جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکلتورخاطرهسمندر ته یوه لوېشت لار(خاطره) محمد انعام واک

سمندر ته یوه لوېشت لار(خاطره) محمد انعام واک

د افغانستان د شوروي اشغال لومړۍ ورځې وې؛ ارواښاد غلام محمد فرهاد د څرخی پله له زندانه را وتی و، د څو آتیا کلونو په عمر سړی و؛ د حفیظ الله امین د اعدام له حکمه بچ پاتې شوی و؛ د زندان درې میاشتې یې، وایي په یوه پطلانه او کمیسه کې تېرې کړې وې. موږ دوه درې لېونیانو، د خطر په هغو سختو ورځو کې، و نه ډار شولو، د کابل ښار ده بوري ته، د ورتګ بند و بست وکړ. پاپا سخت ناروغ و، خو موږ یې، چې پېژندلو به یې هم او که نه، په ورین تندي ومنلو…

فرهاد، له کیسې نه خبر نه یم، په پاپا مشهور و، خلکو په پاپا یاداوه. په خبرو خبرو کې یې د شورویانو په وړاندې د جګړې د نه کولو خبره وکړه، موږ ویل، ورځه پاپا له ناروغې ورځې دا خبره کوي، د تبې تاثیر دی، ویې ویل، د شورویانو په وړاندې ټک هم نه کوو، فکر په کار دی، مفته جګړه نه کوو …

موږ ویل، پاپا ښه خبر یې، جهاد شروع دی، خلک د شورویانو په وړاندې لګیا دي جنګېږي؛ پخپله د حکومت په وړاندې په کودتا کې ونیول شوې، منکر هم نشوې، په اعدام محکوم شوې، آخر! یو ملګری پاپا ته ور وړاندې شو، ویې ویل پاپا سر د باندې وباسه، بده ورځ ده، ډزې اورېدل کېږي. پاپا بیا هم په خپله خبره ولاړ و، خو چې موږ بیا هم د شوروي اشغال په وړاندې د جګړې په خبره ټینګار وکړ، پاپا د زړه خبره وکړه، ویې ویل، بچیانو د افغانستان بچیان یو، د شوروي اشغال په وړاندې جګړه څنګه نه کوو، هو، جګړه کوو، خو په شرط! موږ وویل پاپا دې کې د چیشي شرط دی، افغانستان آزادېږي آخر، له دې نه غټه شرط!؟

پاپا وویل، بچیانو، جګړه، زړه مې منلې، موږه ګټو. له ګټلو سره درې واړه نور هم پاپا ته ور وړاندې شولو. پاپا په سختۍ خپله خبر وغزوله، ویې ویل د سړې جګړې خونړی سیلاو دی، زموږ ځمکې ته اړم دی، خون، منم، ارو مرو، کوي، خو تېرېږي، خو سخت لرګي به هم، خدای لوی دی، وغورځوي. پاپا موږ درې واړه له سترګو تېر کړو، ویې ویل، د افغانستان خپلواکي، دې دومره لرګیو ته، لکه د یوه نېزوڼي داسې ده! یو بل تم سره وکتل؛ زما خو ستونی بېخي ډک شو، ژړا راغله. پاپا د کار بله خبره وکړه، ویې ویل، سړه جګړه، ځکه موږ ګټو، چې یو خو د جګړو ګټل زموږ عادت دی؛ بله دا چې دا وار خو ټوله نړۍ هم راسره درېږي…

څک غوږونه پاپا ته ناست وو. پاپا وویل، جګړه خو ګټو، خو د جګړې غنیمت، په کار ده، له همدا اوس نه، له دې غویمې امریکې سره، ووېشو؛ کنې سراسر تاوان کوو. پاپا خبره وغزوله، ويې ویل، که د جګړې غنیمت له همدا اوس نه و نه وېشو، بیا به دا بازاري لوېدیځ وایي چې جګړه د دوی ټکنولوژۍ وګټله، د دوی ټوپک وګټله، د دوی پیسې و ګټله، د دوی استخباراتو وګټله، پلان و ګټله، دامان وګټله، زموږ وینه به په نه شي ایساب شي. اروپا به آزاده شي، مرکزي آسیا به آزاده شي، پنجابیان، عرب، عجم، بل بل به پکې خپله خپله برخه ځغلوي، موږ به خپل مړي ښخوو…

 موږ ساده ګانو ته، بیا هم، د سړې جګړې په دې دومره غټ غنیمت کې، د افغانستان آزادېدل غوړه برخه ښکارېدله! پاپا دا وار ترخه خندا وکړه، په ډېرې خوارۍ یې د ښي لاس پنجه، لکه د پاڼې داسې ښورېدله، غټه او خچۍ ګوتې یې سره ورنغلې، وغزوله، ویې ویل بچی دسړې جګړې په غنیمت کې خپله برخه، سمندر ته یوه لوېشت لار، غواړو!

07/12-2013

ناروې

1 COMMENT

  1. ورور واک صا حب ! ډیره معاو ما تې ، دحکمت څخه ډکه ، لیکنه مو کړیده خدای مو ژوندې لره.
    انجنیر صا حب پاپا ته دې خدای جنتونه ورکړې.کاش چې د ۱۵ سنې او شیعه تنظیمونو Made in khrej مشرا نو دومره سیا سې پوهه او پیشبینې کولای سولای ولې به په ګرا ن هیوا د کښې دغه حا لت راتلای.
    دوی صرف دپیسو په راټولولو او په قتل قتال بهرنیا نو پوه کړیوه.اوددوی با دارانو دوی ته ویل دغه چې دوطن پوها ن اود پا پا پیروا ن وژنی دا کا فر ان اودجها دمخا لفین دې
    محترم شپو ن په خپل کتا ب(وونه وویوشپون وو)ددوی با دارانو دغه تورې دوی ته په مکتو ب کښې لیکل :Thnaiwal , Rasul Ameen and shpoon they they are Parchames
    داسلا م او دکفر ټا فې ددوی په جیب کې وې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب