Homeخبرونهد ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې له ایران او پاکستانه څه باندې...

د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې له ایران او پاکستانه څه باندې ۴.۲۹ میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۲۳ مه) د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر اوومې پورې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۴.۲۹ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي چې د پخوا پرتله له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو شمېر څلور سلنه کم شوی، خو له پاکستان څخه د راستنېدونکو شمېر ۳۵ سلنه زیات شوی دی.

د راپور له مخې، په دې موده کې له ایران څخه څه باندې ۲.۵۶ میلیونه او له پاکستان څخه نژدې ۱.۷۳ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې زرګونه کورنۍ د ژمي له سختې یخنۍ سره مخ دي او په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه تر منفي ۲۵ سانتي‌ګراد پورې ټیټېږي.

دې ادارې د زیانګالو کورنیو لپاره د تودو جامو، د تودوخې د وسایلو او سرپناه د برابرولو لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له بشري مرستندویو بنسټونو غوښتي چې له زیانګالو کورنیو سره د نغدي او بشري مرستو له لارې د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

د راپور له مخې، د کډوالو په پراخه پیمانه بېرته ستنېدل، اقتصادي کړکېچ، د بېوزلۍ زیاتوالی او د عاید د سرچینو نشتوالی د کورنیو زیانمنېدنه ډېره کړې او د ژمي سختو شرایطو یې د ژوند ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان تر دې مخکې ویلي و چې د ۸.۸ میلیونه ډالرو د بودجې کمښت له امله له ۱۴۰ زرو څخه د ډېرو کسانو لپاره د ژمنیو مرستو برابرول له خطر سره مخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...