Home+د ثور اوومه، او اتمه: سببونه، نتیجې او درسونه

د ثور اوومه، او اتمه: سببونه، نتیجې او درسونه

د محمد ابراهیم شینواري لیکنه

لومړۍ برخه: لنډ معلومات

آیا د ۱۳۵۷ کال د ثور اوومه  (د ۱۹۷۸ د اپریل ۲۷) که د ۱۳۷۱ د ثور اتمه (د ۱۹۹۲ د اپریل ۲۸) د افغان تاریخ تر ټولو بدې ورځې دي، که پرتمین انقلابونه؟

دا ورځې د مربوطو ډلو له خوا د انقلاب په نوم یادیږي، او تر اوسه یې د مثبتو بدلونونو په توګه یادوي، خو د دوی مخالفین یې تورې ورځې بولي.

د افغانستان په معاصره غمیزه کې پر دې ورځو سربېره نورو ورځو هم مهم منفي اغیز لرلی دی، چې د دې دوه ورځو په شمول په ترتیب سره په لاندې ډول دي:

  • د ۱۳۵۲ کال سرطان ۲۶ (1973, July 17)
  • د ۱۳۵۷ کال د ثور اوومه (1978, April 27)
  • د ۱۳۵۸ کال د جدي ۶مه (1979, December 27) یا د ثور د بدلون نوې او تکاملي مرحله
  • د ۱۳۷۱ د ثور اتمه (1992, April 28)
  • د ۱۳۷۵د میزان ۶ مه(1996, September 27)
  • د ۱۳۸۰ دعقرب ۱۵ یا ، (October 7, 2001)
  • د ۱۴۰۰ کال د اسد ۲۴ (August 15, 2021).

لومړۍ څلور ورځې (د سرطان ۲۶مه، د ثور اوومه، اتمه او د جدي شپږمه) د بېلابېلو داخلي لوبغاړو (ډلو او شخصیتونو) له خوا رامنځ ته شوې، چې متفاوت نیتونه، فکرونه، شعارونه، ځانګړنې او پلانونه یې لرل، خو بهرنی اساسي لوبغاړی یې شوروي اتحاد او د هغه ځای ناستې روسیه وه، چې خپل ټول دوستان یې په نیمه لار کې پریښودل او تر اوسه یې په افغانستان ضد سیاست او نیت کې مثبت ستراتیژیک بدلون نه دی راغلی.

پرنسیپ

موږ خپل نیت او د مربوطو ډلو او شخصیتونو خوښې یا ناخوښې په دې لیکنه کې په پام کې نه ده نېولې، بلکې په ملي سطحه مو د پېښو سببونو او نتیجو ته کتلي او درسونه مو ترې را ایستلي دي.

د افغانستان د تېرو پنځو لسیزو د بحران سببونه

لومړی. داخلي سببونه

۱) د قدرت نیولو او بایللو دوراني بهیر

د زیاترو ختیځو هېوادونو په شان د افغانستان په تاریخ کې هم د قدرت د انتقال مسیر ډېر ځله د ابن خلدون د «عصبیت» له تیورۍ سره سم انکشاف موندلی دی. هر کله چې یوه ټولنیزه ډله یا قشر د ځانګړې انګېزې، هدف او قوي داخلي انسجام په لرلو سره راپورته شوی، پر زوړ او فاسد نظام یې بری موندلی دی. خو واک ته تر رسېدو وروسته، دا ډله هم په تدریجي ډول له خپل اصلي ماموریت او ارزښتونو منحرفه شوې، رهبران یې فاسد، عیاش او له ولس څخه لېرې شوي، او د خلکو پر اوږو یې د مالیو، مکلفیتونو او نابرابریو فشار زیات کړی دی. په نتیجه کې ولس ناراضه شوی، یوه بله منسجمه ډله راپاڅېدلې، د زوړ شوي نظام ماڼۍ یې ړنګې کړي او سوځولي او د هغه په خاورو او ایرو یې د خپل نوي نظام ماڼۍ جوړه کړې ده.

په افغانستان کې د محمد نادر شاه له دورې د محمد ظاهرشاه تر پایه شاهي نظام او د محمد داود تر جمهوریته همداسې یو مسیر و، چې د نادرشاه د پیاوړي انسجام او نظم په برکت یې پنځوس کاله دوام وکړ. خو وروسته، د واک تمرکز، سست مدیریت، د اصلاحاتو کمزورتیا او موقع ته د منتظرو داخلي، سیمه ایزو او نړیوالو ځواکونو اعمال او مداخلې د دې سبب شوې چې نوی او کم تجربه نسل د بدلون غوښتنې پر محور منسجم شي، او دا نظام ړنګ کړي.

۲) د ښار او کلي ترمنځ فرهنګي او اقتصادي توپیر

د محمد ظاهر شاه او محمد داود خان له خوا په ښارونو کې د کلیوالو ځوانانو لپاره د زده کړو زمینه برابره شوه، خو دې نوښت له ځان سره یو ناورین هم درلود. کلیوال ځوانان چې له خپلو محرومو کلیو کابل ته راغلل، د ښار په محدودو سیمو (وزیر اکبرخان مینه، نوي ښار، پروان کارته، دریمه کارته، او وروسته میکروریان) کې یې پاک، ښکلی او نسبتاً مرفه ژوند ولید، چې د دوی له ژوند سره یې ژور توپیر درلود. دا ژوند دوی ته جنت او د خپل کلي ژوند ورته دوزخ ښکاره شو او دې تضاد په دوی کې د محرومیت او انتقام عقده رامنځته کړه. د سیاسي خوځښتونو مشرانو وکولای شول له دغې عقدې څخه ناسمه استفاده وکړي، او همدغه نسل د دولت ضد فعالیتونو لپاره په افراطي روحیه منظم کړي.

۳) د دولت تخنیکي او اقتصادي کمزوري

افغانستان، چې د نړیوالو زبرځواکونو د رقابتونو په مینځ کې ایسار وو، هڅه یې وکړه بې‌طرفه پالیسي غوره کړي؛ خو دې پرېکړې تر زیاته حده له نړیوالو مرستو بې‌برخې، او له انزوا سره مخ کړ. د دولت د تخنیکي وړتیا کمښت، د تولیدي اقتصاد نه شتون، د وارداتو پر اقتصاد تکیه، او د اداري فساد پراختیا، د دې سبب شول چې د ځوان نسل هیلو ته مناسب ځواب ورنه‌کړای شي.

۴) د بدلون  لپاره د نوي نسل غوښتنه

په ټولنه کې د نوي نسل د فکري، کلتوري او مسلکي ودې غوښتنه، د زړو، فاسدو او بې‌کفایته جوړښتونو سره په ټکر کې شوه. د پوهې زیاتېدا، د نړۍ سره اړیکو پراخېدا، او د یوه نوي افغانستان تصور، په ځوان نسل کې یو انقلابي روحي حالت رامنځته کړ، چې موجودو حاکمیتونو یې نه د زغم توان ‌درلود او نه یې ورته یوه معقوله د حل مجراء میندلای شوه.

۵) قومي، مذهبي او تنظیمي سیالۍ

که څه هم د دې نسل مبارزه د نړیوال کارګري یووالي او نړیوال اسلامي اخوت په شعارونو پیل کړه، خو ټول د خپلو شعارونو په پلي کولو کې ناکام شول، نو مجبوراً یې قومي، سیمه ایزو او مذهبي سنګرونو ته سقوط وکړ. په دې ډول د سیاسي ګوندونو تر منځ شدید ایډیالوژیک رقابت یوه منځني حد ته د تللو پر ځای تر هغه بدتر مخالفت ته لاړ، او د خلق، پرچم، جمعیت، حزب اسلامي، وحدت، اتحاد، جنبش او نورو ګوندونو له خوا د تنظیمي اجنداوو د وسیلو په توګه، د قومي او سيمه یيزو شعارونو کارول، د ملی یووالي پر خلاف یو خطرناک عامل ثابت شو.

۶) د ثبات محور ړنګول

په هره ټولنه کې ځینې قشرونه دي چې له دولت سره یې اتحاد د ثبات، او مخالفت د بې ثباتۍ سبب کیږي. په افغانستان کې ملایان یا روحاني مشران او ملکان او خانان یا قومي مشران له دولت سره د ملګرتیا په صورت کې د ثبات په محور بدلېدل. نوی تعلیم یافته نسل د دې محور څلورمه ضلع کیدای شوه، خو نه دولت او نه روښانفکران دې مهم ټکي ته متوجه شول، چې د ثبات دغه مثلث ډوله محور په مربع بدل کړي او هېواد بحران ته ونه غورځوي. برعکس تر محمد ظاهر شاه وروسته رژیمونو د ثبات مثلثي محور متحد ونه شو ساتلی او ځکه یې ټولنیزو ټکرونو ته زمینه جوړه کړه.

۷). د محمد داود د سیاستونو بې‌ثباتي او انقلابونو ته لار خلاصول

محمد داود د هېواد سره د ژورې مینې او مهمو خدمتونو له امله مشهور وو، خو د ده پریکړې زیاتره، د داخلي سیاسي ټکرونو او بې‌توازنۍ سبب کېدې. نوموړي د رایې ازادي نه شوه زغملی، سیاسي مخالفین یې ځپل، او ځان باوری او خودرایه شخصیت یې درلود. له ملي، اسلامي او چپي ډلو سره په اړیکو کې بې‌توازنه چلند ډېر زیانمن واقع شو.

د بهرني سیاست په برخه کې یې د پښتونستان داعیه له ستراتیژیک لید پرته د احساساتو پر بنسټ تعقیبوله، او د شوروي اتحاد، سیمې، اسلامي نړۍ او لویدیځ سره یې اړیکې نوساني او بې‌ثباته وې.

د ده بېړنیو او احساساتي پرېکړو د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د څلوېښت کلن باثباته سلطنت او نوې ولسواکۍ ړنګېدو ته لار هواره کړه. د پرچم ګوند ته د زیات واک ورکولو او په استخباراتي ادارو کې د هغوی د نفوذ زیاتېدو سره یې د شوروي اتحاد د لا زیاتې لاسوهنې زمینه برابره کړه. همداراز، له اسلامي او ملي حرکتونو (جوانان مسلمان او میوند وال) سره د ټکر له امله یې سیاسي موازنه له لاسه ورکړه.

محمد داود د شوروي په بد نیت ډېر ناوخته پوه شو، خو بیا یې هم په بېړه د سیاست لوری بدل کړ او غربي بلاک او د هغه عربي او سیمه ایزو متحدینو ته ورنږدې شو. شوروي اتحاد، چې مخکې له مخکې د افغانستان د کنټرول لپاره بدیلونه چمتو کړي وو، د محمد داود د کمزوري کیدو لپاره یې د خلق او پرچم ډلې سره یو ځای کړې: د ځینو شواهدو له مخې یې لومړی د ببرک کارمل او نور احمد نور له خوا د میراکبر خیبر د وژلو په بهانه له نظام سره د خلق ګوند ښکاره مخالفت او بیا د خلق ګوند له لارې کودتا ته زمینه برابره کړه. داسې ښکاري چې شوروي اتحاد غوښتل له خلقیانو موقتي استفاده وکړي، او پرچم یې اصلي شریک ګاڼه. همدا راز یې د وروستي بدیل په توګه د ستم ملي ډلې جوړه کړه چې د اړتیاو پر مهال د شمال د کنټرول لپاره یې وکاروي.

محمد داود، چې همیشه احساساتي غبرګون ښوده، د ګوند مشران ونیول، خو د خلقیانو د نظامي څانګې مشر حفیظ‌ الله امین ترې پاتې شو. همدې کار د ۱۳۵۷ کال د ثور کودتا ته لار هواره کړه، چې خلق دموکراتیک ګوند یې انقلاب بولي.

 

دوهم. سیمه‌ییز او نړیوال سببونه (۴)

۱) د افغانستان جیوپولیتیک (سیاسي – جغرافیوي) موقعیت او نړیواله انزوا

تر دویم نړیوال جنګ وروسته، غرب د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره پاکستان جوړ کړ، او د انګریزانو له خوا بیله شوې نیمه افغان خاوره یې دغه نوي جوړ شوي دولت ته وسپارله. پاکستان د انګریز د میراث خور په توګه، د منځنۍ او جنوبي اسیا په ټوله سني مذهبه سیمه د قدرت اجندا لرله، او افغانستان یې په دې لار کې خپل نږدې سیال ګڼلو. خو دا چې افغانستان د بې طرفۍ سیاست غوره کړ، او پاکستان د غرب په نظامي تړونونو کې شامل شو، افغانستان د نړیوالو سیاستونو په انزوا کې پاتې شو، او یوازې شوروي اتحاد ته پرېښودل شو.

۲) د کوزو پښتنو محکوم پاتې کېدل

د انګلیسانو د وتلو، او لوی هند د تجزیې سره سره کوزو پښتنو ته د خپلواکۍ نه ورکول، د نورو محرومیتونو سره، افغان ځوان نسل ته د یو بل تاریخي درد سبب شو. پاکستان د پښتنو ملت‌پال احساسات په بې‌رحمۍ وځپل، او غرب پر دې ظلم سترګې پټې کړې. له پاکستان سره د لویدیځ پریمانه ملاتړ تر زیاته بریده د دې سبب شو چې افغان دولت شوروي اتحاد ته نږدې شي.

۳) د شوروي اتحاد نفوذ اوږدمهاله پالیسۍ

داسې ګڼل کېږي چې د هند سمندر ته د شوروي اتحاد د رسیدلو سیاست، د تزاري روسیې د مشر لوی پطر او بلشویک مشر لینن د لرغونو ارمانونو  دوام و. منزوي او بې‌وسه افغانستان دوی ته د دغه ارمان پر لور تر ټولو اسانه لاره ښکاره شوه. شوروي دغه هدف ته د رسېدو لپاره له “مرستې” او “ملګرتیا” پیل وکړ، خو پر دوستۍ قانع نه وو، د ځوانو ملکي او نظامي کادرونو د روزنې، د بشري مرستو سیاسي کولو، او د سیاسي نفوذ پیاوړتیا له لارې شوروي د افغانستان د خپلواک تصمیم نیولو توان کمزوری کړ او حتی په ځېنو برخو کې یې له منځه یووړ. شوروي اتحاد د خپلو افغان متحدینو (محمد ظاهر شاه، محمد داود، نور محمد تره کی، حفیظ الله امین، او نجیب الله) ټولو سره بې وفايي وکړه، او سره له دې چې د دې یوه له خوا هم د شوروي پر خلاف کوم کار او پلان نه وو تر سره شوی، د هر یوه پر ضد یې اقدام وکړ او بالاخره یې په مظلوم خو سرلوړي افغانستان پوځی یرغل وکړ.

۴) د وخت نړیواله انقلابي فضا

د دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د دریمې نړۍ په هېوادونو کې استعمارضد انقلابي افکارو څپه راپورته شوه. په افریقا، آسیا او لاتینه امریکا کې د شوروي له لورې ملاتړ کېدونکو حرکتونو، د سرمایه‌دارۍ ضد غږونو، او کمونیزم ته د نجات په سترګه کتل کېدل، او همدې باور عمومي فضا جوړه کړې وه. افغانستان هم د دې نړیوال جریان یوه برخه وګرځېده.

په نتیجه کې ویلای شو چې د ټولنیزو پېښو او بدلونونو سببونه یوازې یوه ځانګړې پېښه، شخصیت، ډله یا ګروپ نه، بلکې بدلونونه د کورنیو او بهرنیو ټولنیزو، سیاسي، نظامي، اقتصادي، فرهنګي او طبیعي عواملو د عمل او عکس‌العمل د پېچلو اړیکو پر بنسټ رامنځ کېږي. البته مهم اشخاص او ډلې د بدلون د بهیر په چټکولو یا ورو کولو کې برخه لري.

د ارزونې معیارونه

د دې لپاره چې د هرې دورې کړنې او نتیجې د یو شان معایرونو په رڼا کې وارزول شي، دا به ښه وي چې هره دوره د ملي ګټو د لاندې تصنیف له مخې وارزول شي:

امنیتي ملي ګټې: د هېواد بقا او امنیت، د خاورې بشپړتیا، خپلواکي او ملي حاکمیت، د پوځي وړتیا لوړول، د خپلو اتباعو ساتنه.

سیاسي ملي ګټې: حکومتداري او سیاسي ثبات، اتحادونه او ډیپلوماتیکې اړیکې، د قانون حاکمیت، په نړیوالو سازمانونو کې نفوذ، د انرژۍ او منابعو مدیریت.

اقتصادي ملي ګټې: اقتصادي ثبات او وده، تجارت او مارکیټ پراخول، تخنیکي پرمختګ او نوښت.

ټولنیزې او فرهنګي ملي ګټې: د ارزښتونو، هویت او فرهنګ ساتل، ټولنیز انسجام، عدالت، هوساینه، بشري حقوق، د پوهنې او مهارتونو لوړل، او چاپېریال ساتنه.

 

دوهمه برخه: د ثور اوومه او د جدي شپږمه:

د ۱۳۵۷ کال د ثور اوومه (1978, April 27) او د ۱۳۵۸ کال د جدي ۶مه (1979, December 27) یا د ثور د بدلون نوې او تکاملي مرحله

لومړۍ ورځ یعنې د ثور اوومه د بین الافغاني جګړې پیلامه شوه. د جوانان مسلمان ډلې غړي له محمد داود سره تر ټکر وروسته د پاکستان حکومت تر کنټرول لاندې پښتونستان ته لا پخوا تللي، او په چریکي جګړو کې روزل شوي وو. دغو ځوانانو د محمد داود د حکومت پر خلاف په کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پنجشیر او نورو سیمو کې نظامي عملیات کړي وو او د چریکي جګړو یو څه تجربه یې تر لاسه کړې وه. دوی د ثور تر بدلون وروسته په بېړه خپل ګروپونه افغانستان ته راولېږل، او د ۱۳۵۷ کال په جوزا میاشت کې د پکتیکا ولایت په زیړوک کې د سمبولیک ډز په کولو سره یې په افغانستان کې نظامي مخالفت او د دوی په وینا د کمونیستي مفکورې په خلاف جهاد پیل کړ. دوی ډېر ژر د کونړ ولایت په شیګل او نورو سیمو کې په وسله والو جګړو پیل وکړ، او د لومړي بري په توګه یې د اسمار غرنی غونډ ونیو چې زیاتې وسلې او نظامي مهمات پکې وو. دا وسلې د افغانستان د زیاترو سیمو اسلامي جنګیالیو ته ولېږل شوې.

له دې سره سم، ډېر ژر د خلق دموکراتیک ګوند په منځ کې د واک پر سر شخړې پیل او راڅرګندې شوې. د ببرک کارمل په مشرۍ د پرچم ډلې د واک نیولو د کودتاګانو هڅې افشا او ناکامې شوې. د رهبري مهم کادرونه یې د سفیرانو په توګه بهر ته ولېږل شول او ځینې پاتې کادرونه یې بندیان شول. په دې پېښو پسې متصل د خلق د څانګې نظامی مشران (د اګسا مشر اسدالله سروري، دفاع وزیر محمد اسلام وطنجار، د کورنیو چارو وزیر شیرجان مزدوریار او د مخابراتو وزیر سید محمد ګلابزوی) د حفیظ الله امین په خلاف له شوروي استخباراتو سره په پټو معاملو بوخت شول. نورمحمد ترکي هم د نظامیانو پلوي وکړه او پر حفیظ الله امین یې ناکام برید وکړ، چې د امین په متقابل برید کې یادو نظامي مشرانو ځانونه پټ کړل او تره کی ونیول شو. له څلورو څخه درې تنه یاد نظامیان وروسته د شوروي سفارت له خوا په مرموز ډول دغه هېواد ته بوتلل شول. د ترکي پاتې نظامي ملګرو د خپل رهبر د نجات لپاره دوه نظامي اقدامونه وکړل، خو ناکام شول. څه موده وروسته د شوروي په مشوره او اجازه د حفیظ الله امین په امر نورمحمد تره کی ووژل شو.

د خلقي حکومت پر خلاف چې له داخله زیات شړیدلی وو، ټول پرچمیان او د خلقیانو اکثریت چې د خپل لومړي مشر نور محمد ترکي پلویان وو، ناراضه وو. د مجاهدینو حملې هم ورځ په ورځ زیاتېدې او ولس هم مضطرب او وارخطا وو. په دې وخت کې شوروي له حفیظ الله امین څخه په دې بهانه د نظامي الوتکو د یو مسلسل کاروان د راتګ هوکی واخیسته چې ګوندې د ده د بیا بیا غوښتنې له مخې حکومت ته نظامي تجهیزات او وسلې راوړي. خو د ۱۳۵۸ کال د جدي په ۶مه شپه شوروي عسکرو، چې په نوموړو الوتکو کې راغلي او د افغاني اردو لباسونه یې اغوستي وو، د حفیظ الله امین پر کور یرغل وکړ او هغه د یو څه مقاومت وروسته له خپلو دوه زامنو (عبدالرحمن امین، خوازک امین)، لوی درستیز (محمد یعقوب)، او د ده د کورنۍ د غړو په وینا د یو نیم سلو تر دوه سوه ساتونکو سره پخپل استوګنځای کې ووژل شول او دوه لوڼې یې ټپیانې شوې. ورور یې عبدالله امین، وراره یې د کام مشر اسدالله امین او د ډلې څو تنه نور مهم مشران ملګري یې څه موده وروسته اعدام شول. د ولسمشر امین د ساتنیز ګارد سربېره د مرکزي قول اردو له قوماندان محمد دوست او څو تنو نورو خلقیانو هم د شوروي یرغل په وړاندې یو څه مقاومت وکړ، خو عام مقاومت ونه شو، ځکه زیاترو خلقیانو ته ګلابزوی، سروري او وطنجار خبر ورکړی وو، چې دوی له شورویانو سره د ترکي د انتقام لپاره راغلي او خلقیان دې مقاومت نه کوي.

د ازبیکستان د شوروي سوسیالستي جمهوریت له پلازمینې، تاشکند رادیو څخه، په چکوسلواکیا کې له افغان سفارت څخه تللي ببرک کارمل دا وینا خپره شوه، چې د امریکا د سی آی ای استازی حفیظ الله امین ووژل شو او د انقلاب نوې او تکاملي مرحله پیل شوه.

د ثور انقلاب په نوې او تکاملي مرحله کې ببرک کارمل د ګوند او دولت مشر شو، سلطان علي کشتمند صدراعظم، او محمد رفیع د دفاع وزیر شو. خلقیانو ته چې د انقلاب اصلي عاملین او د ګوند ستر اکثریت وو، دویمه درجه رول ورکړل شو. شوروي مشرانو او کارمل – کشتمند د خلقیانو په اړه داسې پالیسي غوره کړه، چې دوی ورو ورو نظامي برخې ته سوق کړي، له مجاهدینو او ملت سره یې وجنګوي چې پخپله هم ووژل شي او د کارمل او شوروي اتحاد دښمنان (افغانان) هم ووژني. د ډاکتر نجیب الله د وخت د دفاع یو وزیر شهنواز په دې دوره کې خلقیان جنګي اسیرانو ته ورته بللي دي.

په دې ډول د ثور انقلاب نوی او تکاملي یا دوهمه دوره، د بهرني یرغل د اجیرو جنګیالیو د حکومت په توګه پیل شوه چې ملت هم ورسره شدیدې مقابلې ته راودانګل.

غربي نړۍ او د هغې سیمه ایزو متحدانو ته بهترین فرصت پیدا شو چې د شوروي اتحاد د پرمختګ مخه همدلته په افغانستان کې ونیسي او داسې یې پر شا وتمبوي، چې له زبرځواکۍ راوغورځېږي. امریکا په ځانګړي ډول دا یو بهترین فرصت وګاڼه چې له شوروي اتحاد څخه د ویتنام په جګړه کې د خپلې ماتې انتقام واخلي. د امریکا ولسمشر رونالد ریګان چې یو فوق العاده باجرآته رهبر وو، واتیکان ته ولاړ؛ له پاپ څخه یې دعا واخیسته او وعده یې ورکړه چې بې دینه کمونیزم به داسې له منځه یوسي، چې د عیسوي انسان یو څاڅکې وینه هم پکې توی نه شي.

تر دې وروسته د شوروي یرغل پرخلاف لوی نړیوال ایتلاف جوړ شو: امریکا د وسلو، پيسو او نړیوالې ديپلوماسۍ مشرۍ، سعودي عربستان د مالي ملاتړ، مصر، چین او نورو عربي، اسلامي او غربي هېوادونو هر یوه د یو څه وسلو، مالي، لوژستیکي او بشري مرستو په برخه کې مسؤولیتونه ومنل. د سعودي ستر مفتی بن باز په افغانستان کې د شوروي اتحاد د یرغلګرو لښکر پر خلاف د جهاد رسمي فتوا ورکړه. د نړیوالو اسلامي سازمانونو غړو چې په جهادي مفکورو سمبال وو، افغانستان، خپل تصور شوي جنت ته د تللو  نغذ او نږدې ځای وموند او په شوق او منډه یې ځانونه راورسول. پاکستان ته د افغان جهاد لوژستیکي مدیریت دنده ورکړل شوه.

د افغانستان دولت له سترې ستونزې سره مخ وو: له یوې خوا د شوروي اشغال د خلق ګوند د زیاترو غړو په ځانګړي ډول خلقیانو هم نه خوښېده، ځکه دوی په خپل کور کې دویمي رول ته سوق شوي وو، له بلې خوا په هر کلي او کوڅه کې د ملت نه کنټرولېدونکی مقاومت پیل شوی وو. ګوند پخپلو داخلي سختو اختلافونو کې هم نښتی وو. دوی تر وروستي بریده جګړې، مقاومت، بندي کولو، شکنجه کولو، وژلو، بمبارد، ورانولو او تباهۍ ته دوام ورکړ، خو د بل لوري مقاومت ماتېده نه، بلکې ورځ په ورځ زیاتېده. مجاهدینو هم په همدې ډول تر وروستي افغانه جنګ ته تیاری ښوده او مولوي خالص وروستي شوروي مشر ګورباچوف ته لیکلي وو چې تر وروستي افغانه ورسره جنګیږي او د حفیظ الله امین په شمول د هر افغان د وینې حساب ورسره کوي. په دې ډول مجاهدینو د سولې او روغې ـ جوړې ټولې غوښتنې رد کړې.

په نتیجه کې شوروي له افغان خاورې وتلو ته اړ کړل شو، خو د افغانانو کور وران شو، یو نیم میلیون وګړي یې شهیدان شول، اتیا سلنه کلي ویجاړ شول، ښارونه، تاسیسات، نظام او اردو یې وپاشل شول او د ځینو شمیرنو له مخې تر ۶۰۰ بیلیونه مالي تاوان ورورسید. شوروي اتحاد، زموږ له هېواده تر وتلو وروسته، که څه هم په اروپا او نوره نړۍ کې کم نفوذه شو، ۱۴ شوروي سوسیالستي جمهوریتونه ترې بیل، په روسیه کې راټول شو، او له زبرځواکۍ راوغورځېده، خو د یو ستر نظامي قوت په توګه لا هم پاتې شو. پاکستان هم ګټه وکړه، د افغان مهاجرینو او مجاهدینو په نوم د مرستو او وسلو لویه برخه یې ځان ته بېلوله، د اټومي بم خاوند شو او د شوروي له محتمل یرغل څخه د افغانانو په وینو او قربانیو بچ شو. خو اصلي ګټه امریکا وکړه، سره له دې چې د یو فرد یو څاڅکې وینه یې توی نه شوه، خو د نړۍ یوازنی او یکه تاز زبرځواک شو.

اوس د خلق دموکراتیک ګوند د دواړو څانګو زیاتره غړي وایي چې پخپلو کړنو پښیمانه ندي، بلکې پرې ویاړي. د دوی په وینا دوی په ښه نیت او پاکه اراده غوښتل ملت ته خدمت وکړي او هېواد ته ترقي او پرمختګ راولي. دوی دا هم وایي چې داخلي مخالفینو چې دوی ورته ارتجاعي عناصر ویل، سیمه ایزو هېوادونو او غربي نړۍ یا د دوی په وینا امپریالیزم پرې نه ښودل چې هغه خدمتونه ټول تر سره کړي، چې دوی یې هېواد او خلکو ته د کولو هوډ درلود.

زیاتره خلقیان د غریبو او بې وزلو کورنیو نوي تعلیم یافته شوي ځوانان وو، چې فساد او رشوت یې نه کاوه، په شدت یې کار کاوه، ساده او غریبانه ژوند یې درلوده، خو د دوی په وینا د خپل انقلاب مخالف شخص ژوند ورته دوه توته ارزښته نه درلوده. دوی هیڅ ډول مخالفت نه شو زغملی او په دښمنۍ کې افراطي وو، خپل مشر یې واجب الاحترام او معصوم ګاڼه، او فکر یې کاوه چې که څوک وطندوست او صادق وي، باید خلقي وي، او که خلقي نه وي، د وطندوستۍ ادعا یې سمه نه ده.

پرچمیان زیاتره د منځینو ښاري او نیمه ښاري کورنیو ځوانان وو، چې مؤدب او د یو څه مطالعې خاوندان ښکاریدل. دوی خلقیان قبیلوي ګڼل او هغه څوک یې کمونستان نه شو منلی چې کارمل او لینن ورته تقدس ونه لري. پرچمیانو هم افراطي مالي فساد نه کاوه او رشوت یې نه اخسته، خو کابلیانو به په ټوکو ویل چې زیاتره پرچمیان ځانونو ته د یو بوتل ودکا او یو رنګه تلویزیون پیسې برابروي. په دوی کې له زیاترو سره قومي او سيمه یيزه عقده هم موجوده وه، چې وروسته د هېواد او نظام د انفجار سبب شوه. پرچمیان تر خلقیانو ډېر کم وو، خو د قدرت اصلي محور د دوی په لاس کې وو. دوی به په خوښۍ ویل چې نیکمرغه دي چې له مجاهدینو یې خلقیان، او له خلقیانو یې شورویان ساتي.

مجاهدین هم دغسې فکر کوي. دوی وایي چې د الله د رضا او د هغه د کلمې د لوړولو لپاره یې جهاد کړی، د شوروي اشغال مخه یې نیولی او هېواد یې ازاد کړی دی. د دې بري لپاره یې په لکونو او میلیونو قربانۍ ورکړي دي، مهاجرتونه، زندانونه او ولږې تندې یې ګاللې دي، او د شوروي له شره یې نه یوازې افغانستان بلکې ټوله نړۍ خلاصه کړې ده. د دوی زیاتره غړي وایي چې د نويیمو کلونو اشتباوې! د دوی د سترو قربانیو په وړاندې وړې دي.

اوس دا نه تلل کېږي چې د خلق دموکراتیک ګوند غړو او مجاهدینو نیتونه څومره ښه وو، خو که مثبت فکر وکړو او دا وګڼو چې د دوی تولو نیتونه په رشتیا هم ښه وو او قصداً یې د هېواد او هیواوالو بد نه غوښتل، بلکې په نړیوالو لوبو کې راګير شول او په غیر ارادي ډول د هېواد د ورانۍ او تباهۍ سبب شول. خو په ټولنیزو او سیاسي عملونو کې نیت نه حسابیدای او نه تلل کیدای شي. یوازنی څه چې تاریخ پرې قضاوت کوي هغه د اعمالو نتیجې دي. که دغو نتیجو خلکو، ولس او هېواد ته ګټه کړي وي، مثبتې او که زیان یې رسولی وي، منفي ګڼل کېږي.

اوس تر ټولو مهمه خبره دا ده چې څنګه له دغو تجربو او اعمالو او په هغوی د مرتب شوو نتیجو څخه درس واخلو، چې په راتلونکي کې یې له تکراره ځان او هېواد وساتو. زموږ نوی نسل باید په پوره حوصله او زغم د تېرو پنځه لسېزو پېښې په مفصل ډول وڅېړي، نړیوال، سیمه ایز، ملي او محلي بعدونه یې رابرسېره کړي، سببونه، مرستندویه فکټورونه، او د هماغه وخت د سیمې او نړۍ سیاسي مسیر او ډاینامیک تحلیل او تجزیه کړي. د ټولو په نتیجه کې داسې درسونه او وړاندېزونه ترتیب کړي، چې راتلونکي سیاسي مشران، فعالین او کادرونه ترې مثبته استفاده وکړي او د اشتباهاتو له تکراره ځان، ملت او هېواد وژغوري.

په لاندې جدولونو کې موږ د خلق دموکراتیک ګوند د واکمنۍ د کلونو کړنې، د ملي ګټو په معیار ارزولي دي:

د ملي ګټو په رڼا کې د ثور د اوومې او جدي شپږمې د نتیجو ارزونه:

(د ۱۳۵۷ ثور له اوومې د ۱۳۵۸ جدي تر شپږمې (۲۰ میاشتې) دوره).

امنیتي ملي ګټې

  • امنیت خراب شو. لږ تر لږه په څو ولایتونو کې ګرمه جګړه پیل شوه.
  • د خاورې بشپړتیا ساتل شوې وه، او هېواد عملاً خپلواک وو.
  • ملي حاکمیت د کمزورۍ پر لور روان وو.
  • د اتباعو ژوند په خطر کې وو. بې اسنادو نیول او بې محاکمې وژنې پیل شوې. د دولس زره اعدام شوو کسانو لست، او د کونړ په کراله، هرات ښار او ځینو نورو سیمو کې ډله ایزې وژنې یې څرګندې بیلګې دي.
  • د انرژۍ او منابعو دساتنې او استفادې پلانونه جوړ شول، خو عملي نه شول.
  • د پوځي وړتیا د لوړولو هڅې پیل شوې، خو د شوروي په شمول ورسره لازمه مرسته ونه شوه.

سیاسي ملي ګټې

  • ډيپلوماتیکې اړیکې یوازې سوسیالستي بلاک ته منحصرې شوې.
  • د فساد سره په مبارزه کې قانون پلی شو، خو د خلکو د حقوقو او ازادیو په برخه کې نه.
  • یوازې د شوروي اتحاد په مرستو تکیه وشوه.
  • د سیاسي ډلو تر منځ اختلاف اوج ته ورسید. د خلق ګوند دوه څانګې بېرته منشعبې شوې. د خلق په څانګه کې شدید اختلافونه راغلل چې د مشرانو په مرګ یې منجر او یوه ډله یې شوروي ته لاړل او د پخوانۍ تللې ډلې پرچم سره د خپل حکومت د سقوط لپاره ملګري شول.
  • منابع تر زیاته حده وساتل شوې.
  • نړیوال نفوذ د کمزوري لور ته تګ پیل کړ.

اقتصادي ملي ګټې

  • یو څه اقتصادي پرمختګ رامنځ ته شو.
  • تجارت او مارکیټ انحصاري دولتي لور ته روان شو.
  • د تخنیکي پرمختګ پلانونه جوړ شول.

ټولنیزې او فرهنګي ملي ګټې

  • له دیني او کلتوري ارزښتونو سره ټکر وشو.
  • د ملا، ملک، دولت او ښوونځي فارغ تر منځ د اتحاد سیستم د ویجاړیدو پر لور روان شو.
  • د ښځو او اقلیتونو حقوق یو څه بارز شول.
  • د هوساینې پلانونه جوړ شول. بزګرانو ته ځمکې، له سود او ګروۍ د خلکو نجات او د رشوت له منځه تلل مثبت اړخونه وو.
  • د نظر، بیان، غونډو، ډلو او ګوندونو جوړول بند شول.
  • پوهنې ته ځانګړې توجه وشوه. کانکور وهلي بېرته ښوونځیو کې شامل شول. د ښوونځیو زیات شمیر فارغان دننه او سوسیالستي هېوادونو ته د لوړو زده کړو ته معرفي شول. د مهارتونو لوړلو پلانونه جوړ شول.
  • د چاپيریال ساتنې په برخه کې کوم مثبت یا منفي کار ونه شو.

د ملي ګټو له مخې د ۱۳۵۸ جدي له شپږمې د ۱۳۷۱ ثور تر اتمې (۱۳ کاله او ۴ میاشتې) دورې ارزونه:

امنیتي ملي ګټې

  • هېواد د شوروي ځواکونو له خوا اشغال شو.
  • د هېواد بقا له خطر سره مخ شوه.
  • د هېواد خپلواکي سلب شوه.
  • د اتباعو ژوند او ازادي لا زیاته زیامنه شوه. د تېر نظام بندیان خوشې شول، خو نوي حریفان او مخالفین په دوامدار ډول زندانونو ته اچول پیل شول.
  • تر سل زرو کسان اعدام شول.
  • یونیم میلیون عام افغانان په جګړو کې ووژل شول او ۵ میلیونه ټپیان شول.
  • د منابعو ساتنه او امنیت زیات کمزوری شو، محلي قوماندانانو او سوداګرو ته یې د پلورلو زمینه برابره شوه.
  • اتیا فیصده کلي وران شول.
  • ۵ میلیونه افغانان مهاجر شول.
  • نظامي او استخباراتي وړتیا ډېره زیاته شوه، همداراز خپل سره ملیشې جوړې شوې.
  • داخلي کودتاګانې هم وشوې چې پر نجیب د کارمل د ملګرو کودتا بریالۍ او د خلق څانګې د کودتا هڅې تر پیلېدو مخکې خنثی شوې.

سیاسي ملي ګټې

  • پر شوروي او کمونستي بلاک تکیه لا زیاته شوه.
  • هر کال ملګرو ملتونو په قاطع اکثریت شوروي یرغل وغنده، او د افغانستان اشغال پای ته رسول یې وغوښتل.
  • د قانون د حاکمیت تمثیل وشو، خو نیونې او وژنې، بمبارد او جګړې ټول هېواد ته خپرې شوې.
  • یوازې په شوروي مرستو تکیه وشوه چې د هغه پر اساس سوونو زرو حکومتي کارکوونکو ته لومړني خوراکي توکي برابریدل. په ځینو برخو کې یو څه انکشافي کارونه هم کېدل.
  • د ملت سره د نه سازش په څنګ کې د خلق و پرچم اختلاف هماغسې ژور او نه رغېدونکی پاتې شو. د دې تر څنګ د پرچم په څانګه کې هم بیلتون راغی. د دې دوه څانګو او د هغوی داخلي اختلاف تر هغه دوام وکړ، چې د دواړو ډلو مشران خپلو شدیدترینو دښمنانو ته تسلیم شول، خو پخپلو کې جوړ نه شول.
  • ملي منابع زیاتره چور شوې.
  • نړیوال نفوذ یوازې پر سوسیالستي بلاک په تکیې پورې محدود شو
  • افغان دولت په زیاترو نړیوالو فورمونو کې تر انتقاد لاندې وو.

اقتصادي ملي ګټې

  • اقتصادي خپلواکي او وده نه وه. ټوله توجه جګړې ته وه.
  • تجارت او مارکیت د پخوا په شان په شوروي تکیه وو.
  • ځانګړی پرمختګ او نوښت ونه شو. تشریفاتي او ظاهري کارونه کېدل.
  • د کلیو په ورانیدو د اوبو کانالونه، کاریزونه او چینې وچې شوې. باغونه او کروندې ورانې شوې او پراخې سیمې شاړې شوې.
  • د نړیوال بانک د راپورونو له مخې په دې دوره کې هېواد ته تر ۶۰۰ بیلیونه ډالر زیات اوښتی دی.

ټولنیزې او فرهنګي ملي ګټې

  • له دیني او کلتوري ارزښتونو سره د ټکر د کمیدو کوشش وشو، خو د شوروي پوځونو موجودیت دا هڅې نتیجې ته نه پرېښودې.
  • پلاروطنه جبهه جوړه شوه، چې ملت راټول کړي، خو قاطع اکثریت ملت د اشغال او په نامه لاسپوڅي حکومت خلاف شول او جبهې ګټه ونکړه.
  • د اقلیت او اکثریت شعارونه رااوچت شول، او د قومي ژبنیو او مذهبي تعصبونو له لارې د ټولنیز انسجام تباهي پیل شوه.
  • بشري حقوق او هوساینه په ښارونو کې محدودو ګروپونو ته تمثلیده، خو ملت د فکر، بیان، ډلې جوړولو، سیاسي فعالیت ازادي نه درلوده. په وروستیو درې کلونو کې په دې برخه کې کوښښ وشو خو حقیقي نتیجه یې ورنکړه.
  • پوهنې او لوړو زده کړو ته توجه وشوه، خو ځانګړې سیمې ځوانان قصداً له لوړو زده کړو محرومېدې. مثلا د ګرم سیرو سیمو د دولسمو ټولګیو فارغان به مستقیماً عسکري خدمت ته لېږل او سرد سیرو ته به زیاتره د لوړو زده کړو چانس ورکول کېده.
  • د نجونو زده کړو او د ښخو مشارکت په ښارونو کې وده وکړه. په عمومي ډول تعلیمي بنسټونه پراخ شول.
  • د شوروي پوځونو په ټنونو استعمال شوو باروتو چاپیریال ککړ کړ.

درېیمه برخه: د ثور اتمه (د ۱۳۷۱ د ثور له اتمې د ۱۳۷۵ د میزان تر ۶ مې پورې).

د افغانستان جګړې شوروي اتحاد هغه ډول کمزوری کړ، لکه غربي مفکرينو چې یې وړاندوینه کړې وه. شوروي هم پر خپل سقوط ژر پوه شو او پټ یې له امریکایانو وغوښتل چې له افغانستانه په ابرومند وتلو کې ورسره مرسته وکړې، خو منفي ځواب یې تر لاسه کړ.

د افغانستان تر اشغال وروسته موده کې د شوروي څلورم مشر ګورباچوف د خپل واک په لومړیو کې متوجه شو چې شوروي اتحاد له اقتصادي سقوط په درشل کې دی، او افغان جګړه یې د هغه یو مهم عامل او په ولادي واسټوک کې په خپله مشهوره وینا کې خونړی ټپ وګاڼه. ورپسې یې خپل افغان متحدین وروغوښتل او ورته ویې ویل چې غواړي خپل پوځونه له افغانستان وباسي. ببرک کارمل شدید مخالفت وکړ او خبرداری یې ورکړ چې که دا کار وشي، شوروي به بېرته د لس چنده زیاتو عسکرو لېږلو ته اړ شي. خو نجیب الل وویل چې که شورويان افغان دولت ته نظامي او اقتصادي مرستې برابروي، افغانان حاضر دي، په عزتمند ډول له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو په بهیر کې مرسته وکړي. همدا وو چې ډېر ژر د شوروي په فرمایش د خلق دموکراتیک ګوند اتلسم پلینوم (تر ټولو لویې غونډې) ببرک کارمل له مشرۍ لېرې او نجیب الله یې عمومي منشي کړ.

نجیب الله د ګورباچوف د پریسترویکا (بیا رغاونې) او ګلاسنوست (روڼتیا)  پروګرامونو په تعقیب د ملي روغې جوړې سیاست اعلان کړ. له دې سره سم د ملګرو ملتونو د سولې پنځه فقره یېز پلان جوړ او عملي کېدل یې پیل شول. شوروي او امریکا په ژنیو کې افغانستان او پاکستان تر منځ لاسلیک شوی قرارداد تضمین کړ او شوروي ځواکونو وتلو ته یې زمینه جوړه کړه. دلته په هېواد او سیمه کې د نجیب الله د ملي روغې ـ جوړې او ملګرو ملتونو د سولې پلان جریان درلوده او په سوله ایز ډول یې بې طرفه حکومت ته د واک لیږدولو ښه فرصت وو.

په لومړیو کې  نجیب الله غوښتل د مجاهدینو ځینې ډلې له ده سره ملګري او شریک حکومت ورسره جوړ کړي، خو بریالی نه شو. وروسته حاضر شو، محمد ظاهر شاه ته په داسې ډول هېواد مشري وروسپاري، چې د نظام اجرایي برخه د ده له ګوند سره پاتې شي، خو ظاهرشاه دې توافق ته حاضر نه شو. تر هغه وروسته یې د مجاهدینو له نورو مشرانو سره دغه ډول مذاکرې وکړې، خو مجاهدینو ځکه ورسره ونه منله چې د  نجیب الله اردو ټوله له یوې ډلې او مفکورې جوړه وه، او د ایتلافي حکومت په صورت کې هره شیبه د ټکر او د مجاهدینو د بېرته ایستلو خطر موجود وو.

په دې منځ کې مجاهدینو د نظامي بري کوښښونه وکړل، او سره له دې چې کونړ او خوست ولایتونه یې ونیول، خو د ټول هېواد په نیولو بریالي نه شول او د جلال آباد په جګړه کې د ناکامۍ په شان پېښو په نتیجه کې هم د خلق دموکراتیک ګوند زیاتره غړي او هم زیاتره مجاهدین یعنې ټول مهم لوري دې نتیجې ته ورسېدل چې پر ټولو لورو د یو لوري نظامي بری ممکن نه دی.

بالاخره زیاتره مطرح لوري د ملګرو ملتونو د سولې پلان په چوکاټ کې راضي شول چې نجیب الله به واک، له بې طرفه او نیکنومه کادرونو جوړ یوه موقت حکومت ته وسپاري او هغوی به په شپږو میاشتو کې ټاکنو ته زمینه جوړه کړي.

په دې وخت کې په پیښور کې میشت د مجاهدینو اووه پیاوړي تنظیمونه، په ایران کې د اته تنظیمونو یو اتحاد، په نورو هېوادونو کې خواره واره ګوندونه او ډلې او د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند چې د وطن ګوند په نوم راڅرګند شوی وو، موجود وو چې هر یو د کافي زور او نفوذ خاوندان وو، او یوازنی شریک ټکی پکې داوو چې ټول له جګړې ستړي شوي وو. په دې وخت کې د ټولو ډلو په منځ کې لاندې درې قوتونه پیاوړي وو:

  • د نجیب الله په مشرۍ لوی او پراخ دولت، چې تر یو میلیون اردو، پولیس، ملي امنیت، ګوندي غړي، او ملیشه یي ځواکونه یې لرل.
  • ګلبدین حکمتیار چې له هماغې ځوانۍ د اسلامي حرکت یو فعال غړی او د حزب اسلامي د پیاوړي تنظیم مشر وو، چې تر ټولو ډېرې نظامي جبهې او افغانستان شموله حضور یې درلوده.
  • احمد شاه مسعود چې ځینې ستراتیژیک ځایونه، ځینو مهمو هېوادونو سره اړیکې او د خلق ګوند/ د پرچم څانګې په منځ کې یې زیات نفوذي ملګري درلودل.

له دغو درې قوتونو دوه لومړیو یې دا ومنله چې د ملګرو ملتونو د سولې د پلان سره سم دې واک یوې بې‌طرفه شورا ته ورکړل شي چې په شپږو میاشتو کې واک منتخب حکومت ته انتقال کړي، خو دریم لوری د سولې طرحې منلو ته حاضر نه شو، ځکه دوی په اردو او استخباراتو کې بر لاس درلود او نه یې غوښتل لاس ته ورغلې وسلې او واک پرېږدي. نجیب الله په دې پوه شو او خپلو جنرالانو ته وویل چې یوازې نوموړی ترې ځي، بې‌طرفه حکومت په خپل جیب کې کومه اردو نه راوړي، او دغه ټول جنرالان به ورسره وي، خو پام دې وکړي چې کومه خرابي او کودتا ونه کړي، ځکه په دې سره به نه دوی وي او نه به یې ګوند، او افغانستان به د سترې تباهۍ او سقوط لور ته لاړ شي. که څه د ګلبدین حکمتیار په شمول ټولو پیښور میشته مجاهدینو هم دغه طرحه ومنله، خو احمد شاه مسعود او برهان الدین رباني د خلق دموکراتیک ګوند د پرچم له څانګې سره د هغې د سبوتاژ لپاره د جوړ کړي پلان په عملي کولو پیل وکړ چې نظامي واک په خپلو لاسونو کې ونیسي او نورو ته ماموریتونه ورکړي. ګلبدین حکمتیار له جمعیت اسلامي سره په دې بدیل هم خبرې وکړې چې که د سولې طرحه د تطبیق وړ نه وي، نو بیا دې جمعیت اسلامي په یواړخيز ډول د نظامي انتقال کوښښ نه کوي، بلکې له حزب اسلامي سره دې په ګډه داسې اقدام وکړي چې لږ تر لږه ثبات رامنځ ته کړي، او وروسته نورو مجاهدینو او غیر مجاهدینو ته د سیاسي مشارکت امکان ورکړي. سره له دې چې جمعیت اسلامي ظاهراً دا ومنله، خو په عمل کې یې (د دوستم په شمول) له  پرچم او حزب وحدت سره په تفاهم په یو اړخیز ډول نظامي قطعات دې ډلو ته رااړول پیل کړل او نور یې لیرې او بې برخې وساتل.

په ښکاره امریکا، روسیې او سیمه ایزو لوبغاړو د ملګرو ملتونو د سولې له طرحې سره موافقت ښوده، خو په پټه یې د سولې پلان نه خوښاوه او د هغه د سبوتاژ او ناکامۍ لپاره سره یو شوي وو. امریکا چې له ګلبدین حکمتیار څخه مایوسه شوې وه، پوهیده چې بل بدیل احمد شاه مسعود دی، سره له دې چې هغه د شوروي دوست وو، خو امریکا ته په دغه مرحله کې د منلو وړ وو. شوروي هم غوښتل چې د دوی په ګاونډ کې یا د دوی دوست او تر اغېز لاندې حکومت وي او یا دومره کمزوری حکومت وي چې دوی ته ضرر ونه شي رسولاي. ایران او پاکستان هم سلا شوي وو، چې باید په افغانستان کې کمزوری حکومت وي. دوی محاسبه کړې وه چې که د نجیب الله د حکومت او مجاهدینو ټولې وسلې او تجهیزات پخپل ځای پاتې شي، د ایران او پاکستان تر مجموعي امکاناتو زیاتېږي. که په جګړه کې د افغانانو روزنه او تجربه او د ملت طبیعي پوټنشیل، له سختې، غرنۍ او نه تسخیرېدونکې جغرافیې سره یو ځای شي، نو افغانستان په یو پیاوړي قوت بدلیږي.

د همدې لپاره شوروي، امریکا او سیمې پټ سازش وکړ چې د ملګرو ملتونو د سولې د پلان په نوم ملت او ډلې مصروف وساتل شي او واک احمد شاه مسعود ته ولېږدول شي. په دې برخه کې د روسیې محاسبه دا وه چې که مسعود حکومت ټینګ کړ، د دوی د دوست په توګه به د روسیې جنوبي سرحدونه امن وي، او که ترې نظام چور شو، بیا به کمزری نظام دوی ته هغسې خطر نه وي، لکه یو متحد او روغ نظام. په عین وخت کې به داخلي جګړه له افغان ملت څخه د شوروي د ماتې بدل هم واخلي. د امریکا محاسبه ممکن دا وه چې احمد شاه مسعود نظام نه شي ساتلی؛ جغرافیه او ولس یې کم دی، ژر محاصره کېږي او وسلې او تجهیزات ترې نور مجاهدین چور کولی شي.

هماغسې وشول، روسیې د کارمل ډلې ته امر وکړ چې قطعات ورو ورو په روغ و جوړ ډول احمد شاه مسعود ته وسپاري. دا کار د مومن اندرابي او عبدالرشید دوستم په بغاوت پیل او د شمال، سالنګ، جبل سراج، پروان، بګرام او کابل ګارنیزیون په داسې سقوط منجر شو چې خپلې لور ته د ډاکتر نجیب الله د یو لیک له مخې پکې د یو فرد پوزه هم پکې وینې نه شوه).

خو دا د پېښو پای نه وو، بلکې پيل یې وو. دغسې د واک انحصاري نیول نورو مجاهدینو او په ځانګړي ډول ګلبدین حکمتیار ته چې د جهاد پر مهال تر ټولو مطرح شخص و او تر ټولو پیاوړې ډله یې درلوده د منلو وړ نه وو. ګلبدین حکمتیار د احمد شاه مسعود د واک انحصار چلنج کړ او په کابل کې داخلي جګړې پیل شوې. احمد شاه مسعود هم پوخوالی ونه ښوده، او خپل زیاتره متحدین په ځانګړي ډول غیر تاجیک ځواکونه لکه دوستم او مزاري یې خفه او د ګلبدین حکمتیار لوري ته په ورتګ مجبور کړل. په دې جګړو کې د کابل ښار وران او د هېواد ملکي او نظامی نظام په کامله توګه ړنګ شو.

د کابل په جګړو کې ښکیل لوري تر اوسه خپله پړه نه مني، په ځانګړي ډول هغوی چې تر ټولو ډېرې سیمې تباه کړي دي، تر ټولو د زیاتې اتلولۍ ادعا کوي او ټول مسؤولیت پر خپلو حریفانو اچوي. د ملګرو ملتونو پر طرح کودتا افتحار ګڼي. له خپلې ډلې د شوروي ایران او نورو هېوادونو ملاتړ پټوي، خو خپل حریفان د ایران او پاکستان او نورو سره په اړیکو تورنوي. زیاتره دغو جګړو ته عدالت خواهانه جنګونه هم وایي، او دغه بدترین جنایتونه توجیه کوي.

دا ستونزمنه ده چې موږ دلته ملامت او سلامت وټاکو او بیا یې په چا ومنو، خو که د اشخاصو او ډلو له مسؤولیت، ملامتۍ او یا سلامتۍ تېر شوو او دې ته راشو چې دغو ټکرونو او اعمالو ملت، هېواد او تاریخ ته کومې نتیجې راوړې دي، په لاندې ډول یې بررسي کولی شوو:

د ملي ګټو په رڼا کې د د ۱۳۷۱ کال د ثور د اتمې پېښو د نتیجو ارزونه: د ۱۳۷۱ د ثور له اتمې، د ۱۳۷۵میزان ۶ پورې (څلور کاله او ۶ میاشتې).

امنیتي ملي ګټې

  • د هېواد بقا د تجزیې له خطر سره مخ شوه.
  • خاوره واحده او ظاهراً د خپلواکۍ او جهاد د بري تمثیل وشو، خو عملاً هېواد د جنګي ډلو تر منځ تقسیم او نظامي ملوک‌الطوایفۍ (قوماندان سالارۍ) ته لاړ.
  • ملي حاکمیت وپاشل شو.
  • د هیچا سر و مال امن نه وو. په لسګونو زرو کابلیان او همدومره نور هېوادوال ووژل شول.
  • د سلو کلونو جوړه شوې پوځي وړتیا له منځه لاړه. د زرګونو ځمکنیو نظامي وسایلو او سلګونو الوتکو لرونکې اردو او د درې سوه کلونو ملکي نظام چور شو.
  • کابل ښار په کنډواله بدل شو. د جلال آباد، هرات، مزار او شبرغان په شان له ځینو استثاآتو پرته نور ښارونه هم د ورانېدو په حال کې وو.

سیاسي ملي ګټې

  • داخلي وفادارۍ ژر ژر بدلېدې، هرې ډلې له بېلابیلو هېوادونو سره پټې او غیر مرموزې اړیکې تینګولې.
  • قانون حاکم نه وو، بلکې په هره کوڅه او هره سیمه کې زورواکان حاکم وو، چې د قانون څه چې د خپلو مشرانو امر یې هم نه مانه.
  • بهرینو هېوادونو د مرستو دفترونه وتړل. ملګرو ملتونو حد اقلي حضور له نورو هېوادونو تمثلیوه.
  • د هېواد منابع تالا شوې، امنیت له منځه ولاړ.

اقتصادي ملي ګټې

  • د اقتصاد تولې زیربناوې ړنګې شوې، فابریکې او وسایل یې کباړ او تالا شول.
  • فقر او ولږه سراسري شوه. کابل ښار ته د غذایي موادو تلل بند شول. تولید ودرید.
  • تخنیک، علم او پرمختګ او نوښت ته کومه ځانګړې نه پاملرنه وشوه او نه یې فرصت برابر شو.

ټولنیزې او فرهنګي ملي ګټې

  • د دین او ټولنیزو ارزښتونو د ساتنې خبرې پيل شوې، خو عملاً د مذهبي، قومي، او سیمه ایزو تعصباتو، جګړو او اختلافونو اورونه بل شول.
  • ټولنیز انسجام ړنګ شو، عدالت تأمین نه شو، او هوساینه په یو نه تعبیریدونکي خوب بدله شوه.
  • د تېر نظام ملکي او نظامي کارکوونکو ته عمومي عفو اعلان شوه او د محدودو انتقامي پېښو پرته عملي شوه.
  • د خلکو ژوند، مال، عزت، ازادي، فکر، نظر او بل هیڅ حق خوندي نه وو.
  • پوهنتونونه او ښوونځي په زیاتره سیمو کې تړلي وو. په پروان، مزار، او شمالي ولایتونو کې تر یوه بریده خلاص وو. که په ځینو سیمو او ځینو وختونو کې به خلاص هم شوو، انقطاع پکې راتله.
  • کتابتونونه، ملي موزیم او زیاتره فرهنګي بنسټوه او اثار چور شول.

چاپيریال وران او د بارونو او کباړ په ډیران بدل شو.

د دې درې پیښو د نتیجو معلومیږي چې:

  1. افغانستان ته تر ټولو زیات تاوان د جدي شپږمې اړولی دی، ځکه هم پکې تر ټولو ارزښتمنه پانګه یعنې انسانان تر هرې بلې دورې زیات وژل شوي دي، هم د هېواد خپلواکي سلب شوې وه، هم تر ټولو زیات هېوادوال له هېواده وتلو ته اړ شوي وو او هم تر ټولو زیات کلي وران شوي وو. پر دغو تباهیو سربېره هېواد د بهرنیو ځواکونو تر اشغال لاندې وو. په دې دوره کې د ملي نفاق تخم هم وکرل شو.
  2. د ثور اتمې هم نه باوریدونکي زیاته تباهي رامنځ ته کړې ده. د درې سوو کلونو نظام او اردو چور شول. کابل ښار وران شو. لارې ناامنه شوې. قومي، سيمه یيزه، ډله ایز او فکر تعصبات اوج ته ورسیدل او افغانستان په داسې حال کې بلې فاجعې ته وغورځېده چې د ملګرو ملتونو د سولې طرحې له مخې د یو سوله ایز حل چانس موجود وو.
  3. د ثور اوومې هم تاوان اړولی دی، خو دا چې موده یې کمه وه. البته د ثور اوومه د سرطان د ۲۶ مې په شان د تباهۍ د پیل مسؤوله هم ده، او باید درسونه یې ثبت شي.

البته هرې دورې به څه مثبت اړخونه هم درلودل، چې تر ضررونو یې په مراتبو کم دي او په جدول کې منعکس شوي دي.

البته د دې پېښو یادول باید تر ډېره بریده د درس اخیستو لپاره مهم دي. اوس باید زموږ تمرکز په همدې وي، چې دې دورو درسونه څنګه په صبر، حوصله او بې طرفۍ مشخصولی او په راتلونکي کې د هغه د تکرار د مخنیوي لپاره وړاندیزونه تیارولی شوو.

وروستۍ خبره:

د افغانستان د وروستیو پنځو لسیزو بحراني حالت یوازې د یوې ځانګړې پېښې یا اشتباه پایله نه وه، بلکې د قدرت د تاریخي دوراني طبیعت، د کورنیو سیاسي، ګروپي او مذهبي تضادونو، د نړیوال سیاست د رقابتونو، او د داخلي ادارو د کمزورۍ یوه مرکبه نتیجه وه. که چېرې د دغو سببونو ژوره پوهه رامنځته شي، او د تحلیل له لارې رښتینې اصلاحات پیل شي، نو راتلونکی نسل به د ثبات، سوکالۍ او ملت جوړونې نوې لارې ومومي.

څلورمه برخه: د افغانستان له پنځوس کلن بحران څخه کوم درسونه اخیستلای شوو؟

دا پوښتنه ډېره ژوره، مهمه او د فکر وړ ده، چې په سړه سینه ورته ځواب میندل ضرور دی. د افغانستان تېرو پنځو لسیزو پېښو، په ځانګړي ډول له ثور کودتا وروسته، موږ ته ډېر مهم تاریخي، سیاسي، ټولنیز او بین‌المللي درسونه را زده کړل. دا درسونه که سم وپېژندل شي، کولی شي زموږ راتلونکی نسلونه له ورته تېروتنو وژغوري، او د یو سوله ایز، سوکاله او پرمختللي افغانستان پر لور دروازې خلاصې کړي. مهمه وینا ده چې څوک له تاریخه زده کړه نه کوي، هغوی تاریخ بیا بیا تکراروي. دلته د تېرو ۵۰ کلونو د بحران څو مهم درسونه د دې لپاره ذکر کوو، چې منفي اړخونه یې بیا تکرار نه کړو، او له مثبتو یې لا زیاته استفاده وکړو:

  • سیاسي نفاق، د ملتونو زوال ته لار هواروي

تر بهرني فکټور تل داخلي انسجام، یووالی او پر یو ملي روایت راټولیدل مهم دي. بهرني ځواکونه د خپلو اهدافو د حصول لپاره د هدف وړ هېواد په منځ کې د نفاق اور ته لمن وهي. د هېواد خپل خلک او مطرح اشخاص او قشرونه هم په دې کې رول لري او که دقت ونه کړي او اختلاف نه کنټرولېدونکې او نه پخلاکېدونکې سطحې ته ورسوي، نو مجبوریږي چې بهرنیو یرغلګرو ته د خپل کور دروازې خلاصې کړي.

د خلق او پرچم ترمنځ اختلافونه، د مجاهدینو ترمنځ جنګونه، د طالبانو او متحدې جبهې ټکرونه، او د جمهوري نظام دننه رقابتونه، ټول د کورنیو جګړو، بې باوریو او ستونزو سرچینې وې. دې نفاقونو بهرنیانو ته زمینه برابره کړه چې پر افغانستان یرغل وکړي او د څه مودې لپاره پرې حاکم شي، یا لږ تر لږه د افغان ولس سره په جګړو کې ونښلي.

سیاسي اختلاف تر یوه بریده حتمي او طبیعي دی، خو باید د حل لپاره یې د انقلاب او ریفورم تر منځ معقول انتخاب وشي. تېرو تجربو وښودله چې تدریجي اصلاحات، د کلتوري حساسیتونو په پام کې نیول تر کودتاګانو او انقلابونو په مراتبو بهتر او بې ضرره یا لږ تر لږه کم ضرره وو.

د تېرو ځانغوښتونکو تجربو د نه تکرار لپاره باید سیاسي مشران او فعالان د فردي، ډله ایزو او ملي ګټو د تحلیل پر بنسټ دقیق انتخاب وکړي. لنډمهاله فردي او ډله ایز بري او اوږدمهاله ګټې وپیژني، موازنه یې کړي او داسې یې په نظر کې ونیسي چې د سترو زیانونو تر اړولو عقب نشیني کول او منتظر پاتې کېدل غوره دي.

تاریخي درس دا دی چې که افغانان د خپل او پردي تفکیک نه کوي، بهرنیان نه پېژني، او په خپلو منځونو کې د ستونزو حل نه پیدا کوي، نور به یې پر سر سودا او یا پرې برید کوي؛ هم به یې هېواد ورانوي او استحصالوي او هم به دوی په نیمایي لار کې پریږدي. نو، د افغانستان د جوړولو لپاره ملي یووالی، زغم، او ګډ کار ضروري دی.

  • د ولس له ارادې او داخلي ټولنیز انسجام پرته نظامونه تر ډېره نه پاتې کېږي

افغانان باید په خپلو ارزښتونو کې د ټولنې او هېواد د نجات لارې ولټوي او ویې مومي. د نورو د نظریاتو، پېښو (حوادثو) او تاریخونو لوستل، د خپلو ارزښتونو په ظرف کې حلول او د نوي حاصل په توګه وړاندې کول، ښه کار دی، خو د کاپی او پیست د بدو تجربو له تکراره باید مخنیوی وشي.د یوه هېواد د بقا، پرمختګ او اعتلا لپاره داخلي انسجام تر هر څه مهم دی. په هر هېواد کې اغیزناک ګروپونه او شخصیتونه دي، چې تر منځ یې انسجام او یووالي د دغه ملت د بقا، او اختلاف یې د تباهۍ سبب کېږي. سیاسي مشرانو او فعالینو ته ښایي چې خپله ټولنه او اغیزناک قشرونه یې وپېژني. په افغانستان کې د ملا یا روحاني مشر، ملک یا قومي مشر او دولت تر منځ انسجام تل د ملت له اتحاد او په نتیجه کې د نظام د بقاء او هېواد د امنیت او ثبات سبب شوی دی. اوس له دې درې ګروپونو سره د ښوونځي او پوهنځي فارغان، مدني ټولنې او میرمنې هم د ښاري منځني قشر په توګه ملګري شوي او د اغیز خاوند شوي دي. دې قشرونو او ټول ملت ته درناوی، نظر او حضور یې په پام کې نیول او قناعت یې حاصلول د ملي ثبات او ټولنیز انسجام سبب کېږي.

د خلق ګوند رژیم، د خپلو غړو له ټینګې ژمنې او د شوروي له ملاتړ سره سره، د ولس له خوا ونه منل شو، ځکه دوی دا اغیزناک ګروپونه قانع نه کړای شول. د طالبانو تېر نظام، که څه هم نظم یې درلود او امنیت یې تامین کړ، خو د ټول ملت د ارادې استازیتوب یې ونه شو کولی؛ په نتیجه کې یې مخالفینو د بهرنیانو راوستلو ته زړه ښه کړ، خو دوی ته تسلیم نه شول. د جمهوریت نظام هم، له ډېرو بهرنیو مرستو سره سره، له فساد او بې‌عدالتیو ډک وو او له همدې امله، یې د ولس رښتینی ملاتړ تر لاسه نکړای شو.

داخلي رقابتونه په ټولنو کې طبیعي دي، خو هوښیار سیاسیون او مشران ورته پیشبین وي او مخه یې نیسي. په تاریخ کې د پلرونو او زامنو، ورونو، تربورانو، حریفانو او مخالفینو د ټکرونو، توطیو او خیانتونو بېلګې کمې نه دي. د دې لپاره د عدالت او شمولیت په څنګ کې ټینګ قوانین او امنیتي او مخه نیوونکي ارګانونه هم ضرور دي.

تاریخي درس دا دی چې نظام باید د ولس د ارادې او ګډون استازیتوب وکړي، د ټولنې مطرح او اغیزناک قشرونه له پامه ونه غورځوي. په عین حال کې د تخریب هستې تر تشکل مخکې خنثی کړي، د ناراضو ګرپونو رضایت حاصل او حقوق یې اعاده کړي. که نه وي، نو د دغسې نظام سقوط حتمي دی.

  • زده‌کړه، سیاسي شعور او مدني پوهاوی ضروري دي

د بې‌سوادۍ، افراطیت، قومي تعصب، او دسیسې د منلو له امله ملت تېر ایستل شو. د خلکو له حقیقي مشارکت پرته، یوازې مشران نه شي کولی ټولنه بدله کړي. باید ولس خبر شي، پوهنه او معلومات زیات شي، تر څو ملتونه خپل دوستان او مخالفین وپېژني او د ساده او ښکلو شعارونو قرباني نه شي.

په ښوونه او روزنه تمرکز او پانګونه د اوږدمهال او دایمي ثبات کیلي ده. د تېرو دردناکو تجربو له ناکامیو او زموږ او ټول بشریت له مثبتو تجربو نوي نسل ته درسونه جوړول او پرې روزل ضرور دي، چې تېرې ناکامې تجربې تکرار نه کړي. د یو ملي او ټولشموله روایت تعریف، بنسټيز کول او پر مخ وړل. علم، مهارت، ارزښتونه او د قابلیتونو روزل او تعمیمول د تېرو فاجعو د تکرار مخنیوی کولی شي.

تاریخي درس دا دی چې ښوونه، د فکر ازادي، انتقادي تحلیل، او د ملي ګټو د پېژندو شعور باید په ټولنه کې عام شي.

  • د بې‌عدالتي، فساد، انحصار او امتیاز پر بنیاد نظامونه تل کمزوري وي

که هر نظام د واسطو، قومي تعصب، انحصار، یا فساد پر بنسټ ولاړ وي، خلکو ته تر ډېره د منلو وړ نه پاتې کېږي، او دوام نه شي کولی.

ټولنیز عدالت او ملي روایت جوړول او بنسټيز کول د هر نظام اساسي دنده ده. دولت باید د ثبات یو محور جوړ کړي، هر افغان ته مساوي فرصتونه او خدمات برابر کړي، ځانګړو ګروپونو او سیمو ته ځانګړې توجه وکړي.

ټولو وګړو ته د ښاروندۍ د یو فرد یوه رایه پر اساس مساوي حقوق ورکړي. د فکر، بیان، اجتماع او اشتراک او نور بشري حقوق ومني او عملي کړي.

تاریخي درس دا دی چې عدالت، شفافیت، او شایسته‌سالاري د پایدارو نظامونو بنسټ دی. باید کار اهل ته وسپارل شي، ښاروندي مساوات او عادلانه خدمات ټولو اړوندو اشخاصو، ډلو، ګروپونو او سیمو ته وړاندې شي.

  • د افغانستان موقعیت د سترو نړیوالو لوبو قرباني کېږي

افغانستان په یوه ستراتیژیکه جغرافیه کې پروت دی، چې د بهرني سیاست بې توازني یې د سترو قوتونو او سیمې ویره راپاروي. د سړې جګړې پر مهال، او وروسته د تروریزم ضد په نوم جګړو کې، افغانستان د نړیوالو ځواکونو د رقابت میدان وګرځېد، قرباني افغانان شول او رقابتونه زبرځواکونو او سیمه ایزو حریفانو وپالل.زموږ د ځمکې موقعیت، باید د بهرنیانو د ګټو لپاره میدان، نه بلکې د ملتونو تر منځ د اتصال او نږدې والی لاره او خپلو خلکو د هوساینې زمینه وګڼل شي.

تاریخي درس دا دی چې افغانستان باید خپل موقعیت د «اقتصادي، ترانزیټي او سیاسي پل» په توګه وکاروي، نه د جګړې د میدان په توګه.

  • ایډیولوژي باید د انسان او ملت د فلاح لپاره وي، نه د زور، ځپلو او تحمیل لپاره

که مارکسیزم وي، که د دین په نوم سیاست وي، او که ملي‌گرایي وي، او یا بله هره ایډیولوژي وي، خو چې افراطي بڼه ونیسي، د خلکو پر ذهن او ژوند تحمیل شي، په زور یې د تطبیق هڅه وشي، او د نورو د انتقاد او مخالفت حق ونه منل شي، نتیجه یې فاجعه ده. خلقیانو او پرچمیانو د کمونیزم د ایډیالوژۍ پر بنسټ د ولس او ټولنې پرمختګ او اصلاح غوښتله، خو د زور، قتل، او جبر له لارې یې د خپلو پروګرامونو تطبیق پیل کړ، چې د ټکر او مقاومت سره مخ شول. مجاهدینو هم افراط او انحصار ته مخه کړه، طالبان هم د شرعي نظام تر نامه لاندې پر ټول ملت د دین یو‎ خاص تفسیر تپي. نورو ته د خبرو، نظر او مشارکت حق نه ورکوي او ځکه یې ونه شول کولی د ملت رضایت تر لاسه کړي.

تاریخي درس یې دا دی چې ایډیولوژي باید په ولس کې د زړه له کومې قبوله شي، د زغم، بحث، او عقل له لارې ومنل شي، او په خوښه تطبیق شي، نه د توپ او ټوپک له لارې.

  • د رهبرۍ نشتون یا ناسمه او ټول عمري رهبري د ملتونو بربادي راولي

افغانستان د بحرانونو پر وخت د داسې مشرانو له کمښت سره مخ و، چې واقعي، هوښیار، ملي او اوږد مهاله لید ولري. د تېرو لسیزو ډېری مشران یا د پردیو د اجنډاوو تابع وو، یا د واک، شهرت او امتیازونو تږي وو، یا یې له ښه نیت سره سره د ولس د رضایت او هېواد د ادارې هنر او توان نه درلود، او ځکه د فاجعو سبب شول.

بله مهمه موضوع دا ده چې د مشرۍ او واک د لېږد واضح میکانیزمونه هم په ګوندونو او هم په حکومتونو کې ضرور دي. که شاهي نظام په واقعي معنی مشروطه شوی وای، او د محمد داود په ګډون پکې هر افغان ته د اشتراک فرصت برابر وای، ممکن کودتا ته اړتیا نه وای پیدا شوې. همدا راز که د خلق دموکراتیک ګوند او اسلامي نهضت د مشر د ټاکلو ډول، موده او بل مشر ته د مشرۍ د انتقال واضح او ډاډمن میکانیزم درلودای، دومره زیات انشعابونه او نفاقونه به پکې نه راتلای.

تاریخي درس دا دی چې ملت باید د خپلو رهبرانو په ټاکنه کې ژور فکر وکړي، د رهبرۍ معیارونه د وفادارۍ، فداکارۍ، هوښیارۍ او ملي احساس پر بنسټ وټاکي، نه د قوم، ژبې، یا شعار پر بنسټ. همدا راز د میراثي او ټول عمري مشرتوب پر ځای دې د لا زیاتو استعدادونو د غوړېدو او ټولو ته د مشرۍ د فرصتونو د هیلو دروازې خلاصې او د توطیې او خدعې او حذف او له منځه وړلو اعمال دې پای ته ورسول شي.

  • د یووالي او تفاهم نشتوالي، تر جګړو هم ډېر زیان ورساوه

په تېرو پنځه لسیزو کې موږ کله هم دوامداره، رښتینې، او ټول‌منلي سولې ته ونه رسېدو. د سولې نوم هر ځل کارېده، خو زیاتره د امتیاز، واک‌ تقسیم، یا د بهرنیانو د ستراتیژیو لپاره و. رښتینې او تلپاتې سولې ته ژمنه کمه وه او یا نه وه. د ټول‌شموله سولې فرصتونه ضایع شول. د نجیب الله او مجاهدینو تر منځ د سولې له فرصته نیولې، د طالبانو تر سقوطه، بیا راژوندی کېدو او د دوحې تر مذاکراتو پورې.

تاریخي درس یې دا دی چې سوله باید د خلکو تر منځ وي، نه یوازې د ګوندي مشرانو تر منځ. سوله د زړونو، ذهنونو او عدالت ترمنځ توافق ته اړتیا لري، نه یوازې د کاغذ پر مخ لیکلو او امضا ته. په سوله کې باید د راتلونکو بې عدالتیو مخه ونیول شي، د ګډ ژوند په ډول توافق وشي، ټولو اړخونو ته د عزت، پرمختګ او امنیت ډاډ ورکړل شي.

افغانان باید پخپلو کې د ګډ ژوند په اصولو او د واک د نیولو، چلولو او ساتلو په سوله ایز او عادلانه میکانیزم توافق وکړي. کیدای شي د ۱۳۴۳ او ۲۰۰۱ کلونو اساسي قوانین یو څه اصلاح شي او د هغه پر بنسټ افغانان د ګډ ژوند او واک ته رسیدو په میکامیزمونو سره سلا شي. د زر، زور، تزویر، انحصار، استبداد او مزدورۍ تجربې باید نورې تکرار نه شي.

  • بهرنی ځواک د حل لاره نه ده، بلکې د ستونزو د تشدید تر ټولو ستره سرچینه ده

هغه ځوانان چې غواړي د افغانستان په سیاست او سرنوشت جوړونکو فعالیتونو کې برخه واخلي باید بهرنیان او د هغوی فرمولونه وپېژني. هر هېواد ته خپلې ملي ګټې لومړیتوب لري. له همدې امله لوی یا منځني بهرني هېوادونه او قوتونه زیاتره داسې ستراتیژي پلی کوی: لومړی یو غولونکی شعار رامخې ته کوي، بیا د هدف وړ هېواد په منځ کې یوه ډله یا مهم افراد په نښه کوي، له دوی سره واک ته په رسېدو کې مرسته کوي. واک ته تر رسېدو وروسته یې لومړی له خپل ملت سره دښمن کوي، بیا یې له ګاونډیانو سره ټکروي، د هغه په تعقیب یې له نړۍ منزوي کوي، او بیا چې له هر لوري یوازې شي، خپل ټول شرایط پرې مني او که اړتیا شي پرې یرغل کوي او نیسي یې. په افغانستان کې شوروي اتحاد او نورو هېوادونو له خپلو متحدو افغان ډلو او اشخاصو سره دغسې او یا دې ته ورته عمل وکړ.

شوروي اتحاد، امریکا، ناټو، او نور بهرني ځواکونه د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلل، نه د افغان ولس د خلاصون لپاره. دوی د خپلو هدفونو د تر لاسه کولو لپاره کله له یوه او کله له بل لوري ملاتړ وکړ، خو له یوه لوري سره هم تر پایه وفادار پاتې نه شول. یوازې خپلو ګټو ته وفادار وو او دي. د دوی مداخلو زموږ لپاره اوږدمهاله ناورین، تباهي، او بې‌ثباتي راوسته، او د وینې تویولو او تباهۍ سبب شول.

تاریخي درس یې دا دی چې هیڅ ملت د باندنۍ مداخلې له لارې نه رغېږي. حل‌لار باید له دننه وي، د هېوادونو د پرمختګ او نجات لپاره د ملتونو خپلواکۍ، خپلواک فکر، او واقعي ملي مشرتابه ته اړتیا ده له بهرنیانو سره اړیکي باید د ملي ګټو په رڼا کې د متقابل باور او درنښت په چوکاټ کې وي.

  • تاریخ ته نه پاملرنه، د تېروتنو تکرار ته لاره هواروي

په افغانستان کې هر ځل یوه ډله او د یو فکر پیروان راځي، او وايي چې د هېواد د پرمختیا او خلکو د نیکمرغۍ نوې لاره یې میندلې ده. خو دوی زیاتره له تاریخ زده‌کړه نه کوي، او بیا هم د انحصار، استبداد، زرو، زور او تزویر له لارې د یکه تازۍ او ځانځانۍ په فکر کې وي. له همدې له امله، ورته (مشابه) خطاګانې، ورته جګړې، او ورته بربادۍ بیا بیا تکراریږي.

درس دا دی چې تاریخ باید ولوستل شي، تحلیل شي، نقد شي، او له هغه نه داسې عقلاني، ملي او ژورې زده‌کړې وشي چې د تېرو تجربو د تکرار مخه ونیول شي، مثبتې تجربې تقویه شي او د اوږدمهاله سولې، ثبات، سوکالۍ او پرمختګ لارې هوارې شي.

خبرداری

د شوروي اتحاد د یرغل بدې نتیجې او ضررناکې نتیجې اوس هم په افغانستان کې شته او د نفاق شیندل شوي زهر یې د ملت بدن دردوي! شوروي اتحاد ړنګ شو، خلق و پرچم ډلې له منځه لاړې، خو د شوروي زهر لا هم د افغان ملت په رګونو کې جاري دي.

کله چې د شوروي وروستی جنرال، ګروموف، له حیرتان پله تېرېده، افغانستان ته یي د غوسې او حسرت په سترګو راوکتل. زیاترو فکر کاوه چې هغه افغانانو ته خبرداری ورکوه چې: که شوروي عسکر وځي، په لسګونه زره خښ شوي ماینونه به یې د وژل شویو او شړل شویو عسکرو او بې پته شوي شوروي اتحاد بدل له افغانانو اخلي. خو ګروموف تر دې ډېر ژور وو. هغه پوهېده چې ماینونه به یو ورځ پاک شي، خو هغه زهر چې د قوم، ژبې، سمت، مذهب او تاریخ په نوم دوی د افغانانو په رګونو کې بیچکاري کړې او بدن ته خپاره کړي دي، لسېزې به پاتې وي.

نن هم د شوروي یرغل زیان په افغانستان کې ژوندی دی؛ په عسکري جامو کې نه، بلکې د کرکې، بې‌باورۍ، او نفاق د زهرو په بڼه، او د ملت د وجود وینې مسموموي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ادبي جایزې، د خلاقیت هڅونه که د اعتبار ازموېنه     

عبدالوکیل سوله مل ادبي جایزې د ادبیاتو د ودې او غوړېدو یوه له مهمو وسیلو څخه ګڼل کېږي. د دغو جایزو له لارې نه یوازې...