تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۲۴ مه) ساینسپوهانو له ډېر پخوا راهیسې مرغان د هوښیارۍ له پلوه کمزوري ګڼل، خو کارغان هغه مرغان دي چې تل یې څېړونکي حیران کړي دي. هر څوک چې له کارغانو سره مخ شوی وي، پوهېږي چې دا مرغان ډېر ځیرک دي او ان په ولسي اصطلاح کې ورته «هوښیار کارغه» ویل کېږي.
په تېرو څو کلونو کې څېړنو ښودلې چې کارغان د بېلابېلو شیانو د جوړولو، زېرمه کولو او د وسایلو د ساتنې وړتیا لري او له لوبو سره هم مینه لري. اوس یوې نوې څېړنې موندلې چې کارغان د انسانانو او بیزوګانو پرتله دوه برابره ژر پرېکړې کولی شي.
د جرمني د توبینګن پوهنتون په یوه څېړنه کې څرګنده شوې چې کارغه د سترګو له لارې د لیدل شویو معلوماتو پر بنسټ په یوازې ۲۳۵ میلیثانیو کې پرېکړه کولی شي.
د څېړنې له مخې، کارغان ان د الوتنې پر مهال، په سترګې رپ کې، د خوځېدونکو نقطو د حرکت لوری معلوموي او مناسب غبرګون ښيي. دا موندنه ښيي چې د کارغانو مغز څنګه لیدل شوي معلومات څېړي او د هغو پر بنسټ پرېکړه کوي.
د څېړنې پر مهال څېړونکو په یوه لمس کېدونکې پرده کې کارغانو ته خوځېدونکې نقطې وښودې. مرغانو باید معلومه کړې وای چې نقطې ښي لوري ته خوځېږي او که چپ لوري ته. وروسته یې د پردې د اړوندې برخې په نوک وهلو خپل ځواب څرګنداوه.
څېړونکو وویل، د کارغانو وړتیا حیرانوونکې وه؛ ان په هغو پړاوونو کې چې د نقطو د حرکت لوری معلومول ستونزمن وو، کارغانو بیا هم سم لوری پېژانده.
د څېړونکو په وینا، کارغان کولی شي د یوې ثانیې په کمه موده کې د سترګو مخې ته موجود معلومات وارزوي او د هغو له مخې غبرګون وښيي.
څېړونکي په دې هم حیران شوي چې کارغان د پرېکړې پر مهال ښايي له هغو ذهني لارو چارو ګټه واخلي چې په انسانانو او نورو تیوالو (تی لرونکو) ژوو کې هم لیدل کېږي؛ په داسې حال کې چې د کارغانو د مغز جوړښت له دغو ژوو سره ډېر توپیر لري. خو څېړونکي لا هم نه دي توانېدلي چې د دې وړتیا تر شا بیولوژیکي بهیر په بشپړ ډول وپېژني.
د دې څېړنې پایلې د «ساینس» په نوم علمي مجله کې خپرې شوې دي.
تر دې مخکې، د همدې پوهنتون یوې بلې څېړنې د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې ښودلې وه چې کارغان کولی شي له یوه تر څلورو پورې په لوړ غږ وشمېري. دغه مرغان نه یوازې شمېرلی شي، بلکې پر پرده د شمېرو په لیدلو سره د هغو له مخې غږونه هم کولی شي.