پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبهغوی چې له لیکنو لاس نه اخلي/ اسدالله غضنفر

هغوی چې له لیکنو لاس نه اخلي/ اسدالله غضنفر

که طبیب یا ملا یا ښوونکي ته ووایې چې څومره پیسې ګټې دا به میاشت په میاشت درکوم خو خپل کسب پرېږده، هغه به دې معاملې ته په خوشحالۍ تیار شي مګر لیکوال ته دا وړاندیز داسې دی لکه چا ته چې وړاندیز وکړې چې مصرف دې ټول زه درکوم خو عمر به په بندیخانه کې تېروې.

 نور اکثره کسان کسب و کار د روزي د ګټلو لپاره کوي ولې لیکوال تر ډېره حده یوې روحي تندې په مخه کړی وي.

 د لیکوالو په باره کې شویو څېړنو ښودلې ده چې په ذهني لحاظ ناکرار کسان دي. د ماشومتوب د کلونو ترخې تجربې، په کور کې د مور و پلار تر منځ جنجالونه، معلولیت و ناروغي، له ټولنې سره سیاسي، فکري او فرهنګي ستونزې یا داسې نور عوامل د دې سبب کېږي چې یو څوک قلم راواخلي او ځان بیان کړي.

 د شلمې پیړۍ نامتو لیکوال جورج اورول دې پوښتنې ته چې ولې لیکوالي کوي، په خپله یوه مقاله کې د ځواب موندلو هڅه کړې ده. دی څلور عوامل مهم ګڼي:

یو، شدیده ځانولي او انانیت: موږ غواړو نورو ته هوښیار معلوم شو. موږ ارزومن یو چې نور زموږ په باره کې خبرې وکړي او له مړینې وروسته هم یاد شو. د اورول په قول، شدید اګویزم او انانیت یوازې د لیکوالو ځانګړنه نه ده بلکې هنرمندان، سیاستوال، عالمان او داسې نور کسان هم دغه ځانګړنه لري. د ده په نظر، اکثره کسان له دېرش کلنۍ وروسته د ځان لپاره له ژوند کولو لاس اخلي خو یو شمېر محدود کسان بیا تر مرګه پورې د خپلو ایډیالونو لپاره ژوند کوي چې لیکوال، سیاستوال یا مثلا هنرمندان په دغو کسانو کې شامل دي. د جورج اورول په اند، لیکوال تر ژورنالستانو ډېر هوډیالي او په ځان میین دي خو له پیسو سره ممکن د ژورنالیستانو په اندازه دلچسپي ونه لري.

دوه، له ښکلا سره مینه: جورج اورول وایي چې د بهرنۍ نړۍ او چاپېریال ښکلا یا د کلمو او د هغو د سم ترتیب له ښکلا سره مینه د لیکوالي بله سرچینه ده. د ده په نظر لیکوال ارزومن دی چې د ښکلا په باره کې خپل احساس او خپله تجربه د کاغذ په مخ ولیکي او بیان یې کړي.

 درې، تاریخي محرکات: د جورج اورول په نظر، د پېښو او شیانو هاغسې لیدل لکه څنګه چې دي، اصلي حقایقو ته رسېدل او راتلونکو کهولونو ته یې رسول، د لیکوالۍ بله انګیزه ده.

 څلور، سیاسي مقصدونه: جورج اورول لیکي چې دنیا او د خلکو نظریاتو ته له خپلې خوښې سره سم تغییر ورکول د لیکوالۍ یوه بله مهمه انګیزه ده. اورول وایي چې هیڅ کتاب له سیاسته خالي نه دی او دا خبره چې په هنر کې باید سیاست نه وي، پخپله یو سیاست دی.

 انګریز لیکوال، داستان لیکونکی، ژورنالیست، شاعر او کره کتونکی جورج اورول په ۱۹۰۳ کې د هندوستان په بیهار کې دنیا ته راغی او اووه څلوېښت کاله یې ژوند وکړ. د ده په اثارو کې تر ټولو مشهور دوه ناولونه دي  چې له نیکه مرغه دواړه په پښتو ترجمه شوي دي. د ده د ځناورو فارم ( Animal Farm ) او ۱۹۴۸( Nineteen Eighty-Four ) په نوم ناولونه د یو داسې ژوند انځور باسي چې استبدادي حکومت پکې د خلکو د ژوند او ان فکر د کنټرول په لټه کې دی. استبدادي حکومت غواړي خلک د چارواکو له خوښې سره سمې نظریې او عقیدې ولري. دی که څه هم د خپلو دغو دوو ناولونو په خاطر نړیوال شهرت لري خو د لیکوالي په برخه کې نظریې یې هم خورا جالبې دي. ( ۱۹۸۴ په پښتو کې د وروستي سړي په نوم عزت الله پیژاند ترجمه کړی دی او  د ځناورو فارم لږ تر لږه دوه ځله پښتو شوی دی. وروستۍ ژباړه یې پروفیسر رسول امین کړې وه. )

 اورول وایي چې هیڅوخت هغه استعاره یا تشبیه مه استعمالوه چې تر تا دمخه بل چا ورنه استفاده کړې وي. که لنډه کلمه په ګوتو درشي، د اوږدې له خیره تېر شه. که مشکل درته نه جوړوي د مجهول فعل په ځای معلوم فعل انتخاب کړه. پېچلی لغت، پردۍ اصطلاح یا داسې کلمه چې یوازې خاص خلک ورباندې پوهېږي، مه استعمالوه. که په لیکنه کې یوه کلمه کمېږي نو مه ورته ګوره، خامخا یې کمه کړه.

 جورج اورول ویلي دي چې تر ټولو لویه ارزو یې دا وه چې سیاسي لیکوالي په هنر بدله کړي. دی چې د استبداد او اجتماعي بې عدالتي دښمن دی، په خپلو آثارو کې خپلې ارزو ته رسېدلی ښکاري. که د نورو کسانو د لیکنې اصلي علت هر څه وي خو د جورج اورول د لیکوالۍ لوی محرک د ده سیاسي مقصدونه دي.

 ځينې لیکونکي کوچیني مقصدونه لري چې کله هغه پوره شي، له لیکلو سره یې دلچسپي ممکن کمه شي، خو ځینې نور کسان د انسانانو د ژوند د بهترۍ لپاره لوی ارمانونه لري. لوی ارمانونه په اسانه نه پوره کېږي. دغسې لیکوال هغو کسانو ته ورته دي چې په خوب کې تږي وي، اوبه څښي خو تنده یې نه ماتېږي. د دوی چې تنده نه ماتېږي ټول عمر یې په هاند او هڅه تېرېږي.

2 COMMENTS

  1. د ۱۹۸۴ په اصلي ما نا زه د کمو نستانو تر کو دتا ورو سته پوه شوم.د ستر ګو په رپ کې یې جا نا جاني یاران او حتی د کورنۍ غړي راته جا سو سان شول، تر دې حده چې تر بالښت لاندې یې را ته د ثبت ټېبونه غلی کړي وو.د کور هلکا نو او نجو نو را پورې ویل چ ما ما ما یا کا کا د امپریالستانو ګوډا ګی دی، د سي آی اې جا سوس دی. حکو مت ولې تر او سه نه دی نیولی؟ د پو هنتون یارانو یو د بل پسې څار کاوه . زما ګناه دا وه چې امریکا کې مې درس ویلی و د پو هنتو ن فضا داسې زهر جنه وه چې هغه پخوانی بنډار، تو کې مېلې بندې شوې، هر چا به بل ته د شک په ستر ګه کتلې. د غه د ډآر فضا جورج اور وېل ښه تر سیم کړې ده.
    په بل کتاب ، د څناورو باغ کې ځنا وران د بنیادما په ضد کودتا کوي ، خپل حکو مت جوړوي، . خره کار کوي خو یږه د مچیو را تول او غویی تر ټو لو تء ټو لو زیات به تکلیف کې وی. د غوا پۍ یا یږه خوري یا بیزو. ټول شوي شات ټول خپله خوري. خواره کي خریوه ورځ پیتاوي ته دمه کوي ، کوم بل څناور ته وايي، موږ خو پر ولتاریا یو، بېسواده یو. که د ځڼاورو اسا سي قانون را ته و لولئ. دا قا نون دې. دې قانون به اول سر کې یوه ما ده لرله:
    ټول څنارو سره مساوي دي
    خو اوس تر لاندې د همدې مادې ضمیمه هم زیاته ه شوې وه
    ځینې ځناور تر نورو ډېر مساوي دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب