پر دېوال ځوړندې تابلو ته ګورم، درې توري، یوه هجا په لوګي کې تت راڅرګند: «هېڅ». تابلو چا راوړې وه؟ بې له ما باید بل چا نه وي راوړې، بل څوک دلته اوسي نه! خو ما کله راوړې؟ څه وخت، له کومه ځایه؟ ورو ورو مې همدا نن تر لمر ډوبېدو مخکې ومنله، چې خیالونو او يادونو راڅخه کډه کړې، هېر کړی یې یم یا مې هر څه له ياده وتلي دي.
فکر کوم، نن کله چې د نوي ښار د ګلان پلورلو پر کوڅه راتېرېدم، د بايسکېل پایډلونه مې کړپېدل؛ خو دا هر څه مې اوس هېر دي. نه مې رایادېږي، چې مات کنډکپر سړک پر بايسکیل زما موازانه بې تولې کوله. د بايسکیل پر بریک مې لاس لږشانته ورټینګ کړی و، پایډلونه مې څو لټه شا ته اړول، یوه هټیوال ګلان ګېډۍ کړي وو، پر خاورینې ځمکې يې پرلتۍ وهلې وې، دوه درې ډکي پکې نامنظم و، یو يې را وایست او د نورو شيندلو ګلانو تر څنګ يې واچاوه، د ګلانو ګېډۍ او هټيوال زما د سترګو له دایرې شا ته پاتې شول.
د بايسکیل پایډلونه منظم، کله ګړندي او کله کرار، تاوېدل. شېبه وروسته د بايسکیل پر څوکۍ ستړی شوی او له بايسکیل څخه ښکته شوی او په ښي لاس مې د بايسکیل هنډل نیولی و او کيڼ لاس مې له ورانه سره زنګېده.
اوس مې هېر شوي، چې د بايسکیل د مخې ټایر ډوب ځای ته وربرابر شوی و، خو د هنډل په کږولو مې کوښښ کړی و، چې د مخې د ټایر په څېر شاتنی ټایر هم ډوبې کندې ته وربرابر نه شي. د مخې ټایر د یوه څپک په اندازه چیکړ شوی و، له وچ سړکه يې خاورې په ځان پورې نیولې او بېرته ترې تویېدلې، اوس مې دا دواړه پېښې هېرې شوې دي.
تابلو ته لا هم ځیر یم، لکه تابلو: «هېڅ»، هېڅ راسره نشته او لکه لوګی پر ځان تاو راتاو. نه ماضي نه مستقبل. هېر شوي مې دي، چې مور و پلار څه شول، له پلاره یوه خاطره نه ده راپاتې، د مور څېره هېره ده، کاش چې د مور په ها خاطرې لمبېدلی وای، چې له ناروغۍ تازه له پېښوره راغله، ما يې ښي لاس په کیڼ لاس ونیوه، پښه مې وښویېده، دا هم په لمدو خټو راسره وښویېده. مور مې په مینه غوسه وکړه. راته ویې ویل: «لکړه مې بللې، د لاس لکړه.» خو لکه یو څه چې رانه ورک وي، لکه زه چې يې امسا نه شوم او لکه ما د هغې لاسنیوی ونه کړ او لکه په دغه ارمان پسې د لوګي په شان خپور یم او د احساس توپان راالوځي او له ستوني مې تېروي. دريغا که دا پېښه زما په یاد وای، چې بیا بیا مې له ځان سره د یاسین په شان مقدس رنګ ورکړی وای، تکرار کړې مې وای، لږ تره لږه خپل ځان ته.
اوس په خونه کې ناست، پخواني تصویرونه مې یو هم په ذهن کې نشته، لږ تر لږه د راتلونکي په سفر نه شم وتلی او ماضي هم هېره زمانه.
عجیبه ده، که وایم، د ونې وچ مات ډنډر یم او عجیبه ده، چې مټې مې رابډ وهلې، قلم مې په ګوتو کې اړوم رااړوم، زېړ کاغذ مې تر مخې غوړولی، څنډې يې ګونجې شوې دی او کوښښ کوم، چې یو څه ولیکم. مخامخ مې د کتابونو المارۍ اېښوول شوې ده. دیني کتابونه پکې څنګ تر څنګ، بې له دې چې یو د بل پر مرۍ پښه کېږدي. د ماضي په سفر نه شم وتلی، د خونې زینې مې هېرې دي، ان هېر مې دي، چې دوه پوړیزې خونې ته څنګه راختلی یم، نېغ مې د دروازې درشل ته راټوپ وهلي که په زینو راپورته شوی یم.
