دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+دا کاینات ستا په شان بل نه لري | ناديه دفتاڼۍ

دا کاینات ستا په شان بل نه لري | ناديه دفتاڼۍ

د شين چای له ډکې پیالې څخه يې غوړپ وکړ، چای سور و، پیاله يي کیښوده له وړوکي قاب څخه کلکه شيريني یې خولي ته واچوله، د ستړيا احساس يې کاوه سوکه یې پیښې وغځولې، ځان یی سره کش کړ، د بدن د هدوکو وړه خرپا تر غوږ سوه، سترگی یې خلاصې کړې. د  څنګ الماری ته نزدې د تلويزيون ايښودل شوي ریموت یې راواخیست، د ریموت سور رنګه بټن يي ټينګه کړه د تلویزون توره صفحه روښانه شوه تصویر راغی، په تلویزیون کې یوې ښایسته نجلۍ خبرونه ویل؛ نجلی وویل: نن سبا د کرونا پیښي مخ په کمیدو دي نړیوالو روغتيايي بنسټونو یادونه کړې چی کرونا ته مو ماتې ورکړې. د خبرونو په دوام کې د وياندې په مخ گونځې راغلې ویې ویل:کرونا له موږ څخه ډير نږدې خپلوان او ملگري واخیستل بالاخره وروسته له ډیرو مرگونو څخه مو دې وبا ته ماتی ورکړه، سړي تلویزیون بند کړ ریموت يې په سره توشک کيښود، په فکر‌ کې ډوب شو‌، تیر وختونه ‌یې ذهن‌ ته راغلل  خپله مهربانه انا يې ورپه ياد شوه چې د کرونا وبا له امله یې له لاسه ورکړې وه، وروسته یې د يو ځوان له موسکا ډکه څيره ذهن ته راغله، سترگې يې له اوښکو ډکې شوې د هغه ټولې خبرې چی تل له هڅوني ډکې وي ، ليکلي ناولونه او بلاخره د هغه د مرګ  توره ورځ  هغه سختې شیبې ټولې  ور په یاد شوې، د موبايل زنگ غږ اوچت شو سړي ټکان وخوړ اوښکې يې پاکې کړې. د موبايل سکرين ته يې وکتل له مطبعې څخه اړيکه نيول شوې وه موبایل کې د نصیر احمد احمدي د اخ وطنه ناول چې فارسي ته ژباړل شوی و، د چاپ په اړه خبري وکړي، د تندي ګونځي خلاصې شوې پر شوندو یې نرۍ موسکا خپره شوه د چايو پیالئ ته یې وکتل پیاله لا همداسي ډکه پاتی وه، چای سوړ شوی و، پاڅيد د کوټي کونج کې پروت رباب یی راوخیست د هارون باچا د دې سندرې نغمه (د ایرو سیلی می ورانه تری اور تیر شه) په غږولو پیل وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب