د دیګانو د تاریخ او هویت په اړه درېیمه څېړنیزه لیکنه
ډاکټر محمد همایون همت | ۹ نومبر ۲۰۲۶م
د دیګانو د پښتني هویت تاریخي اسناد او علمي استدلال
د دیګانو د پښتني هویت د روښانولو بنسټ تاریخي اسناد، مشخص قبایلي ثبتونه، سیمهییز شواهد او د معلومو کورنیو خپله پېژندنه ده. دا مقاله د همدې شواهدو په رڼا کې د «مسلمان افغان پښتون دیګان» د هویت تاریخي او ټولنیز بنسټونه څېړي. د وزیر او داوړ په قبایلي لړیو کې د دیګان ثبت، د کونړ د څانګو نومونه، د ننګرهار تاریخي مېشتځایونه او د پېژندل شوو کورنیو عیني شاهدي د دې څېړنې اساسي مواد جوړوي.
دیني، ملي، پښتني او قومي تړاوونه د دغو کورنیو په خپله پېژندنه کې یوځای څرګندېږي؛ اړوند تاریخي اسناد یې قبایلي تړاو او ټولنیز حضور روښانوي.
د مقالې مرکزي علمي استدلال دا دی چې د دیګان په نوم مشخصې ډلې په پښتني قبایلي لړیو او ټولنیزو جوړښتونو کې ثبت شوې دي. دا مشخص ثبتونه او د خلکو خپله منل شوې پېژندنه د یادو ډلو د پښتني هویت د اثبات لپاره بنسټیز شواهد دي. د «دیګان» نوم لغوي مانا د دغو تاریخي او ټولنیزو شواهدو ځای نه شي نیولای. [۲، ۳، ۴، ۵، ۱۰]
په دې څېړنه کې هره پایله د خپل اړوند سند پر بنسټ وړاندې کېږي. د قوم د نوم ثبت، د یوې څانګې قبایلي تړاو، د یوه کلي استوګنه او د یوې کورنۍ نسب هر یو د خپل ډول شواهدو له مخې ارزول کېږي. د لیکلو تاریخي اسنادو او د معلومو کورنیو د عیني شاهدۍ ګډه ارزونه د څېړل شوو دیګانو د پښتني هویت لپاره روښانه علمي استدلال برابروي او د دې هویت د تاریخي ثبت بنسټ پیاوړی کوي.
۱ د کونړ شپږ دیګا ني څانګې او د نومونو تاریخي دوام
لودویګ ادمک (Ludwig W. Adamec) د «افغانستان تاریخي قاموس» په دویم چاپ، ۱۹۹۷م کال، ۸۳ مخ کې د دیګان تر نوم لاندې شپږ څانګې یادوي. د «افغانستان تاریخي او سیاسي جغرافیایي قاموس» په شپږم ټوک، ۱۵۶ مخ کې هم دغه نوملړ د مکګرېګور (McGregor) له قوله خوندي شوی دی. د اصلي ثبت نومونه دا دي: [۱، ۲]
Dumeh, Chaguni, Kuli, Buzurg, Debazai, Malikzai
په نږدې پښتو لوست کې دا نومونه دومه، چاګوني، کولي، بزرګ، دېبازي او ملکزي دي.
سرچینه وروستۍ څلور څانګې تر ډېره د کونړ او د ساپیو په درو کې مېشتې ښيي. دغه نوملړ د دیګان د عمومي نوم ترڅنګ د داخلي څانګو شتون هم ثبتوي؛ له همدې امله د سیمهییز تاریخ لپاره له یوه مبهم عمومي تعبیر څخه ډېر معلومات لري. [۱، ۲]
په دواړو اثارو کې د نوملړ راتلل د یوه پخواني خبر د ساتنې او لېږد شاهد دی. د سرچینو خپلمنځي اړیکه هم څرګنده ده: د یوې سرچینې تکرار د دوو خپلواکو میداني څېړنو ځای نه نیسي. د سند ارزښت د څانګو په معلومو نومونو او جغرافیایي موقعیت کې دی.
۲ کولخېل بزرخېل او ملکزي او د لیکوال سیمهییزه شاهدي
زه، ډاکټر محمد همایون همت، د کولخېلو، بزرخېلو او ملکزیو کورنۍ له ډېر نږدې پېژنم. له هغوی سره دوستي، خپلوي او نږدې ټولنیزې اړیکې لرم. زما د مستقیمې پېژندنې له مخې، د کونړ د نرنګ ولسوالۍ په چارقلعه ،شړلو او کوډو کلیو کې د دغو دریو ډلو کورنۍ په ګډه ژوند کوي. خپلوي، راشه درشه او ګډ سیمهییز ژوند یې د کلي د ټولنیزو اړیکو برخه ده. د کونړ په نورو کلیو او ولسوالیو کې هم د دغو ډلو کورنۍ شته. [۳]
زه دا خبره د خپلې پېژندګلوۍ او کورني شناخت پر بنسټ د یوه عیني شاهد په توګه د تاریخ د ثبت لپاره لیکم: د کولخېلو، بزرخېلو او ملکزیو هغه کورنۍ چې زه یې له نږدې پېژنم، پښتنې وې او پښتنې دي. له دغو کورنیو سره زما خپلوي او نږدې اړیکې د هغوی د کورني ژوند، دودونو او پښتني پېژندنې د مستقیمې پېژندګلوۍ زمینه برابروي. د خپلې کورنۍ د نیکونو او پخوانیو نسلونو په اړه معلومات لرم او د دغو کورنیو د ځینو نیکونو او خپلمنځي نسبي اړیکو په اړه هم راته معلومات شته. دغه کورنی شناخت او عیني تجربه د یادو دیګانو کورنیو د پښتني هویت یو څرګند سیمهییز شاهد دی. دا شاهدي په خپل نوم او مسؤلیت دلته ثبتوم، څو د لیکلو تاریخي اسنادو ترڅنګ د دغو معلومو کورنیو خپل هویت او ژوندۍ ټولنیزه حافظه هم راتلونکو نسلونو ته خوندي پاتې شي. د دې بیان دلالت پر هغو کورنیو دی چې زه یې پېژنم؛ د هغوی د تاریخ او پښتني تړاو په علمي څېړنه کې دا یوه نوملرونکې لومړنۍ شفاهي سرچینه ده. — ډاکټر محمد همایون همت، ۹ نومبر ۲۰۲۶م.
د پخواني نوملړ «Kuli»، «Buzurg» او «Malikzai» د هغو سیمهییزو نومونو سره د پرتله کولو وړ دي چې زه یې نن پېژنم. د چاپي ثبت او سیمهییزې شاهدۍ یوځای کول د نومونو د دوام او د کورنیو د تاریخ د څېړلو لپاره مشخص بنسټ برابروي. په مقاله کې د سیمهییزو نومونو لپاره «کولخېل»، «بزرخېل» او «ملکزي» کارول کېږي؛ د تاریخي کتاب اصلي لیکدود هم ورسره ساتل شوی دی. [۱، ۲، ۳]
زما دا شاهدي د معلومو کورنیو، د هغوی د خپلوۍ او ګډ ژوند په اړه ده. د شاهد نوم او د شاهدۍ موضوع ځکه څرګندوم چې د خلکو خپله پوهه د یوه بېنومه نقل په توګه ورکه نه شي. د پخوانیو او اوسنیو نومونو ترمنځ دقیقې کورنۍ اړیکې د قبالو، شجرو او نورو کورنیو اسنادو په ملتیا لا ښه څېړل کېدای شي.
