جمعه, نوومبر 15, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد اقتصادي بې ثباتۍ په منځ کې د افغانستان بانکي سیستم له...

د اقتصادي بې ثباتۍ په منځ کې د افغانستان بانکي سیستم له کاره لوېدلی

د امریکا د سولې انستیتیوټ (USIP) په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان بانکي سیستم تر ډېره ناکله کاره لوېدلی او لاهم د خلکو د باور له کموالي سره مخامخ دی، او دا حالت د کابل بانک د ۲۰۱۰ کال د جنجال له امله نور هم خراب شوی دی.

 راپور، چې ویلیم بېرد لیکلی دی، د افغانستان د بانکي سکتور سیستماتیکې ستونزې په ګوته کوي، چې پکې د خرابو پورونو ډېره اندازه او د افغانستان بانک (DAB) له خوا د پیسو د ایستلو د محدودیتونو له امله په بانکونو کې د زیرمو لرونکو یا د امانت پیسو لرونکو کسانو محدود لاسرسی شامل دی.

راپور زیاتوي چې د افغانستان بانک د وړو (مکرو) اقتصادي پالیسیو په پلي کولو کې له لوړو خنډونو سره مخامخ دی، په ځانګړې توګه د دې بانک دا ناتواني چې د هېواد سترې بهرني زیرمې یا اسعاري زېرمې ته لاسرسی نه لري او د نوو افغاني بانک‌نوټونو په چاپ کې ستونزې لري.

د کمېدونکو مرستو په منځ کې زیاتېدونکي خطرونه

د افغانستان اقتصاد، چې لا له وړاندې هم په نازک وضعیت کې دی، اوس له نوو خطرونو سره مخ دی، ځکه چې بشري مرستې، چې مخکې د ملګرو ملتونو په ملاتړ په لویو ډالري بارونو کې لېږدول کېدې، په چټکۍ سره کمې شوې دي. دغه ډالري جریانونه مخکې د اقتصاد په ثبات، د افغانستان د ستر تجارتي کسر په جبران او د نغدي سوداګرۍ په ژوندۍ ساتلو کې مرسته کوله.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ خبرداری ورکړ:”د لږو نغدي مرستو په صورت کې، چې ورسره جوخت عمومي مرستې هم کمې شوي، د افغانستان د بېوزله خلکو کړاوونه ښایي زیات شي،”

راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې د مرستو اندازه نیمایي ته راښکته شوې وه، چې یوازې ۱.۹ میلیارده ډالر وه، او د ۲۰۲۴ کال د نوومبر تر نیمایي پورې دا اندازه یوازې ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.

راپور ټینګار کړی چې د اقتصادي اغېزو د مدیریت لپاره د طالبانو له لوري سالمې مکرو اقتصادي تګلارې اړینې دي، چې پکې د تبادلې نرخ تدریجي کمښت او د افغاني بانک‌نوټونو کافي دوران یقیني کول شامل دي.

ډالري شوی اقتصاد او محدود مالي منځګړیتوب

د افغانستان اقتصاد په پراخه کچه ډالري شوی دی، په دې معنا چې امریکایي ډالر په ازاد ډول په چلښت کې دي او د لویو معاملاتو لپاره کارول کېږي. راپور یادونه کړې چې “نغدي پیسې او حواله (غیر رسمي د پیسو انتقال) واکمني لري.” د افغانستان د ناخالص کورني تولید (GDP) د بانکي زیرمو د تناسب په کچه ډېر ټیټ دی او مالي منځګړیتوب محدود دی.

که څه هم راپور وایي چې طالبانو په سرحدي سیمو کې د پاکستانیو روپیو او ایراني کرنسۍ کد کارولو مخه تر ډېره کمه کړې، خو امریکایي ډالر په ټول هېواد کې په پراخه توګه کارول کېږي.

د نړیوال ملاتړ لپاره وړاندیزونه

د طالبانو له سختو او ظالمانه سیاستونو، په ځانګړي تډول د ښځو او نجونو پر وړاندې، له پراخ مخالفت سره سره، د امریکا د سولې انستیتیوټ وړاندیز کړی چې نړیوالې ادارې پرته له دې چې طالبانو ته مستقیم ملاتړ ورکړي کولی شي د افغانستان په اقتصادي په ثبات کې مرسته وکړي.

راپور وړاندیز کړی چې د افغاني بانک‌نوټونو د تولید اسانتیا باید برابره شي او په سویس کې د افغانستان فنډ له عوایدو څخه دې، پرته له دې چې دا پیسې طالبانو ته ورکړل شي، د مکرو اقتصادي ثبات لپاره ګټه واخیستل شي.

همدارنګه راپور د هغو نغدي مرستو د کمېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې چې مخکې یې د افغانستان د تجارتي کسر یوه برخه تمویلوله، او خبرداری یې ورکړ چې دا حالت به اقتصاد نور هم بې ثباته کړي.

راپور په دې خبره پای ته رسیږي چې د افغانستان رسمي تجارتي کسر لا هم په زیاتېدو دی، چې یوه برخه یې د کمېدونکو بشري مرستو له لارې تمویل کېږي. د بهرنۍ مرستې د کمېدو او د یوې له کاره لوېدلي بانکي سیستم په شتون کې، افغانستان له جدي او ناڅرګند اقتصادي حالت سره مخامخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب