سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبلنډه کیسهبدلون | اجمل پسرلی

بدلون | اجمل پسرلی

د ویزې لپاره د پولیسو د دفتر په دالان کې انتظار وم. یوه ښځه له کوټې راووته زما نوم یې واخیست. ورولټیدم.

دې میرمنې په خندا ور پرانیست له مایې په ډیر ادب هیله وکړه چې مخته شم. په وره ورننوتم. دې چوکۍ ماته کش کړه چې پرې کښینم، خپله د میز شاته تاو شوه او هلته د یوه ځوان سړي څنګ ته کښیناسته. ځوان ځان سره ټول کړ. دې ښځې په خندا  له ما وغوښتل چې پاسپورټ وروسپارم.

پاسپورټ مې ورمخته کړ. ځوان مامور زما د ویزې کارت د کمپیوټر مخې ته په یوه واړه ماشین کې کیښود. په کمیپوټر کې زما عکس پرانیستل شو او بیا د لاس د ګوتو نښې. د ښي لاس د بټې ګوتې نښه سپینه وه د نورو ګوتو رنګ زرغون ښکاریده. ما پر ماشین بټه ګوته کیښوده بیا پولیسو په ماشین کې زما د منځوۍ ګوتې کرښې ولیدې. ښځې مامورې راته وویل:

– د پاسپورټ نیټه مو د جولای په میاشت کې خلاصیږي هیله ده چې کله مو تمدید کړ موږ ته احوال راکړئ،  خو د دې لپاره چې تاسو په تکلیف نه شئ دا ځل ستاسو د کور خواته د پولیسو دفتر دی هلته راشئ.

ښځې غاړې تازه کړې بیا یې وویل: « تاسو کولی شئ چې د انټرنټ له لارې هم له موږ سره ارتباط ونیسي که چیرته وخت نه لرئ نو وار له مخه نیټه زموږ د ویب سایټ له لارې ځان ته ټاکلی شئ»

ما سر خوځاوه. ښځه پاڅیده، ماته یې وکتل:

– که مو څه ستونزه وه هر وخت راتلی شئ د چک پولیس د هغو خلکو په خدمت کې دي چې په دې خاوره کې ژوند کوي.

ما مننه ترې وکړه. ځوان مامور د ښځې له تګ سره سړه ساه وایسته. د کوټې په بل کونج کې یوه بله ښځه د میز شاته ناسته وه هغې ته یې اشاره وکړه او دواړو شونډې بوڅې کړې، بیا یې ماته د ویزې کارت راوسپاره.

ما مننه ترې وکړه او ورته ومې ویل:

– ستاسو همکاره ډيره ښه ښځه ده زه تر ټاکلي وخت لږ ناوخته شوی هم وم خو کور یې ودان، له تاسو هم مننه

ځوان څټ وګیراوه:

– زه نه پوهیږم چې دغه زما همکاره کتکا نن څرنګه داسې یو دم بدله شوې له دې پخوا د خلکو شکایتونه ډیر و او خندا خو …

 کوټې ته د کتکا له راننوتو سره دغه ځوان غلی شو. کتکا ماته وویل:

– کارت مو ترلاسه کړ

– هو مننه

کتکا بیا یو پاکټ د ځوان مخې ته له ژۍ پورته ونیو لکه څه چې ترې څنډي او ماته یې وکتل:

– ستاسو پاسپورټ چې تمدید شو زما دفتر ته یې راوړئ زه سر له ننه د پراګ په لویدیځ کې د پولیسو دفتر ته تبدیله شوې یمه.

1 COMMENT

  1. ډېر ښه. زما دا وړاندیز هم دی چې کاشکې د پېښو نېټې هم ورسره ولیلکل شي ، که یې نېټې معلومې نه وي، میاشتې او کلونه دې ولیلکل شي، =په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب