Homeخبرونهپه چین کې روباټونه د خبرونو ویندويي په غاړه اخلي

په چین کې روباټونه د خبرونو ویندويي په غاړه اخلي

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۸ مه) د چین دولتي خبري اژانس سینهوا لومړني انسان‌وزمه روباټي خبر ویونکي ویندویان نندارې ته وړاندې کړي دي. دا دوه روباټونه، چې یوه یې ښځه او بل نارینه دی، د انسانانو په اندازه یا سایز جوړ شوي او د بېجینګ د رسنیو په نړیواله غونډه کې پر سټېج ودرېدل او خبرونه یې ولوستل.

دا روباټونه د چین د «یوبي‌ټیک روباټیکس» شرکت په همکارۍ جوړ شوي دي. د هغوی د څېرو او ظاهري بڼې طرحه د چین د سینما نوموتي ډایرکتر جانګ ییمو جوړه کړې، څو د تلوېزیوني خبر ویونکو له بڼې او معیارونو سره نژدې وي.

روباټي خبر ویونکي د سینهوا د مصنوعي ځیرکتیا له سیستم سره نښلول شوي او تازه معلوماتو او خبرونو ته لاسرسی لري.

د دغو روباټونو جوړوونکي وايي، سیستم یې د کره او تایید شویو خبرونو په راټولولو سره هڅه کوي چې د ناسمو معلوماتو او د مصنوعي ځیرکتیا له امله د تېروتنو د خپرېدو احتمال راکم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شهرت لېونیان | نثاراحمد احمدي

لنډیز د انسان د فطرت له غوښتنو څخه یوه هم د ستاینې، منل کېدو او ارزښت لرلو هیله ده؛ خو کله چې دا طبیعي غوښتنه...