تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۵ مه) امریکايي خبري وېبپاڼې «اکسیوس» ته دوو باوري سرچینو پرون (سې شنبه) ناوخته ویلي چې ایران له امریکا سره د خبرو اترو د ځای او د خبرو د طریقې د بدلون غوښتنه کړې ده.
سرچینو زیاته کړې چې ایران، وروسته له هغې چې څو نورو هېوادونو ته د ناستې د ګډون بلنه ورکړل شوه، له خپلو وروستیو هوکړو شاته شوی دی.
د ایران نوې غوښتنې دا دي چې خبرې اترې دې عمان ته ولېږدول شي او یوازې دې د ایران او امریکا ترمنځ، په دوهاړخیزه بڼه وي، پرته له دې چې څو عربي او اسلامي هېوادونه د څارونکو په توګه پکې ګډون ولري.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت فاکس نیوز ته ویلي چې خبرې اترې به د پلان له مخې، د همدې اوونۍ په پای کې ترسره شي.
امریکايي او ایراني چارواکو اعلان کړی چې د اتومي پروګرام په اړه خبرې به د جمعې په ورځ په ترکیه کې بیا پیل شي.
د مخکې اعلان شوي پلان له مخې، د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویتکاف به په استانبول کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره وګوري. د دې کتنې موخه د ایران د اتومي پروګرام په اړه د ډیپلوماسۍ بیا راژوندي کول او په سیمه کې د احتمالي شخړې په اړه د اندېښنو کمول دي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هوکړې د نه کېدو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او د ایران پر لور د امریکا د لویې جنګي بېړۍ د لېږد خبر یې هم ورکړی دی.
په همدې حال کې ویل شوي چې امریکايي بېړۍ د ایران یوه بې پېلوټه الوتکې ویشتې ده.