پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونه‏پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره د سوداګرۍ میکانیزم اعلان کړ

‏پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره د سوداګرۍ میکانیزم اعلان کړ

تاند(سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) پاکستان له افغانستان، روسیې او ایران سره د توکو د تبادلې (بارټر) لپاره نوی او اصلاح شوی میکانېزم اعلان کړی دی، چې له مخې یې د سوداګرۍ په پروسه کې ځینې محدودیتونه لرې شوي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د نویو بدلونونو له مخې، نور سوداګر مکلف نه دي چې د وارداتو تر مخه حتماً صادرات ترسره کړي، بلکې اوس کولای شي په یو وخت کې واردات او صادرات وکړي.

په دغه میکانیزم کې دغه راز، شخصي شرکتونو ته اجازه ورکړل شوې چې د سوداګرۍ د آسانتیا لپاره ګډ کنسرسیومونه جوړ کړي.

په میکانیزم کې د اصلاح شویو مقرراتو له مخې، د توکو د تبادلې د معاملو موده له ۹۰ ورځو ۱۲۰ ورځو ته غځول شوې ده او پر ځینو توکو د تبادلې بندیزونه هم لرې شوي دي.

دا میکانېزم داسې مهال اعلان شوی، چې ولسمشر محمد اشرف غني څو اوونۍ وړاندې ویلي وو، پاکستان په سیمه کې یوازینی هېواد دی، چې له سوداګرۍ او ټرانزیټ سیاسي استفاده کوي.

بل خوا، طالبان او پاکستان د ترجیحي سوداګرۍ تړون هم لري، خو پاکستان په تېرو څو میاشتو کې د دغه تړون هېڅ ژمنه نه ده عملي کړې.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال پر ډیورنډ کرښه کابو ټولې سوداګریزې دروازې د هر ډول تګ راتګ لپاره پاکستاني اړخ تړلې دي.

4 COMMENTS

  1. د پنجابی حکامو د بندرونو دروازې تړل د مریضانو ، تازه میوې او سبزی د سلګونو لاریو په مخ د څه ثبوت دی ؟
    لمړی ـ آیا اسلام کی دا کار جواز لری ؟
    ۲ – آیا انسانی کار دی ؟
    ۳ – آیا ساینس او علوم دا منی ؟
    ځواب :
    ۱- اسلام وایی : دا ظلم دی ، د بل انسان حق تلفی او هغی ته قصدا زیان رسول دی ،د الله ج نعمتونو ته سپک کتل او کفران نعمت دی او دا و لئن کفرتم ان عذابی لشدید، انذار لری خامخا ددی کفران سزا جاهلو حکامو ته ،عادل احکم الحاکمین یی ورکوی سره له هستوی بم او د فرعون زمان له ملګری او منافقت سره ؛اسلام آباد باید دا میکانیزم تر ټولو لمړی ومنی او په کلکه ایمان ولری خو بدبختانه اسلام آباد یی نه منی او الهی قوانین ،مدد اوبرکات ورته مسخره ښکاری .
    ۲ – نه قطعاََ انسانی کار ندی؛ انسانیت او ټوله نړۍ کی انسانی موضوعه قوانین دا سلوک جاهلی ،فرعونی او بد اخلاقی بولی او حتی دا موارد ترجیحات او لمړیتوبونه لری چي مریضان ژر شفاخانو ته ورسی او تازه میوی او سبزیجات فاسد نشی نو ځکه انسانی عمل هم ندی .
    ۳ – ساینس په طریق اولی د دین او انسانت تائید کوی او دا قیودات غیر علمی او جاهلی بولی او د یو اسلامی او هستوی هیوادله شان سره نه ښایی چي دومره رذیلانه تعامل له خپلو ګاونډیو سره ولری دا منتهی ارذلیت بولی .
    خو اسلام آباد ولی دا بد کوی ؛ ځکه چي دغه دواړه خواوی پښتانه تګ راتګ او کار و بار لری او دا یی د ایجاد اسلام آباد نه د پښتنو او بلوځو سره د دوی رواداری ده نو آیا پښتانه او بلوڅ دحق غوښتنې احساس هم ونلری ـ آخر دوی هم انسانان دی که نه ؟

  2. تر څو چې ترې دا ضمانت وانخستل شي چې بیا به زمونږ د تجارانو او مریضانو په مخ لارې نه تړي تر هغې باید ددوی د منځنۍ اسیا د تجارت لاره بنده وي. افغانستان ته هم پکار دي چې دا کلونه وشو پاکستان یې ذلیله کوي پدې لارو بندلو نو باید بدیل ورته پیدا کړي. ددې پنجابي دپاره به د منځنۍ اسیا تجارت بندول داسې وي لکه په جنګ کې چې ماتې ورکوې.

  3. ته چي خپلو ناروغانو ته ډاکترانو ، متخصيصونو که نارينه د که ښځينه دکار او بچيانو ته يی د زدکړي شرايت برابر نه کړي او دا بي ځايه قيودات له منځه يو نسي نر هغو به پنجاب اړتيا ته لري او مجبور ئي چي زارې ورته وکړي په عوض دامر، کوم کار چي ستا وسه پوره ده ده نو له پاکستانه په کوم قدرت ضمانت اخلي. يواځي هغه متخصيصين د هري برخي چي وي که ېواځي له اروپانه افغانستان درشي په هره برخه چې د افغانستان اړتېاوي پوره کولای شې.
    غلی سه په پاکستان دا بې ځايه امرونه او د ضمانت احستلو خبري مه کوه هغه نکل چې وائي مږک د شرابو له منګي را ووت ويل ئی چي پشي چيرته ده.

  4. سلام
    اوربند نه اوربل کټوې باندې
    هره پرېکړه، اوربند ، معاهده او دېپلو ماتیکې ناستې او ولاړې ځانګړی اصول او قوانین لری
    دافغانستان پر حریم تکرارا برید چا کړی ؟ داسلام آباد واکداران داسلام په کومه مؤلفه کې داوینی چې چې هم برید کوه او هم داوربند پریکړه . اسلام آباد دو ه خټکی یوه لاس کې نیسی.
    بله خبره داده چې غله چا استازی کړی ایا دغه استازی ددې صلابت او اهلیت لری؟
    دریمه موضوع د اعلامیې لیکنه دا ښیی چې د قطری او ترکی استخباراتو کمزوری احساساتی ده او له سیاست لېرې پاتې دی
    پوه اونا پوه دمیکانیزم خبره کوی خو خپله میکانیزم هم دې ناوړو نادودو پټو کانیو ته سوچمن دی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...