Homeخبرونهد مخابراتو د وزیر په ګډون د ط ۱۹ چارواکي تغیر او...

د مخابراتو د وزیر په ګډون د ط ۱۹ چارواکي تغیر او تبدیل شوي

تاند (دوشنبه د ثور/ غويي ۱۴مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی د مشرتابه هبة الله په حکم د کابینې په ګډون په ۱۹ لوړ پوړو چارواکو کې تغیر او تبدیل راغلی دی.

مجاهد پر ایکس لیکلي چې، د فاریاب پخوانی والي ملا عبدالاحد فضلي د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوي وزیر، د بادغیس پخوانی والي ملا محمد حنیف د فاریاب د نوي والي، د بغلان پخوانی والي مولوي عبدالرحمن حقاني د خوست د نوي والي، د خوست پخوانی والي مولوي عبدالله مختار د بغلان د نوي والي، د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پخوانی مشاور ملا محمد ولي جان د بغلان د نوي والي، د پکتیکا پخوانی مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت د ارشاد، حج او اوقافو د اسلامي عرفان او دیني چارو د انسجام د معین په توګه ټاکل شوي دي.

هغه همدارنګه لیکلي چې، د یادو ټاکنو پر اساس د میدان وردګ، بغلان، نیمروز، لوګر، پکتیا، پکتیکا، هلمند، فراه ولایتونو مرستیالان او امنیه قومندانان هم تغیر او تبدیل شوي دي.

3 COMMENTS

  1. هیڅ مالومیت نه کوي، ط ایسته که، بله ط راوله….. نو نه خبر یې ښه خبر دی.

  2. فکرکوم په دې جمله کې کومه اشتباه شوېده :
    « د خوست پخوانی والي مولوي عبدالله مختار د بغلان د نوي والي، د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پخوانی مشاور ملا محمد ولي جان د بغلان د نوي والي .. »
    یو وخت ملا برهان الدین رباني هم په یوه ورځ کې په کراچې کې د افغانستان جنرال قونسلي لپاره دوه جنرال قونسلان مقرر کړي وو.

  3. دا د يو هيواد د بنسټونو له بيخه ويستلو او کمزوري کولو پروسه ده، چې د پنجاب په ګټه روان دی.. دا حکومتولي او رهبري ده که د ماشومانو لوبې؟!!
    شرم نلرئ!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

مقدمه موضوع این مقاله عمدتاً در مورد هنر است، ولی مفهوم زیبایی خود بخود وابسته به آن است. متاسفانه در افغانستان درین اواخر بنا...