Home+سېمو | لیکوال: اوسامو دازای

سېمو | لیکوال: اوسامو دازای

انګرېزي  ژباړه: Michael & Shizuka Blaskowsky

پښتو ژباړه: حیات ژوند

سېجي په خوشالۍ وویل: «ته تر هغې چې ما فکر کاوه، ډېر کمزوری يې.» دا خبره هغه ته د خپل قوت د ښوولو یوازینۍ لاره وه، ځکه له خپل وروره يې سېمو یا غېږنیونه ښه په نره سیالي ګټلې وه.

سېجي ته له خپل ورور څخه تر ګټلو زیات یوه بل شي ډېر خوند ورکړ، هغه دا چې ځینو ملګرو یې مخکې ډېر کمزوری باله، اوس چې يې دا لوبه او سیالۍ لیدلې ولیده، اوس یې فکر نه کاوه چې دی کمزوری دی، هک‌پک ولاړ ول او د هغه د زور و قوت صفتونه یې کول. سېجي په دې سوچ سره ډېر خوشال ښکارېده.

هغه په عادي انداز – بېخي په عادي انداز – خپل ‎مغلوب شوي شوي ورور ته وکتل. ورور يې هم وروکتل او په خندا یې ورته وویل: «ما وبایلله او ښه مې وبایلله، فکر کوم اوس ډېر مهم و ارزښتمن شوې، ستا په څېر کېدل به د خلکو ارمان وي.»

د سېجي موسکا ورو ورو پيکه شوه، زړه یې دروند شو، بیا جګ شو. د ورور په غږ کې يې خپګان احساس کړ. هغه د خپل ورور د زړه په زور خندا باندې وپوهېد او په دې هم وپوهېد چې پخپله هم خپه دی. د دې لپاره نه چې ورور يې په ځمکه ویشتی و، د دې لپاره چې هغه داسې ورور نه لاره، چې اتکا پرې وکړي.

د هغه مشر ورور تر ده کمزوری و، او اوس هغه ولاړ و، د اوښکو د راتلو مخه يې نیوله، ځکه چې خپل کشر ورور يې ماته ورکړې وه.

د سېجي په سوچ و ذهن کې کرکه راوټوکېده، ناهیلۍ ته ورته کرکه. خپګان یې لا زیاتېده. څومره بې فایدې ورور، غوښتل يې تکړه مشر ورور ولري، چې په اسانۍ کشر ورور قابو کړای شي.

د هغه ذهن د خپل ورور په عاجزانه کتو او اوښلنو سترګو کې ډوب و. ورور يې د کور له شاتنۍ دروازې پټ کور ته ننوتل غوښتل، تر څو مور و پلار يې د هغه پړسېدلي سره غومبوري چې ګېنتا پرې سره اړولي و، ونه ویني. هغه د ښار په څنډه کې اوسېده.

سېجي پوهېده چې ملګري يې د ورور له کبله پرې ملنډې وهي او دا چې یو ورور دې تر تا کمزوری وي، د هغه غرور يې زخمي کاوه.

«اه، که یوازې يې ورور پرې زورو وای، اه که صرف او صرف سېجي کمزوری وای». هر څوک پوهېدل چې سېجي ولې داسې هیله په سر کې ګرځوله، د دې په ځای چې تکړه او زورور ورور ولري، غواړي پخپله کمزوری او ضعیف واوسي.

هېڅ څه د هغه کمزوری ورور نه شوای غښتلی کوای، خو دا ممکنه وه چې پخپله سېجي ورته کمزوری شي. څه شېبه وروسته، سېجي خپل ورور په دوباره سیالۍ چېلنج کړ، چې دا پېره يې داسې کامیاب کړي، چې هېر يې نه شي.

سېجي په دې دلیل دا فیصله ونه کړه چې ورور یې سیالي بایللې وه او د خپل بایلات په بدل کې د هغه غرور راژوند کړي، غوښتل يې په دې سره له هغه بښنه وغواړي او د داسې کمزوري ورور د درلودلو له وجې خپل غم کم کړي.

سېجي وویل: «راځه، بیا غېږه نیسو.»

غوښتل يې عادي وغږېږي، خو په لهجه کې څه تریخوالي لا و.

ورور یې په خندا ځواب ورکړ: «نه، بس ده. کله چې يې ځوانان وګټي، بیا هېڅکله بس کول نه غواړي.»

سېجي په دې جمله کې طنز احساس کړ، خوښه يې نه شوه، په تېره ژبه يې وویل: «پروا نه لري، راځه، له سره يې نیسو.»

ورور يې جدي شو، ودرېد او ویې ویل: «راځه.»

د سېجي ملګرو پس‌پسی او نارې شروع کړې، دا چې څوک يې ګټي، مهم نه و ورته. سېجي خپل ورور ته مخامخ ودرېد، کاملاً په سیالۍ کې ډوب، پوهېده چې د زنګانه سترګه يې په شدت خوځي؛ خو احساسوله یې چې همدا اوس يې وخت دی.

سېجي لاساً یوه اړخ ته ځان کوږ کړ او دومره طبیعي ولوېد، چې ځان ته پخپله هم حیران شو. ملګرو یې نارې شروع کړې، خو دا نارې د هغه د ورور لپاره نه وې، سېجي ته يې پېغورونه ورکول. ورور يې په ځمکه د غورځار شوي سېجي پښه په خپلې پښې وهله.

ملګرو یې په جګ اواز خندل او ځینو یې ویل: «ومو لیدل چې سېجي څنګه وبایلله؟ ورور په اوله سیالۍ کې ځکه ځان ناکام کړ، چې سېجي په ژړا نه شي.» او «ها، ځان يې ډېر لوی باله، د غېږنیولو د ګټلو نشه یې سر ته ختلې وه. وګورئ، څه وشول.»

سېجي غلی کېناست، ټول ته یې غوږ نیولی و. اوس یې نو خپګان راويښ شوی و، د شرمنده‌ګۍ احساس یې کاوه، نیولی باز يې له ګوتو وتلی و. ورور يې ته یې وکتل، خوشال و. دا چې خپل ورور يې ویاړمن ولاړ و، خوند يې ورنه کړ.

ورور ته يې کتل، چې ځان خوشاله ښيي، که څه هم سېجي دا لوبه پخپله خوښه بایللې وه او دغه کار دا احساس لا غښتلی کړی و، چې په خپل مشر ورور به هېڅکله اتکا نه کوي.

د سېجي په درون کې د پښېمانۍ احساس په خوټېدو شو، دا سیالۍ يې باید هغه ته نه وای پرېښې، باید ګټلې يې وای. اوس اوس د دوی له کوره ډېری ملګري وتلي وو، مشر ورور يې هم له کوټه وتلی و.

په دردمن زړه یې د کوټې له کړکۍ اسمان ته وکتل، خړ، له ورېځو ډک، لکه اېرې چې ورشیندل شوې وي، هېڅ باد و شمال نه چلېده. سېجي ګومان کاوه چې له لمره هم خپله رڼايي تښتېدلې ده.

په همدغه وخت کې یوه چا د سېجي په وږه لاس کېښود، د هغه یوازینی نژدې ملګری، شېن. شېن وویل:«قصداً دې وبایلله، رښتیا وایم؟»

سېجي د دې خبرې په اورېدو خوشال شو او وپوهېد چې شېن یوازینی کس دی چې هغه یې په رښتیا درک کړی دی.

سېجي د شېن لاسونه ونیول او د هغه له هرې خبرې سره يې سر وښوراوه. شېن په ډاډه غږ وویل: «پوهېدم چې یو څه سم نه دي روان، په دومره اسانه به یې نه بایلې؛ خو ولې دې ځان ناکام کړ؟»

د سېجي څېره ورو ورو وځړېده. چوپتیا يې تر هغې دوام وکړ، تر هغې چې شېن په جګ اواز وویل: «اوه، پوه شوم. ځکه دې وبایلله چې ورور دې بد ونه ښکاري.»

سېجي ظاهراً دا خبره تایید نه کړه.


د لیکوال په اړه:

اوسامو دازای (په جاپاني: 太宰治) چې اصلي نوم یې څوشیما شووجي و، مشهور جاپاني لیکوال دی.

هغه د ۱۹۰۹ کال د جون په ۱۹مه (د مېجي دورې ۴۲م کال) زېږېدلی، او د ۱۹۴۸ کال د جون په ۱۳مه (د شوا دورې ۲۳م کال) له نړۍ لاړ.

هغه تر دې مخکې ۶ ځله د ځان وژنې ناکامې هڅې کړې وې، خو په پای کې یې په ۳۹ کلنۍ کې، د خپلې ۴۰مې کلیزې په شپه ځان وواژه.

اوسامو دازای د جاپان د معاصرو ادبیاتو له مهمو لیکوالانو څخه شمېرل کېږي، او مهم اثار یې دا دي:

  • بشري زوال
  • شایو (د لمر لوېدو کیسه)

هغه په خپلو داستاني اثارو کې د خپلو ژورو رواني او ټولنیزو موضوعاتو له امله په نړۍ کې ډېر پېژندل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...