Homeخبرونهد روسیې د امنیت شورا منشي وايي، له ۱۸ زره تر ۲۳...

د روسیې د امنیت شورا منشي وايي، له ۱۸ زره تر ۲۳ زره سختدریځي په افغانستان کې فعالیت کوي

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۲۵ مه) د روسیې د امنیت شورا منشي سرګی شویکو ویلي چې په افغانستان کې له  شاوخوا ۱۸ زرو څخه تر ۲۳ زرو پورې وسله‌وال فعال دي، چې د څه باندې شلو بېلابېلو ډلو غړیتوب لري.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د اړوندو ادارو د منشیانو د ۲۱مې غونډې په ترڅ کې شویګو وویل:
«د افغانستان وضعیت د SCO د سیمې د امنیت لپاره ځانګړی اهمیت لري. دا په ځانګړي ډول د ترهګرۍ او د مخدره توکو د قاچاق له هغو ګواښونو سره تړاو لري چې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.»

هغه زیاته کړه چې د طالبانو حکومت د اسلامي دولت (داعش) ډلې پر ضد سختې وسله‌والې جګړې کوي، ځکه داعش د طالبانو اصلي ایډیولوژیک او سیاسي سیال بلل کېږي.

د هغه په وینا، د روسیې د معلوماتو له مخې د داعش غړي شاوخوا درې زره کسان دي.

شوېګو وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې داعش ۱۲ لوی بریدونه ترسره کړي چې په نتیجه کې یې ۴۰ پوځي کسان او ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او له ۵۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

هغه دا هم وویل چې له سوریې څخه افغانستان ته د اویغور، تاجک او ازبک الاصله وسله‌والو د ورتګ کچه زیاته شوې ده. نوموړي ادعا وکړه چې دغه کسان د پخواني وسله‌وال ائتلاف هیات التحریرالشام له ډلو سره تړاو لري.

د روسي چارواکي په وینا، د طالبانو امنیتي ادارو د دغو توندلارو د څار لپاره اقدامات کړي، خو ځینې اسلامي سختدریځي لا هم افغان امنیتي ادارو کشف کړي او پېژندندلي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...