لنډیز:
ویل ډیورانټ په خپل لوی اثر (د تمدن کیسه) کې هنر د ښکلا پنځونه بولي. له یوې عادي لیکنې نیولې، تر علمي او ادبي کتابونو او دایرة المعارفونو پورې د هنر په بېلا بېلو تعریفونو کې څو کلمې ډېرې بارزې دي، چې له هغې ډلې يې ښکلا، تخلیق، تخلیقي پنځونه، الهام، او داسې نور په ځانګړي ډول د یادونې وړ دي. خو د دغو تعریفونو یوه لویه ستونزه دا ده، چې په هنر باندې د لوستونکي د پوهولو پر ځای لوستونکي سره لسګونه نورې پوښتنې پیدا کوي. که هنر د ښکلا پنځونه بولو، نو لومړی باید ښکلا وپېژنو. که تخلیق يې بولو، نو اړ یو چې د تخلیق په موضوع اوږده- اوږده بحثونه وکړو، چې په دغه ډول اصلي موضوع پاتې کېږي او د لیکنې ۹۰ سلنه برخه د فرعي اړخونو قرباني کېږي.
په دې سربېره، د هنر موضوع هغه وخت لا پېچلې کېږي، چې له فن سره يې د توپیر هڅه کېږي، چې په دغه برخه کې ان له لویو، لویو لیکوالو او څېړونکو هم لاره ورکه غوندې برېښي.
په دې اساس، په دغه لنډه لیکنه کې هڅه شوې، چې هنر په اسانه ژبه تعریف، د هنر ساحه او هنري پنځونې وپېژنو او له فن سره يې توپیر روښانه کړو.
د هنر تعریف:
هنر یو بشري او غیر بشري فعالیت هم دی او د یو (څه) محصول هم دی. په دغه تعریف کې دوه خبرې شوې. د انسان د ګڼو فعالیتونو یا کړنو په څېر هنر یو فعالیت یا عمل دی، چې انسان یې سرته رسوي او ځان ورسره بوختوي. په دې سربېره، دغه فعالیت غیربشري جنبه هم لري. د هنر د پنځولو لپاره انسان لازمي شرط نه دی، غیربشر هم هنر پنځولی شي.
د تعریف دوهم ټکی دا دی، چې د یو (څه) محصول دی. په دې معنا چې هنر پخپله د نورو توکو په څېر یو تولید دی. هنر رامنځته کېږي، جوړېږي، پنځېږي او تولیدېږي. دا چې هر محصول د څو شیانو له ترکیب څخه جوړېږي، په همدې ډول (هنر) هم له اجزاوو سازېږي. که چېرته یو محصول له دوو یا څو شیانو څخه، نه وي جوړ، نو بیا به د محصول یا تولید نوم نه ورکول کېږي. تولید له همدې امله ورته ویل کېږي، چې له څو عناصرو، توکو او مالیکولونو څخه جوړ او ترکیب وي. تر دې ځایه دې نتیجې ته ورسېدلو، چې هنر د دوو یا څو اجزاوو یو مرکب او ترکیب دی، چې په دې ځای کې لومړنۍ پوښتنه دا ده، چې آیا دغه ترکیب د اوبو او بورې په څېر یو عادي محلول دی او که نه سره فرق لري؟
د نورو مرکباتو پرخلاف، هنر د اجزاوو یو داسې ترکیب یا مجموعه ده، چې هغه لاسته راغلی مرکب یا محصول يې د هغو لومړنیو اجزاوو تشه یوه ټولګه، یوه مجموعه او یو ترکیب نه برېښي. هنر د اجزاوو یو داسې ترکیب دی، چې په پایله کې يې یوازې یو نوی مرکب یا محصول منځته نه راځي، بلکې یو بېل، جلا او unique (څه) ترې منځته راځي. په انګلیسي ژبه کې د اجزاوو د ترکیب په پایله کې د هغه لاسته راغلي تولید په هکله ویلی شو، چې دا د هغو اجزاوو (Transformed Form) یا پرمختللې بڼه ده. په پښتو ژبه کې پرمختللې د انګلیسي ژبې د developed معادله ده، خو په انګلیسي ژبه کې د ټرانسفارم شوي او ډیولیپ شوي توکي ترمنځ توپیر دی. ډیولیپمنټ (development) په شته شي کې د نوښتونو په پایله کې رامنځته کېږي، خو ټرانسفارمیشن (transformation) یو داسې تغییر دی، چې په پایله کې يې یو شی خپل پخوانی او زوړ ماهیت په بشپړ ډول له لاسه ورکوي.
شعر د هنر په مقابل کې:
د پورتني بحث په تناظر کې د هنرونو په ډولونو کې لومړی د شعر هنر ته سر ور ایسته کوو او په یوه مثال غږېږو. د خوشحال خان خټک قلم دی، چې:
د جهان په مخ به نه وي هسې تا غوندې دلبره
پري رویه، عنبر بویه، سنبل مویه، سمنبره
طربناکه، ګرېوان چاکه، تل بېاکه، تش تپاکه
باده نوشه، می فروشه، قصب پوشه، مو کمره
که له ژبني اړخه وګورو، پورتنۍ خبره یوازې یوه بشپړه جمله ده، چې په څلورو ټوټو ماته شوې ده. هره جمله له الفاظو جوړه وي، نو دغه جمله هم د الفاظو مجموعه ده. خو کله چې له دغې ژبنۍ، نحوي او لغوي تجزیې را تېرېږو، نو یو داسې کل وینو، چې اصلاً لومړني یا اولیه اجزا رانه هېروي. دغه جمله، چې د شعرپوهنې له مخې دوه بیتونه او څلور مسرې لري، تشه د الفاظو یوه مجموعه نه ده، بلکې د الفاظو د ترکیب، ترتیب، تناسب، نظم او آهنګ په پایله کې داسې یو نوی، یو بېل، یو جلا (څه) ترې پنځېدلی، چې موږ يې د الفاظو مجموعه نه ګڼو. که د پښتو ژبې یو عادي لوستونکی هم لومړی د پښتو نثر یو دوه کرښې ولولي او بیا دغه دوه بیتونه وویني، نو که له شعرپوهنې سره یې هېڅ اړیکه هم نه وي او په دغه برخه کې هېڅ مطالعه هم ونه لري، بیا به هم د نثر او د دغو بیتونو ترمنځ ارومرو د توپیر احساس وکړي او په پوره ډاډ به دې خبرې ته غاړه کېږدي، چې نثر او (دغه) شعر دواړه د الفاظو مجموعې دي او دواړه په جملو ولاړ وي، خو ترمنځ يې یو لوی او ژور توپیر موجود دی او د همدې توپیر (یو بل) فني نوم هنر دی.
که پورتنیو خبرو ته ځیر شو، نو دې نتیجې ته هم رسېږو، چې شعر هر څوک لیکلی شي، ځکه چې شعر د الفاظو مجموعه ده او د شعرپوهنې په برخه کې له مطالعې وروسته، هر څوک الفاظ ترتیب او ترکیب کولی شي، خو هنر نه شي پنځولی، ځکه هنر مازې ترکیب نه دی. په دې اساس به دا خبره هم ناسمه وګڼو، چې هر څوک شعر نه شي لیکلی او شعر یوه بېله دنیا ده. په دې کې هېڅ شک نشته، چې شعر هر څوک لیکلی شي، خو هنر هر څوک نه شي ایجادولی.
موسیقي د هنر په مقابل کې:
د هنر یوه بله بڼه موسیقي ده. هغسې چې شعر د الفاظو د ترکیب په نتیجه کې پنځېدلی هنر دی، موسیقي د اوازونو د ځانګړي ترکیب په نتیجه کې پنځېدونکی هنر دی. خو د اوازونو دغه ترکیب په داسې ډول وي، چې اورېدونکی یې یوازې د جلا – جلا اوازونو یوه مجموعه نه ګڼي، بلکې یو ټرانسفارم شوی حالت يې ویني. د خره اواز پر موږ بد لګېږي، خو د بلبلې په ستاینه نه مړېږو. څو شېبې به له دې تېر شو، چې د خره او بلبلې ترمنځ دغه فرق فطرت ایښی دی، خو په عیني بڼه موږ همدا وینو، چې د خره اوازونه په یوه داسې ترکیب سره مجموعه کېږي، چې موږ یې بېرته د لومړنیو اجزاوو مازې یوه سلسله او لړۍ ګڼو. خو د بلبلې له غږه د یوه کل په توګه خوند اخلو او دا رانه هېر وي، چې په اصل کې د بلبلې غږ هم د اوازونو یوه ټولګه ده. د هنري او غیرهنري توکي ترمنځ د توپیر لوی اساس همدا دی، چې که چېرته د لیدو، اورېدو یا لمس په وخت کې يې دا احساس را سره پیدا شو، چې دا خو د هماغو لومړنیو اجزاوو یوه تشه ټولګه او سلسله ده، نو پوهېدلی شو، چې دغه (څه)، هنر (یا هنري) نه دی؛ خو که خبره د دې برعکس وه، نو بیا (هغه که هر څه وي) هنر دی. د ترکیب په پایله کې منځته راغلی (څه) شعر هم کېدلی شي، موسیقي هم کېدلی شي او دغه راز د هنر له ګڼو نورو ډولونو څخه یو بل ډول هم کېدلی شي، خو لازمه نه ده چې دې هم وپنځېږي. هنر دا رانه هېروي، چې ingredients یا اجزای ترکیبي يې څه دي.
هنر د فطرت په مقابل کې:
هغه مور چې شېبه له مخه يې ماشوم زېږولی وي، مور او پلار، ډاکټران، عزیزان او هر پېژندګلو يې یوه نایابه او خدايي ډالۍ ګڼي. په دغه وخت کې دغه ټول یاد کسان دا فکر ولې نه کوي، چې دغه ماشوم خو د مور او پلار د یو ځای کېدو په پایله کې له داسې چټلو اوبو تولد شوی، چې ان بدن نه له راوتو وروسته يې یو مسلمان ځان تر هغې شېبې نجس ګڼي، چې غسل یې نه وي کړی. د دې لامل دا دی، چې نوی زېږېدلی ماشوم د فطرت، هنر یا هنري پنځونه ده. ماشوم د مني او نطفې یوه مجموعه او د مور په ګېډه کې لوی شوی یو موجود نه دی، بلکې د هغو لومړنیو اجزاوو په پایله کې پنځېدلی یو داسې (څه) دی، چې ان له هغه چا (طبیب) نه هم دا هېروي، چې د دغه پنځېدنې ټوله پروسه يې په ډېرو جزیاتو او تفصیلاتو ور مطالعه کړې وي او د دغه نوي مېلمه لومړی زېری د هماغه له خولې اورېدل کېږي. هنر نوی زېږېدلی ماشوم دی او دا رانه هېروي، چې د مردارو اوبو یوه مجموعه ده او که د ګلونو شیره.
هنر د ټکنالوژي په مقابل کې:
رې کرزوایل په خپل کتاب (د روحاني ماشینونو عصر) کې هنر د ټکنالوژي یو ډول ګڼي. نوموړی په دې اند دی، چې شعر، موسیقي، انځورګري، او نور د ټکنالوژي بچي دي. خو د خپلو خبرو په دوام کې کرزوایل په لاشعوري ډول خپله خبره پخپله رد کړې. په حقیقت کې هنر د ټکنالوژي یو ډول نه دی، بلکې پخپله هره عالي ټکنالوژي، داسې چې له لیدونکي او کاروونکي يې اصلي اجزا هېر وي، د هنر یو ډول دی. ټکنالوژي له شعر، موسیقي، انځورګري او یا د هنر له بل صنف سره هېڅ توپیر نه لري. هغسې چې شعر د الفاظو، موسیقي د اوازونو او انځورګري د رنګونو او مجسمه سازي د تیږو ترکیب دی؛ په همدې ډول، ټکنالوژي هم په کل د اجزاوو یو داسې ترکیب دی، چې له مشاهده کوونکي څخه خپل ترکیبي اجزا هېروي.