۳ د وزیر په قبایلي لړۍ کې د دیګان مشخص ثبت
د ۱۸۹۹م کال «د هند د شمال لوېدیځې پولې د پښتنو قبایلو قاموس» په ۵۶ چاپي مخ کې دیګان د عمرخېلو یوه وړه څانګه بلل شوې ده. سرچینه یوازې نوم نه اخلي؛ په یوه معلومه قبایلي لړۍ کې یې ځای هم ټاکي. د کتاب د نومونو ترتیب دا دی: [۴]
Dehgan → Umar Khel → Ali Khel → Khaddar Khel → Mohmit Khel → Utmanzai → Darwesh Khel Wazirs
د دې ثبت دلالت مستقیم دی: د قاموس په معلوماتو کې د دیګان په نوم یوه څانګه د اوتمانزو د دروېشخېل وزیر په لړۍ کې شامله ده. د مقالې د پښتني تړاو لپاره دا مهم سند دی، ځکه دلته بحث د کلمې پر احتمالي مانا نه، بلکې د نومول شوې ډلې پر مشخص قبایلي موقعیت ولاړ دی. [۴]
د همدې قاموس په نورو برخو کې د «Digan Khel» نوم هم د وزیر د نورو څانګو په لړیو کې راځي. دا ثبتونه د وزیر په سیمه کې د ورته قومي نوم د کارېدو نورې نښې دي. د هرې څانګې د پېژندلو لپاره د هغې بشپړه قبایلي لړۍ کتل کېږي؛ د څانګو ترمنځ د نسبي اړیکو د روښانولو لپاره شجرې او نور تاریخي اسناد هم اړین دي. [۴، مخونه ۵۶–۵۷]
۴ د داوړو دیګان او له افغانستانه د راتګ ثبت
د ۱۸۹۹م کال همدغه قاموس «Dihgan» د ایدایخېلو، محمدخېلو، ملخ او داوړو په قبایلي لړۍ کې راولي او زربادشاه (Zarbadshah) یې مشر یادوي. د نوم ترڅنګ د څانګې موقعیت او د مشر یادونه دغه ثبت له یوه عمومي جغرافیایي نوم څخه بېلوي. د اړوند ثبت لپاره د چاپ ۵۶–۵۷ مخونه یوځای کتل کېږي. [۴]
اېچ اې روز (H. A. Rose) د ۱۹۱۱م کال د قومونو او خېلونو د قاموس په دویم ټوک، ۲۲۶ مخ کې هم د داوړو د ملخ ډلې په بحث کې دیګان یادوي. د ده په بیان کې دیګان جلا څانګه ده چې له افغانستانه راغلې ده. په دې توګه د داوړو په ټولنیز جوړښت کې د دیګان نوم او له افغانستان سره د راتګ روایت په یوه بل اثر کې هم ثبت شوی دی. [۵]
د دغو دوو ثبتونو ګډ ارزښت د داوړو په قبایلي چاپېریال کې د دیګان د پېژندل شوې څانګې موجودیت دی. د راتګ روایت د افغانستان کوم معلوم کلی نه ټاکي؛ له همدې امله د دې سند کره نتیجه د ثبت شوې څانګې او د هغې د راتګ د روایت په حدودو کې ساتل کېږي. د مسلمان افغان پښتون دیګان د بحث لپاره دا د یوې مشخصې ډلې تاریخي شاهد دی.
۵ له کونړه تر ننګرهاره لغمانه زرمت او باجوړه
د ۱۸۹۹م کال قاموس د دیګان په اړه په یوه جلا برخه کې کونړ، لغمان او ننګرهار د مېشتېدو سیمې یادوي او زیاتوي چې په زرمت او باجوړ کې هم لږ شمېر دیګان شته. دا معلومات د دیګانو تاریخي جغرافیه روښانوي او ښيي چې د نوم حضور د کونړ تر یوه کلي یا ولسوالۍ پراخ و. [۴]
د دیګانو د مېشتېدو په اړه دا معلومات د وزیر په قبایلي لړۍ کې د هغوی له ثبت څخه جلا راغلي دي. د هرې برخې موضوع او جغرافیه باید په پام کې ونیول شي. قاموس د اصل په اړه د خپل وخت یو روایت هم نقلوي. د دغه روایت تاریخي ارزونه د نورو اسنادو پرتله غواړي؛ په دې برخه کې د قاموس معلومات د یادو سیمو د تاریخي حضور د روښانولو لپاره کارول کېږي. [۴]
جغرافیایي پراخوالی د څېړنې ساحه پراخوي، خو د نفوس اندازه نه ټاکي. په یوه پخواني قاموس کې د باجوړ یا زرمت نوم د هماغه وخت د حضور خبر دی. د ننني شمېر، ژبې او کورنیو د معلومولو لپاره تازه سیمهییز معلومات پکار دي. په دې لیکنه کې د اوسني نفوس کومه بېسنده سلنه نه وړاندې کېږي.
۶ علي خان دیګان او د ننګرهار معلوم تاریخي مېشتځایونه
رابرټ واربرټن (Robert Warburton) په «په خیبر کې اتلس کاله» کتاب کې د پېشبولاک علي خان د «دیګان» په پېژندنه یادوي. د ۱۹۰۰م کال د چاپ په ۸۷ او ۹۸ مخونو کې د هغه نوم راځي؛ په ۹۸ مخ کې د جلالآباد د درې د مخورو په بحث کې په څرګنده یاد شوی دی. دا د یوه معلوم شخص، معلوم ځای او تاریخي ټولنیز حضور ثبت دی. [۶]
د جغرافیایي قاموس په شپږم ټوک کې د پېشبولاک اړوند باریکاو د مومندو او دیګانو ګډ مېشتځای بلل شوی دی. د بهسودو د آبادیان په ګډون د ځینو کلیو په نوملړ کې دیګان او تاجکان جلا یاد شوي دي. د کامې د طاهر کلي او د ننګرهار د نورو نوملیکنو معلومات هم د دیګان د نوم تاریخي جغرافیه روښانوي. [۲، Barikao؛ Besud/Behsud؛ Tahir]
په دغو نوملړونو کې د دیګانو او تاجکانو جلا یادونه د هماغو ځایونو د ثبت ځانګړنه ده. دا د دې استدلال ملاتړ کوي چې د هر متن «دیګان» په اوتومات ډول د «تاجک» معادل نه شي ګڼل کېدای. د دواړو درنو ټولنو د تاریخ کره څېړنه د هرې نوملیکنې خپل عبارت او خپل جغرافیایي حدود غواړي. [۲]
د «افغانستان د سوېل ختیځ لارې» د ۱۹۱۲م کال په دویم چاپ، ۲۷–۲۸ مخونو کې پېشبولاک، شرشای (Shershai) او حصارک د دیګانو د کلیو او ګډې استوګنې په تړاو یاد شوي دي. د دې لارې جزیات د ننګرهار د دیګانو د تاریخي مېشتېدو لپاره تکمیلي مواد دي. د کورونو پخواني اټکلونه د اوسني نفوس د شمېر په توګه نه کارول کېږي. [۷]
۷ د افغان او دیګان نومونو پخوانی ګډ استعمال
مونټسټوارټ اېلفنسټن (Mountstuart Elphinstone) د «کابل سلطنت بیان» د ۱۸۱۹م کال په دویم چاپ، لومړي ټوک، ۱۶۰ مخ کې د کونړ په جغرافیایي تشریح کې دیګان یادوي. دا د نولسمې پېړۍ په پیل کې د نوم د لیکلي حضور شاهد دی. [۸]
والټر هامیلټن (Walter Hamilton) د «ختیځ هند جغرافیایي قاموس» په دویم چاپ، دویم ټوک، ۱۸۲۸م کال، ۱۳۸ مخ کې د لغمان تر نوم لاندې د افغان او دیګان نومونه یوځای کاروي: [۹]
The tribe of Afghans named the Deggauns
یعنې: «د افغانانو هغه قوم چې دیګان نومېږي». دا عبارت د افغان او دیګان نومونو د پخواني ګډ استعمال څرګند شاهد دی. لیکوال په همدې پاڼه کې د «لغماني» ژبې نوم هم اخلي او ځانګړنې یې بیانوي. د متن دواړه خبرې خپل ارزښت لري: لومړۍ د تاریخي پېژندنې خبر ورکوي او دویمه د لیکوال ژبنی بیان دی. د پښتني تړاو علمي استدلال د دې تاریخي عبارت ترڅنګ د وزیر او داوړ پر مشخصو قبایلي ثبتونو ولاړ دی؛ هر سند د خپلې موضوع په روښانولو کې کارول کېږي. [۴، ۵، ۹]
هامیلټن اېلفنسټن هم د خپلې سرچینې په توګه یادوي. ځکه د دواړو کتابونو ګډ خبر د دوو بشپړو خپلواکو مشاهداتو په توګه نه شمېرل کېږي. له دې سره یې د پخواني نوم او تعبیر د ساتنې ارزښت پر خپل ځای پاتې دی.
۸ د اولیویه روا په متن کې د کونړ دیګان
د اولیویه روا (Olivier Roy) د «افغانستان، اسلام او سیاسي عصریت» د ۱۹۸۵م کال د امریکايي انګلیسي ژباړې په ۸۸ چاپي مخ کې د کونړ د دیګانو لپاره دا عبارت راغلی دی: [۱۰]
non-tribalized Pashto tribes
دغه عبارت د لیکوال په ټولنیز تحلیل کې د دیګانو لپاره پښتو یا پښتنی تړاو څرګندوي او د هغوی د قبایلي تنظیم حالت تشریح کوي. د همدې نسخې په ۱۸۳ مخ کې د اصطلاحاتو په لست کې «dihgan» د هغو ټولنو لپاره کارول شوی چې لیکوال یې په وروستیو کې پښتانه شوې بولي؛ د ځینو د فارسي ویلو یادونه هم ورسره کوي. د کتاب دواړه ځایونه یوځای ښيي چې د ده بحث د ژبې، ټولنیز بدلون او قبایلي تنظیم په اړه دی. [۱۰]
د روا په متن کې د کونړ د نومول شوو دیګانو پښتو یا پښتنی تړاو څرګند ثبت شوی دی. د «په وروستیو کې پښتانه شوي» تعبیر د لیکوال تاریخي تفسیر دی؛ د کورنیو د ژبني او ټولنیز بدلون د وخت معلومول جلا تاریخي او کورني اسناد غواړي. د کتاب د دواړو اړوندو برخو ګډ لوست د لیکوال د نظر بشپړه مانا روښانوي.
همدا اصل د پخواني جغرافیایي قاموس په لوستلو کې هم مراعاتېږي: هغه د دیګانو د نوم او څانګو ترڅنګ د خپل وخت ژبني او د اصل تعبیرونه راوړي. د یوه پخواني لیکوال طبقهبندي د نننۍ هرې کورنۍ د پېژندنې وروستۍ پرېکړه نه ده. کره څېړنه د تاریخي متن له ثبت سره د نننیو معلومو کورنیو خپل معلومات پرتله کوي. [۲، ۳، ۱۰]
۹ د مسلمان افغان پښتون دیګان په اړه مستنده پایله
د مقالې تر ټولو څرګند قبایلي سند د وزیر په لړۍ کې د دیګان نوم دی؛ د داوړو په جوړښت کې یې ثبت د پښتني چاپېریال بله مشخصه نښه ده. د کونړ شپږ څانګې، د چارقلعه،شړلو او کډو د کلیو د معلومو کورنیو سیمهییزه شاهدي، د ننګرهار تاریخي کلي او د علي خان دیګان شخصي پېژندنه د نوم او ټولنیز حضور تاریخ روښانوي. د روا متن بیا د کونړ د دیګانو د پښتو یا پښتني تړاو د یادونې لپاره یو معاصر لیکلی شاهد دی. [۱–۶، ۱۰]
د همدې شواهدو پر بنسټ علمي استدلال دا دی چې د دیګان نوم په مشخصو پښتني قبایلي او ټولنیزو جوړښتونو کې مستند حضور لري.
د مسلمان افغان پښتون دیګان پېژندنه پر دغو تاریخي ثبتونو او د څېړل شوو کورنیو پر خپلې پېژندنې ولاړه ده. د نوم لغوي مانا او د پخوانیو لیکوالو عمومي تعبیرونه باید له دغو مشخصو شواهدو سره یوځای وارزول شي، څو پایله د اسنادو له محتوا سره برابره وي.
د دې مقالې عنوان د هغو دیګانو د پېژندنې بیان دی چې موضوع یې دلته څېړل شوې ده. د هرې سیمې او هرې کورنۍ تاریخ باید د خپل سند له مخې ولیکل شي. د دیګانو د خپل هویت درناوی د تاجک، پشهيي، نورستاني او د افغانستان د نورو ټولو درنو قومونو د هویت له درناوي سره مل دی. د یوه ولس تاریخي نوم روښانول د بل ولس د نوم د انکار اړتیا نه لري.
زه د هغو کورنیو په اړه لیکم چې تاریخ یې په کتابونو کې نوم لري او ژوند یې زما د پېژندګلوۍ برخه دی. غواړم دغه معلومات د کره نسبت، څرګندې سرچینې او د خلکو د خپل غږ په ملتیا ثبت شي. د مسلمان افغان پښتون دیګان د تاریخ ثبت هغه وخت علمي ارزښت لري چې هره خبره یې په سند ولاړه وي او هره پایله یې په روښانه علمي استدلال بیان شي.
سرچینې
[۱] Ludwig W. Adamec. Historical Dictionary of Afghanistan. Second edition. Scarecrow Press, 1997. p. 83, “Dehgan”.
https://archive.org/details/
[۲] Ludwig W. Adamec, ed. Historical and Political Gazetteer of Afghanistan. Vol. 6, Kabul and Southeastern Afghanistan. Graz, 1985. p. 156, “Dehgan”; p. 93, “Barikao” (34-19, 70-43); entries Abadian, Bagrami (Surkhab), Bakhtan Kala, Besud/Behsud, Tahir, Zakhel-i-Zulfikar-Khan.
[۳] ډاکټر محمد همایون همت. د کولخېلو، بزرخېلو او ملکزیو له کورنیو سره د پېژندګلوۍ، دوستۍ، خپلوۍ او د نرنګ په چارقلعه کې د ګډ ژوند مستقیمه سیمهییزه شاهدي. د لیکوال بیان، ۸ نومبر ۲۰۲۶م.
[۴] Intelligence Branch, Quarter Master General’s Department, India. A Dictionary of the Pathan Tribes on the North-West Frontier of India. Calcutta, 1899. pp. 56–57: Dehgan; Digan Khel; Dihgan. د وزیر او داوړ د قبایلي څانګو ثبتونه او د کونړ، لغمان، ننګرهار، زرمت او باجوړ عمومي برخه.
https://tile.loc.gov/storage-
[۵] H. A. Rose. A Glossary of the Tribes and Castes of the Punjab and North-West Frontier Province. Vol. II. Lahore, 1911. p. 226, “Dawari septs”.
https://archive.org/details/
[۶] Robert Warburton. Eighteen Years in the Khyber 1879–1898. London: John Murray, 1900. pp. 87, 98.
https://tile.loc.gov/storage-
[۷] General Staff India. Routes in Afghanistan South-East. Second edition. Simla, 1912. Route 1-E, Basawal to Jalalabad via Kahi, pp. 27–28.
https://archive.org/details/
[۸] Mountstuart Elphinstone. An Account of the Kingdom of Caubul and Its Dependencies in Persia Tartary and India. Second edition. Vol. I. London, 1819. p. 160. په کارول شوي سکین کې د فایل ۱۸۷مه پاڼه.
https://ignca.gov.in/Asi_data/
[۹] Walter Hamilton. The East-India Gazetteer. Second edition. Vol. II. London, 1828. p. 138, “Lughman”.
https://archive.org/details/
[۱۰] Olivier Roy. Afghanistan: Islam and Political Modernity. JPRS-NEA-85-116, 11 September 1985. DTIC ADA350752. Printed pp. 88, 183. د ژباړې د اصلي متن د ۸۸ مخ او د اصطلاحاتو د لست د ۱۸۳ مخ ګډ لوست.
https://archive.org/details/
[۱۱] Thomas Ruttig and سید اسدالله سادات. The Domino Effect in Paktia and the Fall of Zurmat: A case study of the Taleban surrounding Afghan cities. Afghanistan Analysts Network, 14 August 2021. د زرمت د قومي جوړښت برخه.
[۱۲] نعمتالله هروي. History of the Afghans. Translated by Bernhard Dorn. London, 1829–1836. Part II, printed pp. 56–57. د ګډ ۳۵۸ پاڼیز سکین ۲۷۴مه او ۲۷۵مه پاڼه.
https://commons.wikimedia.org/
[۱۳] Aḥmad Tafażżolī. “DEHQĀN”. Encyclopaedia Iranica, Vol. VII, pp. 223–226. Published 15 December 1994; updated 29 October 2013. د کلمې د تاریخي ټولنیزو ماناوو لپاره، نه د یوې اوسنۍ کورنۍ د نسب د ټاکلو لپاره.
https://www.iranicaonline.org/
[۱۴] Afghanistan Analysts Network. One Land, Two Rules (8): Delivering public services in insurgency-affected insurgent-controlled Zurmat district. 2019. “The context” section. د مرسنګخېلو او خدایارخېلو سیمهییزه بېلګه.
محمدهمایون همت
MD, PhD
۹ نومبر ۲۰۲۶
تېره برخه: دیګان قوم څوک دی؟ مسلمان، افغان، پښتون، دیګان – تاند