تاند/ شنبه د لړم ـ عقرب ۲۳مه/ افغان سوداګرو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال احمدالله زاهد په شتون کې، په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت له چارواکو سره د سوداګریزو ستونزو، ننګونو او د صادراتو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
افغان سوداګرو په دې ناسته کې په هند کې د خپلو سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې شته ستونزې او خنډونه مطرح کړي دي.
په دغه ناسته کې دواړه لورو د دغو ستونزو د حل، سوداګریزو چارو د اسانتیا او د افغانستان د صادراتو د پراختیا لپاره یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ د هند په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.
په یاد نندارتون کې د افغان سوداګرو لپاره ۶۷ غرفې ځانګړې شوې دي.