شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهنوم دې؟ - لیکوال: برتولت برشت

نوم دې؟ – لیکوال: برتولت برشت

ژباړن: حزب الله اتل

————–

قاضي: نوم دې؟

برشت: خپله پوهېږې!

قاضي: پوهېږم؛ اما که تاسو یې بیا هم ووایاست ښه به وي.

برشت: ښه، تاسو ما د همدې نوم په پلمه محاکمه کوئ، نو ولې زه بیا هم تاسو ته خپل نوم ووایم؟

قاضي: په هر حال، باید خپل نوم و وایې؟

برشت: ما وویل، چې زه برشت یم!

قاضي: واده دې کړی؟

برشت: بلې!

قاضي: له چا سره؟

برشت: له یوې ښځې سره. ،، خندا، هاهاهاها

قاضي: تاسو د محکمې کارونه مسخره کوئ؟

برشت: نه داسې نده.

قاضي: نو بیا ولې وایې، چې له یوې ښځې سره مې واده کړی؟

برشت: هغه ځکه، چې په واقعي مې له یوې ښځې سره واده کړی!

قاضي: تا تر اوسه څوک لیدلي، چې له یو سړي سره یې واده کړی وي؟

برشت: بلې!

قاضي: څوک دی؟

برشت: زما مېرمن، هغې له ما سره واده کړی.

( برتولت برشت، مشهور المانی لیکوال دی)

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب