په همدې ځوانانو کې یو فضل الرحمان فطرت صیب دے، ښاغلي فطرت صیب سره زما پیژندګلو دَ ادب په دنیا کې اوشوه. تر اوسه پورې مې چې ورسره څومره بنډارونه کړي دي، نو محسوسه کړې مې ده چې نرم مزاجه او خوش خویه انسان دے، خو که رښتیا اووایم، د فطرت صیب د شعرونو په اړه چې زه څومره علم لرم، دومره د هغوي د شخصي ژوند په اړه نه لرم. خو دا خبره باید فکر کې ونیول شي چې د یو شاعر شعرونه، د هغه د زړه اواز وي، او د هغه د ژوند ترجماني کوي، نو مونږ دا وئیلے شو چې د فطرت صیب د ژوند او د کړو، وړو اندازه د دوي د شعرونو د مطالعې نه پس لګولے شوُ، تر کومه حده چې ما دَ دوي شاعري اولوسته نو زه په پوره دعوې سره دا وئیلے شم چې فطرت صیب د ځوانانو قلموالو د ټولي هغه تاند شاعر دے چې دَ پښتو ادب سره بې کچه مینه لري، په پښتون وطن دردیږي، مینه غواړي، د امن فضا غواړي، ورورولي غواړي او نفرتونه ختمول غواړي.
فضل الرحمان فطرت کتاب “پلوسین بادونه” / محمد صدیقي
دَ پښتو ادب ژوندي ساتلو له پاره په هر دور کې، په لر او بر کې، د پښتنو ځوانانو او د ادب د مئینانو، د پښتو ادب له پاره کړي خدمتونه، او هڅې له هیچا څخه پټې نه دي. په هر وخت کې داسې ځوانان را پیدا شوي دي چې د ادب له پاره یې په ګډه نه هیریدونکي خدمتونه کړي دي، پکار هم داسې ده، ځکه چې ادب د یو فرد شخصي میراث نه دے، او نه یې کوم یو فرد یواځې پر مخ وړلے شي. ژبه ژوندۍ ساتل د ژوندي قومونو کار دے، او مونږ به هم په ګډه سره د خپلې ژبې ژوندۍ ساتلو له پاره تر خپله حده د خدمت دا لړۍ پر مخ وړو. لکه که مونږ لږ وروسته دور ته لاړ شو، او د امیر کروړ بابا نه راواخلو، بیټ نیکه، عبدالرحمان بابا، احمد شاه بابا، خوشال خان خټک، حمزه بابا، کاظم خان شیدا، غني خان بابا، طاهر کلاچوي، محمد صدیق پسرلی، ملنګ جان بابا، علي خان بابا، اجمل خټک، ایوب صابر، قلندر مومند، صاحب شاه صابر او داسې نور ډیر مشران چې زما نه یې اوس نومونه هیر دي، که هر یو مطالعه کړو، نو هر یو یې په خپل دَور کې د پښتو ادب له پاره نه هیرویدونکي خدمتونه کړي دي، که هغه د شعر برخه وه، یا د نظم، نثر، لنډې کیسې او یا د تنقید برخه وه، او یا که د ادب کوم بل اړخ وو، لنډه دا چې په هر لحاظ یې د خپلې ژبې حق ادا کړے دے. خو مونږ دا نه شو ویلے چې هغوي په پښتو ادب څومره کارکړے، همدغه کافي دے، نه نه ، اوس به د دې دَور د ادب استاذان او نوے کهول هم د دې ژبې د خدمت له پاره ملا تړي، او خوشبختانه د تیر دَور د ادب د ستورو نه وروسته د هغوي مریدانو خپله ژبه په خپل قلم ژوندۍ ساتلې ده، او په هر لحاظ تر خپله حده کوشش کوي، لګیا دي،
په تیرو نزدې ورځو کې مې د دوي شعري ټولګه “پلوسین بادونه” ګوتو ته راغله، خداے شته ډیر زیات خوشاله شوم. تر کومه حده چې د فطرت صیب په شعري ټولګه کې د راغونډ شؤو شعرونو خبره ده، نو که زه دا اوایم چې د ژوند په هر اړخیز بهیر یې د خپل شعر په ژبه رنړا اچولې، نوغلطه به نه وي. په کتاب کې د خپل قلم په وسیله لیکل شوې هره برخه که هغه نظم دے، که غزل دے، که هایکو ده، که قطعه ده او که ټپیزه ده، په هر څه کې تر خپله حده یو پیغام موجود دے، یوه مینه پکې پرته ده، یو ښکلا او یو نوښت پکې پروت دے، که په پښتون وطن د روانو ناخوالو انځورکشي ده، او که د امن راوستلو له پاره په خپلو ویدو پښتنو وروڼو د راویښولو له پاره غږ کؤل دي، خو فطرت صیب په پوره زور سره خپل قلم کارولے دے، او د خپل غوس زړه چیغه یې د قلم په وسیله تر هر پښتون رسولې ده، لکه یو ځایې کې وايي،
په پښتو مئینه راشه د پښتو جنازه اوځي
پښتونخوا نه د ښاغلو پښتنو جنازه اوځي
پښتون اولس بیدارولو ته قدم په قدم
زه د دې قام د محرومۍ قیصه اکثر کؤمه
خو بل خوا یې د وخت سامراج ته هم نوره د صبر ساه ختمه شوې ده، ځکه خو ورته مخاطب دے او وايي،
د ځوانۍ جام به دې نسکور شي د پښتون په خاوره
اغیاره خړ سر به دې خور شي د پښتون په خاوره
تا چې د دې وطنه ورک کړي او بې نومه دې کړي
زړه به د هر پښتون ټکور شي د پښتون په خاوره
خو بل ځایې کې بیا په ناهیلي انداز کې وایی،
خدای به کله د ده خونه ورانوي
پښتنو ته چې کورونه ورانوي
د خپل پښتون وطن سره د مینې په خاطر وايي،
پیښوره ستا ثاني مې پیدا نه کړه
د دنیا واړه ښارونو په سر تیر شوم
ما پورته ذکر اوکړو چې شاعري د شاعر د زړه اواز وي، او د هغه د ژوند ترجماني کوي. د شاعر د شعر نه د هغه د مزاج اندازه لګولے شي. ورسره مې د فطرت صیب د شعرونو، کوم چې د پښتنو په اړه وو، ذکرهم اوکړو، دا منم چې فطرت صیب د پښتون په غم لو لپه او دردیدلے دے، خو خبره دومره محدوده نه ده، فطرت صیب د پښتون د غم سره سره د نړۍ د مسلمانانو په غم کې هم ځان شریک بولي، او وایی
فلسطین دے که کشمیر دے د ګناه نه ناخبره
وخت بې وخته ، په غرمه کې هم په شپو جنازه اوځي
د وخت د ظالم خبره هم خلکو ته ښه په زغرده کوي او وايي،
په سر د زمکه په هیچا باندې اونه دردیو
ما د یو کس سینه کې څه عجیبه زړه اولیدو
دَ کور، کلي، مور، پلار، وروڼو او خویندو نه لرې هغه بې وسه وروڼه، چې د مجبورۍ نه یې د مسافرۍ پیټي په سر وړلو ته غاړه ایښې ده، او د خپل وطن نه لرې دي، شاید د هغوي تپوس کؤلو، او یادؤلو والا به د هغوي د کورنۍ د غړو نه بغیر بل څوک نه وي، خو د فطرت صیب قلم د هغوي له پاره هم ژړیدلے دے او وايي،
زما د ښکلې وطن ښکلي لکه ګل ملګري
چې مسافر دي هغه ټولو ته سلام کؤمه
دَ ډوډۍ غم کې د خپل کوره او د کلي لرې
چې در په در دي هغه ټولو ته سلام کؤمه
بل ځایی کې وایی،
مسافره یاره دا وطن دې پریښوو
د ښائیست او د ښکلا وطن دې پریښوو
د غربت څپېړې سختې دي پوهیږم
د ابۍ او د بابا وطن دې پریښوو
د یادولو تر څنګ ورته په ډکو منګلو دعا هم کوي ، او وايي
د خپل وطن ثواب دې اوشه مسافر لالیه
الله دې راوله د بلو مشالونو سره
مینه انسانیت دے، مینه چې په کوم زړه کې نه وي هغه زړه او هغه انسان نامکمل دے، هر سړے غواړي چې وفادار محبوب سره مینه او دوستي اوکړي، که داسې نه وي نو بیا مینه مینه نه ده، بلکه سراسر زړه خوراک او تاوان دے،
همدغه خبره بیا فطرت صیب په خپل کتاب پلوسین بادونو کې په هنري انداز کوي او وايي
محبت کې د ګل مخو تل تاوان وي
د پیغور او د تهمت پکې باران وي
اے فطرته خوا د هغو خلکو نیسه
چې پښتون وي یو یې لوظ، یو یې زبان وي
خو ښکاري فطرت صیب هم په مینه کې لږ کړیدلے دے، ځکه خو خپل محبوب ته مخاطب دے او وايي وایی،
ولې مې نه پیژنې هغه پخوانے فطرت یم
ستا په اوربل مئین ستا هغه لیونے فطرت یم
چې یو یې لوظ، یو زبان وي په یوه پوهیږي
د هغو شنو کاڼو د غرونو غرسنے فطرت یم
بل ځاے کې ډیر ګیله مند ښکاري وایی،
فطرت جانه دلته مینه کول جرم دے خطا ده
دلته تش د جانان مخ ته په کتو جنازه اوزي
بل ځایې کې بیا خپل زړه ته د بې وفا جانان په حقله مخاطب دے او وايي،
هر څو که سپک راګوري نو راګوري دې زړګیه
احساس به ورته اوشي چې د بل نظر کې سپک شي
د فطرت صیب د شاعرۍ چې څومره اړخونه راسپړم، هغومره خبره نوره هم اوږدیږي. خو البته تاسو به د پاس شعرونو نه اندازه لګولي وي چې د فطرت صیب شاعري څومره خوږه او په تول پوره ده. زه په خپل ځاني د دوي د کتاب په چاپ کؤلو ډیر خوشاله شوم، چې دومره ښکلي شاعري یې تر مونږ راورسیده. الله پاک دې ورته نور توفیق هم ورکړي، چې خپل قلم د پښتو ادب له پاره اوکاروي، او نړۍ مننه ترې کؤم چې خپله شعرۍ ټولګه یې ماته ډالۍ کړه،
خو فطرت صیب هم په خپل کتاب کې د ټولو ملګرو نه مننه کړې او وايي،
فطرته هغه ټول یاران دې خداے ساتي خوشاله
اخلي چې په دې وخت کې خبر زما او ستا
په اخر کې زه خپل یو څو شعرونه، چې فطرت صیب ته مې لیکلي، د زړه له تله په ډیره مینه ورته ډالۍ کؤم
اوسې اباد ، اوسې خوشال فطرته
په تا هیڅ را مه شه زوال فطرته
بیانوې د پښتون درد په قلم
تاله درکړے خداے کمال فطرته
د خوشالو دې زندګي ډکه شه
او د غمونو شې کنګال فطرته
ته یو سمبول د محبت یې ګرانه
وا د نوښار د کاهیوال فطرته
زه صدیقي درته دعا کومه
پاتې رامه شې وا لیکوال فطرته
په ډیر درنښت،
محمد صدیقي