جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د ملا عبدالمنان حیرت دېوان ته لنډه انتقادي کتنه | عبدالخالق خاموش

د ملا عبدالمنان حیرت دېوان ته لنډه انتقادي کتنه | عبدالخالق خاموش

لنډیز:

ملا عبدالمنان حیرت د پښتو ادب یو کثیر الکلامه او دېوان لرونکی پېژندل سوی شاعر دئ چي پر پښتو سربېره ئې په دري هم شاعري کړې ده او د دواړو ژبو بشپړ دېوانونه ئې پرې ایښي دي. دی د میرزا عبدالرحمن زوی د کندهار ښار د کابل بازار د ملا ګلداد کوڅې اوسېدونکی وو. د ملا عبدالمنان حیرت دېوان په لومړي ځل په ۱۴۰۴ش کال صداقت خپرندویي ټولني د استاد محمدمعصوم هوتک په سریزه او د محمدهارون صمیم په ترتیب، سمون، لمنلیکونه او لغتنامه چاپ او خپور کړی دئ.

د معاصري متن څېړني له مخي د یوې ژبي د منظومو او منثورو آثارو تدوین خپل ځانګړي اصول او لاري چاري لري چي د همدې اصولو له رویه په دې لیکنه کي د ملا عبدالمنان حیرت د تدوین سوي دېوان پر شکلي جوړښت، متني خوا او بېلابېلو اړخونو د متن څېړني د اصولو له مخي تنقیدي کتنه سوې ده او د هغو ستونزو او نیمګړو اړخونو یادونه سوې چي له مدون څخه سهواً پاته سوي او یا ئې په شعوري ډول د ځینو لاملونو په وجه پام نه دئ ورته کړی.

سریزه:

د متن څېړني په تاریخي بهیر کي د پښتو ادبي متونو د څېړلو شروع په نونسمه پېړۍ کي سوې چي په لومړي ځل بهرنیو ختیځپوهانو، لکه برنهاد ډورن، جارج راورټي، بیلیو، پادري هیوز، جیمز ډار مسټیټر او ځینو نورو او تر دوی وروسته په افغانستان کي علامه عبدالحي حبیبي ؒ، استاد عبدالرؤف بېنوا ؒ، پوهاند صدیق الله رشتین ؒ او نورو پوهانو او په پښتونخوا کي مولوي احمد، قاضي عبدالسلام زیارتي، استاد دوست محمد کامل مومند ؒ، همېش خلیل او نورو پیل کړی دئ چي له نېکه مرغه اوس هم د متن څېړني دا لړۍ روانه ده او پوهان کلاسیک څېړنیز متون برابروي.

د پښتو د همدې متني څېړنو په جریان کي زموږ د لیکني د بحث موضوع د پښتو ادب د یوه دېوان لرونکي، کثیر الکلام او مقتدر شاعر ملا عبدالمنان حیرت پر تدوین سوي دېوان تنقیدي لیکنه ده.

د دې لیکني په پیل کي اول د ملا عبدالمنان حیرت پر پېژندني لنډ بحث سوی دئ. ورپسې د دېوان پر شکلي جوړښت او متني خوا او هغو متني نیمګړتیاوو په ترتیب بحث سوی چي د دېوان د تدوین پر مهال پېښي سوي دي. په پای کي له معمول سره سم پایله، وړاندیزونه او مأخذونه راغلي دي.

د څېړني اهمیت:

دا چي د ملا عبدالمنان حیرت دېوان لومړی ځل چاپ سوی او تر دې دمه ئې د تدوین سوي دېوان په اړه له څو ضمني یادونو پرته لیکني او څېړني نه دي سوي نو د دې لیکني ستر اهمیت او ارزښت همدا دئ چي د دېوان د تدوین پر چارو دي تنقیدي لیکنه او څېړنه وسي.

د څېړني موخه:

د دې لیکني لویه موخه دا ده چي د متن څېړني د معاصرو اصولو له مخي د دې دېوان د تدوین ځیني ستونزي او نیمګړتیاوي د مثبت بدلون په موخه وښوول سي چي له یوې خوا به دغه لیکنه له متن څېړونکو او مینه والو سره شریکه سي، له بله اړخه به په دې برخه کي د نورو څېړنو له پاره ګټوره او مفیده تمامه سي.

د څېړني پوښتني:

۱. د ملا عبدالمنان حیرت تدوین سوی دېوان کومي ستونزي او نیمګړتیاوي لري؟

۲. د تدوین سوي دېوان د ستونزو او نیمګړتیاوو د حل او لا بشپړتیا په موخه باید څه وسي؟

د څېړني میتود:

د دې لیکني پر مهال له تشریحي – تحلیلي او تنقیدي میتود څخه کار اخیستل سوی او د څېړني ډول کتابتوني دئ.

د مقالې متن

د ملا عبدالمنان حیرت لنډه پېژندنه:

ملا عبدالمنان حیرت د پښتو ادب یو کثیر الکلام او مقتدر شاعر دئ چي پر پښتو سربېره ئې په فارسي – دري هم شاعري کړې ده او د دواړو ژبو دېوانونه ئې پرې ایښي دي. دی د میرزا عبدالرحمن زوی او د ملا نصرالله اخند لمسی دئ. که څه هم په اوسني لیکوال کي د قبیلوي وېش له مخي کاکړ بلل سوی خو د ده په دېوان کي د داخلي شهادتونو له مخي دی ځان د حضرت سنایي صاحب په ټبر پوري تړلی تاجیک بولي او د ده خپله وینا داسي ده:

د غزني اولیاء الله مي عزیزان دي

د حکیـم سنایـي د کـور مریی یـم

که تاجیک یې حُزن وړه عبدالمنانه

کنه نه یم د یوسف نسله پردی یـــم

(دېوان، ۱۴۰۴ش، ۶ – ۷ مخونه)

نو پر همدې اساس دی د کندهار له پښتنو تاجیکو څخه دئ.

ملا عبدالمنان حیرت د کندهار ښار د کابل بازار په ملا ګلداد کوڅه کي اوسېده. ورځنی شغل ئې عطاري (پرچون دوکانداري) وه چي دوکان ئې تر کابل دروازې دباندي د بالا کرز کوڅې څنګ ته واقع وو (دېوان، ۱۴۰۴ش، ۵ مخ). د ملا عبدالمنان وروستی تخلص حیرت وو خو په دېوان کي ئې خپل تخلص څو ځایه “بېجان” او “محزون” هم لیکلی دئ.

د ملا عبدالمنان حیرت د زېږېدو نېټه په اوسني لیکوال کي ۱۲۸۰ ښوول سوې ده چي دا سنه د استاد محمدمعصوم هوتک د څېړني له مخي د شاعر له وینا سره یو کال توپیر لري. دی په خپل دېوان کي یوه اوږده منظومه لري چي په پای کي ئې ځان څلوېښت کلن بللی او د منظومې د ویلو کال ئې ۱۳۶۲ق ښوولی دئ.

دیرلس سوه دو شپېته سوه

چــــــــي سنه دا هویــــدا

زما څلوېښت کاله پوره سوه

لـــــه ساعته د پیـــــــــدا

(دېوان، ۱۴مخ)

نو د پورتنیو شواهدو پر بنسټ استاد محمدمعصوم هوتک د ده د زېږېدو کال ۱۲۸۱ق ښوولی دئ او دا اصح قول دئ.

د ملا عبدالمنان حیرت د مړیني په باب په دغه تدوین سوي دېوان کي هیڅ نه تر سترګو کېږي. د اوسني لیکوال د نوي چاپ مهتمم، ښاغلي مطیع الله روهیال د ۳۲۷مخ په حاشیه کي د کندهار مجلې (د ۱۳۴۴ش کال وروستۍ ګڼه) په حواله د محمدیوسف ویران د یوې لیکني په اقتباس د ده د مړیني نېټه ۱۳۴۴ش کال د جدي ۱۲مه لیکلې او د مړیني وجه ئې قلنج ناروغي بللې ده.

د چاپي دېوان لنډه معرفي:

د ملا عبدالمنان حیرت دېوان په لومړي ځل په ۱۴۰۴ش کال صداقت خپرندویي ټولني د استاد محمدمعصوم هوتک په سریزه او د محمدهارون صمیم په ترتیب، سمون، لمنلیکونه او لغتنامه په ۶۴۸ مخو کي ۵۰۰ ټوکه چاپ او خپور کړی دئ. د دې دېوان د تدوین په شکلي جوړښت کي د کتاب له پښتۍ او کتاب پېژندني وروسته لومړی د مدون “د پیل خبري” په نامه دوه مخه لیکنه راغلې چي د دېوان د چاپي نسخې پر موندلو او خپل کار ږغېدلی دئ. تر دې وروسته د استاد محمدمعصوم لیکنه “د ملا عبدالمنان حیرت دېوان ته یوه کتنه” د سریزي پر ځای په شپږو مخونو کي راغلې ده. په دې لیکنه کي لومړی د کندهار پر فرهنګي بهیر او پر ملا عبدالمنان حیرت باندي د لیکنو لنډي خبري سوي دي او د هغو پخوانیو نیمګړو کارونو یادونه سوې چي د دېوان پر تحقیقي متن سوي، خو بشپړ سوي نه دي. ورپسې ئې د دېوان د داخلي شهادتونو له مخي د شاعر لنډه پېژندنه راوړې او په ضمن کي ئې پر شاعري بحث کړی دئ.

تر سریزي وروسته د دېوان شعرونه په ۶۱۰ مخونو کي په مردف ډول پیلېږي او پر درو برخو ئې وېشلي دي: لومړۍ برخه غزلیات، دوهمه برخه مقامي او سپرې غزلي او متفرقات، دریمه برخه رباعیاتو او په نظم ویل سوو متلو ته ځانګړې سوې ده. ورپسې ئې په ۳۸ صفحو کي لغتنامه راوړې ده.

دا تدوین سوی دېوان لمنلیکونه لري او هغه کلمات او مخففات چي په متن کي په عددي یا اختصاري علامو ښوول سوي دي، په لمنلیک کي واضح او روښانه سوي دي. په دې لمنلیکونو کي له اوو ځایو پرته چي استاد محمدمعصوم هوتک واضح کړي، نور ټول د دېوان په مدون اړه لري.

دېوان په دې بیت پیل سوی:

لمن مــي ده نیولې پـــه دربار د کبریا

بخښنه در څه غواړم ته باچا یې زه ګدا

وروستی بیت ئې:

نې غوماشه پر څټ خوري نې کیکه بیا خوري

خدایي وږی څـــه کــــوي لکه چي ما خوري

پر دېوان د تنقیدي اړخو یادوني

که څه هم هیڅ لومړنی کار له نیمګړتیاوو او ستونزو خالي نه وي نو د دې دېوان په تدوین کي هم ځیني ستونزي او نیمګړتیاوي سته چي یا خو مدون په شعوري ډول پام نه دئ ورته کړی او یا هم د ډېري عجلې او بېړي له اسیته پېښي سوي دي. زه هم د همدې ځینو ستونزو او نیمګړتیاوو لنډه تنقیدي یادونه کوم:

د یوه دېوان په تدوین کي د مدون خپله سریزه ډېره مهمه ده او په سریزه کي باید مدون د شاعر پر پېژندنه، ادبي شخصیت، شعري لار، د شعر پر بېلابېلو خواوو او د تدوین پر لارو چارو، میتود او همداراز د خطي نسخې پر بشپړه معرفي بحث او خبري وکړي. که څه هم د استاد محمدمعصوم هوتک په لیکنه کي د شاعر پر ژوند او شاعري لازم بحث سوی خو د مدون په خبرو کي د شاعر پر شعري لار، شعري ځانګړتیاوو او د خطي نسخې پر معرفي له څو تکراري خبرو پرته هیڅ بحث نه دئ سوی، یوازي د دې ضمني یادونه سوې چي خطي نسخه کاکا اسدالله پوپل ورکړې او د شاعر په خپل لاس لیکل سوې ده. مرتب ته په کار وه چي خطي نسخه ئې هر اړخیزه معرفي کړې وای او د نسخې پر لیکدود، د کاغذ نوعه او کیفیت، د خط ډول او د لیکلو پر کال ئې مفصل ږغېدلی وای.

دا دېوان له یوې واحدي نسخې څخه تهیه سوی خو مدون په خپلو خبرو کي یادونه کړې چي په طلوع افغان اخبار او کندهار مجله کي د شاعر داسي شعرونه هم راغلي چي په حاضر دېوان کي نسته، خو د امکاناتو نه موجودیت ئې لامل بللی چي دغه متفرق او خواره واره اشعار ئې و نه سوای کولای را ټول او له دېوان سره مله چاپ کړي. مدون باید په پوره زغم او حوصله سره د خورو ورو اشعارو و راټولولو ته لېڅي را نغاړلي وای او دا کار ئې بشپړ کړی وای. بل طلوع افغان اخبار او کندهار مجله څه د انځر ګل نه دي چي موندنه ئې ګرانه او لاسرسی دي ورته سخت او ناممکن وي. که مدون دغه ګرده شعرونه په پوره حوصله مندي سره را ټول او له حاضر چاپي دېوان سره ئې یو ځای کړي وای نو هم به ئې و لوستونکو ته پر یوه ځای لاسرسی آسان وای او هم به ئې کار بشپړ او تکمیل وای.

د ملا عبدالمنان حیرت څه شعرونه په “ګلزار سید احمد” نومې مجموعه کي هم راغلي دي خو مدون په خپلو خبرو کي کومه اشاره نه ده ورته کړې او نه ئې خپل تهیه کړی متن ورسره مقابله کړی دئ. مدون ته په کار وه چي د متن څېړني له معاصرو اصولو سره سم ئې د خپل تدوین کړي دېوان هغه ټول شعرونه ورسره پرتله کړي وای چي یو شان دي او ټول تفاوتونه ئې په لمنلیکو کي راوړي وای او هغه شعرونه ئې د چاپي دېوان په متن کي ځای پر ځای کړي وای چي په خطي نسخه کي موجود نه وه.

که څه هم دا دېوان په مردف ډول ترتیب سوی خو د (د)، (ړ)، (ک) او (ګ) په ردیفو کي څو غزلي داسي هم راوړل سوي چي باید اصولاً او د اوسني لیکدود سره سم د (هـ) و ردیف ته نقل سوي وای. په هغه صورت کي ئې دلته راوړل کومه خبره نه وه چي د دغو ردیفو د کنډو کېدو بېره وای.

دا دېوان لمنلیکونه لري او هغه کلمات او مخففات چي لهجوي شکل ولري، په عددي یا اختصاري علامو ښوول سوي او په لمنلیک کي ئې د وضاحت هڅه سوې ده. خو په لمنلیکو کي ئې ستونزه دا ده چي په ځینو صفحو کي سره تېر و بېر او په یوه او بل مخ کي راغلي دي، لکه په ۶۱، ۶۲، ۷۵، ۸۸، ۹۱، ۱۰۳، ۱۵۳، ۱۷۸، ۱۹۶، ۲۰۹، ۲۱۱ او نورو مخونو کي.

د دېوان په پای کي له معمول سره سم په ۳۸ مخونو کي لغتنامه راغلې او د مدون په قول د عربي او لهجوي لغتونو وضاحت پکښې راوړل سوی دئ. د ملا عبدالمنان حیرت په دېوان کي په پېخر فارسي، عربي او لهجوي لغتونه راغلي دي. که څه هم مدون خپله هڅه کړې او د ډېرو عربي او فارسي لغتونو وضاحت ئې راوړی خو بیا هم د دېوان په متن کي ډېر حل طلبه لغتونه سته چي په لغتنامه کي ئې د عامو عربي او فارسي لغتونو پر ځای راوړل اړین وو.

زه د دې لیکني په پای کي د دېوان پر تهیه سوي متن خپل یاداښتونه لیکم او د هغو ځایونو یادونه کوم چي په متن کي ځیني کلمې سمي نه دي ثبت سوي او یا هم املایي او ټایپي غلطۍ لري. که څه هم دغه ناسم ځایونه او کلمات بېخرته او آن د پاسه دي خو زه دلته د لیکني د نه اوږدېدو په لحاظ یوازي د غزلیات د برخي نیم یاداښتونه لیکم او د دې خبري یادونه هم اړینه او دیانت بولم چي د دې دېوان د تصحیح او تنظیم په باره کي د استاد محمدمعصوم هوتک خپل قول په دې ډول دئ: «ښاغلي هارون صمیم د کار په جریان کي د دېوان د ترتیب و تنظیم په برخه کي زما سره هم مشوره کوله. خو ما په دغه وخت کي د ناروغۍ له اسیته د دې مجال و نه موند چي متن دي وکتلای سم. ځکه نو د متن د تصحیح او تنظیم کار ئې ټول ښاغلي هارون صمیم پخپل همت بشپړ کړی او د دېوان د متن مسؤلیت ئې ټول پر غاړه اخیستی دئ.» (دېوان، ۱۴۰۴ش، ۶مخ).

هغه ځایونه چي سم نه دي ثبت سوي:

په ۱۲ مخ کي:

ځان هم سو برخلاف علانیه ویر ملا

(برملا) سم دئ، (ویر ملا) ناسم دئ. (برملا=ښکاره او څرګند). په ۲۲ او ۶۲ مخونو کي بیا (پر ملا) لیکل سوی چي ناسم دئ.

په ۱۳مخ کي:

دلبره دلربا مهر وي معشوق جانه اشنایه

د دې نیم بیتي سم شکل:

دلبره دلربا مهروی معشوق جانه آشنایه

په ۱۸ مخ کي:

دنیا ئې کړه د خدای له پاره ترکه تن ئې خوار کی

صاحبي کرامــــت دي فقیران د بوریـــا

(صاحب کرامت) فارسي ترکیب دئ. هغه ولي او عارف ته وایي چي د کرامت خاوند وي. که په پورتني ډول (صاحبي کرامت) ولیکل سي، دغه ترکیب مسخه کېږي. دغه راز ډېر فارسي ترکیبونه په پښتو یاګانو مسخه سوي دي چي د ځینو یادونه به وکړو:

په ۱۹ مخ کي (دریایي صداقت) ناسم دئ، (دریای صداقت) سم دئ.

په ۶۹ مخ کي (غیرتي روحاني) ناسم دئ، (غیرت روحاني) سم دئ.

په ۹۰ مخ کي (غیرتې بشري) ناسم دئ، (غیرت بشري) سم دئ.

په ۱۰۴ مخ کي (مقتدایي مرسلین) ناسم دئ، (مقتدای مرسلین) سم دئ.

په ۱۰۵ مخ کي (شاهي مردان) ناسم دئ، (شاه مردان) سم دئ.

په ۱۳۷ مخ کي (تاجي غفران) ناسم دئ، (تاج غفران) سم دئ.

په ۱۵۵ مخ کي (دوستي مهربان) ناسم دئ، (دوست مهربان) سم دئ.

په ۲۰۳ مخ کي (دښتي کربلا) سم نه دئ، باید (دښت کربلا) سي.

په ۲۶۰ مخ کي (پیري پیرانه) سم نه دئ، باید (پیر پیرانه) سي.

دغه راز ځیني نور.

په ۳۶ مخ کي:

د دلربا پر مخ پټو رنګه سوزان کړم نصیب

(پټو) باید (پتڼ) سي.

په ۴۲ مخ کي:

خدای دي ژر مات کي د دوني دنیا څټ

(دوني) ئې په لمنلیک کي په (دومره) معنی کړی دئ. خو دا په اصل کي د فارسي (دون دنیا) ترکیب دئ چي د ټیټي او پستي دنیا په معنی دئ او په (دوني دنیا) ئې لیکل د دغه ترکیب مسخه کول دي.

په ۵۳ مخ کي:

پنځه سوه تهمته به خود په غوږو اوري

هر چا چي خبري کړي پر تن د نفس قبا ده

د دوهم نیم بیتي سم شکل:

هر چا چي څیري کړې پر تن د نفس قبا ده

په ۸۷ مخ کي:

شاعري د پاچا کار یا د لوچک

یا بل مست چي وي له هره سِره ډک

د دوهم نیم بیتي سم شکل به داسي وي:

یا بد مست چي وي له هره شره ډک

په ۹۸ مخ کي:

زما په رو کي بېله عشقه له وحدته

بل مکتب و معلم کم و قلیل

(کم) ته ئې په لمنلیک کي (کوم) لیکلی چي ناسم دئ. کم دلته د لږ په معنی دئ او له قلیل سره مترادف دئ.

په ۹۹ مخ کي:

درواغو ئې زاهد چي ځان منکر بولي له ګله

د دې نیم بیتي سم شکل:

درواغ وایي زاهد چي …

په ۱۰۴ مخ کي:

مولا سمیع بصیر احمد بشیر نظیر

مومن تصدیق وکی کافر ته نابینا وایم

د لومړي نیم بیتي سم شکل:

مولا سمیع البصیر، احمد بشیر و نذیر

په ۱۰۷ مخ کي:

مهربانه ربنا یې زه جاله بې وفا یم

سمه بڼه ئې:

مهربانه ربنا یې زه جاهله بې وفا یم

په ۱۱۱ مخ کي:

حب مکین د هجرې کړم کنه زه ملا منان نه یم

(هجرې) ئې په حاشیه کي په (هجر ئې) لیکلی دئ. خو دا په اصل کي د (حجره = دېره، کوټه) مغیره بڼه ده او په (هـ) لیکل ئې ناسم دئ.

په ۱۲۱ مخ کي:

په عرفان به دي د حق دا رنګه رنګ کړم

هواخوایه به دي ټوله حریفان کړم

(حریفان) ناسم دئ. (عارفان) سم دئ.

په ۱۳۰ مخ کي:

عاشقي و مریضان کجي د خلکو

غموي راباندي ژوند کاږم آهونه

(مریضان) به غالباً (مریضي) وي.

په ۱۴۰ مخ کي:

دوست زما غوثِ نوراني دئ په غزنین کي مکان

نومې حکمي سنایي صفا تر ماهِ تابان

د دې بیت سم شکل:

دوست زما غوث نوراني دئ په غزنین کې مکان

نوم ئې حکیم سنایي صفا تر ماه تابان

په همدې مخ کي:

لوړه بلنده مرتبه ئې پر جهان ده ښکاره

قولې دوُّري عدني دئ تر قربان مي سه ځان

د دوهم نیم بیتي سم شکل:

قول ئې دُر عدني دئ تر قربان مي سه ځان

دُر مرغلرو ته وایي او عدن د یمن یو ښار دئ او دلته خبري د عدن ښار له مرغلرو سره تشبیه سوي دي.

په ۱۴۶ مخ کي:

خدایه څنګه سوم ساعت و چي دا دسي زبون وزو

(سوم) ناسم دئ، باید (شوم) سي. شوم نحسي او بدمرغه ته وایي. مدون د لهجوي سینیت تر اغېز لاندي راغلی دئ.

په ورپسې بیت کي:

دا ئې زما د زوکړي ناره دي په دې رنګ ولي نه کړل

(دا ئې) باید (دایې) سي. دلته دایه (هغه څوک چي کوچنیان پالي او لویوي) مخاطبه سوې ده.

په ۱۶۲ مخ کي:

زلفانو دي پېښ کی حیرت و ریحان ته

چشمان دي دم کړي اوسې و بیابان ته

د دوهم نیم بیتي سم شکل:

چشمانو دي رم کړې هوسۍ و بیابان ته

املایي او ټایپي تېروتني:

په ۱۶ مخ کي:

سینه بریان مجنون حیران له ډېره مکس و درنګه ستا

(مکس) باید (مکث) سي.

په ۲۰ مخ کي:

غیرت له د جنون وړی حیرت ګوته په غاښ یم

نه باک په ستو نېست کوي نه وایي مدعا

د دوهم نیم بیتي سم شکل:

نه باک په هست و نېست کوي نه وایي مدعا

په ۳۱ مخ کي:

د وصال دوا مي دي خدای کي مستجاب

(دوا) باید (دعا) سي. دغه راز په ۱۵۰ او ۱۷۹ مخونو کي هم (دعا) په (دوا) لیکل سوې چي ناسم دئ.

په ۳۶ مخ کي:

له سپین رخسار څخه ئې جلوه تل د لور بالونه وهي

(لور) ټایپي غلطي ده. سم ئې (نور) دئ.

په ۳۹ مخ کي:

د یورپ پېښي که بولي تمدن د ځان په باب کي

(پېښي) باید (پېښې) وای چي تقلید ته وایي او له دې بیت سره هم مناسبت وایي.

په ۵۹ مخ کي:

نه ویل کېږي احوال، د زړه چي یمه ملا

سر مي قربان دئ في الحال، د خوبرویانو په وار

په لومړي نیم بیتي کي (ملا) ټایپي تېروتنه ده. سم ئې (ملال) دئ.

په ۶۱ مخ کي:

نو هیڅ باک به و نه کړم د منکرو په انګار

(انګار) باید (انکار) سي. دغه راز په ۶۷ مخ کي بیا (انګار) په (انکار) لیکل سوی چي ناسم دئ.

په ۶۳ مخ کي:

وایي پټه خوله ته ښه یې  –  هیله خوله کوي آزار

(هیله) باید (ایله) سي. په ۲۲۷ مخ کي هم (هیله) راغلی دئ، چي سم نه دئ.

په ۶۵ مخ کي:

څوک دئ صاحب د امتیاز، اسناد والا یا جانباز

هر محسوس سول د زړه ګذار، هر روی ئې بد لکه خنجر

په دوهم نیم بیتي کي (ګذار) ناسم دئ. (ګداز) سم دئ. ګذار ټایپي تېروتنه ده.

په ۷۵ مخ کي:

په کلو مي سو له داد فراق خوږ

څخه ډېر عمر له پاته دئ که لږ

د لومړي نیم بیتي سم شکل:

په کلو مي سوله دا د فراق خوږ

په ۷۶ مخ کي:

خدایه څونه لوی خیالونه دي حیران یم

مقابل محاوره مي بولي جس

(محاوره) باید (مجاوره) سي.

په ۸۴ مخ کي:

له دوستۍ څخه د نادانه الوداع

د خپلوۍ څه د دنیا څه الوداع

(د دنیا څه) پر ځای باید (د دنیا نه) وای چي قافیه ئې برابره سي. د قافیې نوري کلمې ئې زنانه، بوستانه ځوانه، آستانه او خانه دي.

په ۸۹ مخ کي:

وګرځي دي پر هر چمن، خوښ دي سو ګل د کم ګلشن

سوی لکه مړی په کفن، کمه دئ آ ستا دلدار نازک

د دې بیت سم شکل:

وګرځېدې پر هر چمن، خوښ دي سو ګل د کم ګلشن

سوې لکه مړی په کفن، کمه دئ ستا دلدار نازک

په همدې مخ کي:

نشو نما د میو مینا ناز و ادا په وخت د ګل

پرېږده هوا د نفس رضا، ټینګ که د ګل کنار نازک

د لومړي نیم بیتي کلمات سره تېر و بېر سوي او د بیت آهنګ لرونکې قافیه (مینا، ادا، رضا) ئې ماته کړې ده، سم شکل ئې داسي دئ:

نشو و نما د می مینا، په وخت د ګل ناز و ادا

په ۹۳ مخ کي:

د نفاق آخر ملجا درک اصفل دئ

(اصفل) باید (اسفل) سي.

په ۹۴ مخ کي:

خزنه به د دوږخ په پکر هوک سي

(پکر) باید (فکر) سي.

په همدې مخ کي:

د شپې خیال لري د یار د حسن سرق

(سرق) باید (شرق) سي.

په ۱۱۲مخ کي:

لڅ که مخ د خدای پر پار بل وهم بورا دي یم

(بل) باید (بال) سي.

په ۱۱۳ مخ کي:

نصارا ته د پادري په رنګ صفت د کلیسا کړم

د یهود سره چي ګیر سم د تورات په ویل شور یم

(شور) باید (سُر/سور) وای. سُر دلته د ویونکي په معنی دئ. شور د معنی التباس پېښوي او ناسم دئ. د قافیې نوري کلمې ئې: تنور، معذور، منصور، ضرور، دُر او مجبور دي.

په همدې مخ کي:

ګاهي د کل په امید زه بېجان پر رخسار ګرځم

(کل) ټایپي تېروتنه ده. سم ئې (ګل) دئ.

په ۱۱۹ مخ کي:

د کوثر د اوبو خط به درله درکم

(خط) ناسم دئ. (حظ) سم دئ. ټایپي تېروتنه ده.

په ۱۲۲ مخ کي:

داخل کړی مصطفی یې پخپل چم

چي هیڅ و نه کې د لوط د قومي چم

د لومړي نیم بیتي (چم) باید (جم) سي. جم د (جمع) عامیانه شکل دئ، قبیلې او ټولۍ ته وایي.

په ۱۳۲ مخ کي:

دنیا جیغةٌ طالبها کلابٌ زما سند دئ

(جیغة) باید (جیفه) سي. جیفه مرادارۍ ته وایي او دا د عربي مقوله ده: «ٱلدُّنْيَا جِيفَةٌ وَطَالِبُهَا كِلَابٌ».

په ۱۳۳ مخ کي:

د لبو په سودا مي جنون ووتئ عالم ته

مجذوبه یم لوېدلی بچاهی ذقن ذقن

د دوهم نیم بیتي سم شکل:

مجذوبه یم لوېدلی به چاه ذقن ذقن

په ۱۳۵ مخ کي:

پر حریر مي نسته توان عبدالمنانه

د فلک لښت مي واړول څرمن

د دوهم نیم بیتي سم شکل:

د فلک لښتو مي واړول څرمن

په ۱۳۸ مخ کي:

و اغیار ته ګلخانه د پسرلي

صادقانو ته وهي رنګ د خزان

(رنګ) باید (زنګ) سي. ټایپي تېروتنه ده.

په ۱۴۱ مخ کي:

سنبل زلفو پر سپین تندي مجذوبه کړم بېحاله

درنګي رنګ په رنګ کوم د زړه په رنګ بیان

د دوهم نیم بیتي سم شکل:

د رنګ ئې رنګ په رنګ …

په ۱۴۲ مخ کي:

شکرانه د یار په عشق کي ما دا خپل سر نظر کړی

(نظر) باید (نذر) سي. دغه راز په ۱۴۵ مخ کي هم (نظر) لیکل سوی چي باید (نذر) سي.

په ۱۵۵ مخ کي:

ویل عبدالمنان ستا غزل د یوه حال ستا

د حسن و د جمال ستا راپاته نښانه ده

زما په غالب ګمان د لومړي نیم بیتي (حال) په اصل کي (خال) دئ. که څه هم حال او خال د وزن او قافیې له مخي سره برابر دي خو د معنی، تصویر او د کلمو د یو بل سره د تړاو له مخي خال ډېر سم او ښایسته دئ. په کلاسیکو غزلو کي د حسن او جمال تر ټولو مشهوره نخښه خال بلل کېږي نو “خال” له “نښانه” سره ښه وړ وایي.

په همدې مخ کي:

قد دي د ایرم چنار، زلفي دي شانه تار تار

(ایرم) باید (اِرم) سي. په ۲۳۶ مخ کي هم ایرم لیکل سوی دئ چي سم نه دئ.

په ۱۶۲ مخ کي:

پخوله دي هیڅ اشارت نه او پټ کوې تر څنګ کاته

سم شکل ئې:

په خوله دي هیڅ …

په ۱۶۳ مخ کي:

شراب فروشي ایمان فروشي کرم جوشي د دنیا

(کرم جوشي) باید (ګرم جوشي) سي.

په ۱۶۵ مخ کي:

سپین ږیري چي کوچیان د آخرت دي هغه پرېږده

(کوچیان) ناسم دئ، باید (کوچنیان) سي.

په ۱۶۹ مخ کي:

د زړه دي څه قبا د اتلس نه ده

(اتلس) ناسم دئ. (اطلس) سم دئ.

په ۱۸۱ مخ کي:

په تور مخ ځان رسۍ د ارزاق مه بوله ژاولنه

(ځان رسۍ) باید (ځان رسي) وای.

په ۱۸۷ مخ کي:

پخپل حاکي صفت او په ښه نیت د پښتونوالي

(حاکي) باید (خاکي) وای. ټایپي تېروتنه سوې ده.

