تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۲۴ مه) د ترکیې پولیسو ۳۵ افغان کډوال هغه مهال نیولي چې غوښتل یې د دغه هېواد له بالیکاسیر ښار څخه د سمندر له لارې یونان ته ولاړ شي. په همدې عملیاتو کې څلور کسان هم د کډوالو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
د ترکیې د رسنیو د راپورونو له مخې، له نیول شویو څلورو شکمنو کسانو څخه درې یې د محکمې په حکم زندان ته لېږدول شوي او یو د قضايي څارنې په شرط خوشې شوی دی.
پولیسو په عملیاتو کې د ژغورنې ۱۲ واسکټونه، د ژغورنې ۱۲ کړۍ او درې د اوبو پمپونه هم نیولي دي.
افغان کډوال د لومړنیو اداري پړاوونو له بشپړېدو وروسته د هغو کډوالو د ساتنې مرکز ته لېږدول شوي چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.
د راپورونو له مخې، د روان میلادي کال له پیل راهیسې د ترکیې پولیسو په بېلابېلو سیمو کې له ۳۳ زرو ډېر بېاسناده افغان کډوال نیولي دي. په دغه هېواد کې د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې د پولیسو عملیات لا هم روان دي او چارواکو په سرحدي سیمو کې امنیتي تدابیر هم سخت کړي دي.
په ورته وخت کې، په وروستیو ورځو کې د ترکيې د سرحدي ځواکونو له خوا له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه هم خپاره شوي دي. ځینو افغان کډوالو تور پورې کړی چې ترک سرتېري نیول شوي کډوال وهي، شکنجه کوي او ورسره ناوړه چلند کوي؛ خو د ترکیې حکومت تر اوسه دغو تورونو ته ځواب نه دی ویلی.
ترکیه اروپا ته د افغان، ایراني، عراقي، سوريو بنګالي او پاکستاني پناه غوښتونکو د اوښتو یوه اصلي لار ده. کډوال عموماً په کوچنیو او خطرناکه بېړیو کې یونان او نورو اروپايي هیوادونو ته ځي او ډېر ځلي دا بېړۍ له دې کبله ډوبېږي چې تر خپل ظرفیت ډېر کسان پکې سپرېږي.