پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeادبمنظمه مطالعه/ اجمل ښکلى

منظمه مطالعه/ اجمل ښکلى

له زياترو فارغو محصلينو نه چي پوښتنه وکړې، چي مطالعه، ليک کوې؟ ځواب يې دا وي، چې مصروف يم؛ خو خبره له مصروفيته نه، له مطالعې پاتې ده.

که يو ليسانسه يا ماستر ىا بل سړى خلکو ته ځان لوستى او پوه ثابتول غؤاړي، نو مطالعه او ليک حتمي دى. دا پر تا د خپل مسلک او خلکو حق دى.

مطالعه لومړى او ليک ورپسې دى، خو له مطالعې سره فکر ضروري دى. که څوک يواځې مطالعه وکړي او د کتاب خبرې د کاڼي کرښه وبولي؛ نو هيڅ کمال نه شي کولى. د ليک لپاره لوست حتمي دى، خو فکر مقدم دى.

ليکوال چې منظمه مطالعه نه کوي، له څو تاوانونو سره مخېږي، يو دا چې اړتيا نه شي درک کولى، چي زما ټولنه يا ژبه څه شي ته اړه ده. بل دا چي فرضيه- چي د څېړنې او ليکوالۍ بنسټ دى- ورسره نه پيدا کېږي او چي فرضيه ورسره نه وه، سر وهلى بر وهلى به ګرځي او هيڅ به ونه ليکي او بل دا چې کېداى شي په ليک کې لويې تېروتنې وکړي. تېروتنې خو جيد څېړونکي هم کوي، خو کمې او وړې وي. څومره چې ليکوال مطالعه کوي، هغومره يې په ليک کې تېروتنې راکمېږي او پر يوه موضوع يا مسلک باندې د منظم فکر و نظر خاوند کېږي. که په ليک کې دې لويې تېروتنې وکړې، نو د لوستونکي باور درباندې کمېږي او ورو ورو يې درباندې د نالوستي ګومان پخېږي.

لويه تېروتنه دا ده، چې ليکوال په خپل مسلک کې له لويو پېښو سم خبر نه وي او ناسمې يې وليکي. ښه ليکوال هغه دى، چې په ډېرو جزوي مسايلو هم پوه وي او ورته پام يې وي.

 له منظمې مطالعې نه دوه ماناوې راووځي:

يوه دا چې لوست ته يو وخت بېل کړې. که يو سړى هر څومره بوخت وي، دا دې پر ځان کره کړي، چې له دې وخته تر دې وخته به يو ساعت/دوه ساعته/درې ساعته زه مطالعه کوم او دا به لکه فرض لمونځ نه قضا کوم. که سړى کلک هوډ وکړي، نو د ليکوال په توګه د ځان بقا تثبيتولى شي.

د منظمې مطالعې دويمه مانا د کتابونو غوراوى دى. په يوه وخت د بېلابېلو موضوعاتو د اړوندو کتابونو لوست، سړى ګډوډوي او د نظر خاوندېدو ته يې نه پرېږدي. لومړى خو پکار ده، چې سړى له خپل مسلکي ضرورت سره سم اۤثار مطالعې ته انتخاب کړي. وروسته ورسره کېداى شي، د مطالعې داسې يو ظرف/ترتيب(Setup) جوړ شي، چې د هر کتاب مطالعه پکې ضم کېږي او موضوع درته بې مانا نه وي.

د لوستونکي او ليکوال د مطالعې توپير دا دى، چې لوستونکى لوست ته د ذوق له مخې کتاب خوښوي. مثلا: يواځې شاعري لولي، يا شاعري خوند نه ورکوي، داستاني ادبيات لولي. داسې لوستونکي هم وي، چې د يوه ليکوال يا شاعر مينه وال وي او د همغه اۤثار لولي؛ خو د څېړونکي او ليکوال انتخاب پر اړتيا ولاړ وي. لوستونکى د ذوق غلام وي او د څېړونکي ذوق غلام وي. لوستونکي ته چې يو اثر خوند ورنه کړي، نور يې نه لولي، خو د ليکوال او څېړونکي ذوق دومره باريکبين وي، چې په ډېرو بېخونديو کې هم د خوند ټکي پيدا کولى شي او په اسانه د يوه اثر په اړه قضاوت نه کوي، نو ذوق چې د قضاوت يو محرک دى، په ليکوال او څېړونکي کې تر عادي لوستونکي پياوړى وي او ذوق هم په مطالعه پياوړى کېږي.

ليکوال يا څېړونکي- چې د مطالعې خاوندان وي- د خپلې مطالعې عيبجن اړخ ته ګوري. ليکوال به په ډېرو موضوعاتو پوه وي، خو په يوه موضوع کې به پنچر وي، خپله مطالعه به ورته د دې عيب له لاسه د کنډو دېوال غوندې ښکاري. يا به يې د يوې موضوع په اړه مطالعه محدوده او ناقصه وي؛ لکه په سم سيده دېوال کې چې څو پرله پسې خښتې کږې لګېدلې وي. مطلب، استدلال پرې نه شي کولى؛ نو هر ليکوال او څېړونکي ته پکار دي، چې د خپلې مطالعې تشه معلومه کړي او د وړ اثر په لوست يې ډکه کړي.

که څوک نوې مطالعه پيلوي، نو د موضوع له پلوه هم اۤثار راټولولى او وار په وار يې لوستى شي او د ليکوال يا شاعر له مخې هم، چې د يوه يوه شاعر يا ليکوال اۤثار انتخابوي او لولي يې. وخت هم بد معيار نه دى، چې د يوه پېر يا دورې يا پېړۍ اۤثار انتخاب او مطالعه شي. مثلا: لومړى، د پښتو ادب د دويمې دورې شاعران ولولي، بيا د شلمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي، بيا د دويمې نيمايي او داسې پسې راځه.

 په دې ټولو غوراويو کې تخليقي او څېړنيز ادبيات اوږه پر اوږه راروان وي. مثلا: لومړى دې د شاعر په اړه شوې څېړنه ولوسته، بيا دې يې دېوان ولوست. يا دې لومړى لنډې کيسې ولوستې، بيا د دې ليکوال د لنډو کيسو په اړه شوې کره کتنه ولوسته.

د مطالعې لپاره لومړى په خپل مسلک کې د کتابونو غوراوى پکار دى. د هغو مسلکونو ډېره مطالعه اړينه نه ده، چې ستا له مسلک سره چندان تړاو نه لري، ځکه چې بيا دې ورسره د خپل مسلک مطالعه اغېزمنېږي او کېداى شي ورته مايل شې، چې بيا به په خپل مسلک کې سم فکر نه شوې کولى. مثلا: د ادب د ليکوال لپاره د رياضي مطالعه څه پکار. خو کوم مسلکونه چې ستا له مسلک سره تړلي دي، د هغوى مطالعه پکار ده. مثلا: د ادب د ليکوال لپاره د فلسفې، ارواپوهنې، مذهب، سياسي تاريخ، ټولنپوهنې، ژبپوهنې او…مطالعه ضرور ده. دا ضرور نه ده، چې ته دې په هغه بل مسلک کې د څانګوال هومره مطالعه وکړې، بلکې د هغو خواوو مطالعه يې پکار ده، چې ستا له مسلک سره اړيکه لري. مثلا: فلسفي موارد په ادب کې هم کارېږي، خو د دې لپاره د ټولې فلسفې مطالعه ضرور نه ده. په نورو مسلکونو کې مطالعه هله ګټوره وي، چې خپل مسلک کې دې دقيقه مطالعه کړې وي او د نظر خاوند يې پکې، ګنې د خپل او ها بل مسلک په تړاو به پوه نه شې؛ نو خبره همدا شوه، چې لومړى خپل مسلک بيا بل.

ليکوال او څېړونکى د لوستونکي غوندې په پټؤ سترګو مطالعه نه کوي، بلکې د کره کتنې احساس ورسره د لارې مشال وي، چې دا احساس يې د اثر تېروتنو او کمالونو ته پام وراړوي.

په مطالعه کې نظم ځکه ښه دى، چې مطالعه ورسره اسانېږي او خوندورېږي. که څوک ليکوال کېږي؛ نو ليکوالي بې مطالعې او بې فکره نه شي.

1 COMMENT

  1. په زړه پوري ليکنه وه، ښکلی صیب الله مو ښکلی او خوشاله لره
    پر ما خو يي اثر وکړ او ان شاالله له دې نه وروسته به نور هم منظم کيږم، او نورو وروڼو ته مې او توصیه ده چې دا ليکنه ولولي او ځان منظم کړي.
    په درنښت
    مظهري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب