لیکنه: طالب منګل
کله چې په غزل کې د لومړي بیت دواړه مصرعې د قافیې او ردیف له مخې سره برابرې وي، دې ته مطلع وایي. مطلع د غزل د پیل دروازه ده، ځکه د غزل وزن، قافیه، ردیف او د احساس فضا همدلته څرګندېږي.
د مطلعې دواړه مصرعې باید یوازې د قافیې او ردیف له مخې نه، بلکې د مانا او مفهوم له پلوه هم له یو بل سره تړلې وي. کله یوه مصرعه د بلې بشپړونکې وي، او کله دواړه بېل تصویرونه وړاندې کوي، خو احساسا او معنوي ډول سره یو تړاو لري.
همدا تړاو د مطلع ښکلا جوړوي٬ که د دواړو مصرعو ترتیب سم نه وي، یا دویمه مصرعه له لومړۍ سره طبیعي اړیکه ونه لري، نو د غزل د مطلع خوند، تاثیر او هنري ځواک کمزوری کېږي.
له بده مرغه، په اوسنۍ شاعرۍ کې کله کله داسې شعرونه لیدل کېږي چې د مطلع دواړه مصرعې یوازې د قافیې لپاره سره نښلول شوې وي، خو د احساس، منطق او ترتیب له پلوه پیاوړې اړیکه نه لري. دا کار د غزل ښکلا کموي، ځکه مطلع یوازې د وزن او قافیې نوم نه دی، بلکې د ټول غزل د روح لومړنی څرګندونه ده. ددې تر څنګ د اوسنۍ شاعرۍ د غزل په مطلع کې د علت او نتیجې اړیکه په څو ډوله موجوده ده چې تر اوسه برې بحث نه دی شو خو ددې بحث په اوږدو کې به دا ومومو چې علت او نتیجه څه تړاو لري خو مخکې له دې د یو څو شاعرانو د غزلونو مطلعې موضوع ته په کتو تر بحث لاندې نیسو.
د ښاغلي صمیم باچا د بیت مطلع ده:
لوټې-لوټې، خاورې-خاورې او خالي زړهٔ
ستا له تلو نه پس د هغه لیوني زړهٔ
که ددې بیت دواړه نیمتي تشریح کړو نو دویم نیم بیتی اول او وروسته یې باید لومړی نیم بیتی راشي ځکه په غزل کې اکثره لومړۍ مصرعه د خبرې زمینه جوړوي او دویمه مصرعه هغه احساس پیاوړی او بشپړوي.
دلته:
ستا له تلو نه پس د هغه لیوني زړهٔ
دا مصرعه علت او حالت بیانوي؛ یعنې ستا له تللو وروسته څه وشول.
لوټې-لوټې، خاورې-خاورې او خالي زړهٔ
دا بیا د هماغه حالت نتیجه او انځور دی٬ زړه څنګه شو؟ ټوټې شو، خاورې شو او تش شو٬ که برعکس د شاعر اصلي ترتیب راواخلو نو د شعر رواني لږه کمزورې کېږي، ځکه نتیجه مخکې راځي او علت وروسته٬ نو اول باید علت راشي او وروسته یې نتیجه چې سم شکل به یې داسې وي:
ستا له تلو نه پس د هغه لیوني زړهٔ
لوټې-لوټې، خاورې-خاورې او خالي زړهٔ
ماهر ځاځی هم د خپل یو غزل مطلع همداسې راوړې ده:
یو کس دی چې ستاینه د هغې کوي زه شین یم
یو کس دی چې کڼو لره نغمې کوي زه شین یم
په دې مطلع کې ښه به دا وي چې لومړی دا مصرعه راشي:
یو کس دی چې کڼو لره نغمې کوي، زه شین یم
ځکه په دې مصرعه کې کڼو لره نغمې کول یو ژور، استعاري او مبالغه ناک تصویر دی٬ چې همدا د شعر فضا جوړوي او لوستونکی سمدستي د یو عبث، دردناک او نه اورېدونکي احساس ته بیایي او دویمه مصرعه:
یو کس دی چې ستاینه د هغې کوي زه شین یم
د دې مصرې حالت نسبتا نرم او واقعي شکل ښکاره کوي٬ یعنې شاعر په اصل کې پر هغه چا حسد کوي چې د هغې ستاینه کوي، خو لومړۍ مصرعه دا حسد په هنري او عاطفي ډول لوړوي.
که برعکس راشي، نو شعر له یوې عادي جملې پیلېږي او بیا ناڅاپه ډېر ژور تصویر راځي ځکه دا د عاطفي او هنري ضربې له نظره کڼو لره نغمې قوي افتتاحیه ده٬ لومړی مصرعه د استعارې په مټ فضا جوړه وي او دویمه بیا احساس شخصي او واضح کوي.
پیر محمد کاروان وایي:
په اوبو کې یې اثر دی، پرې د اور لښکر ماتېږي
د وطن د غره په تیږو، د پولادو ښکر ماتېږي
د غزل دا مطلع د تصویر، حماسې او معنوي قوت له پلوه ډېره پیاوړې ده، او د دواړو مصرعو ترمنځ ښکلی تړاو موجود دی.
لومړۍ مصرعه:
په اوبو کې یې اثر دی، پرې د اور لښکر ماتېږي
دا مصرعه یو استعاري او پراخ تصور جوړوي٬ یعنې د دې خاورې، عقیدې یا روح اغېز دومره قوي دی چې د اور لښکر هم ماتوي٬ دا ډول استعاري تصویر د شعر فضا او رمز رامنځته کوي.
دویمه مصرعه:
د وطن د غره په تیږو، د پولادو ښکر ماتېږي
به دې مصرعه کې هماغه د لومړۍ مصرع تصور محسوس او عیني دی یعنې هغه قوت چې په لومړۍ مصرعه کې په رمز او استعاره و، دلته د وطن د غرونو او تیږو په تصویر کې عملي او محسوس کېږي.
که برعکس شي نو شعر له عیني تصویر څخه نه پیل کېږي او بیا مبهمې استعارې ته ځي، چې د مطلع تدریجي لوړوالی لږ کمزورې کوي.
اصلي ترتیب ځکه اغېزناک دی چې لومړۍ مصرعه رمز او فضا جوړوي او دویمه مصرعه هغه فضا په قوي عیني تصویر بشپړوي.
جیلاني جلان وایي:
پسرلی د هر نظر چې پرې مين دی
د ګلاب د اینو غوندې يې تن دی
دا مطلع هم د ترتیب له پلوه نسبتا طبیعي ده او ښه رواني لري ځکه شاعر لومړی د محبوب د ښکلا اغېز بیانوي چې د ستاینې او جذبې فضا جوړیږي خو کله چې وایي د ګلاب د اینو غوندې يې تن دی٬ دا په خپله د اغېز علت او تصویر وړاندې کوي٬ که برعکس شي نو شعر لومړی مستقیم تشبیه وړاندې کوي، وروسته نتیجه راوړي. دا هم ممکنه ده، خو د اصلي ترتیب عاطفي نرمي او تدریجي ښکلا لږه کمېږي، ځکه شاعر لومړی د مینې فضا جوړوي او بیا یې د علت تصویر راوړي.
مخکې له دې چې د شعر یو څو نورې نمونې راواخلو ښه ده چې اوس د علت او نتیجې اړیکه وپطژنو٬ نو هغه مصرعه، تصویر، حالت یا احساس ته علت وایي چې د شعر د فضا، کیفیت، درد، مینې، حماسې یا اغېز بنسټ جوړوي او د بلې مصرعې د مانا د رامنځته کېدو سبب شي. یعنې علت د خبرې زمینه، دلیل، حالت یا ذهني فضا وړاندې کوي.
همداشان هغه مصرعه، تصویر یا احساس ته نتیجه وایي چې د لومړۍ مصرعې د حالت، علت یا فضا اغېز، پایله، تکمیل یا څرګند انځور وړاندې کړي. یعنې نتیجه د علت عاطفي، تصویري یا معنوي حاصل وي.
نو په لنډه توګه ویلی شو چې مطلع کې د علت او نتیجې اړیکه دې ته وایي چې یوه مصرعه د بلې لپاره ذهني، عاطفي یا تصویري زمینه برابره کړي او بله یې اغېز، تکمیل یا څرګند شکل وړاندې کړي. همدا اړیکه د مطلع رواني، تسلسل او هنري ځواک پیاوړی کوي٬ که دا اړیکه سمه نه وي نو برعکس رواني٬ تسلسل او هنري ځواک کمزوری کیږي.
اوس همدا علت او نتیجه په لنډ بحر کې هم ګورو.
په لنډ بحر کې د علت او نتیجې اړیکه دومره پیاوړي نه وي او یو نازک تار لري خو که مخکې وروسته راوړل شي دومره تسلسل نه خرابوي لکه د فیض علي فیض د غزل دا مطلع:
ښه به شو که نه به شو
وايه کنه څه به شو
په لنډ بحر کې ساده ګي وي خو یو شمېر کلمې دا ساده ګي پیاوړې کوي٬ په هر صورت پورته مطلع په اصل ترتیب کې سمه ده خو که برعکس شي:
وايه کنه څه به شو
ښه به شو که نه به شو
په اوږدو بحرونو کې د غزل مطلع ترتیب زیات مهم دی ځکه که دا ترتیب ګډوډ شي نو لوستونکي ته سم احساس نه ورکوي او عاطفه هم کمزوري کوي٬ د شاه سعود یو بیت کې لومړی علت ښودل کیږي او بیا یې نتیجه:
د نیستۍ راباندې زور و نه مې ورور و نه مې خور وه
زنده ګۍ نه مې زړه تور و نه مې ورور و نه مې خور وه
لومړۍ مصرعه کې بهرنی حالت او علت دی او په دویمه مصرعه کې داخلي اغېز او نتیجه ښودل شوي که برعکس شي اول عاطفي نتیجه راځي ځکه اصلي ترتیب سم دی چې لوستونکی لومړی د شاعر حالت ویني، بیا د هغه حالت رواني اغېز احساسوي.
په اوږده بحر کې دا تدریجي حرکت ډېر مهم وي، ځکه اوږد بحر د احساس د ورو ورو پراخېدو فرصت ورکوي.
په کلاسیکه شاعرۍ کې د مطلع ترتیب ته ډېر پام شوی دی٬ د پښتو لوی شاعر خوشال خان بابا د مطلعې ترتیب له تیټ نه لوړ ته پورته کیږي لکه هغه چې وایي:
توانګر په ملک و مال لـري تکـيه
درويشان په ذوالجلال لري تکيه
دلته لومړۍ مصرعه د دنیاپالو او مادي خلکو حالت بیانوي یعنې شتمن خلک پر مال او دنیا تکیه کوي خو دویمه مصرعه کې وایي چې دروېشان او اهل دل پر الله تعالی تکیه لري.
مطلب یو لوری پر فاني شیانو تکیه کوي او بل لوری پر ابدي ذات تکیه لري٬ خوشال بابا لومړی د دنیا تکیه یادوي، بیا تر هغې لوړ او روحاني مقام ته خېږي.
یعنې دلته ترتیب د ټیټ نه لوړ پر بنسټ جوړ شوی دی چې همدا لوړوالی د مطلع هنري قوت زیاتوي.
په رومانتیک غزل کې لومړی تصویر جوړونه مهم رول لري لکه د صطفی سالک د غزل دا مطلع:
د نرګس ډکې پیالې وې زه او ته وو
منتظرې زمانې وې زه او ته وو
په دې مطلع کې د نرګس ډکې پیالې وې یو ښکلی، تصویري او رومانتيک ماحول جوړوي خو دویمه مصرعه کې همدا فضا عاطفي کیږي او د انتظار، مینې او وخت احساس ور زیاتوي. یعنې لومړۍ مصرعه د مجلس او حسن تصویر دی، دویمه یې د احساس او زمانې ژوروالی دی.
که په مطلع کې لومړی تصویر جوړ شي او بیا احساس ورباندې خپور شي دا نرمي او هنري ځواک پیاوړی وي.
د غزل په مطلع کې تل داسې نه وي چې علت او نتیجه به اړیکې ولري بلکې دواړه تصویرونه هم کیدلی شي لکه د اروښاد عبدالرحیم روغاني د غزل دا مطلع:
سترګي غزل،شیش یې غزل،سترګو کې خندا غزل
شونډي غزل،رنګ یې غزل،شونډو کې مُسکا غزل
په دې مطلع کې مسلسل تصویر راځي خو په لومړۍ مصرعه کې د سترګو ښکلا ښودل شوې او دویمه کې د شونډو ښکلا.
نو دا مطلع د علت او نتیجې نه، دا د تصویرونو د ښکلا یو مسلسل جریان دی، او همدا تکرار یې هنري قوت جوړوي.
د غزل په مطلع کې د علت او نتیجې له مخې بهرنی او داخلي حالتونه هم موجود وي لکه د نجیب تنها د غزل دا مطلع:
که ستا په غونډه زنه خال دى، هغه هم خراب دى
زما پخپله چې څه حال دى، هغه هم خراب دى
لومړی مصرعه کې د محبوب حالت ښودل شوی چې بهرنی سبب دی او په دویمه کې د عاشق حالت ښودل شوی چې داخلي نتیجه ده.
که برعکس شي:
زما پخپله چې څه حال دى، هغه هم خراب دى
که ستا په غونډه زنه خال دى، هغه هم خراب دى
نو مطلع به له شخصي درد شروع شي او بیا سبب ته ځي. دا هم احساس ورکوي، خو د اصلي ترتیب قوت دا دی چې لوستونکی لومړی د محبوب حالت ویني او بیا د شاعر د زوال سبب درک کوي٬ لوستونکي ډېر وخت شخصي درد نه خوښوي٬ له خوښولو مطلب اغیز دی.
د مطلعې د علت او نتیجه اړیکه کې دا هم راتلی شي چې لومړی یې یو حالت او وروسته یې سمبولیک تصویر وړاندې شي.
په مخکې نمونو کې لومړی تصویر جوړیده خو وروسته نتیجه وه خو د سعیدالله فطرت د غزل په مطلع کې لومړی یو حالت جوړیږي او بیا سمبولیک تصویر٬ لکه دا مطلع:
لمانځي د بایللي عشق ماتم ولاړه ده
سم لکه نیمه ځوړند پرچم ولاړه ده
که وګورو لومړۍ مصرعه کې د عشق د ماتېدو حالت دی او دویمه مصرعه کې د همدې حالت عیني او سمبولیک انځور دی. یعنې لومړی مفهوم ورکوي چې مات عشق یې په ماتم سره ښودلی دی او بیا قوي بصري نښه وړاندې کوي چې دا نښه نیمه ځوړند پرچم دی.
دې مطلع کې لومړی عاطفي بیان راځي او بیا سمبولیک تصویر چې د دواړو ترمنځ خوږه او متوازن اړیکه شته، چې بیت یې زیات اغیزمن کړی دی.
له دې ټولو خبرو وروسته په پای کې ویلی شم چې غزل کې د مطلع دواړو مصرعو ترمنځ د علت او نتیجې اړیکه ډېره مهمه ده. کله چې یوه مصرعه حالت، سبب یا فضا جوړوي او بله یې د هغې اغېز، پایله یا تصویر وړاندې کوي، نو مطلع طبیعي، روانه او هنري ښکلا پیدا کوي.
خو که دا اړیکه کمزورې وي، مطلع یوازې د قافیې لپاره پاتې کېږي او خپل هنري تاثیر له لاسه ورکوي.
نو په لنډه توګه ښه مطلع هغه ده چې یوه مصرعه د بلې لپاره زمینه برابره کړي او بله یې بشپړه کړي.