استاد عبیدالله دروېش دراني صاحب د (کره کتنه اود هغې زغمل) په نوم پر پښتوژبي یو ښکلی منثور اثر لورولی دی، د دې کتاب ډېری برخه پر ښه اوکره شعر بحثونه اوتحلیلونه لري، اوددې شننیزو بحثونوپه لړ کې موږ د یوې منطقي، نرمي او معقولي کرکتنیزي محتوا سره هم مخ کوي، په دې تنقیدي بحثونوکې زمالپاره د ښاغلي دراني نرمه، خو؛ موخیزه کره کتنیزه ژبه مهمه او د پام وړ ده، کومه طریقه چې نوموړي د ښه شعراو لوړ شعري کیفیت لپاره وړاندي کړې ده هغه د شعري دنیا د پرمختیا او پیاوړتیا لپاره هر وخت ګټوره او د عمل وړده، د کتاب نوم ته په پام استاد دراني خپله ټوله رښتینې هڅه کړې ده چې په دغو ادبي اوتنقیدي برخو کې هم د خوږې ژبي او لوړ زغم دودول بنسټیز کړي، اوهم خپلي اصلاحي موخي ته ورسېږي؛ نوموړي په دې کتاب کې په ډېر نرم او لوی زغم یاد مسایل شنلي او څېړلي دي، ضمني پېغام او ټینګار يي هم دادی چې موږپه خپلو بحثونو او لیکنوکې تل د زغم او نرمي ژبي روحیه ولرو.
په کره کتنیزو بحثونو کې یو خوا د کره کتونکي نیت او د زغم کچه مهمه ده او بل لوری تر کره کتني او شنني لاندي د اثر د تخلیقکار زغم او غبرګون د پام وړ اومهم دی؛ له بله پلوه، دریم لوری چې لوستونکی دی هغه بیا د دوو لورو د زغم او غبرګون روحیه په ټول غور او اخستني ننداره کوي.
زه فکر کوم چې دغه ډول تنقیدي او اصلاحي طریقه چې ښاغلي دراني صاحب کارولې ده، داپه علمي_ ادبي بحثونوکې یو غوره اونوی پیل دی، غوره په دې ماناچې د زغم، حوصلې او منطق ښه کارونه ترویجوي او نوی پیل يې ځکه ګڼم چې زموږ اکثره تنقیدي بحثونه رواجي او بې زغمه دي چې طبعاً پایله يي د مثبت ادبي بدلون پرځای ژبني ګذارونه او عقده؛ زېږونه ده.
ددې کتاب بله مهمه او زړه راښکونکې برخه د (پنځم دروېش) ترسرلیک لاندي د ښاغلي دراني د ژوند د خواږه بهیر یادونه اوخاطرې دي، له ماشومتوبه د پوهنتون تر ختمېدو او د شاعرانه ژوند تر غوړېدو پورې جریان پکې راټول دی، د کتاب له (٢١٤) پاڼې څخه بیا تر وروستۍ (٢٩٦) پاڼي پوري د نوموړي د زده کړیز او شاعرانه ژوند خورا ګڼ او جالب اړخونه رانغاړي، نوموړی د پنځم دروېش د سرلیک د انتخاب دلیل موږته د یوې کیسې په ترڅ کې په ټول وضاحت سره روښانه کوي، کیسه داسي ده چې د ترکیې په هیواد کې یوباچاچې (آزادبخت) نومېدی ډېره ښه اوعادله بادشاهي درلوده او ولس يي هم ډېر خوښ او هوسا ژوند درلود؛ خودی خپله بې غمه اوخوشحاله نه و، داځکه چې بې اولاده و. او د خپل ځایناستي د نه شتون له کبله به تل ډېر بې قراره او اندېښمن و، نو یوه ورځ يې په کوم کتاب کې ولوستل چې که څوک د کوم ناپایه غم څخه د خلاصون تلوسه لري نو دی به د شپې مهال په خلوت کې په یوازي ځان د خپلي سیمي هدېرې ته ځي اوهلته به په کوم مزار خپل خدای تعالی(ج) ته د خپل نبي (ص) په روی دعا او التجا کوي ترڅو يي خدای پاک (ج) دغه دوامداره غم په خوشحالۍ وربدل کړي او خپل مراد و مومي.
باچا په ډېره لیوالتیا په شپه کې قبرستان ته ځي او غواړي چې دغه التجایي تجربه ترسره کړي، کله چې هلته درومي ګورې چې د کوم قبر پرشااوخوا څلور درویشان سره راټول دي او په داسي حال اومراقبه کې ډوب دي چې آن یو بل ته هيڅ پاملرنه نه کوي، باچا د دوی په تماشه منتظر کښېني له يوڅه وخت وروسته دوی له مراقبې راوزي او یو دروېش يې هغه نوروته د یو بل د پېژندلو اوخپل سرگذشت د بیانولو وړاندیز کوي، د نورو ملګرو هم ورسره خوښه شي، په نوبت سره هریو خپل د ژوند بهیر او تردې حاله د رارسېدو کیسه بیانوي.
استاد دروېش درانی ددې کیسې د یادولو په لړکې خپله خاطره اوددې عنوان ټاکل داسي بیانوي چې کله ده؛ دغه کیسه په کوم کتاب کې لوستل اودغه ځای ته راورسېد چې څلوردرویشان یواوبل ته خپل د ژوند اوبرخلیک جریان بیانوي نوپه دغه وخت کې ده ته له جلال آباد نه د پوهنتون کوم زده کړیال تلیفون کوي او دده د ژوند د څېړلو لپاره یي کومه علمي پروژه یا منوګراف ټاکلی دی اوس غواړي چې د دراني صاحب د ژوند په اړه دده له خولې په دې باب لاهم ښه اوپه بشپړه توګه پوه شي او مهمه ټکی لاداچې دده د زېږېدلو اصلي ځای ورته معلوم شي.
استاد درانی ددغه زلمي زده کړیال دغه خواهش ددې سرلیک ټاکلو او د خپل ژوند د بهیر د ښه روښانه کولو دغه هڅي ته هڅوي، او د نوموړي په وینا د پنځم دروېش د ژوند سرگذشت دغسي داستان لري.
ما؛ دغه برخه په ټول رغبت اودقت ولوستل هغه څه چې مې ددې برخي له منځپانګي څخه برداشت کړه هغه ټول راته مهم اوجالب وه، اودا طبیعي ده چې د کوم اثر اومطلب په لوستلو سړي ته نوي فکرونه، جالبي سوژې او خوځنده تلقینونه راپیدا کېږي، زه غواړم چې خپل نيمګړي برداشتونه، نظرونه او وړاندیزونه د دې لیکني د پایلي په توګه ستاسو قدرمنو عزیزانو حضورته وړاندي کړم.
څوکاله وړاندي په کندهار کې د استاد دروېش دراني او طاهر اثر اپریدي د تخلیقاتو او ادبي مزل په درناوي ډېره ښکلې، پرتمینه او ماناداره علمي_ادبي اعزازي غونډه رابلل سوې وه، ما ددې غونډي جریان په یو ويډیو کې سر ترپایه په مینه مینه وکتی، په دې ناسته کې استاد دروېش درانی د خپلو خبرو په لړ کې زیاتوي: (ما؛ داخپله ژبه ډېره نه ده کارولې، ترډېره مي خپل خبري د قلم په ژبه تر خلکو رسولي دي).
هو؛ د استاد دا خبره ډېره کره اودقیقه ده، ځکه استاد د نظم او نثر په چوکاټ کې د خپل هنري قلم ټول قوت ازمایلی او خپلي فکري ملغلري يي ترخپلو خلکوپه خپلو آثاروکې ور رسولي دي، اما؛ زما بحث او وړاندیز دادی چې زموږ پنځم درویش لاهم د خپلو مهمو، ګټورو اوږدو تجربو د بیان لپاره ډېري بکري قلمي سوژې اوتازه مضامین لري، اوتر ټولو لا دا برخه مهمه ده چې استاد مهرباني وکړي د خپلو ادبي هلوځلو او ادبي یارانو سره د ناستو اوجلسو یادښتونه اوخاطرې ولیکي.
دامې ډېرکله تجربه کړې ده چې کله کوم اوڅار اومهم شخص له نړۍ څخه ابدي کوچ وکړې بیانو ددې تاثر په غبرګون کې مختلفي مرثیې او د یاد اوقدروني مضمونونه ولیکل شي، اماله بده مرغه په ژوند کې ددغو قدرونو اوښېګڼو هيڅ اویا ډېر کم یاد هم نه کېږي، زه په دې آند یم چې په اشخاصو پسې ږغېدل نه بلکې له اشخاصو سره ږغېدل به ښه وي، د تللویاد اودرناوی زموږ ډېر ښه ملي دود او پرځای قدرونه ده، ولي؛ د ژوندیو یوله بل سره دغه یاد او قدرداني لا تر اوسه هم له بده بخته؛ پیکه او ګونګه ده، ګونګه يي ځګه ګڼم چې یود بل د ښېګڼو او لاس ته راوړونو په باب ډېر کم څه لیکو او وایو يي.
زه به دلته دغه جسارت وکړم اودا به یو(مضرنزاکت) وګڼم، چې په ژوندون کې د یو بل په تړاو څه نه وایو.
وروستنۍ یادونه:
د استاد عبیدالله دروېش دراني د هرقلمي قدم اوهر ادبي_هنري تخلیق مننه، قدرونه او درناوی کوم، دده د آرام او سنګین شخصیت د ښو مزیتونو د درک اودرناوي ترڅنګ؛ له ښه مرغه د لوی او مغتنم ادبي_هنري کار اوهستونو د منښت او درنښت چاره يي هم په ځان پور ګڼم، او په آخر کې د خوږ، اوږد او سوکاله ژوند د غوښتني ترڅنګ يي د لانوښتیزو تخلیقي هستونو په هیله او تلوسه یم.
د دنیا په شوربازار کې دی یوازي
یو دروېش زموږپه ښار کې دی یوازي
د حکمت په حقیقت پسې روان دی
یوسړی په دغه لارکې دی یوازي
په مینه او پېرزوینه
همت عمرزوی
فراه
٢٨\١٠\١٤٠٤