پاڼه قلم یوې څنډې ته وهل کېږي، له خپله ځایه راپورته کېږم، د کتابونو المارۍ ته مخامخ درېږم، د المارۍ په ښيښه کې د رڼايۍ له انعکاس سره پيکه لیدل کېږم، له ځان سره وایم: «څېره يې اشنا غوندې ده.» یو ځل بیا سترګې وراړوم او وایم، چې که زه یم، زما د سر وېښتان ببر ولې دي؟ برېتونه ولې پر خوله راغلي دي؟
د المارۍ یوه دړه بېرته کوم، د یادداښتونو رنګینه زرتاري کتابچه د کتابونو په منځ کې اېښوول شوې ده، تر څنګ يې پنځه سوه مخیز پنډ کتاب ته مې پام کېږي، د کتابونو له منځه یې راباسم: «سکونډاری»! پر لومړي مخ يې یو یادداښت لیکل شوی: «هغه چا ته ډالۍ چې له نورو بېل دی.» هک حیرانېږم، کتاب ما ته ډالۍ شوی. خو چا؟ تا خو به نه وي راډالۍ کړی؟ نو ته مې هېره يې؟ ته مې څنګه هېرېدې؟ ستا غټې تورې سترګې، ګارګوتي وېښتان، د ژوندانه موسکا، هېر مې دي. اوس مې هېر دي، چې دا کتاب دې راته په الفافه کې نغښتی و، په دې دلیل چې نور خلک يې ونه ویني او هر څه په ډاګه نه شي. په بیړه دې کتاب زما تر څنګ کېښودلی، په منډه تللې وې، ان له ډېر احتیاطه دې یو ځل شا ته راکتلي نه و.
د ماضي په فکرونو کې د یوې چینډخې په شان ډوب، چې نه د ژورو تل ته کوزېدای شوای او نه هم بهر ته ډېره پاتېدای. درنګه شېبه به فکرونو کې ډوب؛ خو ناڅاپه هيښ کېږم، د خونې په زینو کې مې کړپي ته پام کېږي، په «میو» غږ ډاډه کېږم، پيشو وه. پرې مې ښووله. ومې کتل، چې کتاب مې په نورو کتابونو کې اېښی او د یادداښتونو کتابچه مې په لاس کې چې یوازې یو یادداښت پکې نژدې دوه کاله مخکې لیکل شوی و، نیولې. په پوښتونکي انداز کتابچې ته سترګې اړوم: «یوازې یو یادداښت، دوه کاله مخکې؟»
د یادداښتونو محتوا ته ځیر کېږم: «که دا یادداښتونه در و هم نه رسېږي، خو په دې نیت چې یوه ورځ به یې درلېږم، لیکم يې.» هر څه مې هېر دي، ته څوک وې؟ د کتاب د راکړې او یادداښت ترمنځ دوه کاله عمر او د یادداښت او تر ننه هم دوه کاله نور. څلور کاله وشول، چې پېژنم دې؟ خو څومره موده وشوه، چې هېره شوې مې يې؟
د یادداښتونو کتابچه مې بېرته د کتابونو ترمنځ کېښووله. ذهن مې پیشو ته واوښت، باید ورپسې ورغلی وای، همدا اوس په لرې کېدو ده، میو میو يې پيکه کېږي، فکر کوي، چې څه خواړه به ورکړم، خو له ما سره یوازې دومر زهر قاتل شته، چې زما چاره پرې وشي. ګام وراخلم، د وره له درشله ورتېرېږم، وایم که د خوړو دېګی نسکور کړي یا خوله پکې ووهي، نو بیا په خوړو پسې هټۍ ته نه شم وتلی، ان که له ډېرې لوږې بې سېکه شم او شپه راباندې له ډېرې لوږې رڼه سبا شي. له درشله وتلی یم، زینې مې تر سترګو کېږي، ډاډه کېږم، چې خونې ته په زینو راختلی یم. له لومړۍ پوړۍ ښکته شوم، دویمې پوړۍ ته ګورم، د پښو نوکان مې پر ګوتو رااوښتي وینم، په بیړه لاسونو ته ګورم، د لاسونو نوکان مې رسېدلي دي، په چټکۍ راوګرځېدم، د المارۍ ښيښې ته درېدلی یم، ځان مې د خونې د روښنايۍ په انعکاس کې د المارۍ په ښيښه کې تت ګورم. تندی په زوره په څپېړه وهم. نه پوهېدم، څه راباندې شوي او څه کېږي. له ځانه مې په ملنډو وپوښتل: «زه خو به څه باندې درې سوه کاله ویده شوی نه وم؟» او بیا مې په ډکه خوله په ځان پورې وخندل او ومې ویل، «زه نو کوم داسې ګوهر یم چې نایاب یم».
تر المارۍ څو ګامه شا ته شوم، دېوال ته مې ډډه ووهله، سر مې پر زنګنونو کېښوود، سر ډوب شو، د دواړو زنګنو ترمنځ نېغ ووت، پام مې شو، د ماضي او مستقبل له سفره محرومیت لکه چې زما غوښې هم توږلې دي. نری پوټکی په هډوکو پورې نښتی. حیران یم، وایم که پوټکی مې پرې شي، په درست بدن کې به دا څېره لاره وکړي او ټوټه ټوټه به خپور وور شم. کوښښ مې وکاوه، چې د موضوع پر دلیل ځان وپوهوم، المارۍ راته تشه برېښېده، باید کتابونه مې ورپسې لټولي وای، له ماضي او مستقبله د محرومیت دلایل مې لټولي وای، د خپلې ناروغۍ لاملونه مې راسپړلي وای؛ زه خو ناروغ وم؟ کومه ناروغي؟
پر بدن مې څړیکې خپرېږي، رېږدم. په سور پشکال کې مې ولې ساړه وشي؟ له ځان سره وګوڼېږم: «نه، تر دې دمه نه یم ناروغ شوی.» بیا په ځان پورې خندا راشي: «له کومه راهیسې؟»
هر څه هېر و، تېر ته ورتګ ناشونی و، ماضي د سمسېرې تر غاښونو لاندې ذب ذب او د سمسېرې دوزخ ته ورټيټه شوې وه. په یوه ارمان پسې شوم، باید یو ارمان راکې ټوکېدلې وای، چې ښه مې ورپسې ژړلي وای، پر اوسني بدمرغي حالت مې اوښکې تویې کړې وای؛ خو دا ارمان هم له ماضي سره د سمسېرې د دوزخ په کندو کې ورک و.
په یوې نازغمېدونکې څړیکې مې سر له زنګنونو را وایست، المارۍ ته مې وکتل، څړیکې له سینې خپرېږي او په ټول بدن کې ريښې ځغلوي. اوس مې المارۍ هېره وه، د یادداښتونو کتابچه او پنځه سوه مخیز کتاب مې هېر و، ته مې هېره وې، ګُلکار، نوی ښار، لوند سړک او باسکېل مې هېر و؛ خو ولې؟ خدای خبر… خدای مې هېر و؟ په ډاډ وایم، چې زه یې هم هېر شوی یم، یا په دې ارت کاینات کې ترې چېرې اوښتی یم. ښايي تا هم هېر کړی یم، ځکه مې هېره يې. ښايي ګُلکار هېر کړی یم، ښايي د بایسکیل له ذهنه وتلی یم، ښايي زه پخپله په یوه «شي» اوښتی یم، خو ولې اوښتی یم؟
درنګ شېبه وروسته نور هم په ځان کې ننوتلی وم او پر خپلو ټولو کفرونو مې پښېماني څرګنده کړې وه، ځان ته مې کتلي وو، پر سینه مې لاس اېښی و، ناهیلۍ رانغاړلی وم او له ځانه مې بیا بیا پوښتل چې ناهیلۍ خوبه د ماضي او مستقبل له سفره نه يم راګرځولی؟
کابل – ۲۰۲۱، اګسټ ۲