Homeخبرونهد پاکستان یوې محکمې د علي امین ګنډاپور د نیولو حکم صادر...

د پاکستان یوې محکمې د علي امین ګنډاپور د نیولو حکم صادر کړی

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د اسلام‌اباد یوې محکمې د خیبر پښتونخوا د پخواني اعلی وزیر، علي امین ګنډاپور د نیولو امر صادر کړی دی.

ډان پاکستانۍ ورځپاڼې نن (سې‌شنبه) راپور ورکړی چې د علي‌ امین ګنډاپور د نیولو امر محکمې ته د هغه د نه‌حاضرېدو له امله صادر شوی دی.

د معلوماتو له مخې چې د خیبر پښتونخوا پر پخواني اعلی وزیر تور پورې شوی چې په ۲۰۱۶ کال د هغه په موټر کې وسلې او الکولي مشروبات کشف شوي دي.

دا حکم داسې مهال صادرېږي چې وړمه ورځ د پاکستان ترهګرۍ ضد یوې محکمې د PTM د مشر، منظوراحمد پښتین د نیولو حکم هم ورکړی دی.

څو میاشتې وړاندې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د ممنوعه یا بند شویو خوځښتونو په لېست کې شامل کړ او د غورځنګ پر فعالیتونو یې محدودیتونه هم ولګول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...