بایډن: پر نتانیاهو مې ډېر باور نه درلود؛ هغه حقایق د خپلو ګټو لپاره بدلول
تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۲۵ مه) د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن په خپلو تازه خپرو شویو خاطراتو کې لیکلي چې د اسرائیل پر صدراعظم بنیامین نتانیاهو یې ډېر باور نه درلود.
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، بایډن په خپل نوي کتاب «Promise Me, America» کې د خپلې ولسمشرۍ یوې دورې ته کتنه کړې ده. دغه کتاب د نومبر د درېیمې نېټې د منځمهاله انتخاباتو په پایله کې د ډیموکرات ګوند له بري وروسته خپور شوی دی.
بایډن په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو له پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې دا پرېکړه یې سمه وه او که په ورته شرایطو کې بیا ولسمشر وای، همدا پرېکړه به یې کړې وه.
هغه ویلي چې د هغه وخت دفاع وزیر لویډ اسټن او د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال مارک مېلي له افغانستانه د ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.
د بایډن په وینا، هغه ته ډاډ ورکړل شوی و چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان حکومت لږ تر لږه شپږ میاشتې دوام وکړي، خو دغه حکومت په څو ورځو کې ړنګ شو.
امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو هوکړه لاسلیک کړې وه.
نتانیاهو له حقایقو سره «انعطاف» کاوه
بایډن له نتانیاهو سره د خپلو اړیکو په اړه لیکلي چې د اسرائیل صدراعظم د دغه هېواد اوږدمهالو ګټو ته تر خپلې لنډمهالې سیاسي راتلونکې لږ ارزښت ورکاوه.
هغه لیکلي: «زموږ ترمنځ ډېر باور نه و. زه د بيبي (نتانیاهو) د ځینو ځانګړنو په اړه هم اندېښمن وم، چې د ټرمپ له ځانګړنو سره ورته وې. هغه کولی شول له حقایقو سره په خورا اسانه چلند وکړي او د خپلو شخصي ګټو لپاره یې د ډیموکراتیکو بنسټونو له کمزوري کولو څخه هم ډډه نه کوله.»
بایډن ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې له پېښو وروسته د اسرائیل د ملاتړ په اړه پر خپلې پرېکړې پښېمانه نه دی، خو زیاته کړې یې ده چې د ګڼ شمېر بېګناه فلسطینیانو وژل کېدو سخت خواشینی کړی دی.
بایډن د نړۍ د نورو مشرانو په اړه هم څرګندونې کړې دي. هغه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین «توندخویه او بدخلقه» بللی او ادعا یې کړې چې پوتین به په غونډو کې قصداً ځان کږاوه، څو د یوه تنکي ځوان په څېر بېعلاقې ښکاره شي.
نوموړي همداراز ویلي چې د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي پخوانۍ دنده د لوبغاړي په توګه د جګړې پر مهال د یوه مشر لپاره «په حقیقت کې ښه روزنه» وه.