جمعه, فبروري 27, 2026
Home+په خبر کې غوټه | نېک‌محمد ذکي

په خبر کې غوټه | نېک‌محمد ذکي

د ادبیاتو اړوند په نثر کې د غوټې پرېښودل هنر دی، هغه که د کیسې یا ناول په پای کې هم وي. مثلا؛ د ارواښاد نصیر احمد احمدي د زرو ناول په پای کې، چې د زرو تره (د هغې قاتل)، په غزني کې د ناول د مرکزي کرکټر کامران له خوا ووژل شي او کامران بېرته نورستان ته وتښتي. مرکزي کرکټر په نورستان کې د زرو د قبر ترڅنګ یوازې پاتې وي. د ناول تر پای ته رسېدو وروسته هم لوستونکي ته ځینې پوښتنې پاتې وي لکه:

کامران به هلته تر کومه یوازې پاتې وي؟

کامران به دومره سخت ژوند ته څنګه دوام ورکړي؟

د کلي قصاب به خلک خبر کړي وي، چې کامران ژوندی دی، ښایي د زرو قاتل (د هغې تره) یې وژلی وي؟

د زرو د تره نور خپلوان به په کامران پسې ورشي که نه؟

دا چاره په نثر کې د لیکوال هنر بلل کېږي؛ خو په ژورنالیزم او ځانګړې توګه خبر کې بیا د عیب او نیمګړتیا په سترګه ورته کتل کېږي. د ژورنالیزم د اصولو له مخې بشپړ خبر تر ډېره د شپږو بنسټیزو پوښتنو پر بنسټ جوړېږي، چې په انګلیسي ژبه کې ورته (5W) او (1H) وايي.

(5W):

1. Who : څوک؟

په پېښه کې څوک ښکېل دي؟

2. What – څه؟

څه پېښه شوې ده؟

3. When – څه وخت؟

‎پېښه څه وخت شوې؟

4. Where: چېرته

د پېښې ځای کوم دی؟

5. Why: ولې؟

د پېښې لامل یا انګېزه څه ده؟

(1H):

How: څنګه

په ټوله کې د پېښې څرنګوالی څه دی؟

په خبر کې د ځواب پر بنسټ پورتنۍ پوښتنې هره یوه هم په ځانګړې توګه ارزول کېږي، چې بشپړه، نږدې‌بشپړه، کمزورې او نیمګړې کېدای شي. مثلا؛ د څوک په برخه کې باید ښکېل کسان په بشپړ ډول په ګوته شي، که نه، یاده برخه نیمګړې ده.

لاندې موږ د یوې رسنۍ خپور شوی خبر راخیستی:

«د هند د بهار ایالت کې یوه ۱۸ کلنه ناوې د خپل واده د مراسمو پر مهال په ډزو وویشتل شوه. په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې ناوې له  زوم سره پر سټېج ولاړه وه او د دودیزو ګلونو د تبادلې لپاره چمتو کېده، چې ناڅاپه یو نقاب‌پوش کس سټېج ته وخوت او پر هغې یې ډزې وکړې.

پولیسو تورن کس «دین بندهو» په نوم پېژندلی، چې د ناوې ګاونډی دی. د کورنۍ او عیني شاهدانو په وینا، نوموړي له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې ناوې تعقیبوله.»

دا خبر د (5W) او (1H) له مخې تر یوه حده معلومات وړاندې کوي؛ خو بشپړ نه دی. په دې خبر کې (who) یا «څوک» برخه تر ډېره روښانه ده، ځکه ناوې، تورن کس، پولیس او شاهدان یاد شوي دي. (What) یا «څه» هم بیان شوي، چې ناوې د واده پر مهال په ډزو وویشتل شوه. د (Where) یا «چېرته» ځواب تر يوې کچې روښانه دی، ځکه د هند د بهار ایالت یاد شوی، خو کره ښار یا سیمه نه ده په ډاګه شوې. د (why) یا «ولې» په برخه کې یوازې د کورنۍ د ادعا له مخې اشاره شوې چې تورن کس یې له پخوا جینۍ څارله، خو دا چې ولې یې څارله او پلټونکې سرچینې په دې اړه څه وايي دا اړخ ګونګ دی. د (when) برخه نیمګړې ده، د پېښې وخت نه دی روښانه شوی.

د (1H) یا «څنګه» برخه په دې خبر کې بشپړ وضاحت نه لري، چې له امله یې لوستونکي ته ځینې پوښتنې پاتې کېږي. یعنې د پېښې بشپړ څرنګوالی نه دی بیان شوی. د ناوې روغتیایي وضعیت نه دی په ډاګه شوی، چې ټپي ده، وژل شوې، بېرته رغېدلې که څنګه؟ تورن کس نیول شوی که تښتېدلی؟

له همدې امله دا خبر تر یوه بریده معلوماتي دی، خو لا هم نیمګړی بلل کېږي. ښه خبر هغه دی، چې د پېښېدو له وخته د خپرېدو تر وخت پورې لوستونکي ته پکې کومه مهمه پوښتنه پاتې نه شي.

یادونه: خبر لیکونکی د راتلونکو حقوقي پړاوونو د اټکل مسؤل نه دی. مثلا؛ چې تورن کس به محکمه شي، خوشې به شي، څومره وخت به بندي شي او داسې نور.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

جانداد جهاني څنگه پښتو ژبه جهاني کوي؟

پوهندوی آصف بهاند لومړی احمدولي اڅکزی او اوس یې بل‌ملگري جانداد جهاني داسې پروژه چې ټول کارکونکي یې له کاره راضي دي (د مورنۍ‌ژبې نړیواله‌ورځ ــ ۲۰۲۶...