د بېلګې په ډول لومړی به پر ځیرک ټلیفون خبرې وکړو. یو عادي ځیرک ټلیفون له سیلیکان، پلاستیک، اوسپنې، الومینیم، مس او داسې نورو فلزاتو څخه جوړ دی. خو آیا د همدې عادي ځیرک ټلیفون د استعمال پر مهال مو کله په ذهن کې دا ګرځېدلي، چې دغه توکی یوازې د څو فلزاتو یوه مجموعه ده؟ که همدا ټول فلزات یوه نالوستي انسان ته ورکړو، آیا د دغو فلزاتو د ترکیب په پایله کې به همدا عادي ځیرک ټلیفون جوړ کړای شي؟
ځیرک ټلیفون د ټکنالوژي د هنر هغه ډول دی، چې له مادي اجزاوو څخه رغېږي او د ټکنالوژۍ د سختغالي (hardware) ډول جوړوي. د دغه هنر دوهم ډول پوستغالي (software) دی، چې له نه لمس کېدونکو اجزاوو څخه منځته راځي. په دغه برخه کې به د فېسبوک اپلیکیشن ته سر ورښکاره کړه. فېسبوک د PHP، HTML، CSS، او JavaScript او داسې نورو انټرنټي ټکنالوژیو په مټ رغېدلی دی. فېسبوک یوازې د دغو ټکنالوژیو تشه مجموعه او ټولګه نه ده، بلکې دغه ټول په داسې ډول اوبدل شوي او اوډل شوي دي، چې د فېسبوک په څېر یو نړیوال کاریال یا هنر ترې پنځېدلی.
هنر د فن په مقابل کې:
د فېسبوک په مثال کې دا خبره لا ډېره واضح کېږي، چې شعر هر څوک لیکلی شي، موسیقي هر څوک پنځولی شي او ټکنالوژي هر څوک جوړولی شي، خو هنر د هر چا کار نه دی. دغه ټول شیان (شعر، موسیقي، ټکنالوژي) یو څوک څنګه پنځولی شي؟ د دغې پوښتنې د عملي ځواب نوم پخپله فن دی. که یو څوک د لغاتونو زېرمه ولري، د شعر په خارجي او داخلي جوړښت او تخنیک ځان پوه کړي، له بدیع، بیان او لفظي او معنوي صنعتونو سره اشنا شي، نو شعر به ولیکلی شي، خو لازمه نه ده، چې هنر دې يې پنځولی وي.
د بېلا بېلو راګونو او سرونو په برخه کې د یوه استاذ شاګردي به مو د موسیقي د غږولو جوګه کړي، خو دا ډاډ مو استاذ هم نه شي درکولی، چې هنر به وپنځوئ که یه؟
فن په حقیقت کې، د یوه هنر د ترکیبي اجزاوو د زدکړې او تمرین پروسه ده. لکه چې په پورتنیو بېلګو کې پرې خبرې وشوې، د شعرپوهنې د اړخونو زدکړه فن دی، د موسیقي په سرونو او راګونو ځان پوهول او یا د یو چا شاګردي کول، فن دی. په همدې ډول، PHP، HTML، CSS او داسې نورې ټکنالوژۍ زده کول یو فن دی. خو د فن په نتیجه کې ارومرو هنر نه رامنځته کېږي.
هنر د نقاد په مقابل کې:
هغسې چې موږ د هنر په تعریف کې وویل، چې هنر د اجزاوو یوه مجموعه ده او دغه مجموعه هغه مهال له منځه ځي، چې بېرته يې په لومړنیو اجزاوو بدله کړو. تجزیه عربي کلمه ده او د جزء، جزء کولو په معنا ده. هنر چې له اجزاوو جوړ دی او ژوند يې یوازې په خپله مجموعه کې خوندي دی، تجزیه يې تر ټولو اساسي دښمنه ده. موږ چې هر کله یو هنر تجزیه کړو، نو په حقیقت کې له هنر سره مرسته نه کوو، بلکې له یوې مخې يې له منځه وړو. د BMW په نوم مشهور موټر یوازې تر هغو هنر (او ګرانیبه) دی، چې په جوړ حالت کې زموږ د سترګو مخې ته وي. که د همدې BMW اجزاوې (اوسپنه، پلاستیک، ښيښه او داسې نور) زموږ مخې ته کوټه شي، آیا اخیستلو ته به يې زړه وکړو؟ آن په جزء، جزء ډول موږ BMW خو ایسته کېږده، د موټر نوم هم نه ورته اخلو. شعر، موسیقي، انځورګري او ټکنالوژي هم په همدې ډول ده.
هنر یوازې هغه وخت هنر دی، چې په خپل اصلي حالت پرېښودل شي. د هنر تجزیه یا پر هنر نقد کول، هنر له منځه وړي. هنر که د خوند اخیستلو وسیله وي، که د پیغام رسونې رسالت ور تر غاړې وي او که بې هدفه پنځېدلی وي، تجزیه او نقد يې نه ښايي. د هنر نقد (د شعر، موسیقي، انځورګري او ټکنالوژۍ د نقد پر خلاف) په اصل کې د هنر د وژلو په معنا ده. نو آیا موږ پر شعر، موسیقي، انځورګري او ټکنالوژي نقد ونه کړو؟ ځکه که ويې نه کړو، نو کره او ناکره به يې څنګه معلوموو؟ پنځګر به يې زیار او خوارۍ ته په څه ډول هڅوو؟ د دې پوښتنې ځواب پخپله په پوښتنه کې پروت دی. موږ چې کله په شعر، موسیقي، انځورګري او ټکنالوژي نقد کوو، نو په اصل کې په هغو فنونو نقد کوو، چې دغه شیان ترې پنځېدلي وي، خو کله چې د دغو فنونو په نتیجه کې (چې لازمي نه ده) هنر رامنځته شو، نو بیا پر هغه نقد نه شو کولی. بله خبره دا ده، چې هنر کره او ناکره نه لري. هنر د پنځوونکي زیار او خوارۍ ته احتیاج او محتاج نه دی. هنر د یو څو اجزاوو تر ټولو لوړ ټرانسفارم شوی حالت دی، چې نوره بهتري پکې امکان نه لري. موږ په هنر کې د بهترۍ راوستلو په هڅه کې هغه هنر له منځه خو وړلی شو، خو ښه کولی یې نه شو. موږ که د خوشحال خان خټک په پورتني هنر (دوو بیتونو) هر څومره نقد وکړو او د هر تنقیدي مکتب استاذ ته يې کېږدو، نو له منځه خو به یې یوسو، خو بهتري به پکې رانه ولو، ځکه تر عالي لوړ څه نشته او هېڅ کله یو هنر تر بل ښه یا بد، ټیټ یا لوړ نه شي کېدلی. هنرونه ټول مساوي او برابر دي او ممکن په نړۍ کې یوازینی شی چې د مساواتو او عدل په تله برابر دي، هغه به هنرونه وي.
پایله:
هنر یو بشري او غیربشري فعالیت دی. هنر د اجزاوو ترکیب دی. دغه ترکیب په داسې ډول صورت نیسي، چې له لیدونکي، کاروونکي او لمس کوونکي څخه اولیه اجزاء یا ترکیبي مواد له یاده وځي او یا يې لومړني اجزاوې نه شي موندلی. د شعر، موسیقي، انځورګري او رسامي په څېر ټکنالوژي هم د هنر یو ډول دی. هغه څه چې موږ يې ټکنالوژيک مادي او غیرمادي توکي بولو، اصلاً هنرونه دي. فن د یوه هنر د لومړنیو ترکیبي اجزاوو پېژندنه او زدکړه ده. د فن لازمي نتیجه هنر نه شي کېدلی. هنر باید تجزیه نه شي، ځکه تجزیه، تنقید او تحلیل د هنر مرګ دی. موږ یوازې فنون تجزیه او نقدولی شو. هنرونه ټیټ او لوړ نه لري، بلکې ټول له یو بل سره په مساوي درجه کې قرار لري.
تبوک، 2022/11/1
په زړه پورې تحلیل او د هنر په اړه هراړخیز معلومات دي. هنر دوستانو ته یې لوستل بې ګټې نه دي .
فراز صاحب سلامونه !
ډیره ښایسته مقاله دی لیکلی ، خوښه می شوه په دقت می ولوسته، خو!
کاشکی دی دغه د (هنر دفطرت په مقابل کی) یوه بل مثل کی دبیلګی په توګه داسی لیکلای وای:
یوښایسته ګل د یوه وچ او کلک ژیړ توررنګه تخم څخه په توره خاوره کی رازرغونیږی، خو کله چی په څانګه کی وده وکړی اووغوړیږی، بیانو دښایست بیلګه وی.
یا:
د یوې ښایسته طبیعی منظری فلم. په کمره کی د رڼاګانو او اشعو هسی د رنګونو یوه مجموعه وی، خو چی د کاغذ پرمخ چاپ شی یا د سکرین پرمخ راشی، نو بیا یو هنری اثر او د طبیعت د رنګینیو یوه منظره وی…. داسیی نور مثالونه هم شته.
عرض دا و چی ستاسو خپل مثال کی افراط لیدل کیږی او د بشرییت خلقت ته مو یو قسم سپکاوی کړی، یعنی مثال مو هنری ندی. که بل ځل دی دا مقاله نشروله صرف دغه یو پراګراف په پورته ډول یو څو نورو جملو یا یوبل مثال باندی بدل کړئ. که چیری ما ستا په شان پیاوړی قلم او ژوره مطالعه لرلای حتماً مې د مثالونو په ورکولو کی یو مناسب مثال غوره کاو. کاشکی ستا په اندازه په هنراو ادبیاتو پوهیدای !
یو نظر و چې خپه نشئ. درناوی
ډېر ښه ټکي ته مو اشاره کړې او په نشر مکرر کې پرې حتما غور کوم.
ستاسو غوندې لوستونکي دې ډېر شي.
درنښت
کتاب «هنر څه دی؟»
Что такое искусство:تولستوی وایی په کال ۱۸۹۷ دهغه په زمانه کې هنر له فساد او انجطا ط سره مخامخ شو مانا داچې ښه والی،حقیقت او په ځانګړې تو ګه دښکلا تعریف له پېچلې ستونزو سره مخ شوه چې هنرمندان هم دګمراهی او بې لاریتوب پراګماتیزم اغیزمن کړل. بناء څومره چې اغیزمنتوب پیاوړی وی هعومره هنر هم ارزښتمند وی ځکه انسانی عواطف او احساسات اغیزمن دی.
هنر دانسان خلاقیت او افرینش دی هم په فطری لحاظ او هم عینی دا دیوې معادلې په توګه اثر، توان او هغه عمیلیه ده چې دانسان په تصور کې یې شکل نیولی دی نو دلته یوازې ښکلا نه مطرح کیږی بلکې دانسان له خلاقیت سره نږدې ملګرتیا ده.تولستوی واګر او بتهوون دفکر او ژورې اندیښنې هنر مندان بولی بحث رالنډ کړو اسلام یوازنی دین دی چې د وروری احساساتو ته پرورش یاروزنه ورکوی. همدا احساسات د ژوندانه دتنوع یوه برخه جوړوی چې هنر دهرچا دلیدلوری په معیار جلا تعریف کې په اوه برخو کې راڅرګندیږی :
ادبیات، نندارې یا نمایشی،موسیقی،ترسیمی،نمایشی حرکتونه،سینما،تجسمی ، او ابزاری برخه یعنی معاصره تکنالوژی .