرو شوه:
— چې هغه دنیا مې سمه شي، دا دوه شپې ژوند به څه کړم!

بېرته راوګرځېده، د وره دستګیر ته یې لاس ور وغځاوه، ور یې نیم خلاص کړ:
— چې په خپل ژوند د خدای کور ووینم او هغه ته مې مخ سپین وي، د دوهم څه چې د څلورم واده پروا یې هم نه لرم.

په کوټه کې زورورې خنداګانې راوګرځېدې. معلم شېرګل له شیرین‌دانۍ چاکلېټ ور پورته کړ، د حاجي ځونډي خوا ته یې ور وغورځاوه:
— حاجي ګله، دا یې قانع!
حاجي ځونډي چاکلېټ ور واخیست، په شونډو یې موسکا خپره شوه:
— ښه کار وشو، مال چې خور دې هم نه وي خپه او زه هم د ژوند له نعمتونو خوند واخلم.
بیا دواړو په کړس کړس وخندل. معلم شېرګل ولاړ شو:
— زه نو ځم! رېباران دې په خپله خوښه راټولوه.

معلم ځونډی تر دهلېز ورسره ووت. ښځې دواړو ته بوټان کېښودل. معلم د خدای پامانۍ لاس پورته کړ، ووت. حاجي ځونډی بېرته کوټې ته راوګرځېد، په ښیښه ناست مچ یې د څادر په اشاره وشاړه. لمر نو نږدې د کوټې منځ ته رارسېدلی و؛ دی اوږد ورته وغځېد، سترګې یې پټې کړې. سرې ږیرې یې اوس تر سرې قالینې هم تېزه ځلا کوله.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ادبي جایزې، د خلاقیت هڅونه که د اعتبار ازموېنه     

عبدالوکیل سوله مل ادبي جایزې د ادبیاتو د ودې او غوړېدو یوه له مهمو وسیلو څخه ګڼل کېږي. د دغو جایزو له لارې نه یوازې...