تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۲۴ مه) د ایلن مسک اړوند فضايي شرکت سپېسایکس د شنبې په ورځ، د لړم په ۲۳مه، په لومړي ځل وتوانېد چې د ځمکې مدار ته تر تګ او بېرته راستنېدو وروسته خپله «سټارشېپ» فضايي بېړۍ د امریکا د ټکساس ایالت د توغولو په مرکز کې د برج په میخانیکي مټو ونیسي.
دا بریا د هغو توغندیو او فضايي بېړیو د جوړولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي چې څو ځله کارول کېدای شي. دا ټکنالوژي به ښايي فضا ته د سفر لګښتونه په پام وړ ډول راکم کړي.
د شنبې په ورځ سلګونو نندارچیانو ولیدل چې سټارشېپ له ورېځو راښکاره شوه، په ورو حرکت یې د توغولو مرکز ته ځان ورساوه او په پای کې د برج په دوو میخانیکي مټو کې ونیول شوه. دغو مټو ته د «چاپسټیک» نوم ورکړل شوی دی.
تر دې وړاندې فضايي توغندي د ځمکې پر لور د بېرته راګرځېدو پر مهال د اتموسفیر د سختې تودوخې له امله له منځه تلل. سپېسایکس هڅه کوي داسې توغندي جوړ کړي چې له هر سفر وروسته بېرته وکارول شي.
دا د سټارشېپ پنځلسمه ازمیښتي الوتنه وه. سټارشېپ د نړۍ تر ټولو لوی او پیاوړی فضايي توغندويي سیستم بلل کېږي. دغه فضايي بېړۍ په بریاليتوب تر بېرته راکوزېدو مخکې ۱۴ ځله د ځمکې تر مدار راوګرځېده او د سټارلېنک شرکت ۲۲ سپوږمکۍ یې مدار ته ولېږدولې.