Home+یو غزل او یوه یې ځمکه | حفيظ الله بشارت

یو غزل او یوه یې ځمکه | حفيظ الله بشارت

وایي: بایزید بسطامي ته یو کس وویل چې: (ستا خبرې زیاتره وخت پر منطق نه وي برابرې. هغه ترې وپوښتل: آیا ته په نړۍ کې په موجود تمام علم عبور لرې؟ ځواب یې ورکړ: نه. بایزید بسطامي ورغبرګه کړه: نو زما خبرې د علم له هغې برخې سره اړیکه لري چې ته لا نه یې ترې خبر.)
دا وړه خو ژوره کیسه موږ ته د هنر او ادب په تېره بيا د شعر اړوند څو خبرې لري. یو خو دا چې د شاعر کار تر ډېره له منطق او عقل سره نه وي، که یې وي هم له عاطفې خالي یې نه پنځوي؛ بلکې د هنري ابهام داسې جامې وراغوندي چې بېلتون یې د هر چا د وسې کار نه وي. بله خبره پکې دا هم ده چې: “هنر او ادب باید هغه څه ترسیم او تجسیم کړي چې اجتماعي انسان ورسره علاقه لري او نااراموي یې.” دا کیسه د انډو براډلي د دې خبرې تفسیر هم راته کوي چې: “یو واقعي شعر د شاعر د تجربو تسلسل دی. کله چې موږ هغه په شاعرانه توګه لولو؛ د اوازونو، تصويرونو، فکرونو او جذباتو له معبر څخه تېرېږو.”
نن په همداسې يو غزل خبرې کوو. هغه غزل چې د شاعر له تجربو راوتی، خو اکثره لوستونکي ځان هم پکې لیدی شي. هغه غزل چې یوه کليشه اي اصطلاح چې د غزل د هر بیت دنیا بېله وي، ماتوي؛ ځکه دا غزل لکه یو نظم ټول بیتونه یې له سره تر پایه د ژوند د معنا او پوچۍ په نړۍ ګامونه ږدي. دا غزل که څه هم د معنا له اړخه غني دی، خو د شاعر د شاعرانه قوت په مټ پکې منطق له هنر سره داسې غاړه وړې ده چې له سړي پکې معنا ورکېږي او دا خبره لا ښه پرې تطبیقېدای شي چې: “ښه شعر معنا نه لري.”
اوس راځو، لومړی د ذاکر حماس همدا غزل لولو، بیا پکې د ژوند د معنا د لټون هڅه کوو:
له سختو پړاونو حوصلې اورو د ژوند
د تیږو له رګونو هم نغمې اورو د ژوند
د حق او د باطل په ژوند‌مرګي‌ دور لعنت شه
هنره! موږ له تا نه تماشې اورو د ژوند
د زلفو له بې‌غږه زولنو لکه غږ لاړو
پرېشان یوو که پُرشوره سلسلې اورو د ژوند
له سترګو نه مو کریکې رابهېږي وینې وینې
کریمه! تېغ‌‌آزما لمبې لمبې اورو د ژوند
په یوه تغافل ځان د ځان‌وژنکو شیبو ښکار کړي
په یوه نظر دې بېرته بدرګې اورو د ژوند
له ژوند سره مې کړي پیمانونه کړل پایمال
په شاړه میکده کې پیمانې اورو د ژوند
حماس په اتش‌خېزو لارو سر شو لکه شمعه
تر کله به سړې سړې تیارې اورو د ژوند
شرحه به دې غزل له لومړي بيته راپیل کړو. شاعر په مطلع کې راته د انسان د مقاومت او خلاقیت ستاینه کوي. وایي: ژوند که هر څومره سخت شي، بیا هم پکې د حوصلې او زغم په نامه یو څه شته. شاعر د ژوند سختوالی د تیږې کلکوالي ته استعاره کړی او وایي: که تيږه هر څومره کلکه او سخته شي، بیا یې هم په ځینو رګونو کې د ماتوالي ټنګ ټکور شته. دلته زموږ فکر یوې بلې تشبېه ته هم وراوړي او هغه د حوصلې تشبېه د تیږو له رګونو سره ده… شاعر وایي چې حوصله داسې وګڼه، لکه د کلکې تیږې رګونه؛ همدا حوصله ده چې په ډېره سخته کې هم څه ناڅه د ارامۍ ډاډ درکولی شي. د تیږې کلکوالی معمولاً په بې حسي دلالت کوي او کله چې په انسان هم ژوند راتنګ او سخت شي، نو خپل احساسات او عواطف پکې بایلي او په ارواح بدلېږي؛ په داسې حالاتو کې زغم او حوصله ده چې په انسان کې بېرته ساه پو کوي او په سختو شېبو کې هم د ژوند د معنا چل ورښيي. مطلب دا چې: “ژوند یو بې‌معنا، ستړی‌کوونکی؛ الکولي کار دی، خو تاسې یې باید وزغمئ. یا څښئ، یا لیکئ، یا مړه شئ.” (چارلز بوکاوسکي)
شاعر مخکې ځي او ورپسې د حق و باطل په ناتمامه او د تل‌پاتې جګړې په ستړیا انتقاد کوي. شاعر راته وایي چې: په داسې دور کې چې هر څه وېروونکي او د مرګ جامې واغوندي؛ نو يوازې هنر دی چې په موږ د ژوند تماشه او ننداره کوي او د ژوند په معنا مو پوهوي. کله چې ژوند د هنر په ژبه ترسیمیږي او د هنر سینګار کوي، معناداره کېږي او هېڅکله نه مري. دلته شاعر موږ ته راښیي چې په ډېرو خشنو او له تراژيديو ډکو حالاتو کې یوازې هنر دی چې په موږ ژوند ویني او راته معناداره کوي یې.
ذاکر حماس په درېیم بیت کې زلفې، غږ، زولنې… د ژوند د خاموشي تمثیل ګڼي. دی وایي: موږ لکه غږ، د زلفو له بې‌غږه زولنو لاړو؛ یعنې په داسې حال کې چې اصلن د ژوند ځنځیرونه بې‌غږه دي، مطلب ستونزې خاموشه او غلې دي، خو بیا هم د احتمالي توپان وېره شته؛ دا ځکه چې په ژوند کې ځينې حادثې ناڅاپي راځي، نو د احتمالي راتګ پېښو ته پرېشاني وار له مخ بویه چې وشي. شاعر اصلن د ژوند نامعلوموالي ته پرېشاني ښیي او موږ ته راښیي چې اضطراب د ژوند د پوچۍ یو بل مهم عامل دی.
د څلورم بیت اړوند یې خپله شاعر راته ولیکل چې: “دلته بیت کې د کریم پر وړاندې له ژونده یو ګیله مند احتجاج دی. خو حس‌آمیز سورریالېزم کې.
له سترګو خوني کریکې بهېږي او په غوږو د لمبو تېغونه یا د تېغونو لمبې راننوځي. د لمبو شکل تېغ ته ورته وي يا د تورو له ټکر څخه لمبې زیږي”:
له سترګو نه مو کریکې رابهېږي وینې وینې
کریمه! تېغ‌‌آزما لمبې لمبې اورو د ژوند
خو زه به يې په شرحه کې دا هم وراضافه کړم چې: په دې بیت کې ژوند د ظلم و وحشت بڼه اخیستې. سترګې چې د نور وجود په پرتله پکې درد له ورایه معلومېږي، دلته ترې له وینو ډکې چیغې رابهېږي. دلته ژوند په شاعر داسې خوني کریکې او لمبې ویني چې له زغمه وتې وي او کريم ذات ته یې پېش کوي چې ژوند دې څومره راته بې‌معنا او له زغمه ویستی دی. دې بیت کې شاعر ته ژوند یو مصیبت ښکاري او بنده ته د کیرکهګارد دا جمله سترګو ته دروي چې: “هغوی چې ناښاده او خپه دي، له دې امله دي چې له مرګه ډارېږي، خو اخر موږ د امواتو د انجمن غړي د لرغوني روم د سپاهيانو په څېر له مرګه نه ډارېږو. موږ له مرګه بدتر مصیبت پېژنو چې په ټوله کې او له هر څه زیات د ژوند کولو مصیبت دی.”
وايي: ژوند ډېرې وړې شېبې ښایسته او معناداره کولی شي، برعکس یې همداسې کوچنۍ شېبې د پوچۍ او بدرنګۍ خواته ټېل وهلی شي. شاعر په ورپسې بیت کې همدا خبره په بل ډول کوي. دی وایي چې یوه بې پروایي، یو غفلت او یوه سهوه د انسان ژوند له خطر سره مخ کوي؛ خو بېرته د ژوند لور ته یو نظر، په رڼا او لوڅو سترګو یو ښه احساس او… په انسان کې د ژوند کولو شیمه او انرژي پو کوي. په دې بیت کې له ژونده د تېښتې او بېرته ورته د راتګ له تناقض سره مخ کېږو او اکثره وخت ژوند په تناقضاتو کې ښکلی او معناداره ایسي.
شاعر بل ځای وایي چې له ژوند سره مې کړې وعدې ماتې کړې او دا شاید د ژوند د بې‌رحمۍ پایله وي. شاعر وایي: هغه میکده چې مخکې به د شور او مستۍ ځای و، اوس په شاړه او خالي ځای اوښتې. مطلب دا چې کله له ژوند سره کړې پیمانې ماتې شي، هیلې او امیدونه مري او په داسې وخت کې سړی له شویو ژمنو فقط او فقط د مړو امیدونو غږ اوري؛ په داسې ژوند کې بیا د خواخوږۍ او معنا ځای خالي پاتېږي. شاعر وایي: که څه هم له ژوند سره کړې وعدې مو مړې شوې، مګر په داسې مايوسه حالاتو کې هم یوې شاړې میکدې موږ ته ژوند معناداره کولی شوای!
په مقطع کې شاعر د یو جالب شخصیت او په نوي انداز کې د زاړه حالت یادونه کوي. دی وایي: کله چې یو څوک غواړي نورو ته لکه شمع رڼا ورکړي، خو ځان پکې بایلي… شاعر وایي تر کله به دې دا ډول سړو تیارو غږونه اورو، یعنې تر کومه به د ژوند دا رقم سړې او تودې زغمو؟ شاعر دلته د هغه چا یادونه کوي چې د ژوند د معنا د موندلو په تکل له ډېرو مبارزو او جګړو راوتی وي، نورو ته يې ژوند او د ژوند معنا ورکړې او ورښوولې وي؛ خو خپله ژوند پرې بې‌معنا او پوچ تېر شوی وي. د ارواښاد صابر په وینا چې:
موږ دې ځان نه یو، په ځان نه یو صابره
موږ د وسوځو، خو لارې د رڼا شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...