په همدې مخ کي:

څلور ټکره مغز د یوه جوز په پوست کي

دا یو ټکر پر بل په څه نسبت ترجیع لري

د دې بیت سم شکل:

څلور ټوکره مغز د یوه جوز په پوست کي

دا یو ټوکر پر بل په څه نسبت ترجیح لري

په ۱۹۱ مخ کي:

پرصت مي لا تر اوسه محبت پر سینه ستا دئ

لښکر مي د غمونو په سکن سو یا علي

د دې بیت سم شکل:

فرصت مي لا تر اوسه محبت پر سینه ستا دئ

لښکر مي د غمونو په شکن سو یا علي

په ۲۱۲ مخ کي:

توري سترګي مي د سرو وینو پیالې سوې

راته ایسي اکلُ شُربُ طعام ویني

د دوهم نیم بیتي سم شکل:

راته ایسي اکل و شرب و طعام ویني

په ۲۲۲ مخ کي:

که حکم پر وکم چي خلاص صحرایي یې

د کابل په قطرو ئې پروا نه کېږي

(قطرو) باید (قصرو) سي.

په ۲۵۳ مخ کي:

له ګمانه حکم څه دئ چي په زړه مي خبر نه یې

څو الهام درته ونیسي ظن دي واړه معاند دئ

د دوهم نیم بیتي سم شکل:

څو الهام درته و نه سي ظن دي واړه معاند دئ

دا زما د یاداښتونو ډېره وړه برخه وه چي پورته مي ذکر کړل. د دې دېوان په متن کي داسي ځایونه کم نه دي چي حل دي غواړي. یا خو سم را نقل سوي نه دي او یا مدون سر په ګرځولی نه دئ. دغه راز په ځینو بیتو کي د مدون د نه توجه په خاطر وزن مات یا ډېر سوی دئ. مدون ته په کار وه چي په پوره غور، فهم او دقت سره ئې متن تهیه کړی وای او خپل تهیه کړی متن ئې څو ځله تر نظر تېر او د اصلاح وړ ځایونه ئې ور سم کړي وای. خو داسي برېښي چي دغه ستومانونکی او دروند کار دي په ډېره عجله او بېړه بشپړ سوی وي او همدې ستومانتیا او تلوار دي مدون ته د دې مجال نه وي ورکړی چي متن دي دوباره تر نظر تېر او اصلاح کړي.

پایله

ملا عبدالمنان حیرت د پښتو ادب په مقامي شاعرانو کي یو پېژندل سوی او مشهور شاعر دئ چي په فارسي – دري ئې هم شاعري کړې ده. د ده دېوان په لومړي ځل د استاد محمدمعصوم هوتک په سریزه او د محمدهارون صمیم په تدوین په ۱۴۰۴ش کال ۵۰۰ ټوکه چاپ سوی دئ. په دې تدوین سوي دېوان کي که څه هم څه ناڅه ستونزي او نیمګړتیاوي سته خو اول واري چاپېدنه ئې د پښتو ادب په میدان کي یو ارزښتناک او غنیمت کار ګڼل کېږي.

په دې تنقیدي لیکنه کي د ملا عبدالمنان حیرت د دېوان هغه ستونزي او نیمګړتیاوي چي د تدوین پر مهال له مدون څخه پاته وې او یا ئې هم توجه نه ده ورته کړې، په دې نیامت بیان او تشریح سوې چي د تدوین چاري ئې لا بشپړي اصلاح او سمي سي.

وړاندیزونه

۱. که څه هم دا دېوان له نیمګړتیاوو سره سره د پښتو ادب په برخه کي یوه مهمه هڅه ده نو زه مدون یا هم د متن څېړني بل مینه وال ته وړاندیز کوم چي د شاعر ټول هغه شعرونه دي له طلوع افغان اخبار، کندهار مجلې او ګلزار سیداحمد ټولګي څخه راجمع او د پورتنیو نیمګړتیاوو او ستونزو په نظر کي نیولو سره دي دا دېوان دوهم وار په بشپړ ډول د یوه شعري کلیات په شکل چاپ او خپور کړي.

۲. پښتو متن څېړونکو او مینه والو ته دا وړاندیز کوم چي د ادبي آثارو د تدوین او تنظیم پر مهال دي پوره غور او دقت کوي او د متن په تهیه کولو کي دي له عجلې او بېړي څخه ډډه وکړي او د متن څېړني اصولو او قواعدو ته دي پوره توجه وکړي.

مأخذونه

بېنوا، عبدالرؤف. (۱۳۸۸ش). اوسني لیکوال. د مطیع الله روهیال په زیار. کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه.

حیرت، عبدالمنان. (۱۴۰۴ش). د ملا عبدالمنان حیرت دېوان. د محمدمعصوم هوتک په سریزه او د محمدهارون صمیم په ترتیب، سمون، لمنلیکونه او لغتنامه. کندهار: صداقت خپرندویه ټولنه.

هیوادمل، زلمی. (۱۳۹۶ش). د متن څېړنې مېتودولوژي (دریم چاپ). کابل: دانش خپرندویه ټولنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب